عاجل خبرونه

تازه خبرونه

ولسمشر مشرانو جرگي ته د نویو غړیو د ورپېژندنې مراسم تر سره کړل

مشرانو جرگي ته د ولایتي شوراگانو نويو غړيو د دي شوراگانو د ټاکنو په پایله کې لار موندلې ده. ولسمشر سناتورانو ته د نویو غړیو د ورپېژندنې مبارکي ور کړه. افغان ولسمشر اشرف غني په ډاگه کړه، چې ولسي او مشرانو جرگې ته احترام یې کاري لومړیتوب دی.. ولسمشر مشرانو …

نور... »

تاجکستان هڅه کوي، چې د اپتا تړون غړی شي

د افغانستان د سوداگرۍ اوصنایعوخونه وايي، د تاجکستان هېواد هڅه کوي، چې د افغانستان اوپاکستان په ترا نزیتي تړون(اپتا) کې ځان ورداخل کړي. د افغانستان خصوصی سکتورله حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په دغه تړون کې باید نه یوازې تاجکستان، بلکې هند هم دا خل شي. د سوداگرۍ خونې مرستیال …

نور... »

په وسلو او جنګي وسایلو د افغان پوځ د سمبالولو کار روان دی

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي؛ د پوځ د پیاوړتیا لپاره یې اوږدمهاله پلانونه او پروګرامونه جوړ کړي دي او وايي چې له هیواد څخه په خپلواکه توګه د د دفاع لپاره، د پوځ د استخباراتو، انجنیرۍ او هوايي ځواک په پیاوړي کولو جدي کار کوي. پوځي کارپوهان هم په …

نور... »

د ولسي جرګې یو شمېر غړيو ولسمشر په ملي خیانت تورن کړ

ولسي جرګې بیا هم د ملي یووالي حکومت ته خبرداری ورکړ چې د کابینې د نه معرفي کولو په صورت کې په هیواد کې د هر ډول ګډوډیو د رامنځته کیدو مسولیت لري. د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې د ملي یووالي حکومت د پاکستان د استخباراتي ادارې ای …

نور... »

هند غواړي په افغانستان کې د نساجۍ په برخه کې پانګونه وکړي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکې وايي؛ د هند حکومت غواړي په افغانستان کې د نساجۍ په برخه کې پانګونه وکړي او زیاتوي چې له افغانستان سره د نساجۍ په برخه کې د هند مرسته کولي شې افغانستان د منسوجاتو په صادرونکي هیواد بدل کړي. په کابل کې د هند …

نور... »

بيات بنياد دا ځل په هرات كې د اوريدو ځانګړې آلې ويشي

بيات بنياد په هرات كې هم هغو كسانو ته د اوريدو ځانګړې آلې ويشي چې د اوريدو له حس څخه بې برخې دي. بيات بنياد د ستاركي بنياد په همكاري دا بهير له كابل پيل او وروسته هرات ته وغځيد. د بيات بنياد مسولين وايي؛ د اوريدو د آلو ويشل …

نور... »

د ملي یووالي د حکومت لومړنۍ سل ورځې د غفلت سل ورځې وې

د مدني ټولنو ځینو فعالان او د ټاکنو ځینې څارونکي وایی، د ملي یووالي د حکومت لومړنۍ سل ورځې د غفلت سل ورځې وې او حکومت د بنسټیزو بدلونونو لپاره سترې موکې له لاسه ورکړي دي. دغه فعالان وایي؛ حکومت په دې سلو ورځو کې نه دی توانیدلی چې په …

نور... »

د کابینې په اعلان کې ځنډ کورني عواید کم کړي دي

د مالیې وزارت مسوولین وایي، سږ کال له سل میلیارد افغانیو زیات عواید را ټول شوي دي؛ خو ټاکنیزو لانجو او د کابینې په اعلام کې ځنډ د دې سبب شوي چې کورني عواید د تېر کال په پرتله دېرش سلنه کم شي؛ خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین …

نور... »

په هلمند کې د وسله والو طالبانو په يو توغندیز بريد کې د يوې کورنۍ پنځوغړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر سمونيار فريد احمد عبيد وايي چې ياد شوی توغندی د سه شنبې په شپه د نوزاد ولسوالۍ په شيخ زايي سيمه کې د وسله والو طالبانو لخوا توغول شوی چې پر يو کور لګيدلی دی. هغه وايي چې په دې بريد …

نور... »

نړیوالو کمپنیو د افغانستان د کانونو ایستلو په برخه کې لیوالتیا ښودلې

د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وایي، د ملي یووالي حکومت د رامنځ ته کېدو ورسته بېلا بېلو نړیوالو کمپنیو د افغانستان د کانونو د ایستلو په برخه کې لیوالتیا ښودلې. د کانونو وزارت وايي، د کانونو په برخه کې د قراردادونو چارې د حکومت د کابینې د اعلان له …

نور... »

د افغانستان مدني ټولنې د ملي یوالي د حکومت تمثیلي کابینه معرفي کړه

د افغانستان مدني ټولنې د اعتراض په ډول د تمثیلي کابینې د معرفي کولو تر څنګ د ملي یووالي د حکومت سل ناکامې ورځې په ځانګړیو مراسمو سره ولمانځلې. د تمثیلي کابینې غړیو له ولسمشر او اجرايي رییس څخه وغوښتل چې کړکیچونه حل کړي او کابینه جوړه کړي. په دغه …

نور... »

حکومت خاصو کړیو ګرو کړی دی

د ولسي جرګي اداري پلاوی وايي که حکومت کابینه ژر اعلان نکړی؛ خلک به يې په خلاف پاڅون وکړي او نظام به سقوط وکړي. د ولسي جرګي اداري پلاوي د دغه مطلب په څرګندولو سره زیاته کړه، په داسې حال کې چې هیواد له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان …

نور... »

د کابل ښار په یکه توت سیمه کې چاودنه شوې

د کابل د امنیه قومندانې ویاند حشمت الله ستانکزي آریانا نیوز ته په ډاگه کړه، چې دغه پېښه د کابل د نهمې حوزې د یکه توت په سیمه کې رامنځته شوې ده. د امنیتي چارواکو په وینا؛ نن له غرمې وروسته یوه نیمه بجه د کابل ښار د یکه توت …

نور... »

ولایتي شوراگانې د هېواد په ثبات او پرمختگ کې مهم رول لوبولی شي

د ښه حکومت او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانگړی استازی احمد ضیا مسعود وايي، چې که ولایتي شوراگانې خپل مسوولیتونه تر سره کړي، په بېلا بيلو برخو کې پرمختگ او سمونونه را منځته کیدای شي. د ښه استازیتوب په نوم په کابل کې د لس ولایتونو د ولایتي …

نور... »

په هلمند کې د واده پر مراسمو راکټي برید قصدي دی

د مشرانو جرگې غړي وايي، چې په هلمند کې د واده پر مراسمو راکټي برید په قصدي توگه شوی دی. د تېرې چارشنبې په ورځ د هملند په شنگین ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د ملي اردو د هاوان په برید کې د ښځو او ماشومانو په گډون له …

نور... »

د ملي یوالي د حکومت سل ورځې تيریږي؛ خو اوس هم نوې کابینه نلري

د مدني ټولنې یو شمېر غړي په دې باور دي، چې ولسمشر او اجرائيوي رییس د وړ او څانگوالو(متخصصو) کسانو په اړه نه، بلکې د څوکیو په وېشلو ناندرې کوي. د مدنې ټولنې غړیو په ناسته کې د ملي یوالي د حکومت سل ورځنۍ چارې و ارزول شوې. د افغانستان …

نور... »

په بدخشان كې وروستې جگړې له دوه سوه ډيرې كورنۍ بې كوره کړي

په بدخشان كې وروستې جگړې له ۲۰۰ ډېرې كورنۍ بې كوره كړي او د ناامنيو له کبله د وردوج، جرم او يمگان ولسواليو څخه بهارك ولسوالۍ ته كډه شوي، چې تر شنه آسمانژوند كوي. دا كسان خبردارى وركوي كه،ورته پاملرنه ونه شي؛ نو ښايي ډېر ماشومان او ميرمنې د هوا …

نور... »

د سنگين ولسوالۍ د وروستۍ پېښې په غبرگون کې لاريون څلورمې ورځې ته وغزيد

په داسې حال کې، چې د هېواد په نورو ولايتونو کې د حضرت محمد ص د نيکمرغه ميلاد ورځ نمانځل کيږي؛ خو د هلمند گڼشميراوسيدونکي بيا هم په سنگين کې د وروستۍ پيښې د قربانيانود یر په ټغر ناست دي. حاجي ميراجان د سنگين د ټولنيزې شورا مرستيال وایي: دغه …

نور... »

نن د ربيع الاول دولسمه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص د زوكړې له كليزې سره سمه ده

دا ورځ په ټولو اسلامي هېوادونو کې د قرآن مجيد په ختم او ځانگړیو مراسمو نمانځل كيږي . حضرت محمد ص په مكه كې وزږيد، په څلويښت كلنۍ كې په پيغمبرۍ مبعوث او په ۶۳ كلنۍ كې يې په همدې ورځ له دنيا رحلت وكړ.

نور... »

د افغانستان د صادراتو لپاره د ۹۷ سلنې تعرفې را ټیټولو ژمنې شوي

د سوداگرۍ او صنایعو خونه وايي، د افغانستان د صادراتولپاره چین،هنداو د امریکا متحده ایالاتو ژمنې کړي، چې د افغان صادارتولپاره اووه نوي سلنه تعرفه را ټیټه کړي؛ شرط دادی، چې ټول صادرات باید د افغانستان د دولت په رسمي ټاپه صادرشي، خو تراوسه پورې افغان د ولت صادراتي مارک …

نور... »