عاجل خبرونه

تازه خبرونه

په فراه ولایت کي له عبدالله عبدالله ملاتړ څرگند شو

< ![endif]–> په فراه ولایت کي د کمپاین مسوولینو خلکو ته د داكتر عبدالله عبدالله کاري تگلاري وړاندي او د عبدالله عبدالله پلویانو له نومړي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. په فراه ولایت کي د داکتر عبدالله عبدالله د کمپاین غړى داكتر محمد سرور وایي، چې: که عبدالله په راتلونکيو …

نور... »

په هلمند کې ملي امنیت د انتحاري حملو مخه نیولې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي: په هلمند ولایت کې ملي امنيت پر انتخاباتي کمپاینونو د څو انتحاري حملو او چاودنو مخه نیولې ده. د دې ریاست په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې: له افغانستان څخه بهر تروریستي کړیو پلان درلود، چې له چاودیدونکيو موادو ډک دوه موتر …

نور... »

په هلمند كې دوه نوماندانو ته د ځوانانو او ښځو څانگې پرانيستل شوې

په هلمند ولايت كې د ځوانانو لپاره د ولسمشرۍ د نوماند داكتر زلمي رسول او د ښځو لپاره د داكتراشرف غني احمدزي د تبليغاتي كمپاينونو څانگو په كارپيل وكړ. په هلمند كې د داكتر زلمي رسول د تبليغاتي كمپاين استازي وايي، چې: په لښكرگاه ښاركې پر نورو دفترونو سربېره د …

نور... »

پاکستانيو طالبانو له پاکستاني حکومت سره اوربند اعلان کړ

د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد له پاکستاني حکومت سره د سولې په ټپه د دريدلو خبرو د بیا پيل په خاطر د یوې میاشتنې اوربند اعلان وکړ. شاهد د شنبې په ورځ(د كب۱۰) خبریالانو ته وویل، چې اوربند باید سمدستي پلی شي. د پاکستاني طالبانو له خوا په …

نور... »

په كندهار ښار كې په پوليسو ځانمرگى بريد شوى

د كندهار والي وياند وايي، چې ځانمرگى بريد د تخته پل په سيمه كې د پوليسو په گزمه شوى دى. د كندهار والي وياند وايي، چې په دې بريد كې دوه تنه ټپيان شوي دي. په كندهار كې د روغتون مسوولين وايي، چې له دې پېښې د پوليسو او ملكي …

نور... »

په هلمند کې ملي امنیت د انتحاري حملو مخه نیولې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي: په هلمند ولایت کې ملي امنيت پر انتخاباتي کمپاینونو د څو انتحاري حملو او چاودنو مخه نیولې ده. د دې ریاست په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې: له افغانستان څخه بهر تروریستي کړیو پلان درلود، چې له چاودیدونکيو موادو ډک دوه موتر …

نور... »

په ختيځ كې ديني علما له ښكېلو خواوو د سولې كولو غوښتنه وكړه

د ختیځې سیمې د یني علماوو خپلواکې ټولنې تېره ورځ د جلال اباد ښار په سپین جومات کې د یوې غونډې پر مهال په دولت او د دولت په وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې نور دې خپلمنځۍ جگړې پای ته ورسوي او د سولې پر ټغر دې سره راټول …

نور... »

په خوست كې د ټپي شوي سرتېري پېښه دې وڅېړل شي

په ولسي جرگه كې د خوست د خلكو استازى او د ولسي جرگې د دفاعي كميسيون مشر همايون همايون د جمعې په ورځ(د سلواغې۹) په خوست كې د يوې خبرې ناستې پرمهال د كورنيوچارو په وزارت او عدلي ارگانونو غږ وكړ، چې هغه موضوع په جدي ډول وڅېړي، چې په …

نور... »

په كندهار كې به د ټاكنو ټول ۲۴۴ رای مركزونه خلاص وي

كندهار يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې خلكو يې د ټاكنو په ورځ د رايې وركونې د مركزونو په اړه اندېښنې درلودې؛ خو اوس د دې ولايت د ټاكنو خپلواك كميسيون د سيمه ييز دفتر چارواكي خلكو ته ډاډ وركوي، چې د ټاكنو په ورځ به ټول مركزونه خلكو …

نور... »

پینتاگون به له افغانستان څخه د ټولو پوځیانو د ایستلو پلان جوړ كړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پینتاگون ته امر وکړ، چې له افغانستان سره د امنیتي موافقې د نه لاسلیکيدو په صورت کې به د کال تر پایه له دې هېواده د ټولو امریکايی پوځیانو د ایستلو لپاره پلان جوړ کړي. د امریکايی رسنیو د راپور له مخې اوباما تېره ورځ …

نور... »

له پاكستان سره پېنځه ميليارد دالرو ته د سوداگرۍ رسول د افغانستان په گټه نه دي

د افغانستان- پاكستان د گډ اقتصادي كميسيون په نهمه ناسته كې، چې د يكشنبې او دوشنبې په ورځو(د كب۵-۴) د دواړو هېوادونو د ماليې د وزيرانو په مشرۍ په كابل كې جوړه شوې وه؛ هوكړه شوې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به د سوداگرۍ كچه له دوه اعشاريه پېنځه …

نور... »

په غزني ولايت كې طالبانو د مسافرو پر موټر بريد كړى

وسله والو طالبانو د غزني ولايت د قره باغ په عبدالله گل سيمه كې پر يوه مساپر وړونكي موټر بريد كړى، چې په كې دوه ملكيان وژل شوي دي. د غزني د پوليسو د امنيت امر اسدالله انصافي وايي، په سيمه كې د پوليسو يوه پوسته د طالبانو تر بريد …

نور... »

د روزگان په ترینکوټ کې ځانمرگي ۴۷ تنو ته مرگ و ژوبله واړوله

یوه ځانمرگي برید کوونکي تېره شپه د روزگان ولایت د مرکز ترینکوټ په يوه هوتل کې لږ تر لږه لس تنه ووژل او ۳۷ نور یي ژوبل کړل. د ده په وینا د اووه تنو ټپیانو حال نازک دی. د امنيتي چارواكو په وينا، د بريد كوونكي موخه د پوليسو …

نور... »

پر كونړ سيند د برښنا بند د جوړولو پر لارو چارو خبرې وشوې

د افغانستان د ماليې وزير وايي، چې د افغانستان او پاكستان د اقتصادي همكاريو په نهمه غونډه كې د كونړ پر سيند د برښنا بند جوړولو او پېنځه ميليارد دالرو ته د سوداگريزې راكړې وركړې په زياتولو هوكړې شوې دي. د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېلوال وايي: د افغانستان …

نور... »

د كونړ د وروستۍ پېښې څېړنه به وشي

ویل کیږي، چی د کونړ په غازي آباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو برید به د پاكستان پوځ د هغو ۲۳ سرتېرو په غچ كې شوى وي، چې د دغه هېواد د پوځ د ادعا له مخې د پاكستانيو طالبانو له خوا په افغانستان كې وژل شوي دي. …

نور... »

انگلستان به په هلمند كې د كال ۱۸۰ميليون دالر لگوي

< ![endif]–> په هلمند كې د ميشتې ولايتي بيارغونې ډلې يا پي آر ټي مشرې ميرمن بليندا وايي، چې اوسمهال د ولايتي بيا رغونې د ډلې ودانۍ رسماً سيمه ييزو چارواكوته سپارل شوې او د سي آر ټي زياته برخه مامورين د شوراب پوځي اډې ته ليږدول شوي، چې د …

نور... »

زياتره دولتي وياندويان له آزادو رسنيو سره معلومات نه شريكوي

نى اداره وايي، چې خبريالان د حكومت له لويو قراردادونو او دالري لگښتونو په اړه معلومات نه لري. په داسې حال كې، چې افغانستان په حساسو شرايطو كې داخل شوى او خلك د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاكنو په درشل كې معلوماتو ته اړتيا لري؛ خو د نى اداره …

نور... »

د ملي نجات جبهې په راتلونکو ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ

په یوه غونډه کې د ملي نجاب جبهې په راتلونكو ټاكنو كې د ولسمشريزو ټاكنو د كانديد ډاكتر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان كړ. اشرف غني احمد زي دې غونډې ته وويل، هغه كسان، چې د افغانستان ملي امنيتي بنسټونو او ځواكونو ته احترام نكوي هغوی ورته په هېڅ …

نور... »

غزنی، د اسلامي تمدن پلازمېنه

پرون ورځ غزنى د ځانګړو مراسمو كوربه و په دې مراسمو كې دغه ښار د اسلامي تمدن د پلازمينې په توګه ونومول شو. د غزني والي محمد موسى اكبرزاده په دې مراسمو كې د كورنيو او بهرنيو بنسټونو د نه همكارۍ له امله انديښنه وښوده او ويې ويل چې، غزنى …

نور... »

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ښاغلي اشرف غني احمدزي دفتر په هلمند کې پرانستل شو

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز دفتر د يكشنبې په ورځ په لښكرگاه كې د يوې غونډې په ترڅ كې چې پكې د دې ولايت سلگونو اوسيدونكو گډون درلود پرانيستل شو. په هلمند كې د ډاكتر اشرف غني احمدزي د تبليغاتي كمپاين مسوول محمد ولي عليزى وايي چې، دا مهال يې …

نور... »