عاجل خبرونه

تازه خبرونه

جنرال میلر په افغانستان کې د جنرال نیکلسون ځای ناستی شو

جنرال آستین سکات میلر د یکشنبې پر ورځ( د وږي  ۱۱چې د سیپتمبر له ۲ سره برابره ده)په کابل کې په رسمي توګه د غوڅ ملاتړ ځواکونو قومنداني تر لاسه کړه. د غوڅ ملاتړ ځواکونو د قومندان په توګه د جنرال میلر د پېژندنې دغه مراسم د افغانستان د ولسمشر …

نور... »

په امریکا کې د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره ناندریزه شوه

وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ دا تګلاره اغېزمنه ګڼي؛ خو   استخبارات یې د افغانستان د جګړې د وضعیت په بدلون کې بی پایلې بولي. د افغانستان لپاره د امریکا له تګلارې څه باندې یو کال تېریږي او د دغې تګلارې پر بنسټ په …

نور... »

په غزني ښار د طالبانو د همکارانو او غلو نیول پیل شوي

په غزني ښار کې امنیتي ځواکونو د هغو کسانو نیول پيل کړي، چې په غزني ښار کې یې د وسلوالو د برید پرمهال له طالبانو سره همکارې کړې او یا یې هم غلاوې کړي دي. امنیتي چارواکو ویلي، چې د غزني ښار او د دغه ښار له اړوند څنډو څخه …

نور... »

د پاکستان قونسلګرۍ په داخلي چارو کې لاسوهنه نده شوې- حیات الله حیات

پاکستان د تېرې پنجشنې راپدیخوا په ننګرهار کې خپله قونسلګري تړلې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي. په کابل کې د پاکستان سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په ننګرهار ولایت کې د پاکستان قونسلګري د ننګرهار والي د مداخلې له کبله تړل شوې …

نور... »

په زابل کې هوایي ځواکونو ۵ وسلوال طالبان وژلي

د زابل والي ویاند وایي، چي د شنبې پر شپه د غوڅ ملاتړ ماموریت په هوایي برید کي د قلات پر اړوند وسلوالو طالبانو بمبارد شوی، چي په کي اسد او سنګري نومي دوه طالب قومندانان او درې نور طالبان وژل شوي دي. د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال …

نور... »

په پکتیا ولایت کې له ۵۰ ډېرو وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، ائتلافي ځواکونو تېره شپه د احمدابا ولسوالۍ په زرګل سیمه کې د وسلوالو مخالفینو پر ټولیو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۳۳ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. د والي ویاند عبدالله حسرت وایي، چې په دې بریدونو کې …

نور... »

د ننګرهار د دربابا پر ولسوال او امنيه قومندان ماين چاودنه شوې

د ننګرهار والي وياند څرګنده کړې، چې سهار شاوخوا نهه بجې د دوربابا د ولسوالۍ د ګړوکو په سيمه کې د ولسوال هميشه ګل مسلم او امنيه قومندان نواب خان پر موتر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې له کبله یې ولسوال او امنيه قومندان ټپيان دي.  د ننګرهار …

نور... »

د ناامنیو له کبله به د رایو نور مرکزونه هم وتړل شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، چې که ناامني همداسې روانه وي او ځینې نورې ساحې وسلوال لاندې کړي؛ د ټاکنو پر ورځ به  د رای ورکولو ډېر نور مرکزونه هم بند پاتې شي. د ټاکنو لپاره څه باندې اووه زره مرکزونه په نښه شوي؛ خو څه باندې دوه زره …

نور... »

په شمال کې د څو ولایتونو مرکزونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي

د امنیتي بنسټونو په خبره؛ دا مهال د ټول هېواد په لس ولایتونو کې جګړه روانه ده؛ د فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي. د هېواد په شمال کې د څو ولایتونو اوسیدونکي امنیتي بنسټونه د شته ګواښونو په وړاندې په بې پروایۍ …

نور... »

د هند پر مالي لګښت پکتيا پوهنتون ته د لابراتوار وداني جوړیږي

د عملي زدکړو د آسانتیاوو په موخه په پکتیا پوهنتون کې د هند په مرسته د لابراتوار د دوه پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه. چارواکي وایي، د پکتیا پوهنتون د لابراتوار پر ودانۍ ۵۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي، چې په یوه کال کې به یی چارې بشپړې شي. …

نور... »

د ایرلیند په وړاندې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې خپله ماته ومنله

د افغانستان لوبډلې توپوهونکي د چارشنبې پر ورځ په یو ورځنۍ سیالۍ کې ناکام شول او بریالي نشول، چې ایرلیند ته ستر هدف وټاکي او د ۳ ویکتو په توپير یې ماتې وخوړه. دغه لوبه د افغانستان لوبډلې سلمه یو ورځنۍ سیالي وه، چې دوی ته په دې سیالۍ کې …

نور... »

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې پر پولیسو چاودنه شوې

د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال راز محمد مندوزی وایي، چې،  د ګردیز ښار د پولیسو پر رنجر موتر چاودنه رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې په چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی دی . دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پکتیا ولایتي شورا  یو …

نور... »

طالبان غواړي پر ګردیز ډله ييز برید وکړي- ولایتي شورا

د پکتيا د ولايتي شورا غړي، د دې ولايت خراب امنيتي وضيعت او د وسلوالو له لوري پر ګردیز ښار د بريد پلان اندېښمن کړي دي. د پکتیا د ولایتي شورا  یو شمېر غړیو په یو مطبوعاتي کنفرانس کې له رسنیو سره د پکتیا د ناسم امنیتي وضیعت په اړه …

نور... »

د مسکو ناسته د لیدلوریو د ټکر له کبله ځنډیدلې- بهرنیو چارو وزارت

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د مسکو ناسته د افغان حکومت د سولې له لیدلوري سره د ټکر له کبله ځنډیدلې ده. روسیې د امریکا، افغانستان، پاکستان او د مرکزي آسیا د هېوادونو په ګډون له دولس هېوادونو او طالبانو غوښتي وه، چې دې ناستې ته ورشي. طالبانو ویلي وه، …

نور... »

د ننګرهار ولایتي شورا د ټاکنو د تحریم ګواښ کړی

د ننګرهار ولایتي شورا له ټاکنیز نوملړه د جاوید زمان غمشریک ویستل ناعادلانه کار وبللو او خبرداری یې ورکړ، چې که له نوموړي سره عدالت ونشي او پر پلویانو یې د شوي برید څېړنه ترسره نشي؛ نو په دې ولایت کې به روانې پارلماني ټاکنې تحریم کړي. د تېرې شنبې …

نور... »

ایران له افغانستان سره د اوبو لانجه بیا راپورته کړه

د ايران د بهرنيو چارو وزير له ايران (درې) تلويزيوني شبکې سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې مونږ غواړو له افغانستان سره د اوبو د ستونزې اوارولو ته له هرې ممکنې وسیلې کار واخلو . د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي، له افغان لوري سره …

نور... »

د فاریاب قیصار ولسوالۍ ته نومول شوی طالب ولسوال ووژل شو

د هېواد په شمال کې شاهین قول اردو په ډاګه کړې، چې د قیصار ولسوالۍ د چیچکتوی په اړوند سیمه کې د یو ولسوال په ګډون ۵۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د دغې قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه قیصار ولسوالۍ ته د نومول شوي طالب …

نور... »

اجرائیه ريیس د درې امنیتي چارواکو د استعفاګانو مخه نیولې

د اجرائیه ریاست سلاکار وایي، ښاغلي عبدالله عبدالله له ولسمشر غنی څخه غوښتی، چي د کورنیو چارو او ملي دفاع د وزیرانو او د ملی امینت د رییس استعفاګانی منظورې نکړی؛ ځګه، چې د هغه په باور په اوس وخت کي د درې چارواکو ګوښه کیدل د هېواد په ګټه …

نور... »

روسیې د مسکو ناسته وځنډوله

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني د دوشنې پر ورځ( د وږي ۵) مازیګر مهال د روسیې فدراتیف د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره تیلیفوني خبرې وکړې، چې په کې د مسکو ناستې له ځنډولو خبر ورکړ شوی دی.  د خبرپاڼې له مخې؛ په دې تیلیفوني …

نور... »

کابل پولیسو یو کس له ۴۰۰ ټاپه شویو تذکرو سره نیولی

کورنیو چارو وزارت ویلي؛ پولیسو د څرخي پله په اړوند سیمه کې یو کس له څلور سوه سپینو تاپه شویو تذکرو سره نیولی، چې غوښتل یې کابل ته یې را ولیږدوي. د را روانو پارلماني ټاکنو لپاره اوس هم پټ لاسونه کار کوي، چې پر خلکو جعلي تذکرې ووېشي او …

نور... »