عاجل خبرونه

تازه خبرونه

هوتکي: د یو اعشاریه څلور سلنه رایو د ستونزو په هکله به د یکشنبې په ورځ پرېکړه وشي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چمتووالی لري، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو وروستۍ پایله ژر اعلام کړي. د دغه کمیسیون مسئولین وایي، د ټولو رایو یو اعشاریه څلور سلنه ځینې ستونزې لري چې تر اوسه په دې هکله پرېکړه نه ده شوې او د یکشنبې په ورځ به پرېکړه …

نور... »

رحیمي: د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو لپاره خبرې له سره پېل شوي

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وایي، چې د دواړو ټیمونو د مرکچیانو تر منځ د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو لپاره خبرې له سره پېل شوي او د دغو خبرو پېل ښه وو، چې په کې نوي وړاندیزونه او طرحې وړاندې شوې. د ولسمشرۍ ماڼۍ یو ځل بیا د …

نور... »

سرور دانش: ټاکنیزې ډلې د دې حق نه لري چې ټاکنې ګرو کړي

د اشرف غني احمدزي دوهم مرستیال سرور دانش وایي، چې افغانستان د ملي یووالي حکومت ته جدي اړتیا لري او په دې برخه کې خبرو او سیاسي هوکړې ته  هېڅ اړتیا نشته. ښاغلی دانش ټینګار کوي چې د ټاکنو نتیجه باید ژر معلومه شي او ټاکنیزې ډلې د دې حق …

نور... »

طالبانو د پکتیا ولایت د څکمنو ولسوال او یو ساتونکی ژوندي نیولي

دپكتيا د څمكنيو سرحدي ولسوالۍ ولسوال او دهغه يو تن ساتونكى وسله والو طالبانو ژوندي له ځان سره بيولي.  دپكتيا امنيه قوماندان ويلي، ولسوال صالح محمد احساس د جمعې په ورځله يادې ولسوالۍ څخه د گردېز پر لوري روان و، چې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا ونيول …

نور... »

د تېركال په پرتله صادرات زيات او له دي لاري د سوداگروعايد هم زيات شوي

د افغانستان د صادراتو د پرا ختيا اداره وايي، چي د تېركال په پرتله صادرات زيات شوي او له دي لاري د سوداگروعايد هم زيات شوي. د دي اداري د مسوولينو په وينا؛ هڅه كیږي، چې د خپلو ميو صادارت روسي ماركيتونو ته هم پراخه كړي. اسلم حجاب رپوت راکوي، …

نور... »

ترهگري او افراطیت په زیاتېدونکي ډول د سیمې امنیت او ثبات گواښي- حامد کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، ترهگري او افراطیت په زیاتېدونکي ډول د سیمې امنیت او ثبات گواښي. نوموړي نن غرمه(د وږيِ۲۱) د شانگهای سازمان په څوارلسمه ناسته کې د خبرو پر مهال ټینگار وکړ،  چې د تروریزم او افراطیت ریښې او پناه ځایونه د افغانستان له پولو بهر دي او …

نور... »

د ټولو چک لستونو له جمع بندۍ وروسته به د ټاکنو پایلې اعلان شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، ټولې رایې سیستم ته دننه شوي؛ خو یوازې دهغو پایلو پاڼې یا چک لستونه پاتې دي، چې باید ټاکنیز شکایتونو کمیسیون ورباندې پرېکړه وکړي، چې یاد کمیسیون یې په سیتم کې داخل او جمع بندي کړی او وروستۍ پایلې هم اعلام شي. شریف الله …

نور... »

په کابل کې د احمد شاه مسعود د دیارلسم تلین مراسم ترسره شول

په کابل کې د شهیدانو د اوونې او د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت د تلین مراسم تر سره شول. یو شمېر حکومتي چارواکو د احمد شاه مسعود په څلور لارې کې د هغه تصویر ته د ګلو ګېډۍ کېښودې. د احمدشاه مسعود د یارلسم تلین مراسم د …

نور... »

امریکا: کاندیدان باید د رایو د تفتیش پایلې ومني

امریکا د ولسمشرې پر کاندیدانو غږ کړی، چې د ټاکنو پايلې ومني. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، امریکا په تمه ده، چې کاندیدان او د هغوی ملاتړي به د ټاکنو پایلو ته غاړه کېږدي. په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومتي جوړښت په باب د ډاکتر …

نور... »

کرزی: دواړو کاندیدان دې ژر تر ژره نوی حکومت جوړ کړي

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، هېواد نوي حکومت ته بېړنۍ اړتیا لري. د هغه په وېنا اشرف غني احمدزی او ډاکتر عبدالله عبدالله کولی شي د نوي حکومت جوړېدل شوني کړي. په کابل کې د شهیدانو د اوونۍ او د احمد شاه مسعود د یارلسم تلین په مناسبت جوړو شویو …

نور... »

ابراهیمي: که سیاسی کړکېچ پای ته ونه رسېږی هېواد به له لوی بحران سره مخامخ شي

د ولسی جرګی رئیس وایی، که د سیاسی قدرت د لېږد په اړه سیاسی کړکېچ پای ته ونه رسېږی هېواد به له لوی بحران سره مخا مخ شي. هغه د اندېښنی په څرکندولو سره له دواړو نوماندانو و غوښتل، چي باید دهېواد ملی ګټو ته په پام دغه ستونزی ته …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون: د کاندیدانو سیاسي هوکړې ته د ټاکنو پایلې نشو ځنډولی

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسئولین وايي، یوه اوونۍ وروسته به د ټاکنو پایلې اعلان شي. دغه کمیسیون هيله څرګندوي، چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان مخکې به کاندیدان په خپلو کې سیاسي هوکړې ته ورسېږي. اټکل کېده، چې په همدې اوونۍ کې به د رایو د تفتیش پايلې …

نور... »

ولي مسعود: که ډاکتر عبدالله موازي حکومت اعلان کړي طالبان به یوځل بیا واک ته ورسېږي

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي، که د ملي وحدت د حکومت په باب سیاسي خبرې ناکامې شي، دوی په کراره نه کښیني. دوی وايي د خبرو د ناکامۍ په صورت کې به راتلونکی ولسمشر په اداره کنټرول ونلري او حکومت به يې لنډ وي. د ملی اجندا رئیس احمد …

نور... »

د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ امنیه قومندان په یو ځانمرگي برید کې ووژل شو

د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ امنیه قومندان تېره شپه په یو ځانمرگي برید کې ووژل شو. د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی د دغه خبر په تائیدولو وایي، چې: تېره شپه یو برید کونکي خپل چاودیدونکي توکي د دغې ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې دننه کړي او …

نور... »

هند د ایران د چابهار په بندر سل میلیون ډالر لګوي

هند د ایران د چابهار په بندر کې نور سل میلیون ډالر لګوي او د دې کار موخه دا ده، چې له افغانستان او د منځنۍ آسیا له نورو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي، چې د چابهار بندر ظرفیت …

نور... »

ملي شورا: عدلي او قضایی ارګانونه دې د پغمان د پېښې په عاملینو د اعدام حکم صادر کړي

ملی شورا د هېواد سياسي او امنيتي حالت داندېښني وړ وباله. د ملي شورا د دواړو خونو رئيسانو  د پغمان پېښه په کلکه وغندلهاو له عدلي او قضاي ارګانونويي وغوښتل، چي  د پغمان د پېښی عاملينو ته دشريعي حكم سره سم په علني توګه د اعدام جزا صادره كړي. ملي …

نور... »

نور: د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له پرېکړې وروسته به وروستې پایلې هم اعلام شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، هغوی هیله مند دي، چې نوماندان سیاسي تفاهم ته ورسېږي او په څنګ کې یې د ټاکنو کمیسیون سره همکار وي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي: هغوی ددې لپاره، چې د ولسمشریزو ټاکنو وروستې پایلې اعلام شي د ټاکنو تخنیکي بهیرد …

نور... »

ابتدایي محکمې د پغمان د پېښې ۷ عاملین په اعدام محکوم کړل

نن(د وږي۱۶) له غرمې مخکې سترې محکمه کې د پغمان د پېښې د اووه تنو عاملینو علني محاکمه پیل  شوه. د روان کال د زمري د میاشتې په ۳۱ شپه یو شمېر غلو او وحشیانو، چې د پولیسو جامې یې پر تن وې څلور موتره ښځینه او نارینه، چې د …

نور... »

د حق او عدالت ګوند: کاندیدان باید د ټاکنو وروستۍ پایله ومني تر څو ټاکنیزې لانجې حل شي

د حق او عدالت ګوند وایي، چې د ټاکنیزو لانجو د پای ته رسولو لپاره کاندیدان باید د ټاکنو وروستۍ پاېلې ومني. د دغه ګوند غړي له ولسمشر کرزي، نړیوالې ټولنې او ټاکنیزو بنسټونو غواړي، چې ټاکنیزو لانجو ته پای ورکړي او باید ژر د ټاکنو وروستۍ پایله اعلام شي. …

نور... »

د ټاکنو تخنیکي بهیربه د روانې اوونۍ تر پایه پای ته ورسیږي- حبیبي

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټینگارکوي، چې د ټاکنو تخنیکي بهیربه د روان اوونۍ تر پایه پای ته ورسیږي. شریف الله ویاند رپوت راکوي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د دوه یم پړاو رایو ارزونه پای ته رسیدلې او تخنیکي بهیر د جمع بندۍ مرکز، د ابطال بهیر او د ټاکنیزو شکایتونو …

نور... »