تازه خبرونه

د ۱۳۹۴مالي کال د بودجې طرحه رد شوه

ولسي جرګې د ۱۳۹۴مالي کال د بودجې طرحه د رایو په غوڅ اکثریت سره له دې امله رد کړه چې په وینا یې دغه طرحه زیاتې نیمګړتیاوې لري او توازن پکې په پام کې نه دی نیول شوی. د 1394 مالي کال بودجه چې 458 میلیارد افغانۍ ده چې 8.8 …

نور... »

ولسي جرګه: ولسمشر باید ولسي جرګې ته وغوښتل شي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، د اساسي قانون په بنسټ ولسمشر باید ولسي جرګې ته وغوښتل شي چې د کابینې د نه معرفي کولو په اړه ځواب ووایي. بلخوا د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم وایي چې حکومت نور باید د کابینې په نه معرفي کولو سره …

نور... »

مراد: افغان ځواکونه د امریکا له نه ملاتړه سخت ناراضه دي

د افغانستان د پلي ځواکونو قومندان وایي، که امریکا د طالبانو له تعقیبولو لاس واخلي، د تاریخ او خلکو په وړاندې به ځواب ورکوي. مراد علي مراد چې په مشرانو جرګه کې خبرې کولې زیاته کړه؛ په وروستیو کې افغان ځواکونه د امریکا له نه ملاتړه سخت ناراضه دي. بلخوا …

نور... »

امریکایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لیواله دي

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس وایي، د افغانستان په اقتصادي نظام کې به سمونونه د دې سبب شي، چې امریکایي او افغان سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي. له دې سره په یوه وخت د امریکا د نومادیک موسسې رییس وایي، امریکایي …

نور... »

په هلمند کې درې نيم سوه زره ماشومان له واکسين څخه بې برخې شول

په هلمند کې چارواکي وايي چې دې ولایت کې د پوليو پر واکسين د وسله والو مخالفينو لخوا بنديز لګول شوی دی چې دې کار په شپږ ولسواليو کې شاوخوا دری نيم سوه زره ماشومان د واکسين له وروستي کمپاين څخه بې برخې کړې دي. دوی همدا راز وايي چې …

نور... »

د ولسمشر او اجرايي رییس تر منځ د وزیرانو په غوراوي نانندرۍ روانې دي

د نوې کابینې لپاره د وزیرانو د غوراوي کمیټه وايي چې حکومت د روانې اوونۍ تر پایه ټول غړي معرفي کړي. په داسې حال کې چې ولسي جرګې هم حکومت ته ضرب الاجل ټاکلي، د دغې کمیتې غړي وايي چې لاهم د ولسمشر او اجرايي رییس تر منځ د وزیرانو …

نور... »

رحیمي: د هیواد د وزارتونو په ویپاڼو د هکرانو برید شنډ شو

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت د امریکا متحد ه ایالاتو د “تریټ کنکټ” څیړنیزې اداری رپوټ رد کړ. د دی وزارت ویاند تصرت رحیمي وایي چې هکرانو په (جاواسکرپټ) کې چې د افغانستان د کورنیو سایټونو مربوط دی، ناکامه برید کړی و. د امریکا د تریټ کنکټ …

نور... »

رحیمي: وسله وال طالبان د سیاسي مخالفینو په توګه نه پیژنو

د ملي یوالي د حکومت اجرایه ریاست وايي، طالبان یوه تروریستي ډله ده او هغه څوک چې افغانان وژني، سیاسي مخالفین نه؛ بلکې د خلکو دښمنان دي او زیاتوي چې د افغانستان په زندانونو کې هیڅ سیاسي بندي نشته. د رحیمي په وینا له زندان څخه خوشې شوي طالبان چې …

نور... »

کربي: که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، په امن کې به پاتې نه شي

له اتو ورځو وروسته، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي ماموریت په پای ته رسیدو سره، امریکا د طالبانو مشر ملا محمد عمر او د دې ډلې نور مشران چې د امریکا او افغانستان لپاره ګواښ نه وي، نه په نښه کوي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند …

نور... »

په ولسي جرګه کې د ټاکنو د قانون د تعدیل لپاره نا قانونه هڅې روانې دي – نورستانی

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې په ولسي جرګه کې د ټاکنو د قانون د تعدیل لپاره نا قانونه هڅې روانې دي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس یوسف نورستانی وايي چې د راتلونکو ټاکنو د ځنډولو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دندو او واکونو د …

نور... »

د ولسمشر او اجرایي رییس تر منځ اختلافونه د کابینې د ځنډ لامل شوي دي

د حکومت د اجرايي رییس دویم مرستیال وايي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د نهو مهمو وزارتونو لپاره د ولسمشر او اجرايي رییس لخوا کاندید وزیران د باور رایې لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي. د محقق په باور د پاتې وزارتونو لپاره د کاندید وزیرانو په غوراوي …

نور... »

جیلاني: له درې میاشتو وروسته د دولتي کارکوونکو معاشونه نه شو ورکولای

د مالیې وزارت خبرداری ورکوي چې له درې میاشتو وروسته د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړي توان نلري. د دي وزارت چارواکې له ولسي جرګې غواړې هر څه ژر تر ژره د ۱۳۹۴ کال بودیجه تصویبه کړي. په همدې حال کې د ولسې جرګې ځینې غړي وایې په دي …

نور... »

په دانګام کې یو شمیر ښځې او ماشومان لا هم په محاصره کې دي – سناتوران

د مشرانو جرګې غړي وايي، پاکستان د کنړ په دانګام د پرلپسې بریدونو له لارې غواړي په دغه ولایت کې د اورپکو لپاره پتنځایونه جوړ کړي. دوی وايي چې پاکستان په کنړ محامخ برید کړی چې په وینا يې په دانګام کې حالات ترینګلي دي او د څه باندې یوې …

نور... »

ځینې کاندید وزیران به په یوه یا دوه ورځو کې ولسي جرګې ته معرفي شي

ولسمشر محمد اشرف غني له ځینو احتمالي کاندید وزیرانو سره چې ټاکل شوې ولسي جرګې ته معرفي شي، لیدلي دي. د ولسمشرۍ ریاست ویاند نظیف الله سالارزی وایي، د ولسمشر د ژمنې له مخې به کابینه په خپل ټاکل شوي وخت کې معرفي شي او په دې برخه کې پرمختګونه …

نور... »

یوناما: په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات وېرونکي دي

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي څانکه په دوه زره څوارلسم کال کې د ملکي وګړو تلفات ویرونکي بولي. د یوناما راپور وایي، د دوه زره څوارلسم کال تر نوامبر میاشتې پورې د ملکي وګړو تلفات د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې …

نور... »

زبیر حاتمي د میترا تلویزیون تصویر اخستونکی ومړ

زبیر حاتمي چې څه موده وړاندې د استقلال په لیسه کې د یوې ځان وژونکي حملي په پایله کې سخت ټپې شوی وو تیره شپه د کابل ښار د ایمرجنسي په روغتون کی سا ورکړه. نوموړی د دغې حملي وروسته سخت ټپي شوی وو او د کوما په حالت کی …

نور... »

ابراهیمي: د ملي یووالي حکومت نامشروع او د نه منلو دی

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وایي، د ملي یووالي حکومت د امریکا په سفارت کې جوړ شوی چې د ده په خبره نامشروع او د نه منلو دی. ولسي جرګې ولسمشر او اجرایوي رییس ته یوه اوونۍ وخت ورکړ څو په دغې موده کې د نوې کابینې  ټول غړي …

نور... »

د پغمان ولسوالۍ د ډله ییزجنسي تیري یو بل تورن هم ونیول شو

د ملي امنیت عمومي ریاست دپغمان ولسوالۍ دډله ییزجنسي تیري یوبل تورن فرض الله هم نیولی دی چې د یاد جنسي تیري پر مهال یې د ډریور او اطلاع ورکونکي دنده لرله. په همدې حال کې د مدني ټولنې او ښځو حقوقونو یو شمیر فعالین ټینګار کوي چې د فرض …

نور... »

دفاع وزیر به د ولسمشر او کورنیو چارو وزیر به د اجراییه مشر له خوا معرفي شي

د ملي یوالي د حکومت اجرایي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ته نږ دې سړی سید حسین عالمي بلخي  وايي چې ولسمشر او اجرايي رییس د کورنیو چارو وزارت پرته د امنیتي او اقتصادي وزارتونو لپاره د وزیرانو د معرفي کولو په هکله  توافق ته رسیدلي دي. دغه سرچینه وايي چې …

نور... »

آلمان د افغان ځواکونو د روزنې لپاره اته سوو پنځوس پوځيان لیږدي

په همدې حال کې د افغانستان لوی درستیز شیر محمد کریمې چې په دي وروستیو کې له هند څخه کابل ته راغلی وایې، نوې ډهلې هم ژمنه کړې چې د افغان ځواکونو د پراختیا او روزنې لپاره به لاهمکاري وکړي. د افغانستان لوی درستیز چې د هند په بلنه د …

نور... »