عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د افغانستان خصوصی بانکونو د پوروړیو د ملکیتونو پلورلو ته د ځانگړي محکمې غوښتنه وکړه

د افغانستان د خصوصی بانکو ټولنه وايي، چې د خپلو قرضو په بد ل کې د تر لاسه کړو ملکیتونو د پلورلو لپاره باید ورته د افغانستان بانک له خوا ځانگړې محکمې جوړې شي؛ خو د افغانستان بانک چارواکي بیا وايي، چې د خصوصی بانکونو د ټولني دغه غوښتنه له …

نور... »

په کابل ښار کې د ترکي اتباعو پر کاروان چاودنه شوې

نن سهار په کابل ښار کې ایران سفارت ته نږدې موتر بم چاودنې د یو ترکي وگړی په گډون دوه تنه ووژل او یو بل ترکي وگړی ټپي شو. د کورنیو چارو وزارت معین ایوب سالنگي وایي: نن سهار اته بجي یو ځانمرگي ایران سفارت او ولسمشرۍ ته نږدي د …

نور... »

افغان کرکت ملي تیم سکاتلند ته ماته ورکړه

د دوه زره پېنځلسم کال د نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان له سکاتلند سره درېیمه لوبه وکړه. لومړی سکاتلند بیتنګ وکړ او په ټاکل شویو پنځوس اورونو کې یې د ټولو لوبغاړیو په سوځیدو افغانستان ته د ۲۱۱ منډو هدف کیښود؛ خو افغان لوبغاړیو، چې درې توپونه لرل، دغه …

نور... »

د افغانستان په زندانونو کې ناوړه چلند او شکنجې روانې دي

د ملګرو ملتونو تازه راپور ښیي چې لا هم د افغانستان په زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند کیږي او د دغه بهیر دوام کولای شي ملي امنیت له منځه یوسي. ملګري ملتونه هم دا راز د بندیانو شکنجه جنګي جنایت ګڼي او ټینګار کوي چې باید هغه کسان …

نور... »

د سولې په هکله ګامونه پورته شوي – د ولسمشر ویاند

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په هکله پورته شويو ګامونو سولې ته د رسیدو هیلې زیاتې کړي دي. د ولسمشر ویاند وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د عمومي اجماع په هڅه کې دی او د نظرونو له غورچاڼ کیدو او واحد نظر د …

نور... »

د افغانستان په زندانونو کې ناوړه چلند او شکنجې روانې دي

د ماليې وزارت وايي چې د افغان بیسیم د (مای منی) د سیستم له لارې دولتي کارکوونکي کولی شي په ډیره اسانۍ سره له ځانګړو ماشینونو څخهخپل معاشونه ترلاسه کړي. د مالیې وزارت د چارواکو په وینا د دغه سیستم په سرتاسري کیدو سره به ټول دولتي مامورین په هغو …

نور... »

د واور د ښويدو له امله تر اوسه شپاړس تنو ژوند له لاسه وركړى دى

په پنجشير ولايت كې د واور د ښويدو په پيښه كې تراوسه شپاړس تنو ژوند له لاسه وركړى دى. د پنجشير ولايت سرپرست والي عبدالرحمن كبيري وايي چې د دغه ولايت د دوهمې حصې ولسوالې تيره شپه په دره سيمه كې پنځه كورونه تر واورو شوي. هغه وايي په دې …

نور... »

وسله والو په زابل کي ۳۰ مسافرين يرغمل کړي دي

د مخ پټو وسله والو یوې ډلي د کندهار – کابل پر لویه لاره لږ تر لږه دېرش مسافرين د ملي اردو د سرتېرو په شک له دوو مسافر وړونکو موټر کښته کړي او نامعلوم ځای ته يې وړي دي. د زابل سیمه ییز چارواکي که څه هم په دي …

نور... »

استرالیا حکومت له افغانستان سره 25 ملیون استرالیایي ډالر مرسته کوي

د استرالیا حکومت دافغانستان د کلیو پراختیا په برخه کې له افغان حکومت سره پنځه ویشت میلونه استرلیايي ډالرو مرسته کوي. د مرستو دغه تړون په کابل کې د اقتصاد وزارت او د استرلیا دولت د استازو ترمنځ لاسلیک شو. داقتصاد وزارت سرپرست حکم خان حبیبی په خبره؛ دغه مرستې …

نور... »

په نهو ولایتونو کې اتلس سیمې د اورښتونو په مهال خطرناکه وې

د فواید عامې وزارت مسولین وایي، په نهو ولایتونو کې اتلس سیمې د اورښتونو په مهال خطرناکه وي. یاد مسولین وایي، دغو سیمو کې د تګ راتګ په مهال خلک باید د دوی د مامورینو سپارښتنو ته پاملرنه وکړي، څو له احتمالي خطرونو وژغورل شي. د فواید عامې وزارت مسولین …

نور... »

پاکستان تر اوسه د افغانستان په وړاندې خپل سیاست نه دی بدل کړی – خلیلزاد

پاکستان تر اوسه د افغانستان په وړاندې خپل سیاست نه دی بدل کړی، او د سولې په خبرو اترو کې یې هم له افغان حکومت سره صادقانه عمل نه دی کړی. په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د دغه ټکي په څرګندولو سره وای، افغان حکومت باید …

نور... »

ولسمشر به د ټاکنیزو اصلاحاتو د جوړېدو فرمان لاسلیک کړي – اجرایي ریاست

اجرایي ریاست کې سرچینو ویلي، ټاکل شوې ولسمشر د ټاکنیزو اصلاحاتو د جوړېدو فرمان لاسلیک کړي. دغه کمیسیون د هغه هوکړه لیک له مخې جوړیږي، چې ولسمشر او اجرایي رییس د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو مخکې پرې هوکړه کړې وه. خو په ټاکنو ځینې څارونکي بنسټونه اندیښنه لري …

نور... »

افغان ولسمشر ښایي له طالبانو سره اړیکه ټینګه کړې وي – سولې عالي شوری

د افغانستان د سولې عالي شورا ځيني غړي وايي؛ ښايي افغان ولسمشر له وسلوالو طالبانو سره اړیکه ټینګه کړې وې؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا نه مني. وروستي رپوټونه وايي چې افغان حکومت او وسلوال طالبان د سولې خبرو ته نږدې شوي دي. د سولې عالي شورا یو غړی محمد امین …

نور... »

د سولې خبرې به په راتلونکیو نږدې ورځو کې پیل شي- عبدالله

د ملي یوالي د حکومت اجرائيوي رییس داکتر عبدالله عبدالله وايي، چې د سولې خبرې به په راتلونکیو نږدې وروځو کې پیل شي. د ملي یوالي حکومت رهبران په دې باوري شوي، چې دوی له وسلوالو مخالفینو سره د سولې خبرو ته ور لنډ شوي دي. د ملي وحدت حکومت …

نور... »

له ښځو سره د تاوتریخوالي په وړاندې لاریون وشو

یو شمېر مدني بنسټونه له ښځو سره د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندېښمن شوي او د سترې محکمې مخې ته یې په لاریون لاس پورې کړی دی. دوی وایي، د ښځو په اړه د تاوتریخوالي پېښو ته نه پاملرنې؛ پر هغو د تاوتریخوالی پېښې ډېرې کړې دي. د افغانستان د ښځو …

نور... »

د سالنگ لویه لار ترافیکو ته تړل شوې

دگر جنرال محمد رجب وایي،دغه لویه لار تېره شپه ۱۰ بجې د یو زوروز توپان له کبله تړل شوې ده. نوموړی زیاتوي، تر دې دمه د واورې ښوییدنې پېنځه پېښې رامنځته شوي؛ خو مرگ و ژوبله نه لري. هغه وایي< دغه لویه لار به د ورځې تر پایه د ترافیکو …

نور... »

په هلمند کې د دولت د نه پاملرنې له کبله بیا کوکنار کرل شوي

په هلمند کې يوشميرکروند گروايي، د دولت د نه پاملرنې له کبله مو د کوکناروکرکيلې ته مخه کړې ده. دغه کروندگروايي، چې دولت كرنيزو محصولاتوته د بازارموندنې او اصلاح شويوتخمونواو په نوروبرخوکې ژمنې کړې وې؛ خو تر اوسه مو روا محصولاتو ته مناسب بازارنه دی پيدا شوی. په داسې حال …

نور... »

په ننگرهار كې چاودنې دوه پوليس ټپيان كړل

د ننگرهار ولایت چارواکي وایي، دا چاودنه څو دقيقې وړاندې د تورخم – جلال آباد په لاره د بهسود ولسوالې په اړوند سیمه كې گمرك ته څيرمه د پوليسو پر يوه موتر شوې ده. د ننگرهار ولايت مطبوعاتي مسوول احمدضيا عبدالزى وايي: د لومړنيو معلوماتو له مخې چاودنه د سړك …

نور... »

له افغانستان څخه ناقانونه مهاجرتونه او قاچاق مخ په زیاتیدو دي

د کډوالۍ نړیوال سازمان په افغانستان کې د انسان د قاچاق او تجارت په زیاتیدو اندېښنه ښودلې ده. په افغانستان کې د دغه سازمان استازی وايي چې له افغانستان څخه ناقانونه مهاجرتونه او قاچاق مخ په زیاتیدو دی. د کورنیو چارو وزارت مسولین هم وايي چې زیاتره دغه ډول ناقانونه …

نور... »