عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د ټاکنو د پایلې منل هېواد له بحران څخه ژغوري

مشرانو جرګې د ټاکنو پر کمیسیون غږ وکړ، چی د خلکو پاکو رایو ته درناوی وکړي او د ټاکنو پایلی پر ټاکلې نېټه اعلام کړي. د غبرګولي د۲۴مې نېټې ټاکنې د هرې ورځې په تېرېدو جدی رنګ خپلوي. د دغو ټاکنو د پایلو منلو ته د کاندیدانو د غاړې اېښودلوغوښتنه …

نور... »

نور محمد نور: د ټاکنو د پایلو په اړه مخکی له مخکی قضاوتونه د خلکو ذهنیتونه ګډوډوی

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند د ولسمشری له دواړو نوماندانو غواړی، چی د ټاکنو د پایلو په اړه مخکی له مخکی قضاوت ونکړی. د ولسمشری له ټاکنو وروسته د رایو شمېرنه او د ټاکنو د اساسی توکو لېږد له مهمو بحثونو څخه شمېرل کېږی. لدې سره سم د ټاکنو …

نور... »

د دویم پړاو ولسمشریز ټاکڼو په اړوند ۲۵۵۸ شکایتونه ثبت شوي دي

د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون كې د دویم پړاو ولسمشریز ټاکڼو په اړوند ۲۵۵۸ شکایتونه ثبت شوي دي. د ولسمشریزو ټاکڼو دویم پړاو ټاکنې هم د درغلیو او سرغړونو خالي نه وې. د ټاکنیز شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني وایي، چې په مركز او ولايتونو كې د ټاكنو په باب …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون: د ټاکنو د پایلو په اړوند باید له وړاندوېنې څخه ډډه وشي

د ټاکڼو خپلواک کمیسیون د رسنیو کمیسیون له ټولو رسنیو غواړي، چې د ولسمشریزو ټاکڼو د پایلو په اړوند له هر ډول وړاندوینې څخه ډډه وکړي. د دغه کمیسیون مسئولین له ټولو رسنیو غواړي، چې د افغاني ټولنې سیاسي حساسیتونه په پام کې ولري او مخکې له مخکې قضاوتونو نه …

نور... »

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون لس ورځې وخت لري، چې شكايتونه وڅېړي

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاكنو په اړوند يې تر اوسه ۵۶۸ شكايتونه ثبت كړي دي. د دغه كميسيون مسئولين وايي، زياتره شكايتونو د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كاركوونكو په باب ثبت شوي دي. له دويم پړاو ټاكنو دوه ورځې وروسته د ټاكنيزو شكايتونو …

نور... »

نورستاني: داسې شواهد نشته، چې د امرخېل د دندې د ګوښه كولو زمينه برابره كړي

د تحول او تداوم ټيم مسئولين وايي، د ټاكنو د دارالانشا د رئيس ضياالحق امرخېل د دندې له ځنډولو سره مخالف دي. دغه ټيم وايي، دا خبرې نه شي كولى د ټاكنو ملي بهير تر پوښتنې لاندې راولي. د تحول او تداوم ټيم وايي، د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم د …

نور... »

د پیسو مینځلو د مخنیوي قانون په ۸ فصل و۷۰ مادو كې تصویب شو

د پیسومینځلود مخنیوي قانون، چې تر دې وړاندې  دوه ځله د نصاب د نه پشړوالي له كبله له تصویب پاتی و، نن  دوشنبه(د غبرگولي۲۶) په ۸ فصلونو او ۷۰ مادو کې د رايو په اكثريت تصویب شو. دولسي جرگی رییس عبدالرووف ابرهیمي زياتوي: دغه قانون له دې وړاندې د حکومت …

نور... »

داکترعبدالله عبدالله د ضیالحق امرخېل د دندې د ځنډولو غوښتونکی شو

د ولسمشرۍ نوماند داکترعبدالله عبدالله د ټاكنو خپلواك كميسيون د دارالانشا د مشر ضیاالحق امرخېل د دندې د ځنډولو غوښتونکی شو. ښاغلي عبدالله عبدالله تېره شپه په یوه خبري ناسته کې د ټاكنو خپلواك كميسيون د دارالانشاد مشر د دندې پر ځنډولو سربېره په ډاگه كړه، چې: د اصلاحاتو او …

نور... »

طالبانو د ټاكنې په ورځ د ملی پوځ پر سرتېرو ۲۷۳ بریدونه کړي

د افغانستان دفاع وزارت ټینگار کوي، چی طالب جنگیاليو په دې ورځ دوه سوه دري اویا بریدونه یوازې د ملي پوځ پر سرتېرو کړي دي.  د دغه وزارت پلټنی ښیي، چې د ملي پوځ د مرگ و ژوبلې کچه له شپږ سرتېرو څخه اتلس ته لوړه شوې. د ملی دفاع …

نور... »

په كندهار ښار كې پرونى بريد نن د ۴ بريدگرو په وژلو پاى ته ورسول شو

د كندهار امنيتي چارواكي وايي، څلور بريدگر پرون د ټاكنو د گډوډولو په موخه د استوگنې په سيمه كې يوه بلاك ته وختل او له پوليسو سره په نښته كي ښكېل شول. د كندهار د پوليسو قوماندانۍ د امنيت آمر پاسوا ل رحمت الله اطرافي  وايي، چې په بريد كې …

نور... »

ټاكنې له سرغړونو او درغليو تشې نه وې- د بغلان اوسيدونكي

د بغلان اوسيدونكي وايي، د ولسمشرۍ دوه يم پړاو ټاكنې له سرغړونو او درغليو تشې نه وې. د رنگ پاكيدل، د جعلي كارتونو كارول، د راى وركولو مركزونو ته نژدې د نوماندانو انځورونه لگول، د څاروونكيو گواښل او د راى پاڼو لږوالى هغه څه دي، چې تراوسه يې په اړه …

نور... »

د پچير آگام ولسوالۍ پر راى ليږدوونكيو سرتېرو بريد شوى

د ننگرهار په پچير آگام ولسوالۍ كې د ملي اردو پر موټر په چاودنه كې پېنځه سرتېري ټپيان شوي دي. په ننگرهار كې د ملي اردو د پلې لوا قوماندان جنرال دادان لونگ وايي، چې: دغو سرتېرو د هغه كاروان ملتيا كوله، چې د ولسمشرۍ د ټاكنو راى كڅوړې يې …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون: نور د درغلیو زغم نه لرو

د ټاكنو خپلواك كميسيون خبردارى وركوي، چې نور ټاكنو كې د درغليو زغم نه لري. د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس د رايي اچولو د بهير د پرانيستو پر مهال ټينګار وكړ، چې درغلي كوونكي به عدلي او قضايي بنسټونو ته ورپېژندل شي. د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاكنو د …

نور... »

ملګري ملتونه: د ولسمشرۍ کاندیدان باید د ټاکنو پایلې ومني

ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشرۍ له كانديدانو وغوښتل، چې د ټاكنو پايلې ومني. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال وايي، چې بايد د ټاكنيزو كميسيونونو په چارو كې لاسوهنې ونه شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال نیکولاس هایسم د رايي …

نور... »

امرخیل: کله مو چې ټاکنیز توكي يوه محل ته لېږدول د پوليسو له خوا زموږ مخه ونيول شوه

د كابل پوليسو د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس ضیاء الحق امرخیل په رسمي توګه په درغليو تورن كړ. د كابل امنيه قومندان وايي، ښاغلي امرخېل دوه موټره، چې ټاكنيز مواد په كې بار وو، په ناقانونه توګه يوه ناڅرګند ځاى ته لېږدول، خو ښاغلى امرخېل ټينګار كوي، چې دا …

نور... »

د ولسمشرۍ د نوماندانو څارونكي دې د رايو څارنه وكړي- خليلي

د ولسمشر حامد كرزي دوه يم مرستيال له ټولو افغانانو او د ولسمشرۍ د دواړو كانديدانو له څارونكيو غواړي، چې د رايي اچولو له پروسې جدي څارنه وكړي. مريم حيدرى گزارش وركوي، چې كريم خليلي څارونكيو ته په خطاب كې وويل: د درغليو په تړاو د خپلو ادعاوو د ثبوت …

نور... »

نه درغلي كوو او نه هم درغلي منو-اشرف غني

د ولسمشرۍ د دوه يم پړاو ټاكنو نوماند داكتر اشرف غني احمدزى وايي، ټيم به يې شېبه په شېبه د رايې اچونې بهير وڅاري. مريم حيدرى گزارش وركوي، چې داكتر اشرف غني احمدزي په حبيبيې ليسه كې له خپلو پلويانو سره خلك وهڅول، چې د يوې غوره راتلونكې د جوړولو …

نور... »

د قطب الدین هلال دویم مرستیال له ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړ

د ولسمشرۍ لومړي پړاو ټاكنو كانديد قطب الدين هلال دويم مرستيال او د نوموړي د ټاكنيز ټيم یو شمېر غړو له ډاكټر عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان كړ. ښاغلى عبدالله وايي، كه ټاكنو كې بريالي شو، د بدلون پر لور به ګام اخلو. د قطب الدين هلال دویم مرستیال محمد علي …

نور... »

د چهارشنبې په شپه ۱۲ بجې د کاندیدانو ټاکنیز کمپاینونه پای ته رسېږي

كانديدان او رسنۍ بايد د چوپتيا په دوره كې ټاكنيز كمپاينونه ونه كړي. د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس وايي، ولسواليو ته د ټاكنو د اساسي موادو لېږد د پاى ته رسېدو په حال كې دى. د چهارشنبې په شپې په دولسو بجو د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاكنو د …

نور... »

كه د تحول او تداوم ټيم بريالى شي، ښوونکو ته به میاشتنی کوپون ورکړل شي

احمد ضيا مسعود وايي، كه د تحول او تداوم ټيم ټاكنې وګټي، هر ښوونكي ته به مياشتنى كوپون وركړل شي. ښاغلي مسعود، چې د كابل د ځينو ښوونكو او ښځو په غونډې كې خبرې كولې، زياته یې كړه، كه د تحول او تداوم ټيم ټاكنو كې بريالى شي، د ښځو …

نور... »