عاجل خبرونه

تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان د ګډوډويو لپاره د ۱۶۸ توریریستي ډلو ملاتړ کوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پاکستان د افغانستان د ګډوډويو لپاره ۱۶۸ توریریستي ډلې روزي او ملاتړ يې کوي. د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، که ای اس ای هر څومره د وسله والو طالبانو ملا وتړي، په افغانستان کې به پایداره حضور پېدا نه کړي. د کورنیو …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټاکنیزو ډلو د همکارۍ غوښتنه وکړه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي د ټاکنیزو ډلوله تخنیکي ډلې څخه د مرستې غوښتنه کړې، چې د ټاکنیز بهیر د اوږدیدو مخه ونیسي. شریف الله ویاند رپوت راکوي، چې د بیا ارزونې، پلټنې او تفتیش بهیر ددغه نړیوالو ناظرانو په حضور روان دی.په دې تفتیش کې د ورته …

نور... »

په ننگرهار كې پر بهرنيو ځواكونو موټر بم چاودنه شوې

په ننگرهار كې پر بهرنيو ځواكونو موټر بمچاودنه شوى رپوټونه وايي، چې دا بريد د بهسودو ولسوالې د رنگ رود د اخوند زاده په څلور لاري كې د بهرنيو ځواكونو پر كاروان شوى دى. خبریال رحمت الله زیارمل رپوت راکوي، چې دغه برید د کرولاډوله موتر په مټ تر سره …

نور... »

پوځي ځواکونه دې له طالبانو او ترورستانو سره په جگړه کې درندې وسلې وکاروي- جنرال مراد

د ځمکنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مراد علي مراد څرگنده کړې، چې له دې وروسته به مو پوځي ځواکونه له طالبانو او ترورستانو سره په جگړه کې درندې وسلې وکاروي.   جنرال مراد وویل:   پوځي ځواکونه مو حق لری، چې له طالبانو سره په جگړه کې درندې وسلې وکاروي …

نور... »

د تخار په خواجه غار کې له طالبانو سره نښته روانه ده

د تخار په خواجه غار ولسوالې كې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده . د تخار د پوليسو وياند خليل اسير وايي، چې: په دې نښته كې يوولس وسله وال طالبان او يو محلي پوليس وژل شوي دي. نوموړی زیاتوي،نښته د پل مومن آباد په سيمه …

نور... »

نوي ولسمشر ته د تحلیف ټاکل شوی ضرب الاجل نور د اوږدیدو نه دی

ولسمشر حامدکرزي د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو له ځانگړي استازي یان کوبیش سره په کتنه کې ویلي، چي د نوي ولسمشر د تحلیف د مراسمو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل نور د اوږدیدونه دی. ښاغلي یان کوبیش په ارگ کې د شنبي په ورځ مازیگرمهال د ولسمشرۍ د ټاکنو …

نور... »

بیات بنیاد د عبدالقادر بېدل د لېسې کتابتون بیا ورغاوه

د بیات بنیاد په علمي او فرهنګي برخو کې د خپلو مرستو او همکاریو په لړ کې د کابل ښار د یولسمې ناحیې په اړوند سیمه کې د عبدالقادر بېدل د لیسې کتابوتون بیا ورغاوه. بیات بنیاد د خپلو علمي او فرهنګي مرستو او همکاریو په لړ کې دا ځل …

نور... »

د ټاکنو کمیسیون: ښایي د ټاکنو د ارزونې بهیر په یوې یا یوې نیمې اوونۍ کې پای ته ورسېږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې که د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو د رایو د ارزونې د بهیر پر وړاندې ستونزې جوړې نه شي، ښایي دغه بهیر په یوې یا یوې نیمې اوونۍ کې پای ته ورسېږي. له یوې میاشتې زیاته موده کېږي، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو …

نور... »

د كندهار پر معروف ولسوالۍ د پاكستان له خاورې د توغنديو بريد شوى

د كندهار امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي، چې دا بريدونه د جمعېورځ(د زمري ۳۱) له يوولس بجو را په دېخوا د دغې ولسوالۍ د سرې شاه كلا په سيمه كې شوې او په وقفه يې توگه دوام لري. هغه زیاتوي؛ تراوسه اتيا توغندي توغول شوي، چې په کې يو …

نور... »

په پروان ولایت کې د نامسوولو وسلوالو او حرفوي غلو په وړاندې عملیات پیل شوي

پروان والي د ناکسولو وسلوالو او حرفوي غلو په وړاندې له پیل شویو عملیتو خبر ورکوي. پروان والي عبدالبصیر سالنگي له خلکو وغوښتل، چې: د نامسوولو وسلوالو په نیولو کې دې خلک له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي. ښاغلي سالنگي زیاته کړې، چې: ډېر ژر په د انسان تښتوونکیو، غلو، …

نور... »

د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالي د طالبانو تر محاصرې لاندې ده

له یوې اوونۍ راهیسې د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالي د طالبانو تر محاصرې لاندې ده.   د پولیسو د عامه نظم قوماندان سمونوال گل محمد د دغه مطلب له څرگندولو سره آریانا نیوز ته وویل، چې : د لویې لارې د امنیت له پاره د پولیسو یوه دوه زره …

نور... »

دفاع وزارت: د ټاکنو د بهير اوږدېدل د جګړې د پراختیا عامل دی

د ملي دفاع وزارت د ټاکنو د بهیر اوږدېدل او له واشنګټن سره د امنیتي تړون نه لاسلیک په هېواد کې د جګړې د پراختیا عوامل بولي. د دغه وزارت مسئولین همدا راز له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل او له زندانونو څخه د طالب بندیانو خوشې کول نور …

نور... »

له ټولو کڅوړو څخه ۱۴۵۶۱ هغه یې شمېرل شوي- نورمحمد نور

دټاکنو خپلواک کمیسیون وايي؛ درایو له ټولو کڅوړو څخه ۱۴۵۶۱ شمېرل شوي، چی دټولو رایو نږی ۶۳ سلنه جوړوي. ددغه کمیسیون ویاند نور محمد نور دیوې خبری ناستی پرمهال خبری رسنیو ته وویل: په دغه بهیر کی ۶۷۲ نفره د ټاکنو د کمیسیون کارکوونکی وه ،۱۰۴ نفره شکایتونو کمیسیون کارکونکی …

نور... »

نا پېژانده کسانو یو بهرنی وګړی په چړو وهلی او وژلی یې دی

رپوټونه وايي، نا معلومو کسانو یو بهرنی وګړی د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په چړو وهلی او وژلی یې دی. امنیتي مسئولینو رسینو ته ویلي، چې دغه بهرنی وګړی په داسې حال کې د بې بې مهرو په سیمه کې وژل شوی، چې په سودا بوخت و. امنیتی …

نور... »

زاخېلوال: د افغان امنیتي بنسټونو کلنۍ بودیجه باید تر شپږو میلیاردو ډالرو لوړه شي

د افغانستان د ماليې وزیر وايي، په کار ده، چې د افغان امنیتي بنسټونو کلنۍ بودیجه تر شپږو میلیاردو ډالرو لوړه شي. د زاخیلوال په وېنا له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو مرستې په دې کچه نه دي، چې دوی پرې افغان پوځونه تمویل کړي. د ګوتو په شمېر میاشتې …

نور... »

هوتکې: پټ او ښکاره لاسونه کار کوي چې د رایو د تفتیش پروسه ګډوډه کړي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسئولین وايي، د رایو د تفتیش پروسې د ګډوډولو لپاره پټ او ښکاره لاسونه کار کوي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کار کوونکو سره د اصلاحاتو او همګرايۍ د ټيم د څارونکو د سې شنې ورځې په شخړه کې یو شمېر کسان ټپیان شول. د …

نور... »

له ناټو سره د تړون لاسلیک د ناټو د راتلونکي روزنیز ماموریت لپاره تر ټولو بنسټیز شرط دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پر مهال وېش د ټینګار ترڅنګ وایي، تر هغې چې افغان رهبران په خپلو کې سیاسي اختلاف حل نه کړي، له دغه هېواده د نړیوالو سرتېرو د وتو ځنډول به د دغه هېواد په امنیتي حالت اغېز …

نور... »

افغان هوايي شرکتونه سعودي عربستان ته له سره الوتنې پېلوی

د هوايي چلند خپلواكې ادارې چارواكي وايي، افغان هوايي شرکتونه سعودي عربستان ته له سره پروازونه پېلوی. سعودي عربستان دغه هېواد ته د ځینو شرکتونو په پروازونو بندیز لګولی و، چې افغان هوايي شرکتونه هم په دې ډله کې وو. وخت نا وخت د غېر معیاري الوتنو له کبله پر …

نور... »

افغانان د ټاکنو پېچلې لانجې ستړي کړي دي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ټاكنو لانجې اوږد ېدو په هېواد كي ټولي ملي پروژي په ټپه درولي دي. د بهرنيو چار وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، له هغه ورځي راهيسي، چي په هېواد كې د ولسمشريزو ټاكنو په پايلو د دواړو کاندیدانو ترمنځ ناندریو زور اخیستی …

نور... »

پاکستان د افغانستان د امنیتي حالاتو ګډوډولو ته مټې بډوهلي دی

د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وايي، افغان حکومت به د پاکستان د راکټي بریدونو په غبرګون کې مناسب ګامونه پورته کړي. د بهرنیو چارو وزارت مسئولین زیاتوي، پاکستان د افغانستان د امنیتي حالاتو ګډوډولو ته مټې بډوهلي دی. پر افغانستان د پاکستاني پوځيانو راکټي بریدونو او له وسله والو …

نور... »