عاجل خبرونه

تازه خبرونه

وسلوال طالبان او حکومت دې اوربند وکړي- مسلمیار

د مشرانو جرګې رييس له وسلوالو طالبانو او حکومت څخه غوښتي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د خلکو د غوښتنې له مخې اوربند ته غاړه کیدي. د مشرانو جرګې رییس وايي، چې روانه جګړه د هیڅ لوري په ګټه نده. د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وایي؛ له …

نور... »

په ننګرهار کې ماین چاودنې د یوه روغتیایي مرکز ۶ کارکوونکي ټپیان کړي

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د رييس خېلو په سیمه کې د یوې روغتیايي ادارې پر مارسدیز موتر د نښلوونکي ماین چاودنه شوې. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په پېښه کې شپږ تنه ټپيان دي، چې ټول د یادې ادارې روغتیايي کارکوونکي دي. په ټپيانو کې یوه …

نور... »

د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ وسلوال برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسید

کورنیو چارو وزارت  ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ( د غویی ۱۵) غرمه مهال د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ وسلوالو بریدکوونکیو برید وکړ، چې ماښام مهال د ټولو بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند  څرګنده کړې، چې بریدګرو لومړی یو هاموي موتر ته …

نور... »

په خوست ښار کې دوه بمي چاودنو ۷ کسان ټپیان کړي

خوست امنیتي مسوولین وایي، دیکشنبې پر ورځ( د غویی ۱۵) ماسپښین مهال په ښار کې له لومړۍ حوزې سره نږدي دوه بمي چاودنې رامنځته شوې، چې د یوه پولیس په ګډون یې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.  د خوست د امنیه قومندانۍ د رسنیو مسوول حیدر آریانانیوز ته …

نور... »

د سولې مشورتي جرګه هیڅ نوې لاسته راوړنه نلري- عبدالله عبدالله

اجرائیه رییس د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک ته په غبرګون کې څرګنده کړې، چې مشورتي لویې جرګې هیڅ تازه غوښتنه او لاسته راوړنه نلرله. د سولې مشورتي لویه جرګه د ۲۳ ماده ییز پرېکړه لیک په  صادریدو پای ته ورسیده؛ خو له مثبت او منفي غبرګونونو سره مخ …

نور... »

د قطر د دوحې خبرې له یوه ورځني ځنډ وروسته بیا پیل شوې

د طالبانو او امریکا تر منځ  د قطر د دوحې خبرې له یوه ورځني ځنډ وروسته د شنبې پر ورځ( د غویی ۱۴) بیا پیل شوې. د طالبانو او امریکایانو تر منځ شپږم پړاو خبرې تر اوسه له هیڅ  وروستۍ هوکړې پرته روانې ساتل شوې دي. د طالبانو د مرکچي …

نور... »

د سولې مشورتي جرګې رخصتیو خصوصي سکتور زیانمن کړی

په کابل کې د سولې مشورتي جرګې لپاره وروستیو رخصتیو خصوصي سکتور او کابل ښاریانو ته میلیونونه افغانۍ تاوان اړولی؛ خو ولسمشر د مشورتي لویې جرګې په پای کې له خلکو او خصوصي سکتور بښنه غوښتې ده. د سوداګرۍ خونه ټینګار کوي، چې خصوصي سکتور او خلکو ته دې جرګې …

نور... »

په تخار کې د طالبانو د لایزري سرې قطعې مرستیال وژل شوی

د تخار ولایت امنیه قومندانۍ څرګنده کړې، چې د دغه ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د طالبانو د لایزري سرې قطعې مرستیال وژل شوی. د تخار ولایت امنیه قومندان حشمت الله مسلم ویلي؛ طالبانو د جمعې پر شپه ۱۲ بجې د ینګي …

نور... »

په پکتیا کې وسلوالو طالبانو د ملي پوځ د یوه سرتېري میرمن او زوی وژلي- عبدالله حسرت

د پکتیا والي ویاند آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې د جمعې پر ورځ مازیګر مهال د دغه ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو په سیمه کې وسلوالو طالبانو د ملي پوځ د یوه سرتېري میرمن او زوی وژلي دي. د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت زیاته کړې، چې د …

نور... »

طالبان اوس هم د سولې( اصلي خنډ) دی ـ عبدالله عبدالله

د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د جمعې پر ورځ( د غویی ۱۳) له غرمې وروسته د ترکیې په استانبول ښار کې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ولیدل.   د اجرائیه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو، …

نور... »

د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د طالبانو استازي هم ول- داوودزی

د سولې مشورتي جرګه، چې د طالبانو استازي هم په کې حاضر ول؛ د یوه درویشت ماده ییز پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیده. که څه هم طالبانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون رد کړې و؛ خو د جرګې د جوړیدو کمیسیون اوس وایي، چې …

نور... »

خصوصي سکتور د کرنې په سکتور کې پانګونه کوي

د مسوولینو په وینا؛ کرنې وزارت خصوصي سکتور په دې برخه کې پانګونې ته  هڅولی ندی. د صنایعو او پانګونې عالي شورا وايي؛ پانګوال لیوال دي،  د هېواد د سیلوګانو د بیا فعالیت لپاره پانګونه وکړي. اټکل کیږي، چې له دې سره به زرګونه کسانو ته کار او روزګار برابر …

نور... »

د کرکت ملي لوبډله د نړیوال جام د سیالیو لپاره سکاتلند ته روانه شوه

د افغانستان د کرکت ملي لوبډله نن په نړیوال جام سیالو کې د ګډون لپاره له کابله د سکاتلند پر لوري روانه شوه. د کرکت بورد لوی رییس عزیزالله فضلي وایي، چې ملي لوبغاړي به له سکاتلند کرکت ملي لوبډلې سره د همدې میاشتې پر اتمه او لسمه نېټه دوه …

نور... »

د قطر د شپږم پړاو د خبرو په پیل کې د طالبانو او خلیلزاد اختلافات په ډاګه شوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپل تویت کې څرګنده کړې؛ د مذاکراتو په پیل کې یې له طالبانو غوښتي، چې وسلې پر ځمکه کیدي او له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو، اوربند، د افغانانو په خپلمنځي خبرو او د ترهګرۍ ضد هڅو کې …

نور... »

ولسمشر غني د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خوشې کولو سپارښتنه وکړه

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې د پای په مراسمو کې د سولې لپاره د ښه نیت په هیله د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خوشې کولو سپارښتنه وکړه. ولسمشر غني د جمعې پر ورځ (د غویی ۱۳) د مشورتي لویې جرګې په پای کې د یو سل و پېنځه …

نور... »

په غزني کې ۵ عامو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د غزني ولایت په قره باغ لسوالۍ کې تېر ماښام د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې درې عام وګړي وژل شوي دوه نور ټپیان دي. د دې ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د چرګو په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو پر …

نور... »

د بغلان ولایت پر بُرکه ولسوالۍ د طالبانو برید پر شا تمبول شوی

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د بغلان ولایت پر بُرکه ولسوالۍ د طالبانو برید له ماتې سره مخ شوی او د امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۳۰ طالبان وژل شوي او له لس ډېر ټپیان دي. د بغلان ولایت د خبرپاڼې له مخې؛ وسلوالو طالبانو د جمعې پر شپه …

نور... »

کاري جرګه ګیو د مشورتي جرګې عمومي ناستې ته خپل راپورونه وړاندې کړل

د سولې مشورتي لویې جرګې یو پنځوس کاري جرګه ګیو پر څلورمه ورځ خپل کاري راپورونه له اوښکو سره مل عمومي ناستې ته وړاندې کړل، چې ټول د جګړې د پای درمل ګڼل کیږي. د سولې مشورتي لویې جرګې کاري جرګه ګیو له طالبانو سره د حکومت د سولې خبرو …

نور... »

د قطر په خبرو کې به د بهرنیو ځواکونو پر وتو وروستۍ هوکړه وشي

په قطر کې د امریکایي او طالب استازیو تر منځ د خبرو په شپږم پړاو کې امکان شته، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه وروستۍ هوکړه وشي. په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو …

نور... »

د کابل د ټاکنیزې حوزې په اړه د شکایتونو څېړنې به ژر بشپړې شي

د ټاکنو چارواکي وایي، چې د کابل ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون څېړنې به نن یا سبا بشپړې شي. د تړلیو دروازو شاته په ټاکیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د کابل د ولسي جرګې ټاکنو پر رای پاڼو څېړنې روانې دي؛ خود …

نور... »