تازه خبرونه

احمد ضیا مسعود د نویو چارو د تر سره کولو لوړه وکړه

نن(د تلې ۱۰) له غرمې مخکې د اصلاحاتو او غوره حکومتولۍ په چارو کې د افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي ځانگړي استازي احمد ضیا مسعود د گڼو دولتي او حکومتي چارواکو په مخکې د وفادارۍ لوړه وکړه. په دې مراسمو کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي خپل دغه استازي …

نور... »

افغان ملي کرکت تیم آسیایي لوبو ته لار وموندله

د افغانستان کرکت لوبغاړیو پر هانگ کانگ له پرلپسې بریاوو وروسته د آسیایي سیالیو وروستي پړاو ته د رسیدونکي نوم خپل کړ. په دې لوبه کې ملي لوبډله د اته ویکتو په ترسره کولو پر هانگ کانگ بري ته ورسیده. له دي مخکي هم افغانستان د اته منډو په توبیر۱۱۹ …

نور... »

د کابل ولایت د گلباغ پر سړک یو پلي ځانمرگي بریدگر پر کماندو ځواکونو برید کړی

نن(د تلې ۱۰) سهار اووه بجې یو ځانمرگي برید کوونکي د ملي اردو پر کماندو ځواکونو پلی برید کړی دی. امنیتي چارواکي وايي، نن سهار د گلباغ پر سړک یو پلي ځانمرگي بریدگر د خپلو چاودیدونکیو توکو پر مټ د افغان کماندو ځواکونو پر یو موتر برید وکړ، چې په …

نور... »

د پدرام په رهبرۍ اپوزیسیون د موجودیت اعلان وکړ

د ولسي جرګې غړي لطیف پدرام د ملي یوالي د حکومت په وړاندې اپوزیسیوني حرکت پېل کړ. نوموړی وايي، چې د ملي يوالي له حکومت څخه اطاعت نه کوي او د مدني سرغړونو له کبله به دغه حکومت ساقط یا له پښو وغورځوي. د ملي يوالي د حکومت له اعلان …

نور... »

ځانمرګو بریدونو د ملي اردو ۷ سرتېري ووژل او ۱۷ یې ټپیان کړل

په کابل کې دوو پرلپسې ځانمرګو بریدونو د ملي اردو ۷ سرتېري ووژل او ۱۷ یې ټپیان کړل. سهار وختي دوو چاودنو د کابل زیاتې برخې ولړزولې. دوو ځانمرګو بریدګرو د کابل په بیلو بېلو سیمو کې د ملي اردو سرتېري په نښه کړل. یوه ځانمرګي بریدګر په ځان پورې …

نور... »

د حکومت اجرايوی رئيس په رسمي توګه دنده پېل کړه

د ملي يوالې د حکومت اجرايوی رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په رسمي توګه دنده پېل کړه. ښاغلي عبدالله تمه وښوده، چې له نوي ټیم سره به هغه ژمنې پوره کړي، چې له خلکو سره يې کړې دي. د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو د دندو …

نور... »

د ولسمشر مرستیالانو په رسمي توګه خپلې دندې پېل کړې

د ولسمشر اشرف غني احمدزي مرستیالانو په رسمي توګه خپلې دندې پېل کړې. د ولسمشر مرستیالان جنرال عبدالرشید دوستم او سرور دانش په قانون دې ولاړ او پراخ بنسټه حکومت په جوړښت ټینګار کوي او وایي، چې د خلکو د ستونزو حل کولو او د بنسټیزو سمونونو راوستو ته ژمن …

نور... »

له واشنګټن او ناټو سره د امنیتي همکاریو تړونونه لاسلیک شول

د کابل واشنګټن او کابل ناټو تر منځ د امنیتي همکاریو سندونه لاسلیک شول. ولسمشر اشرف غني احمدزی وایي، دواړه دا سندونه د افغانستان په ګټه دي، او هغه ګډ خطرونه، چې افغانستان او نړۍ ته ګواښ پېښوي، د دې تړونونو د لاسلیک سبب شوي. له اوږدو ناندریو وروسته د …

نور... »

د ولسي جرګې غړي د کابل-واشنګټن تر منځ د امنیتي هوکړه لیک د لاسلیک هر کلی کوي

د ولسي جرګې ځینې غړي د کابل- واشنګټن تر منځ د دفاعي او امنیتي هوکړه لیک له لاسلیک هرکلی کوي او وایي، دا هوکړه لیک باید د هېواد د وسله والو ځواکونو اړتیاوې پوره کړي. اوس، چې د کابل-واشنګټن تر منځ امنیتي هوکړه لیک لاسلیک شوی، دا هوکړه لیک به …

نور... »

د منتخب ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي د لوړې مراسم تر سره شول

د منتخب ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي او د ملي یوالي د حکومت اجرايوی رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د لوړې مراسم تر سره شول. د ارګ ماڼې په سلام خانه کې په لومړي ځل له یوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته قدرت لېږدول کېږي. پخواني ولسمشر حامد کرزي …

نور... »

نوي ولسمشر ډاکټراشرف غنی ا حمدزي د حکومت چارې په غاړه واخستې

د افغانستان نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غنی احمدزي په رسمی توګه د هېواد د چارو واګی واخیستی. له ولسمشر حامد کرزي څخه په رسمی توګه نوي ولسمشر ډاکټراشرف غنی ا حمدزي د حکومت چارې په غاړه واخستی دا په تاریخ کی لومړی ځل دی، چې یو منتخب ولسمشر بل منتخب …

نور... »

ځانمرګي برید ۳ پولیس او څلور ملکیان ووژل

د دوشنبې په ورځ پلازمینه یو ځل بیا د یوه ځان وژونکي برید شاهده وه. دغه برید هوايي ډګر ته څېرمه په داسې حال کې وشو، چې په ارګ ماڼۍ کې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم روان و. دغه برید، چې د پولیسو یوې امنیتي پوستې ته څېرمه وشو، …

نور... »

په كندز كې يوه ځانمرگي بريد درې تنه ټپيان كړل

د كندز امنيه قومندانۍ وياند سيد سرور حسيني وايي، چې: يوه ځانمرگي نن(د تلې۷) له غرمې مخكې غوښتل كندز ښار ته د بريد په موخه ننوزي،خو د امام صاحب د بندر دسيمې په يوه پوسته كې د تلاشى په موخه ودرول شو . نوموړی زیاتويِ، په دې ځاى كې بريدگر …

نور... »

د پكتيا په زرمت ولسوالې كې وسلوالو بريد د ۴ بريدگرو په وژل كيدو پاى ته رسيدلى

د پكتيا د امنيې قوماندانۍ د دفتر مسوول عظيم الله وايي، نن (د تلې۷) سهار د زرمت ولسوالۍ ولسوالې پر دفتروشو، چې په کي څلور بريدگر، څلور پوليس، دوه د ملي امنيت كاركوونكي او دوه نور ملكي وگړي وژل شوي دي. هغه وايي، لومړى د ولسوالې د دفتر ودانۍ په …

نور... »

د عوایدو کچه ۱۳ ملیاردو افغانیو ته لوړه شوې ده

دمالیې وزارت چارواکي وایي، چي په تېرو دریو میاشتو کې د افغانستان د عوایدو کچه ۱۳ ملیاردوافغانیو ته لوړ شوي دي. دوی تمه ښيي، چې د نوي حکومت د کار د پېل سره به عواید نور هم ډېر شي او سوداګري به وده وکړي. د ماليې وزارت مسئولینو ډاډ څرګندکړ، …

نور... »

له بریاليو ټاکنو سره سره اوس هم تروریزم گواښ دی- ضراراحمدعثماني

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ملگروملتونو په گډه ناسته کې په ډاگه کړه، چيد بریاليو ټاکنو له ترسره کیدو سره سره اوس هم تروریزم د هېواد لپاره لوی گواښ دی.  شریف الله ویاند رپوت ورکوي، چيد افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضراراحمدعثماني د ملگروملتونو گډې ۶۹ ناستې ته …

نور... »

نوي حکومت دې اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون توشیح کړي- اکرام افضلې

د افغانستان د شفافیت بنسټ له نوي حکومت څخه اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د توشیح غوښتنه وکړه. د شفافیت د بنسټ اجراةیوي مشر اکرام افضلې نن (د تلي ۶) د حق پېژندنې له نړیوالې ورځې څخه د نمانځنې په غونډه کې وویل: اطلاعاتو ته لاسرسي د اداري فساد په …

نور... »

د کابل په زنبق څلور لاري کې چاودنې د ملي اردو یو سرتېری ټپي کړ

نن سهار( ۹:۱۵ ) په زنبق ځلور لاري کې د ملي اردو په رنجر موتر د مقناطسي ماین چاودنه وشوه. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش پېښه تائیدوي او وایي: په دې پېښه کې د ملي اردو د رنجر دریور ټپي شوی او بل چاته په کې زیان …

نور... »

اتلس کاله مخکې د تلې په پېنځمه طالبانو کابل ونیو او بیا یې د هېواد نورې سیمې لاندې کړې

 د ۱۳۷۵ل کال د تلې په پېنځمه طالبان کابل ته دننه شول، چې له سختې جگړې وروسته یې د سروبې له استقامته د کابل کمربند مات کړ او دغه ښار یې ونیوه.  د کابل نیول د دې سبب شو، چې دغه ډله له نړیوالو د رسمیت پېژندنو غوښتنه وکړي.  د …

نور... »

د امنیتي تړون لاسلیک دې ټولپوښتنې ته وسپارل شي

د افغانستان د ژغورنې لارې شورا د ملي یووالي حکومت څخه غواړي، چې د امنیتي تړون په لاسلیک کې بیړه ونه کړي او دا ټرون د افغانانو ټولپوښتنې ته وسپاري. د یادې شورا مشر سیدمحمداکبر آغا ټینگارکوي، چې: نوی حکومت باید د مرستندویه هیېوادونو تر فشار لاندې دا تړون لاسلیک …

نور... »