تازه خبرونه

سعادت: د شکایتونو د څېړنې وروستۍ غونډه راتلونکې چهارشنبې ته و ځنډول شوه

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د شکایتونو د څېړنې وروستۍ غونډه چهارشنبې ته و ځنډول شوه. ټاکل شوې په وروستې غونډه کې د تحول او تداوم د ټیم لخوا ثبت شوي ۱۸۸ شکایتونه و څېړل شي. د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون اتمه علني غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده. د …

نور... »

د سې شنبې په ځانمرګي برید کې د ایساف درې سرتېري ووژل شول

آیساف ځواکونه وایي، د کابل د سې شنبې په ځانمرګي برید کې یې درې سرتېري وژل شوي دي. برید د سې شنبې په سهار مهال د نړیوال هوایي ډګر د سړک په اوږدو کې د امریکا سفارت او د امریکایي ځواکونو یوه مرکز ته نږدې واټن کې تر سره شو، …

نور... »

داوود زی: حامد کرزي دوه ځله پر پاکستان د پوځي برید امر کړی

د کورنیو چارو وزیر وایي، ولسمشر حامد کرزي دوه ځله پر پاکستان د پوځي برید امر کړی، خو د محمد عمر داوود زي په وېنا، افغان امنیتي ځواکونو ونه شوای کړی، چې د دغه امر پر بنسټ د پاکستان توغندیزو بریدونو ته پوځي ځواب ورکړي. د افغانستان مشرانو جرګې د …

نور... »

ملي امنیت: د هېواد تر ټولو لوی مجرم رئیس خدایداد ونیول شو

د افغانستان ملي امنیت وايي، د هېواد د اوسني تاریخ تر ټولو لوی مجرم رئیس خدایداد يې نیولی دی. د ملي امنیت اداره زیاتوي، نیول شوی مجرم د اختطافګرو د ډلې مشر دی، چې د اختطاف، قتل او وسله والې غلا لسګونه پېښې يې رهبري کړي دي. د ملي امنیت …

نور... »

د دواړو ټاکنیزو ډلو تر منځ د اجرایوي پوست پر سر د نظر توافق رامنځ ته شوی دی

د دوشنبې په ورځ د ولسمشرۍ دواړه ټاکنیزې ډلې پر یوه داسې دوه اړخیزه توافقنامه سره سلا شول، چې وېل کېږي د دواړو خواوو نظریات پکې ځای پر ځای شوي دي. د ملي وحدت حکومت د جوړښت لپاره ځیني پرمختګونه شوي دي. د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴) دواړو …

نور... »

عرفان: د ټاکنو له پروسې بهر د حکومت د جوړښت پر سر هوکړه پر اساسي قانون لوی ګزار دی

ولسي جرګه د ولسمشری نوماندانو تر منځ د ملی وحدت حکومت د جوړېدو پر سر د احتمالی توافقاتو د لاسلیک  ملاتړ کوي. د دغی جرګی غړی وایی  د ولسمشری نوماندانو تر منځ د ملی وحدت حکومت د جوړېدو ټرون یو شمیر موارد د اساسی قانون سره په ټکر کی دی …

نور... »

افغانستان د دوه سوه زره ميگاواتو لمریزي او بادي انرژۍ ظرفيت لري

د اوبو اونرژۍ وزارت وايي، افغانستان د دوه سوه زره ميگاواتو لمریزي اوبادي انرژۍ ظرفيت لري. اسلم حجاب پخپل رپوت کې په ډاگه کړې، چې د اوبو او انرژۍ وزارت چارواكو او په كابل كي د جي ای  زيټ موسسي او د ا يكو سازمان د لس هېوادونو له خوا …

نور... »

استیناف محکمې د پغمان د پېښې ۵ تورن په اعدام او دوه نور په شل کلن بند محکوم کړل

نن دوشنبه(د وږي ۲۴) په استیناف محکمه کې د پغمان د پېښې اووه نیول شوي تورن محاکمه شول. د استیناف محکمې رییس صدیق الله حقیق د پغمان پېښې د غلو، ورانکارو  او زناکارو د محاکمې د دوه په لومړي پړاو کې د تورنو سپینې خبرې واوریدې او د مدافع وکیلانو …

نور... »

په بغلان كې چاودنې يو پوليس وواژه او شپږ ملكي وګړي يې ټپيان كړل

د مركزي بغلان ولسوال گوهرخان بابري وايي، چې دا چاودنه د پوليسو يوې پوستې ته نيژدې د ايښودل شوي ماين له پر لامل رامنځته شوې، چې په کې يو پوليس وژل شوى دى. هغه وايي، چې په دې چاودنه كې شپږ ملكي وگړي هم ټپيان دي. د نوموړي په وینا، …

نور... »

ارغندیوال: په راتلونکو لسو کلونو کې افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیاینې ته رسېدای شي

د افغانستان د اقتصاد وزارت د هېواد د پرمختیا پنځه کلنه تګلاره مرستندویانو ته وړاندې کړه. د اقتصاد وزیر وايي، که په راتلونکو لسو کلونو کې د افغانستان د کانونو استخراج په سمه توګه مدیریت شي، افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیاینې ته رسېدای شي. د افغانستان د پرمختیا …

نور... »

پاکستاني ملېشو د ډیورنډ پر کرښه د لوی خندق کیندل پېل کړي دي

مشرانو جرګې د ډیورنډ کرښي په او ږدو کې د پاکستان د پوځیانو لخوا د خندق کیندل د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله بولي او د پاکستان دا چاره په کلکو ټکو غندي. د افغانستان په سویل کې پاکستاني ملېشو او پوځيانو د ډیورنډ پر کرښه د لوی خندق …

نور... »

سلطان زوی: په راتلونکو دوو دریو ورځو کې به افغانان په زړه پورې خبرونه واوري

له اوږدو شخړو او جنجالونو وروسته د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۳) د ولسمشرۍ کاندیدانو یو بل سره لیدلي دي. د سیاسي توافق په باب د کاندیدانو تر منځ شپږ ورځنۍ لانجه او په ټپه ولاړې خبرې یو ځل بیا پیل شوې دي. د اصلاحاتو او همګرایۍ د ټیم …

نور... »

پاکستان نه غواړي، چې افغانستان امنیتي او دفاعي ځواک ولري- صدیقی

د کورنو چارو وزارت ویاند له پولیسو سره په يوه مشورتي ناسته کې له خلکو څخه غوښتنه وکړه ، چې له پولیسو سره همکاري وکړي. حمید صدیقی گزارش راکوي، چې، کورنیو چارو وزارت د مخورو خلکو، پولیسو او د ښاريِ ناحیو د گذرد وکیلانو په گډون یوه مشورتي ناسته ترسره …

نور... »

هوتکي: د یو اعشاریه څلور سلنه رایو د ستونزو په هکله به د یکشنبې په ورځ پرېکړه وشي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چمتووالی لري، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو وروستۍ پایله ژر اعلام کړي. د دغه کمیسیون مسئولین وایي، د ټولو رایو یو اعشاریه څلور سلنه ځینې ستونزې لري چې تر اوسه په دې هکله پرېکړه نه ده شوې او د یکشنبې په ورځ به پرېکړه …

نور... »

رحیمي: د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو لپاره خبرې له سره پېل شوي

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وایي، چې د دواړو ټیمونو د مرکچیانو تر منځ د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو لپاره خبرې له سره پېل شوي او د دغو خبرو پېل ښه وو، چې په کې نوي وړاندیزونه او طرحې وړاندې شوې. د ولسمشرۍ ماڼۍ یو ځل بیا د …

نور... »

سرور دانش: ټاکنیزې ډلې د دې حق نه لري چې ټاکنې ګرو کړي

د اشرف غني احمدزي دوهم مرستیال سرور دانش وایي، چې افغانستان د ملي یووالي حکومت ته جدي اړتیا لري او په دې برخه کې خبرو او سیاسي هوکړې ته  هېڅ اړتیا نشته. ښاغلی دانش ټینګار کوي چې د ټاکنو نتیجه باید ژر معلومه شي او ټاکنیزې ډلې د دې حق …

نور... »

طالبانو د پکتیا ولایت د څکمنو ولسوال او یو ساتونکی ژوندي نیولي

دپكتيا د څمكنيو سرحدي ولسوالۍ ولسوال او دهغه يو تن ساتونكى وسله والو طالبانو ژوندي له ځان سره بيولي.  دپكتيا امنيه قوماندان ويلي، ولسوال صالح محمد احساس د جمعې په ورځله يادې ولسوالۍ څخه د گردېز پر لوري روان و، چې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا ونيول …

نور... »

د تېركال په پرتله صادرات زيات او له دي لاري د سوداگروعايد هم زيات شوي

د افغانستان د صادراتو د پرا ختيا اداره وايي، چي د تېركال په پرتله صادرات زيات شوي او له دي لاري د سوداگروعايد هم زيات شوي. د دي اداري د مسوولينو په وينا؛ هڅه كیږي، چې د خپلو ميو صادارت روسي ماركيتونو ته هم پراخه كړي. اسلم حجاب رپوت راکوي، …

نور... »

ترهگري او افراطیت په زیاتېدونکي ډول د سیمې امنیت او ثبات گواښي- حامد کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، ترهگري او افراطیت په زیاتېدونکي ډول د سیمې امنیت او ثبات گواښي. نوموړي نن غرمه(د وږيِ۲۱) د شانگهای سازمان په څوارلسمه ناسته کې د خبرو پر مهال ټینگار وکړ،  چې د تروریزم او افراطیت ریښې او پناه ځایونه د افغانستان له پولو بهر دي او …

نور... »

د ټولو چک لستونو له جمع بندۍ وروسته به د ټاکنو پایلې اعلان شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، ټولې رایې سیستم ته دننه شوي؛ خو یوازې دهغو پایلو پاڼې یا چک لستونه پاتې دي، چې باید ټاکنیز شکایتونو کمیسیون ورباندې پرېکړه وکړي، چې یاد کمیسیون یې په سیتم کې داخل او جمع بندي کړی او وروستۍ پایلې هم اعلام شي. شریف الله …

نور... »