عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د کابل د علاوه الدین په درې لاري کې پر بهرنیو ځواکونو موټر بم چاودنه شوې

نن ( د زمري ۱۹) غرمه مهال د کابل د علاوه الدین په درې لاري کې د بهرنیو ځواکونو پر دوه موټرو موټر بم چاودنه شوې ده. عیني شاهدانو ويلي، چې یو کرولاډوله موټر د آیساف ځواکونو موټرو ته ور نږدې شو او چاودنه رامنځته شوه. د دوی په وینا، …

نور... »

د کابل په پلخشتي سیمه کې بمي چاودنې یو ماشوم وواژه

د کابل ښار د بلخشتې جومات مخامخ په نادر پښتون جاده کې بمي چاودنې یو تن وژلي او بل ټپي شوی دی. د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي آریانا نیوز ته په ډاگه کړه، چې : نن د غرمې په یوه بجه د یوه مقناطیسي بم د …

نور... »

د کابل په احمدشاه بابا مینه کې چاددنې ۷ تنه ټپیان کړل

نن سهار اووه بجې د احمدشاه بابا مېنې د دولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د سړک غاړې په چاودنه د ملي اردو څلور تنه پولیس او درې ملکي وگړي ټپیان شول. د کابل امنیه قوماندانې ویاند حشمت الله ستانکزي ویلي، چې پولیسو ټپیان روغتون ته لیږدولي او روغتیایي …

نور... »

يوناما نن د آريانا نيوز د ژوندۍ خپرونې په وړاندې ستونزي جوړي کړې

د آريانانيوز خبري شبكه د يوناما د چارواكو په دوه گوني چلند نيوكه كوي او څرگندوي، چې د يو ناما چاروكو نن د آريانانيوز د ژوندۍ خپرونې په وړاندي ستونزي جوړي كړې . آريانانیوزپر همدي لامل ونه توانيده، چي د دواړو نوماندانو او د امريكا د بهرنيو چارو د وزير …

نور... »

د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو په حکومت کې پر ملي وحدت توافق څرگند کړ

د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو داکتر عبدالله عبدالله او داکتر اشرف غني نن له غرمې وروسته په یوه گډه خبري ناسته کې په ډاگه کړه، چې د ملي وحدت حکومت مني او پلي کولو ته په يې گډ کار کیږي. د ولسمشرۍ نوماند داکتر عبدالله عبدالله په دې گډه خبري ناسته …

نور... »

په کندوز کې چارواکي ناامنیو اندېښمن کړي

د كندز د ولايتي شورا غړي او يو شمېر اوسيدونكي په دغه ولايت كې د ناامنو په ډېريدو اندېښمن دي. د كندز د ولايتي شورا رييس عبدالقدير حسين خېل وايي: د ټاكنو بهير اوږيديدو خلك انديښمن كړي؛ نا امني ډېره شوې، د وسله والو مخالفينو ليكې پياوړې دي او پر …

نور... »

سږ کال په هېواد کی د میوې حاصلاتو ښه وده کړې

د کرنې وزارت وایي، چی سږ کال په هېواد کی د میوې حاصلاتو ښه وده کړې او دا به د افغانستان د اقتصاد په پراختیا کی مهم رول ولري. د افغانستان د کرنی وزارت د عامه اړیکو رئیس لطف الله راشد وایی، چی د تېرو کلونو په پرتله د میوی …

نور... »

د امریکایي جګپوړي جنرال وژنې کورني او بهرني غبرګونونه را وپارول

د یوه افغان سرتېري له خوا د امریکایي جګپوړي جنرال هارولد ګرین وژنې کورني او بهرني غبرګونونه را وپارول. یو شمېر پوځي کارپوهان د کابل په پوځي اکاډمي کې د سې شنبې د ورځې پېښه د ملي دفاع وزارت له خوا کمزوری مدیریت بولي. د دوی په باور دا پېښه …

نور... »

د ټاکنیزو ډلو د څارونکو تر منځ د نظر اختلاف د دې سبب شو، چې یو تن ټپي شي

د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د ټاکنیزو ډلو د څارونکو تر منځ د نظر اختلاف د دې سبب شو، چې یو تن ټپي شي. د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله نړیوال څارونکي له سیال ټیم څخه په پلوي تورنوي او د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې څارونکي د …

نور... »

د نهرين ولسوالې اوسېدونكو د محلي پوليسو له جوړېدو سره مخالفت كړى

د بغلان د نهرين ولسوالې اوسېدونكو په دغه ولسوالې كې د محلي پوليسو له جوړېدو سره مخالفت كړى. د دغې ولسوالې يو شمير اوسېدونكو د يوه لاريون په ترڅ كې ويلي دغه ولسوالې نا امنه نه ده او د محلي پوليسو جوړولو ته اړتيا نه لري. د بغلان د نهرين …

نور... »

هره ورځ د کنړ په دانګام او شیګل ولسوالیو سل توغندي را پریوځي

د پاکستاني پوځ توغندي د کنړ د یو شمېر ولسوالیو په سړکونو او لویو لارو کې لګېدلي دي. په همدې حال کې د لانجې د حل لپاره سیاسي او د یپلوماتیکې هڅې مخ په ناکامېدو دي. پاکستان پر افغانستان خپل بریدونه زیات کړي دي. د افغان چارواکو له قوله تازه …

نور... »

د ټاکنو څارونکي بنسټونه: نور باید د رایو د تفتیش د بهیر ځنډولو لپاره پلمې ونه لټول شي

د افغانستان د ټاکنو د څارونکو بنسټونو څېړنې ښیي، چی درایو تفتیش به دوې میاشتې نورې هم وغځېږي. دغه بنسټونه خبرداری ورکوي، که دا بهیر یوځل بیا ودرېږی، په اوسنی نظام او ټاکنو به خلک او نړیواله ټولنه بې باوره شي. د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنو درایو تفتیش له بهیر …

نور... »

په کابل کې د سړک غاړې په چاودنه د ملي اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي

د افغانستان دفاع وزارت په ډاگه کړې، چې د کابل په جنوب کې د سړک غاړې په چاودنه د ملي اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۴ نور یې ټپیان دي. د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د چاودنې له سیمې څه نه دي ویل شوي. د خبر پاڼې له …

نور... »

احمدزی: د قومي مشرانو وژنه د افغانانو كار نه دى

د ولسمشرۍ ټاكنو نوماندانو د برياليتوب په صورت كې د ملي يووالي په ټينګښت ټينيګاركړى. د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاكنو نوماندان ډاكټر اشرف غني احمدزي او ډاكټر عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۲) د قومي مشر حشمت خليل كرزي د فاتحې په مراسمو كې ګډون وكړ. …

نور... »

د ملي یووالي حکومت باید د امتیاز غوښتنې وسیله ونه ګرځي

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د ملي وحدت حکومت یو داسې حکومت بولي، چې په هغه کې د ټولو خوواوو سیاسي مشارکت تضمین شوی وي. وروسته له دې، چې د دواړو نوماندانو ترمنځ د راتلونکي دولت په اړه سیاسي تفاهم ترسره شو او هغوی د هر یو بریا په …

نور... »

په غزني کې د ترور او ختطاف پېښې ډېرې شوې دي

د غزني چارواكي په دغه ولايت كې د ترور او اختطاف په ډېروالي اندېښمن دي. د غزني مرستيال والي وايي، په تېره يوه مياشت كې د غزني دوولس اوسېدونكي ترور او يا اختطاف شوي دي. د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي: په دې وروستيو كې په غزني ښار …

نور... »

د اصلاحاتو او همپالني تیم یود چارواکو ددرغلې غږیز سند خپور کړ

د اصلاحاتو او همپالني تیم له هغې وروسته یو غږیز سند خپور کړ، چې نن دوه بجې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغه تیم له گډون پرته د رایو د پلټنې درول شوی بهیر پیل کړ . د دغه تیم په غږیز سند کې کریم خلیلي د سیال تیم په …

نور... »

د رایو د پلټنې لړۍ د داکتر عبدالله عبدالله د استازیو له گډون پرته بيا پیل شوه

د ولسمشریزو ټاکنو د رایو بیا شمېرنه، چې تېره ورځ د عبدلله عبدالله د تیم د نه گډون له امله د څلیریشت ساعتونو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا ځنډول شوې وه او ویل شوي ول، چې نن یکشنبه سهار مهال پیل شوه، خو د داکتر عبدالله عبدالله د …

نور... »

د ولسمشر کرزي د کار دوام غېر مشروع او د اساسی قانون خلاف دی

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه د روان کال د غبرګولي د میاشتی له لومړی نېټې د ولسمشر کرزي د کار دوام غېر مشروع او د اساسی قانون خلاف بولی. دوی وایی، چی ولسمشر له یوی خوا د ځان د کار د دوام لپاره له قانون څخه سر غړونه کوي …

نور... »

طاهر زهیر: کرزی کولای شي د ناټو په جوړېدونکې سرمشریزه کې له افغانستان استازیتوب وکړي

د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وایي، چې د ولسمشر حامد کرزي حکومت تر اوسه مشروعیت لري او ښاغلی کرزی کولای شي د ناټو په جوړېدونکې سرمشریزه کې چې ټاکل شوې د راتلونکې میلادي میاشتې په څلورمه نېټه په بریتانیا کې جوړه شي، له افغانستان استازیتوب وکړي. ټاکل شوې …

نور... »