تازه خبرونه

پوليسو په كندهار ښار كې درې ځانمرگي ووژل

نن چارشنبه(د كب۲۱) له غرمې مخكې په كندهار ښار كې درې ځانمرگى بريد گر له پېژندلو وروسته د پوليسو له خوا ووژل شول. د كندهار امنيتي چارواكي وايي، چې ځانمرگو بريد گرو غوښتل، چې د ملي امنيت پر ودانۍ بريد وكړي؛ خو دغه ودانۍ ته څيرمه د پوليسو له خوا …

نور... »

په روزگان كې دوه چاودنو دوه پوليس وژلي او يو بل ټپي دى

د روزگان ولايت د امنيه قوماندانۍ  د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدير سمونوال گلاب خان وايي، چې يوه چاودنه نن چارشنبه(د كب۲۱) په اووه نيمو بجو د ترينكوټ په شلوغ مانده سيمه كې د پوليسو په موټر شوې او دوه پوليس يې وژلي دي. هغه وايي، چې له …

نور... »

د تخار سيند د څه باندې ۵ كيلو متره استنادي ديوال كار بشپړ شو

د تخار سيند د څه باندې ۵ كيلو متره استنادي ديوال د پروژې كار بشپړ او گټې اخيستو ته وسپارل شوه. د تخار په مركز تالقان ښار كې د سيند د غاړو استنادي ديوال مهم بللل كيږي؛ ځكه ويل كيږي، چې هر كال دغلته د سيلابونو د راوتو له كبله …

نور... »

د سويل لويديځي حوزې اوسيدونکي اوسنی طب سوداگري بولي

د سويل لويديځي حوزې اوسيدونکي اوسنی طب سوداگري بولي او د دې ستونزي د دايمي حللارې غوښتنه کوي. د ښار د بېلابېلو روغتونونو او درملتونو څخه د ليدني پرمهال ناروغانو د خبرو په ترڅ کې وويل، چې دلته د راتگ او روغتیایی مرکزونو ته د ورتگ پرمهال هر ځل له …

نور... »

د فراه په بكواه ولسوالۍ كې ۲۲ وسلوالو مخالفينو ته مرگ و ژوبله اوښتې

په فراه كې د ملي اردو وياند وايي، دا عمليات د بكواه ولسوالۍ شاه تنه، سپینکۍ او برازنه سيمو كې تر سره شوي، چې په كې د دولت لس وسلوال مخالفين وژل شوي او دولس نور ټپيان دي. په فراه كې د ملي اردو وياند محمد حنیف رضایي وايي، د …

نور... »

د امریکا د بې پېلوته الوتکو حملې د پاكستان په پرتله په افغانستان کې زیاتې شوي

د ملگروملتو د بشري حقونو کميتې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۳م كال د معلوماتو له مخې په افغانستان كې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو حملې زیاتې؛ خو په پاکستان کې لږ شوې دي. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کميتې په راپور کې ویل …

نور... »

پیتر اندرسن د افغانستان د کرکت ملي اکادمۍ د نوي روزونکي په توگه اعلان شو

د افغانستان کرکت بورد د پاپو نیوگینې پخوانی روزونکی پیتر اندرسن د افغانستان د کرکت د ملي اکادمۍ د نوي روزونکي په توگه اعلان کړ. د کرکت بورد اجرائيوي ريیس داکتر نور محمد مراد وویل: مونږ خوشاله یو، چې د افغانستان د کرکت اکادمي د نوي مشر په توگه مو …

نور... »

د طالبانو گواښ تبليغاتي جگړه ده

افغان حکومت د وسله والو طالبانو هغه گواښ بې ارزښته بللى، چې وايي خپلو وسله والو ته يې د راتلونکيو ټاکنو د گډوډولو لارښوونه کړې. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي: د ټاکنو د امنيت ټينگولو لپاره پوره تياري شوې او څه د پاسه څلور سوه …

نور... »

دولت او نړيواله ټولنه دې علماوو ته برخه وركړي

د خوست ولايت يو شمېر ديني عالمان او جهادي مشران وايي، تر اوسه، چې له وسله والوطالبانو سره د سولې په اړه كومې هڅې شوي دا يوازې ملت ته دوكه وركړشوې. په خوست كې د مجاهدينو شورا  له خوا په جوړه شوې غونډه كې  پر ديني عالمانو او جهادي مشرانو …

نور... »

ولسمشرۍ د زنداني ښځو د بښنې فرمان صادر كړى

د مارچ د اتمې د ښځو د نړيوالې ورځې په پلمه افغان ولسمشر فرمان صادر كړ، چې له مخې يې د زنداني ميرمنو د بند په موده كې لږوالى راځي او يا هم بښل كيږي. د كابل د ښځينه زندان رييسې زرافشان نایبی هم د دغه فرمان پخلى كړى دى. …

نور... »

د هېواد یو شمېر دیني عالمانو له غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ

د هېواد یو شمېر دیني عالمانو د دوشنبې په ورځ(د كب۱۹) له اشرف غني احمدزي څخه د ملاتړ په موخه د نوموړي په کور کې يوه ناسته تر سره كړه او مولوي سبزه گل او ذبيح الله مجددي  ټینگار وکړ، چې اشرف غني احمد زی باید د بریالیتوب په صورت …

نور... »

نوماندان بايد خپلو ټاكنيزو مبارزو ته دوام وركړي

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند وايي، د ولسمشر حامد كرزي د لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم مړينه يوه ستره ضايعه ده؛ خو زياتوي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو نوماندان بايد خپلو ټاكنيزو مبارزو ته دوام وركړي. په داسې حال كې، چې د ولسمشرۍ او ولسي شوراگانو د نوماندانو هڅې …

نور... »

نوماندان بايد خپلو ټاكنيزو مبارزو ته دوام وركړي

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند وايي، د ولسمشر حامد كرزي د لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم مړينه يوه ستره ضايعه ده؛ خو زياتوي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو نوماندان بايد خپلو ټاكنيزو مبارزو ته دوام وركړي. په داسې حال كې، چې د ولسمشرۍ او ولسي شوراگانو د نوماندانو هڅې …

نور... »

مارشال فهيم په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د مارشال محمد قسیم فهیم د جنازې مراسم به سبا سې شنبه(د كب۲۰) په كابل كې ترسره شي. د دې مراسمو د ترسره کولو عالي کمیسیون د فرهنگي جرگه گۍ مشر وايي، مارشال محمد قسيم فهيم په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي . افغان حکومت وايلي، چې مارشال فهیم …

نور... »

زمونږ جرم له جوپه جوپه خوشې شويو طالبانو ډېر نه دى- ښځينه زندانيانې

هغه میرمنې، چي په زندانونو کي شپې او ورځې تېروي ولسمشر حامد کرزی ته په خطاب کې وایي: زمونږ جرم د هغو طالب ترهگرو څخه، چې جوپه جوپه له بند خوشي کیږي ډېر نه دی. د آريانا نيوز خبرياله فرح ناز فروتن د كابل ښځينه زندان ته تلې او د …

نور... »

د فراه ولايت په گډو عملياتو كې ۲۸ وسلوالو مخالفينو ته مرگ و ژوبله اوښتې

د فراه په خاك سفيد او پشت رود ولسواليو كې د افغان او نړيوالو ځواكونو په گډو عملياتو كې نولس وسلوال مخالفين وژل شوي او لس نور ټپيان دي. د فراه ولايت د خاك سفيد او پشت رود په ولسواليو كې د افغان او نړيوالو ځواكونو له لوري گډ عمليات، …

نور... »

د قزاقستان د خوراكي توكو د مرستې ټولگه حيرتانو ته را ورسيده

د قزاقستان له خوا افغانستان ته د دوه ميليون دالرو په ارزښت د اوړو، غوړيو او بورې د مرستې ټولگه د شنبې په ورځ( د كب۱۷) حيرتانو ته راورسيده، چې د قزاقي چارواكو له خوا په بلخ كې سيمه ييزو مسوولينو ته وسپارل شوه. په دې تازه مرسته كې څه …

نور... »

د ولسمشر لومړى مرستيال مارشال فهيم ومړ

د ولسمشرۍ د ملي امنيت شورا او ارواښاد ته نږدې سرچينو په ډاگه كړه، چې د ولسمشر لومړى مرستيال مارشال فهيم د زړه له ناروغۍ ومړ. مارشال محمد قسيم فهيم د مرگ تر دمه د ولسمشرحامد كرزي د لومړى مرستيال په توگه پاتې شوى او له دې وړاندې د ملي …

نور... »

په بيات رسنيز مركز كې د مارچ اتمه ونمانځل شوه

د بيات د رسنيز مركز له خواهم د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ښځينه كارمندانو ته د ډاليو په وركولو ونمانځل شوه. د آريانا تلويزيون سرپرست عزيزالله ارال وايي: يوه نيمه پېړۍ وړاندې ښځو په لومړي ځل د خپلو حقونو د ترلاسه كولو لپاره غږ پورته كړ، خو تر …

نور... »

د امریکا په بودیجه کې دوه میلیارد و شپږ سوه میلیون دالر افغانستان ته ځانگړي کیږي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپل هېواد کانگرس ته د بودیجي د طرحې په وړاندي کولو سره وویل، چې هېواد یې له افغانستان سره د اوږد مهال لپاره مرستو ته چمتو دی. په افغانستان کي تر ټولو لویه اندېښنه دا ده، چې امریکا او نور هېوادونه به افغانستان یوازي …

نور... »