تازه خبرونه

په سريلنکا کې ګڼې چاودنې رامنځته شوي

په سريلنکا په کلیساوو او هوټلونو د ګڼو چاودنو له امله د رپوټونو له مخې لږترلږه ۲۰۷ کسان وژل شوي او څلور سوه نور ټپیان شوي دي. رپوټونه وايي، لږ تر لږه اته بمي بریدونه شوې دي. درې چاودنې په کوچچیکاډ نیګومبو او بټیکالوا کې د عیسویانو د ځانګړي اختر …

نور... »

د وري په میاشت کې له زر ډېر ولسي وګړیو او پوځيانو ته مرګ و ژوبلې اوښتي

په وري یا حمل میاشت کې له زرو ډيرو پوځیانو او ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د اریانا نیوز موندنې ښيي چې د حمل په میاشت کې څلور سوو دوه شپیتو ملکیانواو پنځه سوه پنځه اویا پوځيانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. د اریانا نیوز موندنې ښيي چې په …

نور... »

سترې محکمې د نوي ولسمشر تر معرفي کیدو د ولسمشر غني د کار تائید وکړ

سترې محکمې د نوې ولسمشر تر ټاکل کیدو پورې د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د دوو مرستیالانو کاري دوره تاييد کړه.  د سترې محکمې رسمي مکتوب چې اریانا نیوز تر لاسه کړی پکې راغلي چې د اساسي قانون د رعایت او د ټاکنو د خپلواکو کمیسیونونو ستونزو …

نور... »

له یوه امریکايي شرکت سره د بلخاب د مسو د کیندلو تړون لاسلیک شو

د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، ډېر ژر به د دغه ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د مسو او ډبرو سکرو د کانونو د کیندلو چارې پیل شي. د یوه امریکایي شرکت او کانونو او پترولیم وزارت تر منځ د یادې سیمې د کانونو د کیندلو تړون لاسلیک شو. د …

نور... »

عمران خان افغانستان ته د مشورو پر ځای د دعا کولو ډاډ څرګند کړ

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې پاکستان به نور د افغانستان د سولې پر بهیر له مشورې وړاندې کولو ډډه وکړي او د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره به دعاګانې کوي. له هغې وروسته، چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د شاوخوا یوې میاشتې مخکې خبرې د افغانستان …

نور... »

د کابل په برچي سیمه کې د محمد علي جناح روغتون پرانستل شو

په پارلماني چارو کې د پاکستان د دولت وزیر د کابل په دشت برچي سیمه کې د محمد علي جناح روغتون د پرانیستې پر مهال وویل، اسلام آباد چمتو دی، چې په روغتیایي برخه کې له افغانستان سره ډېره همکاري وکړي. د کابل ښار د لویدیځې برخې په دشت برچي …

نور... »

په کابل ښار کې پر مرکزي پُست خونه وسلوال برید ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د شنبې پر ورځ( د وري ۳۱) غرمه مهال د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ته نږدې پر مرکزي پُست خونې وسلوال برید د څلورو برید ګرو پر وژلو پای ته رسیدلی او سیمه پاکه شوې ده. د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ یو بریدګر …

نور... »

هېواد ته د ژوندیو چرګانو وارداتو ګڼې ننګونې رامنځته کړي

د افغانستان د چرګانو د فارمونو ټولنې مسوولین وايي، د چرګانو د غوښو د تولید او روزنې په برخه کې مو نږدي یو میلیارد دالر پانګونه کړي؛ خو اوس هم د چرګانو د واردولو مخنیوی ندی شوی. د افغانستان د چرګانو د غوښو د تولید او فارمونو ټولني مسوولینو ويلي؛ …

نور... »

په مشورتي لویه جرګه کې د طالبانو پر غوښتنو هم مشورې کیږي

د سولې مشورتي جرګې د چمتووالي کمیسیون وایي، چې د سولې په جوړیدونکې مشورتي لویه جرګه کې به د طالبانو پر غوښتنو مشورې وشي. نهه ورځې وروسته په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړیدونکې ده. د جرګې د تر سره کیدو لپاره چمتووالی وروستی شوی؛ خو آیا په دې جرګه …

نور... »

روسیې په تاجکستان کې د پوځي اډې جوړولو غوښتنه کړې

د روسيې ولسمشر د افغانستان پر اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې او له خپل تاجک سیال سره یې په لیدنه کې د سیمې د ټیکاو لپاره په تاجکستان کې د پوځي اډې د جوړولو غوښتنه وکړه. د روسیې ولسمشر پوتین له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره په لیدنه کې …

نور... »

قطر د افغانانو خپلمنځي ناسته لغو کړه

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې د قطر حکومت  پرون(پنجشنبه د دوري ۲۹) ناوخته په دوحه کې د حکومت د استازیو او طالبانو ناسته لغو کړه. ولسمشرۍ د قطر حکومت د دغې ناستې پر لغو کولو ملامت کړ او وایي؛ سره لدې، چې د قطر ناستې ته د ۲۵۰ کسانو د …

نور... »

د اسلامی تمدن د پلازمېنې په توګه د غزني شپږمه کلیزه ونمانځل شوه

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، په دې ولایت کې د اسلامي تمدن ډېر تاریخي آبدات بیا ورغول شول او د غزني موزیم ودانۍ هم پرانیستل شوه. د غزني سلګونه اوسیدونکيو د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه د غزني د نومولو شپږمه کلیزه د یو لړ مراسمو …

نور... »

د سیاسي اجماع نشتوالی به د حکومت دریځ کمزوری کړي- پیري مایدون

په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر خبرداری ورکوي، چې د سیاسي اجماع نشتون به د سولې په خبرو کې د حکومت دریځ کمزوری کړي او طالبان به په لوړ دریځ کې وي. د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت د افغانستان د سولې په  بهیر کې د اروپايي ټولنې پر رول …

نور... »

د سولې مشورتي جرګې د ګډونوالو رالیږدول به راتلونکې اوونۍ پیل شي

د سولې مشورتي جرګې د چمتووالي کمیسیونه وایي؛ کابل ته له ولایتونو څخه د مشورتي جرګې د ګډون کوونکیو د را لیږد چارې راتلوونکې اوونۍ پیلیږي. په کابل کې لس ورځې وروسته د ولسمشر اشرف غني له خوښې سره سمه د سولې مشورتي جرګه جوړیږي او له طالبانو سره د …

نور... »

د قطر په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته وځنډېده

ټاکل شوې وه، چې د پنچشنبې پر ورځ( د وري ۲۹) د افغانستان د حکومت، ګوندونو او سیاسي بهیرونو د دوه پنځوس ښځو په ګډون دوه سوه پنځوس کسیز پلاوي له کابل څخه قطر سفر وکړي. ویل کیږي، چې په دوحه کې د جمعې او شنبې پر ورځو د طالبانو …

نور... »

تازه سیلابونو د هېواد په ګڼو سیمو کې ۵۰۰ کورونه نړولي

لومړنۍ څرګندونې ښيي، چې په تازه سیلابونو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې پېنځه سوه کورونه نړيدلي دي. تر چارشنبې ورځې پورې د نورو سیلابونو د راوتلو وړاندوینه هم شوې ده.   له څو ورځو راهیسې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې پرلپسې اورښتونو سخت سیلابونه روان …

نور... »

ولسي جرګه دې د سولې له مشورتي جرګې مخکې پرانستل شي

د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو یو شمېر نوماندان وايي، چې د سولې له مشورتي لویې جرګې مخکې باید د دغو ټاکنو پایلې روښانه او ولسي جرګه پرانیستل شي. د ولسي جرګې له ټاکنو شاوخوا شپږ میاشتې تېرېږي؛ خو د پایلو برخلیک یې اوس هم ناڅرګند او له بېلابېلو خنډونو …

نور... »

د اوبو شبکو جوړولو د ۳۱ پروژو تړونونه لاسلیک شول

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، د هېواد اوبه د کرنې په پراختیا کې مهم رول لري او په روان کال کې به د اوبو د مدیریت پروژو ته لومړیتوب ورکړو. د کرنې وزارت له خوانه دهېواد په اووه ولایتونو کې د اوبو د شبکې یو دېرش پروژو د …

نور... »

ولسمشرۍ په قطر کې د (بین الافغاني) خبرو د استازیو نوملړ اعلان کړ

ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې د سې شنبې پر ورځ( د وري ۲۷) له طالبانو سره د خبرو کوونکي پلاوی نوملړ خپور کړ. په خپور شوي نوملړ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرشید دوستم د جنبش اسلامي او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نومونه نشته؛ خو د …

نور... »

روان عملیات به د سولې خبرې وګواښي- پکتیاوال

د پکتیا اوسیدونکیو په هېواد کې د جګړې د ښکلېو خواو له لوري روان عملیات وغندل او وايي، چې د سولې روانې هڅې به له ګواښ او خنډ سره مخ کړي. په پکتیا کې لسګونه قومي مشرانو، ځوانانو او یو شمېر میرمنو په یوه غونډه کې د طالبانو او افغان …

نور... »