تازه خبرونه

په ننګرهار کې د طالبانو پر یوه مرکز شپني عملیات تر سره شوي

تېره شپه د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د خوږیاڼي ولسوالۍ د ټټنګ په سیمه کې د وسلوالو طالبانو پر يو مرکز شپني عملیات کړي دي.  د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي، په دې عملياتو کې نهه تنه طالب وسلوال وژل شوي او يو جنګي مرکز یې، چې سپکې او …

نور... »

د لغمان په قرغي ولسوالۍ کې پر سراچه موتر ماین چاودنه شوې

نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې، د لغمان د قرغي ولسوالۍ اړوند د سرخکانو د ګډوالو کمپ په اړوند سیمه کې د ملکي وګړیو پر يوه سراچه موتر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې.  د لغمان والي وياند اسدالله دولتزى وايي؛ په چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي، چې …

نور... »

حکومت په ناقانونه توګه په حکومتي ادارو کې چاڼ پیل کړی- اتمر

د سولي او اعتدال ټاکنیزې ډلې پر حکومت تور لګولی، چې په ناقانونه توګه یې په حکومتي ادارو کې چاڼ پیل کړی دی. د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کیدو د مطرحو ټاکنیزو ډلو تر منځ ناندرې ورځ تر بلې تودیږي او ولسمشریزو ټاکنو ته د سولې او اعتدال د ډلې …

نور... »

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ شمالي ولایتونو ته ورسیده

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې د مزار شریف ښار په سجادیه سیمه کې له بېوزله او اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. په مزار شریف ښار کې د سجادیه ښارګوټي بېوزله کورنۍ د بیات بنیاد له ژمنیو مرستو برخمنې شوې. په دې مرستو کې اوړه، …

نور... »

له خلیلزاد سره یوې نوې او څرګندې کاري هوکړې ته رسیدلي یو- اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د خبرو په اړه یوې نوې او څرګندې کاري هوکړې ته رسیدلي دي. ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د سولې لپاره د …

نور... »

په فاریاب ولایت کې ۲۶ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د یو طالب سرګروپ په ګډون ۱۸ طالب جنګیالي وژل شوي دي. د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ طالب جنګیالیو تېره شپه د قیصار ولسوالۍ د ارکلیک کلي په اړوند سیمه کې …

نور... »

په حکومتي ناستو کې د امرالله صالح ګډون د سیاسي بهیرونو نیوکې راپارولي

د حکومت په رسمي غونډو او د مونیخ په نړیواله غونډه کې د امر الله صالح پر ګډون سختې نیوکې شوې دي. امرالله صالح په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال دی. ښاغلی صالح، چې هیڅ حکومتي رسمي دنده نلري، د ملي شورا د …

نور... »

له طالبانو سره په اسلام آباد کې ناسته وځنډیده

ټاکل شوې وه، چې د فبرورۍ په ۱۸ نېټه د پاکستان په اسلام آباد کې له امریکايي پلاوي سره د طالب مرکچي پلاوي خبرې تر سره شي؛ خو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په تور نوملړ کې د شاملو یو شمېر طالب استازیو د نومونو له کبله …

نور... »

تمه ده، چې افغان حکومت هم د سولې په مخامخ خبرو کې برخه ولري- مایک پنس

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د مونیخ ناستې په څنډه کې له افغان ولسمشر غني سره په لیدنه کې تمه ښودلې، چې د افغان سولې د خبرو له پرمختګ سره به وسلوال طالبان له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي. د مونیخ د نړیوالې …

نور... »

د اسلام آباد ناسته د م.م له پرېکړې ښکاره سرغړونه ده- احمدي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې له طالب استازیو سره د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان کیدونکې غونډې ته تند غبرګون ښودلی او څرګندوي، چې اسلام آباد لدې کار سره وسلوالو طالبانو ته رسمیت ور په برخه کوي. ټاکل شوې، چې اسلام آباد به …

نور... »

د امریکایي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد په کابل کې له اجرائیه رییس سره ولیدل

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۸) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په خپل کور کې ولیدل. اجرائیه ریاست څرګنده کړې، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې لپاره د …

نور... »

ننګرهار والي د سمنتو په بوریو کې د چاویدونکیو توکو له نیولو خبر ورکوي

د ننګرهاروالي وايي، د (ISI) پر لارښوونه ننګرهار ته د خونړیو چاودنو لپاره لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي راستول شوي، چې ونیول شوه.  د ننګرهار نوی والي سید شاه محمود میاخېل زیاتوي؛ دغه چاودیدونکي توکي د تورخم – جلال آباد پر لویه لار، چې د سمنتوپه بوریو کې ځای …

نور... »

طالبان باید د ټاکنو له لارې په واک کې دخیل شي- اشرف غني

ولسمشر غني وایي، که طالبان سوله غواړي، باید جګړه پای ته ورسوي او په ټاکنو کې شریک شي. د طالبانو او امریکایانو تر منځ له مخامخ خبرو داسې ښکاري، چې حکومت د مذاکراتو بېړنۍ پایلې ته خوشبین ندی. ولسمشر غني د مونیخ د ناستې په څنډه کې له بي بي …

نور... »

ټاکنیزو بنسټونو ته د غړیو د ورپېژندنې ۷ ورځنی بهیر پیل شو

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي؛ په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د غړیتوب لپاره د نوماندانو د معرفي کولو بهیر پیل شوی، چې اووه ورځې به روان وي. د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه د ټاکنیز نظام د سمون لپاره مثبت ګام یادشوی، چې پر بنسټ یې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي او رییسان له …

نور... »

امنیتي چارواکو د شمال لویه لار پر ۴ امنیتي حوزو ووېشله

امنیتي چارواکو په بغلان ولایت کې د همغږۍ له مخې د شمال لویه لار د امنیت د ټینګښت لپاره پر څلورو حوزو وېشلې ده. د پلخمري ښار د دوه ناحیو، یو شمېر ولسوالیو او د لویې لارې په اوږدو کې د وسلوالو فعالیتونه له کلونو را پدیخوا د خلکو او …

نور... »

په سرپل او فاریاب کې ۶۱ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د هېواد په شمالي ولایتونو کې د هوایي او ځمکنیو ځواکونو پر بریدونو د دوه قومندانانو په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي. ۲۰۹ شاهین قول اردو څرګنده کړې، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ  …

نور... »

طالبانو په کندهار کې له ۲۰ ډېر سرحدي پولیس وژلي

د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې طالبانو د سرحدي پولیسو پر یوه مرکز وسلوال برید کړی، چې په کې له ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي دي.    یوې سرچینې، چې نه غوښتل نوم یې یاد شي آریانا نیوز ته ویلي، چې دغه برید تېره شپه د …

نور... »

د افغانستان د راتلونکې ماموریت په اړه به متحدین ګډه پرېکړه وکړي- ستولتنبرګ

د ناتو منشي د بروکسل په غونډه کې د ناتو د دفاع وزیرانو له دوه ورځنیو خبرو له پای ته رسیدو وروسته د پنجشنبې پر ورځ د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان وضعیت اوس هم ستونزمن دی؛ خو د سولې روان بهیر هم ارزول کیږي. هغه …

نور... »

مسکو د م. م له تور نوملړه د طالبانو د ویستو غوښتنه کړې

په کابل کې د روسیې سفارت مرستیال وایي، مسکو طالبان د یوه سیاسي ځواک په توګه پېژني او غواړي، چې ملګري ملتونه دا ډله له خپل تور نوملړ وباسي. د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د مسکو ناسته وارزول شوه؛ خو په دې ناسته کې د سولې بهیر …

نور... »

امریکایي پلاوی او طالب استازي داځل په اسلام آباد کې خبرې کوي

ټاکل شوې، چې څلور ورځې وروسته( د سلواغې پر ۲۹ / د فبرورۍ پر ۱۸) امریکایي پلاوی له طالب استازیو سره په اسلام آباد کې د خبرو اترو بل پړاو پیل کړي. د سیمې هېوادونو لخوا له طالبانو څخه د کوربتوب په لړ کې دا ځل د فبرورۍ پر اتلسمه …

نور... »