عاجل خبرونه

تازه خبرونه

سناتور انجينر احسان الله بيات د ۱۳۹۲ل كال غوره شخصيت و پېژندل شو

آزادي راډيو له ۱۳۸۶ كال را په ديخوا يو داسې پروگرام پيل كړى، چې له مخې يي هر كال د خلكو د رايو پر بنسټ د كال شخصيت راپېژندل كيږي. په دې بهير كې د ۱۳۹۲ل كال شخصيت د بيات بنياد لوى مشر سناتور انجنير احسان الله بيات وپېژندل شو. …

نور... »

د غزني د اندړو جنايي مدير محمد ظاهر ووژل شو

د غزني د اندړو ولسوالۍ جنايي مدير نن غرمه مهال په يوه چاودنه كې ووژل شو. د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، چې: دا چاودنه نن غرمه(د كب۲۸) د غزني ښار د كندهار اډې په سيمه كې د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې دفتر …

نور... »

امريكا، جاپان او انگلستان ۲۸۶ ميليون دالر مرسته كوي

د افغانستان د ماليې وزير وايي؛ امريكا، جاپان او انگلستان د افغانستان د بيا رغونې په برخه كې ۲۸۶ ميليون دالر مرسته كوي. د ماليې وزير محمد عمر زاخېلوال وايي، چې دا پيسې به د سړك جوړونې، د برښنا بندونو د رغونې او ريل گاډي د پټلۍ په جوړولو ولگيږي. …

نور... »

په بغلان ولايت كې د بې وسلې كولو عمليات روان دي

د بغلان ولايت پوليسو د نامسووله وسلوالو د بېوسلې كولو لپاره د حنجان او بنو په ولسواليو كې عمليات كړي. ويل كيږي، چې د عملياتو په ترڅ كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم پولیسو ته په لاس ورغلي دي. د بغلان امنيه قومندان جنرال امین الله امرخېل وايي: د …

نور... »

د بيات بنياد علمي او فرهنگي مرستې باميان پوهنتون ته ورسيدې

د علم او فرهنگ د ودې په برخه كې د ميرمن فاطمې ليا بيات په نوښت د بيات بنياد ۱۵۰۰ ټوكه سياسي، فرهنگي، ادبي، ديني او علمي كتابونه د باميان پوهنتون ته وسپارل شول. د بيات بنياد لوى مشر سناتور انجنير احسان الله بيات د باميان پوهنتون ته د دې …

نور... »

خلك دې په افغان ځواكونو باور وكړي

د كورنيو چارو وزير وايي؛ افغان ځواكونه د دې وړتيا لري، چې د راتلونكيو ټاكنو امنيت په بشپړه توگه ټينگ كړي. د كورنيو چارو وزير محمد عمر داودزى وايي، افغان ځواكونه له نړيوالو ځواكونو څخه د امنيتي مسووليتونو اخيستو ته پوره چمتوالى لري. هغه پر مخالفو وسلوالو غږ وكړ، چې …

نور... »

په كابل ښار كې برېښنا ډېره ټكنۍ ده

په كابل كې د برښنا پرچاوۍ ښاريان له گڼو ستونزو سره مخ كړي او برښنا په ساعتونو نه وي. دا هغه څه دي، چې كابل ښاريانو يې له دولس كلونو وروسته تمه نه درلوده. په كابل ښار كې د شپې لخوا د ښار په زياتره سيمو كې توره تياره وي. …

نور... »

د كابل د ښځينه زندان ۲۶ ښځې خوشې شوې

د كابل د ښځينه زندان شپږ ويشت ښځې په داسې حال كې خوشې شوې، چې دوه نورو په اعدام محكومو ميرمنو له نهه ورځو راهيسې غذايي اعتصاب كړى او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى. ويل كيږي، چې محكمې د دغو دوه زندانيانو د اعدام حكم كړى، خو ولسمشر …

نور... »

د ټاكنو تحريم هيڅ ديني توجيه نه لري- د بغلان علما

د بغلان ولايت ديني عالمان په ټاكنو كې د خلكو گډون ډېر مهم گڼي او وايي د ټاكنو تحريم هيڅ ديني توجيه نه لري. په بغلان كې د ټاكنو خپلواك كميسيون د ټاكنو د بهير په اړه د عامه پوهاوي پروگرامونه د دغه ولايت له ديني عالمانو او قومي مخورو …

نور... »

په هلمند كې بريتانوي پوځيانو خپل حضور يوې اډې ته راټول كړ

په افغانستان کې بريتانوي ځواکونو ویلي، چې د هلمند ولایت پر یوې اډې پورې یې پوځي حضور محدود کړی دی او نورې اډې یې افغان ځواکونو ته سپارلې دي. بريتانوي ځواکونه له څو کلونو راهیسې د افغانستان په سويل هلمند ولایت په بېلابېلو سيمو کې ميشت ول او باستین يې …

نور... »

د جمعیت گوند مشرانو قانوني د ولسمشر د لومړي مرستیال په توگه ونوماوه

د جمعیت گوند مشرانو د مارشال محمد قسیم فهیم په کور کې پرېکړه وکړه، چې د ولسي جرگې غړی محمد یونس قانوني دې د فیهم په ځای د ولسمشر د لومړي مرستیال په توگه ونومول شي. ویل شوي، چې دا پرېکړه د جمعیت او شورای نظار د مشرانو په غونډه …

نور... »

د فارياب ولايت په مركز كې ځانمرگي ۴۳ تنو ته مرگ و ژوبله اړولې

د فاریاب په مرکز میمنه کې نن سهار(د كب ۲۷) یو ځانمرگى برید شوى دى. پېښه د میسري په څلور لاري کې را منځته شوې ده. د فاریاب ولایت امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر وایي، چي دا چاودنه د ښار په مرکز کې شوي، چې په كې ۱۵ ملكي وگړي …

نور... »

وسلوال طالبان د نوماندانو د تبليغاتي غونډو په گډوډولو بريالي شوي نه دي

د ولسمشريزو ټاكنو د كانديدانو د تبليغاتي منډو تړلو له پيل راهيسې نږدې پېنځه سوه غونډې جوړې شوي؛ خو وسلوال طالبان د دغو غونډو په گډوډولو بريالي شوي نه دي. كه هم د ځينو كانديدانو تبلغاتي مركزونو د دوى پر كاركوونكيو او دفترونو د وسلوالو مخالفينو د بريدونو يادونه كوي، …

نور... »

بيات بنياد له رابعه بلخي روغتون سره د طبي تجهيزاتو مرسته وكړه

د روغتيايي وسايلو لږوالى د افغانستان په ډېرو روغتونو كې يوه جدي ستونزه ده. ميرمن فاطمه ليا بيات د رابعه بلخي روغتون له جراحي او ولادي نسايي څانگې څخه د ليدنې په وخت د دې روغتون په ستونزو ځان خبر كړ او له روغتون سره يې د مرستې ژمنه وكړه. …

نور... »

په خوست كې د نوماند داكترعبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه وشوه

په خوست كې د ولسمشرۍ لپاره د كانديد داكترعبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه وشوه، چې د نوموړي د كمپاين دفترپه هلوځلو جوړه شوې وه. په دې غونډه كې د سيمې گڼو قومي مشرانو او ځوانانو گډون كړى او وايي، چې عبدالله عبدالله د اوسنيو ستونزو د حل وړتيا لري. په …

نور... »

د كابل ښار په سړكونو كې ورښتونو ډنډاوي جوړ كړي او د خلكو كورونه له اوبو ډك دي

په كابل كې ښار كې د څو پرلپسې ورځو راهيسې د باران ورښت په سړكونو كې ډنډاوي جوړ كړي او پلې خلك يې له گڼو ستونزو سره مخ كړي او يو شمېر موټر په كې بند پاتې دي. كابل ښاريان پر شاروالۍ نيوكه كوي،. چې د ويالو او لښتيو په …

نور... »

پاكستان هڅه كړې، چې افغانستان يې تر اطاعت او فرمان لادې وي

افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، له افغانستان څخه د پخواني شوروي د پوځيانو له وتلو وروسته پاكستان هڅه كړې، چې افغانستان يې تر اطاعت او فرمان لادې وي. ولسمشر حامد كرزي د ملي شورا د پرانيستې پر مهال دا ځل له توقع خلاف سپينې او څرگندې خبرې وكړې. نوموړي وويل: …

نور... »

په بغلان كې د پوليسو قومانداني له ستونزو سره مخ ده

د پوځي او ملكي كاروانونو د امنيت مسووليت د لويې لارې د پوليسو دنده ده؛ خو بغلان ولايت له دا ډول پوليسو بې برخې دى د بغلان د پوليسو قوماندان جنرال امين الله امرخېل وايي: په ډېرو ولايتونو كې د لويې لارې پوليس گومارل شوي؛ خو په دې ولايت كې …

نور... »

د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د رايې اچونې درې مرکزونه پرانیستي دي

د نوزاد ولسوال سيد مراد سادات وايي كه څه هم د نوزاد ولسوالۍ په ځينو سيمو كې څه موده وړاندې چاڼيزعمليات شوي؛ خو اوس هم په ځينو سيموكې امنيتي ستونزې شته. هغه وايي، چې د دې مركزونو امنيت اوس خوندي دى او په هغو سيمو كې، چې د ټاكنو بهيرله …

نور... »

په زابل كې د ټاكنو خپلواك كميسيون له بشپړ چمتووالي خبر وركړ

په كلات كې د شنبې په ورځ(د كب۲۴) د يوې غونډې په ترڅ كې د ټاكنو ارزښت سلگونو كسانو ته روښانه شو. په زابل كې د ټاكنو خپلواك كميسيون مشر محمدهاشم درانى وايي، د ټاكنو لپاره چمتو والى په ښه توگه روان دى. د زابل والي اشرف ناصري پر خلکو …

نور... »