تازه خبرونه

زمونږ جرم له جوپه جوپه خوشې شويو طالبانو ډېر نه دى- ښځينه زندانيانې

هغه میرمنې، چي په زندانونو کي شپې او ورځې تېروي ولسمشر حامد کرزی ته په خطاب کې وایي: زمونږ جرم د هغو طالب ترهگرو څخه، چې جوپه جوپه له بند خوشي کیږي ډېر نه دی. د آريانا نيوز خبرياله فرح ناز فروتن د كابل ښځينه زندان ته تلې او د …

نور... »

د فراه ولايت په گډو عملياتو كې ۲۸ وسلوالو مخالفينو ته مرگ و ژوبله اوښتې

د فراه په خاك سفيد او پشت رود ولسواليو كې د افغان او نړيوالو ځواكونو په گډو عملياتو كې نولس وسلوال مخالفين وژل شوي او لس نور ټپيان دي. د فراه ولايت د خاك سفيد او پشت رود په ولسواليو كې د افغان او نړيوالو ځواكونو له لوري گډ عمليات، …

نور... »

د قزاقستان د خوراكي توكو د مرستې ټولگه حيرتانو ته را ورسيده

د قزاقستان له خوا افغانستان ته د دوه ميليون دالرو په ارزښت د اوړو، غوړيو او بورې د مرستې ټولگه د شنبې په ورځ( د كب۱۷) حيرتانو ته راورسيده، چې د قزاقي چارواكو له خوا په بلخ كې سيمه ييزو مسوولينو ته وسپارل شوه. په دې تازه مرسته كې څه …

نور... »

د ولسمشر لومړى مرستيال مارشال فهيم ومړ

د ولسمشرۍ د ملي امنيت شورا او ارواښاد ته نږدې سرچينو په ډاگه كړه، چې د ولسمشر لومړى مرستيال مارشال فهيم د زړه له ناروغۍ ومړ. مارشال محمد قسيم فهيم د مرگ تر دمه د ولسمشرحامد كرزي د لومړى مرستيال په توگه پاتې شوى او له دې وړاندې د ملي …

نور... »

په بيات رسنيز مركز كې د مارچ اتمه ونمانځل شوه

د بيات د رسنيز مركز له خواهم د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ښځينه كارمندانو ته د ډاليو په وركولو ونمانځل شوه. د آريانا تلويزيون سرپرست عزيزالله ارال وايي: يوه نيمه پېړۍ وړاندې ښځو په لومړي ځل د خپلو حقونو د ترلاسه كولو لپاره غږ پورته كړ، خو تر …

نور... »

د امریکا په بودیجه کې دوه میلیارد و شپږ سوه میلیون دالر افغانستان ته ځانگړي کیږي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپل هېواد کانگرس ته د بودیجي د طرحې په وړاندي کولو سره وویل، چې هېواد یې له افغانستان سره د اوږد مهال لپاره مرستو ته چمتو دی. په افغانستان کي تر ټولو لویه اندېښنه دا ده، چې امریکا او نور هېوادونه به افغانستان یوازي …

نور... »

په ننگرهار كې په انجينر غفار چاودنه شوې

په ننگرهار كې د ولسي جرگې په غړي انجينر غفار څو شېبې وړاندې چاودنه شوې ده. ويل كيږي، چې دا چاودنه د بهسودو ولسوالۍ د خيمې كلا په سيمه كې رامنځته شوې ده. يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي: په دې چاودنه كې انجنير غفار …

نور... »

که بریالی شم د زنځیري وژنو عاملین به په سزا ورسوم- عبدالله

داکتر عبدالله عبدالله په هغه غونډه كې، چې د مزاري د مړیني د ۱۹ تلین په اړه جوړه شوې وه؛ ټینگار وکړ، چي د شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو په موخه به ډېرې هڅې تر سره کړي. نوموړي همداراز وویل: هغه کسان به د قانون منگلو ته وسپارل شي، …

نور... »

په ننگرهار کې زرگونه کسانو د نوماند زلمي رسول په پلوۍ غونډه وکړه

په جلال ابادښار کې د جمعې په ورځ(د كب۱۶) د ننگرهار، کونړ، لغمان او نورستان د بېلابېلو سیمو زرگونه اوسیدونکيو د ولسمشرۍ د نوماند داکتر زلمي رسول په پلوۍ په یوه غونډه کې راټول شوي ول او له زلمي رسول څخه یې خپل ملاتړاعلان کړ. یادو خلکو د ټاکنو پر …

نور... »

افغان دولت دې په ټاكنو كې د نورو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونيسي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تل په څیر ټینگار کړی، چي اسلام آباد په افغانستان کي د جگړو د دوام غوښتونکی ندی او پاکستان هیله لري، چي د افغانستان راتلونکې ټاکنې رڼې او د سولې په فضا کې تر سره شي. د سیاسي چارو افغان کارپوهان نجیب الله …

نور... »

د قندوز په قلعه زال سمیه کې د آمو د غاړې ځنگلونه پرې كيږي

< ![endif]–> د كندوز دقلعه زال ولسوال په یوه رسمی ناسته کې د آمو سیند په غاړه د ځنگلونو د پریکون د بندیدا بېړنۍ غوښتنه کړې ده. د قلعه زال ولسوال حشمت الله وایي، چې په یوازې ځان د ځنگلونو د پرې کولو مخنیوی ناشونى دى. د قلعه زال ولسوال …

نور... »

په جلال آباد ښار كې د نازيانو ولسوال ځواك ووژل شو

د ننگرهار د نازيانو ولسوال عيسى خان ځواك نن شنبه(د كب۱۷) په جلال آباد ښار كې د يوې چاودنې ښكار شو. دا چاودنه څه نا څه نهه بجې د جلال آباد ښار د پوهنتون روغتون مخې ته د ولسوال په موټر شوې ده. یوه امنیتي سرچینه، چې ویې نه غوښتل …

نور... »

اوسني پرمختگونه د نړيوالو سرتېرو د قربانيو پايله ده- سمر

د افغانستان په جگړه كې پر امريكا د افغان ولسمشر حامد كرزي وروستيو بې دريغه نيوكو بېلا بېل غبرگونونه را پارولي دي. ولسمشر ويلي، چې افغانان په پردۍ جگړه كې وژل شوي او امريكا د خپلو گټو لپاره افغانستان ته راغلې ده. د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون رييسه …

نور... »

د صكوكو مطبعې د ودانۍ جوړو هوكړه لاسليك شوه

د آلمان پراختیایي اداره د افغانستان د صکوکو د مطبعې ودانۍ د جوړلو په موخه مالي او تخنیکي مرستي کوي. د ماليې وزارت مرستیال عبدلرزاق وحیدي وایي، چې: مالیې وزارت د یادي مطبعي د نوې ودانۍ د جوړیدو د تخنیکي مرستو یو هوکړه د آلمان له هېواد له پراختیايي ادارې …

نور... »

د کندهار د ولسوالیو خلك خپلې ستونزې د طالبانو په مرسته حل كوي

که څه هم په کندهار کي چارواکي د امنیت او ښې حکومتدارۍ خبري کوي خو ددې ولایت په ډېرو ولسوالیو کي عدلی او قضایی ارگانونه فعالیت نه لري. کندهار والی پوهاند داکتر توریالی ویسا د عدلي او قضایي ارگانونو د همغږۍ په غونده کي وويل، چې اوس هم یو شمېر …

نور... »

په بغلان كې يو سړي د خپلې ښځې خوله او غاړه پرې كړې

په بغلان ولایت كې د پلخمري اوسيدونكي يو سړي د خپلې ښځې خوله او غاړه هغه مهال پرې كړه، چې د ده د طلاق غوښتنه يې ونه منله. د پلخمري ولايتي روغتون د جراحۍ داكتر محمد كريم وايي: دغه ميرمن ژر تر ژره روغتون ته راليږديدلې، چې له همدې كبله …

نور... »

پاكستان افغان ټاكنې له امنيتي گواښونوسره مخ كوي

افغان سیاسي کارپوهان وایي، چې د پاکستان ای اس ای غواړی د دغه هېواد له طالبانو سره د اوربند په موخه د افغانستان راتلونکی ټاکنی ناامنه كړي. د پاکستانی طالبانو ویاند شاهد الله شاهد تېره ورځ د پاکستان له حکومت سره د سولی په ټپه دریدلو خبرو د بیا پیل …

نور... »

په بدخشان كې گاونډ هېوادونه له طالبانو ملاتړ كوي

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان وايي، يو شمېر گاونډ هېوادونه د بدخشان د ناامنۍ په موخه طالبان ورليږي. دغه قوماندان دا منلې چې په بدخشان كې وسله والو طالبان له خلكو عشر او زكات راټولوي. د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالي د نورو سيمو په پرتله ډېره ناامنه ده. …

نور... »

ديني عالمان دې له هېوادني پوځ څخه د ملاتړ غږ اوچت كړي- عبدالله

د ولسمشرۍ نوماند داكتر عبدالله عبدالله د خپلو ټاكنيزو منډو تړلو په لړ كې له يو شمېر دينې عالمانو سره وكتل. ښاغلي عبدالله عبدالله له ديني عالمانو وغوښتل، چې د هېواد له پوځ څخه د ملاتړ غږ اوچت كړي. دى وايي ديني عالمان په هېواد كې له ثبات سره ډېره …

نور... »

د ننگرهار له يرغمل شويو څخه يو كس وژل شوى او ۱۵ نور خوشې شوي

وسلوالو د ننگرهار د گوشتې ولسوالۍ له یرغمل شویو دوه څلویښت كسانو څخه يو وژلى او پېنځلس نور یې بېرته خوشې کړي دي. د گوشتې ولسوالۍ دا ۴۲ اوسیدونکي د روان لمريز كال د کب په شپږمه د لعلپورې ولسوالۍ د چکنور په سیمه کې، چې تورخم ته په لاره …

نور... »