تازه خبرونه

د کرکت ملي لوبډله د نړیوال جام د سیالیو لپاره سکاتلند ته روانه شوه

د افغانستان د کرکت ملي لوبډله نن په نړیوال جام سیالو کې د ګډون لپاره له کابله د سکاتلند پر لوري روانه شوه. د کرکت بورد لوی رییس عزیزالله فضلي وایي، چې ملي لوبغاړي به له سکاتلند کرکت ملي لوبډلې سره د همدې میاشتې پر اتمه او لسمه نېټه دوه …

نور... »

د قطر د شپږم پړاو د خبرو په پیل کې د طالبانو او خلیلزاد اختلافات په ډاګه شوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپل تویت کې څرګنده کړې؛ د مذاکراتو په پیل کې یې له طالبانو غوښتي، چې وسلې پر ځمکه کیدي او له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو، اوربند، د افغانانو په خپلمنځي خبرو او د ترهګرۍ ضد هڅو کې …

نور... »

ولسمشر غني د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خوشې کولو سپارښتنه وکړه

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې د پای په مراسمو کې د سولې لپاره د ښه نیت په هیله د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خوشې کولو سپارښتنه وکړه. ولسمشر غني د جمعې پر ورځ (د غویی ۱۳) د مشورتي لویې جرګې په پای کې د یو سل و پېنځه …

نور... »

په غزني کې ۵ عامو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د غزني ولایت په قره باغ لسوالۍ کې تېر ماښام د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې درې عام وګړي وژل شوي دوه نور ټپیان دي. د دې ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د چرګو په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو پر …

نور... »

د بغلان ولایت پر بُرکه ولسوالۍ د طالبانو برید پر شا تمبول شوی

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د بغلان ولایت پر بُرکه ولسوالۍ د طالبانو برید له ماتې سره مخ شوی او د امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۳۰ طالبان وژل شوي او له لس ډېر ټپیان دي. د بغلان ولایت د خبرپاڼې له مخې؛ وسلوالو طالبانو د جمعې پر شپه …

نور... »

کاري جرګه ګیو د مشورتي جرګې عمومي ناستې ته خپل راپورونه وړاندې کړل

د سولې مشورتي لویې جرګې یو پنځوس کاري جرګه ګیو پر څلورمه ورځ خپل کاري راپورونه له اوښکو سره مل عمومي ناستې ته وړاندې کړل، چې ټول د جګړې د پای درمل ګڼل کیږي. د سولې مشورتي لویې جرګې کاري جرګه ګیو له طالبانو سره د حکومت د سولې خبرو …

نور... »

د قطر په خبرو کې به د بهرنیو ځواکونو پر وتو وروستۍ هوکړه وشي

په قطر کې د امریکایي او طالب استازیو تر منځ د خبرو په شپږم پړاو کې امکان شته، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه وروستۍ هوکړه وشي. په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو …

نور... »

د کابل د ټاکنیزې حوزې په اړه د شکایتونو څېړنې به ژر بشپړې شي

د ټاکنو چارواکي وایي، چې د کابل ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون څېړنې به نن یا سبا بشپړې شي. د تړلیو دروازو شاته په ټاکیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د کابل د ولسي جرګې ټاکنو پر رای پاڼو څېړنې روانې دي؛ خود …

نور... »

په پکتیا کې ۲۵۰ کسانو حرفوي زدکړې تر لاسه کړې

د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د دې ولايت له بېلابېلو ولسواليو د ۱۳۰ ښځينه وو په ګډون ۲۵۰ تنو په خیاطۍ، موتر سایکل او موبایل جوړونې، نجارۍ او برښنا برخو کې شپږ میاشتنۍ زدکړې تر سره کړې. د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست …

نور... »

په قطر کې ملابرادر له آلماني مارکس پوتزیل سره لیدلي

د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزیل د چهارشنبې پر ورځ( د غویی ۱۱) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر اخند سره ولیدل . د طالبانو د سیاسي دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې …

نور... »

د بغلان لاریونوال د کابل ـ مزار د لویې لار پرانستلو ته حاضر شول

د بغلان سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې له شپږورځني ځنډ وروسته د پارلماني ټاکنو د متعرضو نوماندانو پلویان حاضر شول، چې د کابل ـ شمال لویه لار خلاصه کړي. د بغلان والي ویاند محمود حقمل رسنیو ته ویلي، چې لاریونوالو له هغې وروسته د لارې خلاصولو پرېکړه وکړه، چې …

نور... »

په غزني کې ناڅرګندو وسلوالو یو زیارت ته چاودنه ورکړې

په غزني ولایت کې ناڅرکندو وسولوالو تېره شپه یو زیارت پر ماینونو ویجاړ کړی دی. د غزني والي ویاند عارف نوري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې ناڅرکندو وسلوالو د عبدالواحد زیارت، چې پر شمس العارفین شهرت لري پر چاودیدونکیو توکو الوځولی دی. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ …

نور... »

د تلپاتې سولې تګلاره اوس هم بې برخلیکه ده-عبدالله عبدالله

اجرائیه رییس وایي، د سولې خبرو اترو غوټه نده پرانیستل شوې او په دې لار کې جدي اندېښنې اوس هم شته. د هغو نهه خبریالانو د لومړنی تلین په نمانځغونډه کې، چې تېرکال د کابل ښار د مطبعې تر څنګ ترې  ځانمرګي ژوند واخیست؛ اجرائیه رییس وویل: تر اوسه د …

نور... »

له پاکستانیو چارواکو سره د زلمي خلیلزاد دوه ورځنۍ خبرې تر سره شوې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته په خپل دوه ورځني سفر کې د دغه حکومت له اړوند مشرانو سره د افغانستان د سولې په اړه بحث او خبرې کړې دي.   بهرنۍ رسنۍ وایي؛ خلیلزاد له پاکستانيو چارواکو غوښتي، چې طالبان له افغان …

نور... »

کابل ښاریان د رخصتیو او لارو د خلاصون غوښتنه کوي

په کابل ښار کې څو ورځنیو رخصتیو او د ښار د یو شمېر سړکونو تړل کیدو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي او  له حکومت غواړي، چې د کابل ښار تړلي واټونه دې بېرته خلاص کړي. فرشته نومې، چې د سید جمال الدین افغان د ښوونکیو د روزنې زدکړیاله …

نور... »

په کابل کې د طالبانو د استخباراتو یو بل مسوول هم ونیول شو

امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو یو بل مسوول هم نیولی دی. کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د پولیسو ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د پېنځمې ناحیې د کوته سنګي په اړوند سیمه کې د طالبانو د استخباراتو یو بل مسوول هم له پېژندلو وروسته …

نور... »

ځاځی وطندوست د ولسي جرګې د دارالانشا د مشر په توګه غوره شو

د سې شنبې پر ورځ( د غویی ۱۰) د ولسمشر اشرف غني پر فرمان عبدالقادر ځاځی وطندوست د ولسي جرګې د دارالانشا د مشر په توګه  غوره شوی دی. د ولسمشر پر فرمان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې له مخې؛ له رتبې څخه په لوړ بست …

نور... »

زلمي خلیلزاد د سیمه ییزې اجماع لپاره پاکستان ته سفر کړی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اندېښنه ښودلې، چې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه اجماع نشته او د همدې موخې لپاره یې پاکستان ته سفر کړی دی. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د سیمه ییزې اجماع د …

نور... »

د بغلان نوماندانو د څلورمې ورځې لپاره هم د شمال لویه لار تړلې وساتله

د بغلان ولایت د پارلماني ټاکنو معترض نوماندان، چي تراوسه له حکومت سره هوکړې ته ندی رسیدلي د خپلو لاریونونو پر څلورمه ورځ یې هم د شمال لویه لار په بشپړ ډول له څو خواو تړلې وساتله. دوی ټینګار کوي، چې که مرکزي حکومت او ټاکنو کمیسیونونه د دوی غوښتونو …

نور... »

روانه مشورتي جرګه د اشرف غني جرګه ده- اجرائیه ریاست

اجرائیه ریاست وايي، چې د سولې مشورتي لویه جرګه د اشرف غني جرګه ده او د یوه ځانګړي جریان لخوا را بلل شوې ده. د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې پر ورځ(د غویی۹) پرانیستل شوه؛ خو د اجرائيه رييس په ګډون یو شمېر سیاستوالو په کې ګډون ندی کړی. …

نور... »