عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د ډاکټر عبدالله په پلوۍ بېلابېلو بنسټونو خپل ملاتړ څرګند کړ

د افغانستان ملي سراسري حركت، د وردګو او غزني ځينو قومونو، زابل ولايت د ساداتو شورا، د الكوزيو د قوم مشرانو، او د سولې او سعادت د شورا غړو او يو شمېر مدني بنسټونو د يوې غونډې په ترڅ كې د اصلاحاتو او همګرايۍ له ټيم څخه ملاتړ څرګند كړ. …

نور... »

رسنۍ دې د ټاکنو د چوپتیا پړاو مراعت کړي

د ټاکنوخپلواک کمیسیون د رسنیو دفتر ټولو رسنیو ته خبرداری ورکوي، چې د ټاکنو د چوپتیا دوره مراعت کړي. که رسنۍ دغه دوره مراعت نکړي له قانونی چلند سره به مخ شي. دټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو مرستیال حشمت رادفر وايي: د ټاکنو قانون له مخې د ولسمشریزو ټاکنو دواړه …

نور... »

يوشمېر مخكښو ښځو له اشرف غني احمدزي څخه د خپل ملاتړ اعلان وكړ

د آريانا نيوز خبريال اسلم حجاب گزارش وركوي، چې: ورځ تر بلي د ولسمشر يزو ټاكنو دوه يم  پړاو ته نږدې كيږو او د ولسمشرۍ ټاكنو ته د دواړو نوماندانو ترمنځ سياليو هم زور اخستى دى. د افغانستان د ميرمنو مدافع بنسټونو د ولسمشرۍ نوماند داكتر اشرف غني ته د …

نور... »

ټاکڼیزو مرکزونو او محلونو ته د ټاکنیزو توکو هوايي لیږد چټک روان دى

د آريانا نيوز خبريال شریف الله ویاند گزارش وركوي، چې: د هرې ورځې په تېریدو ولسمشریزو ټاکڼو ته موده رالڼدیږي، خو د ټاکنیزو توکو د لیږد بهیر اوس هم نه دی بشپړ شوی. د افغانستان هوایي ځواکونو قوماندان وایي، د چورلکو په وسیله ټاکڼیزو مرکزونو او محلونو ته د ټاکنیز …

نور... »

د مشرانو جرگې غړيو په ټاکنو کې په پراخه کچه د گډون غوښتنه وکړه

د آريانا نيوز خبريال عبدالعزیز کریمی گزارش وركوي، چې: مشرانو جرگه د ولسمشرۍ په دوه يم پړاو ټاکنو کې د خلكو په پراخ گډون ټينگار كوي او څرگندوي، چېله دې سره به ټاکنې رڼې او له درغلیو پاكې ترسره شي. د مشرانو جرگی دوه یم مرستیال رفیع الله گل افغاند …

نور... »

په جلا جلا غونډو کې د تخار خلکو د ولسمشرۍ له داوړو نوماندانو څخه ملاتړ اعلام کړ

په تخار كې سلګونو كسانو د ولسمشرۍ د نوماند ډاكټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وكړ. د غونډې وېنا والو ويلي، چې په نړيواله كچه افغانستان د فساد په برخه كې مخكښ هېواد بلل شوى او كه د تحول او تداوم ډله بريالى شي نو په هېواد كې به د فساد …

نور... »

پر ډاکټر عبدالله شوی ځانمرګی برید د لښکر طیبه لخوا تنظیم شوی و

د افغانستان د ملي امنيت مسئولين وايي، د ولسمشرۍ پر كانديد ډاكتر عبدالله عبدالله شوى ځانمرګى بريد د پاكستان په پېښور كې د لښكر طيبه لخوا تنظيم شوى و. دغه بنسټ وايي چې د امنيتي بنسټونو كمزوري او دعبدالله عبدالله د ساتونكو د بې پروايۍ له كبله بريد كوونكي د …

نور... »

هدايت امين ارسلا او دوو مرستيالانو یې له احمدزي څخه ملاتړ اعلام کړ

د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاكنو كانديد هدايت امين ارسلا له خپلو دوو مرستيالانو سره د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاكنو كې له ډاكتر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وښود. د ولسمشرۍ كانديد ډاكتر اشرف غني احمدزى وايي، چې د ټاكنو د څارنې لپاره يې سلګونه كمرې تيارې كړې دي. …

نور... »

له ۶۰ ډېرو ولسواليو ته د ټاكنو بنسټيز توكي رسيدلي- نور

د ولسمشريزو ټاكنو تر سره كيدو ته يوازې څو ورځې پاتې دي، خو د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې تر دې دمه له ۶۰ ډېرو ولسواليو ته د ټاكنو بنسټيز توكي رسيدلي دي. د دغه كميسيون وياند نور محمد نور وايي: ډېر ژر به ۱۶ نورو ولسواليو ته د هوا …

نور... »

د پیسو له تطهیر سره د مبارزې د قانون طرحه بيا له تصویب پاتې شوه

د ولسي جرگې په نننۍ ناسته كې د پیسو له تطهیر سره د مبارزې د قانون د طرحې تصويب د نصاب دنه بشپړيدو پر لامل بلې اوونۍ ته وځنډول شو. د ولسي جرگې مرستیال منشي عرفان الله عرفان،دا قانون د افغانستان د بانکي معاملو لپاره ارزښتمن بولياو ډاډ یې ورکړ، …

نور... »

د امريكا متحده ايالات د افغان بنديانو د ليږدولو حق نه لري

د ځينو گزارشونو له مخې د هغو پېنځه طالب بنديانو د ځاى ځايگي په اړه، چې د امريكا په وينا بايد تر يو كال پورې په قطر كې پاتې او تر څار لاندې وي، هيڅ نه ويل كيږي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شكيب مستغنى وايي: د …

نور... »

په ننگرهار كې د عامه ساتنې د پوليسو پر كنډك بريدگرو بريد كړى

تېره شپه شاوخوا لس بجې دجلال آباد ښارشپږمه ناحیه دچاودنواوډزوغږونوپه سرواخسته. دننگرهاروالي ویاند احمدضیاعبدالزی وايي، دابرید دمولوي خالص بابافامیلوپه سیمه کې د عامه نظم پریوه استوگن ځای شوی، چې په کې یوساتونکی وژل شوی او یو سرتېری ټپی دی. ښاغلى عبدالزی وايي، په بریدکې له ۲۵ ډېرپوځي وسایط سوځیدلي دي. …

نور... »

د سید حسین انوري د موټرو پر کاروان ځانمرګی برید وشو

د حركت اسلامي د ګوند رهبر سيد حسين انوري، چې باميانو ولايت ته د ولسمشريزو ټاكنو د كانديد اشرف غني احمدزي لپاره تللى وو، د بېرته راګرځېدو پر وخت د پروان په سياګرد ولسوالۍ كې د وسله والو مخالفينو له كمين سره مخامخ شو. وېل كېږي لومړۍ د هغه د …

نور... »

د پاكستان له لوري پر دانگام ولسوالۍ ۳۲ توغندي توغول شوي

د كونړ ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې د پاكستانيو پوځيانو له لوري د دې ولايت پر دانگام ولسوالۍ ۳۲ توغندي توغول شوي دي. د كونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخېل وايي: دغه شمېر توغندي پر دې ولسوالۍ له پرون مازيگر څخه د نن سهار تر اووه بجو توغول شوي دي. …

نور... »

افغان پوځ د پاکستان د بریدونو په وړاندې د تیارسۍ په حال دي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره د بې موجبه حملو په وړاندې د افغانانو صبر ختم شوی او ځواکونه یې د جمهور رییس حامد کرزي د امر له مخې د احضاراتو په حال کې دي. د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایی: …

نور... »

په بغلان كې د سيلابونو له كبله ۱۰۰ مړه شوي دي

د ولسي جرگې غړى عبيد الله رامين، چې د يو گډ پلاوي په مشرۍ سيمې ته تلى وايي: اړوند ادارې سيمې ته رسيدلي او تر اوسه پورې د مړو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسيدلى دى. په بغلان كې د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې رييس محمد نصير كوهزاد وايي: …

نور... »

د افغانستان فوتبال فدراسیون پر فوتبال پانگونه كوي

د افغانستان فوتبال فدراسیون، څه موده وړاندې د آلمان د فوتبال فدراسیون په همکاری پر فوتبال د پانگې اچونې په موخه يو پروگرام په لار اچولی و، چې تر دې دمه په څو ولایتونو کې پلی شوى دی. د میرمنو او هلکانو لپاره د داورۍ، مربیگرۍ د روزنې او د …

نور... »

ولسي جرګه ونه توانېده، چې د پیسو د سپینولو قانون تصویب کړي

ولسي جرگه د نصاب د نه بشپړتیا له امله ونه توانېده، چې د پېسو د سپينولو او له جرمونو څخهد راپېداشویو عواېدو د مخنیوي قانون تصویب کړي. د ولسي جرګې دبودجی اوماليچارو د کمیسیون مسئولين وايي،په دغه قانون کې دوه فصلونه او ۲۵ مادې زیاتې شوې دي، چې په تصویبېدو …

نور... »

د دریو ولسمشریزو نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو غړو له احمدزي څخه ملاتړ اعلام کړ

د ډاكتر زلمي رسول، عبدالرب رسول سياف او قطب الدين هلال د ټاكنيزو كمپاينونو غړو او د نيازيو قوم له ډاكتر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلام کړ. د نیازیو د قوم د شورا رئيس عزیزالله نیازي په دوهم پړاو ټاكنو كې اشرف غني احمدزى د ولسمشرۍ لپاره مناسب …

نور... »

ولسي جرګې پر ډاکټر عبدالله ځانمرګی برید په کلکه وغانده

ولسي جرگه له امنيتي بنسټونو غواړي، چې د ولسمشرۍ د مخكښو كانديدانو امنيت ساتنې ته جدي پام وكړي. د ولسمشرۍ پر كانديد ډاكتر عبدالله عبدالله باندې د جمعې ورځې ځانمرګي بريد ته په اشارې، ولسي جرګه وايي، كه په دې حساس پړاو كې كوم يو كانديد ته زيان ورسېږي افغانستان …

نور... »