تازه خبرونه

په پام كې ده چې په بلخ كې په څلورو پړاوونو كې بيات بنياد پرهغو كسانو ځانګړې آلې وويشي چې په اوريدو كې ستونزې لري

بيات بنياد له كابل او هرات وروسته په بلخ كې دا چاره پيل كړې ده، په بلخ كې د سويډن كميټه او د كڼو ټولنه د بيات بنياد داكار ستايي . د كڼو له پاره د اورېدو د ځانګړې آلې د ويش لړى له كابله پيل شوه، بيات بنياد په …

نور... »

د مشرانو جرګې ځینو غړو د نوې کابینې په کاندیدانو خپله نارضایتي وښوده

دوي وایي، د ملي یووالي د حکومت مشرانو په خپلو ژمنو عمل ونه کړ، او داسې کسان یې نوې کابینې ته کاندید کړي دي چې ځینې یې کاري تجربې نه لري او تر څنګ یې هغوي د خپل تخصص خلاف بل پست ته نومول شوي دي. له اوږده ځنډ وروسته …

نور... »

ملا عمر دې یا د افغان حکومت سره یو ځای شي او یا دی ځانوژنه وکړي- جنرال عبدالرزاق

د کندهار امنیتي ځواکونه وایي: ملا عمر ته دوه لاری پاتی دي؛ یا دې د افغانستان له حکومت سره یو ځای شي او یا دې ځانوژنه وکړي پرته له دې به له منځه لاړ شي. خلک او افغان ځواکونه د طالبانو رهبر ملا عمر ته پیغام ورکوي، چی له جگړی …

نور... »

د افغانستان هوايي شرکتونه به د اروپایي هېوادو له تورلیست څخه وباسو

د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، چې ډ ېر ژر به د افغانستان هوايي شرکتونه د اروپایي هېوادو له تورلیست څخه و باسواو هغه معیارونه، چې له تور لیست څخه د وتلو لپاره د اروپايي اتحاد يي له خوا د افغانستان هوايي شرکتونو لپاره غوره شوي اوس …

نور... »

د ملي وحدت حکومت نوې کابینه اعلان شوه

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ۲۵ نوماند وزیران او دوه تنه رییسان نن له غرمې وروسته په یوه خبري ناسته کې اعلان کړل، چې وروسته به ولسي جرگي ته ور وپېژندل شي. د نوي حکومت د کابینې د نوماند وزیرانو نوملړ: ۱- صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر. ۲- …

نور... »

ټاکل شوې ده، چې داکترعبدالله عبدالله پاکستان ته سفر وکړي

پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو په قول وايي، چې افغانستان او پاکستان د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې د توندلارو پر ضد د گډو عملیاتو پیلولو ته نژدې کېږي او ټاکل شوې ده، چې د عملیاتو پر تفصیل د خبرو لپاره د افغانستان اجرائيوي رييس داکترعبدالله عبدالله …

نور... »

په کابل کي به نن شپه او سبا ورځ واوره واوریږي

د افغانستان هوا پېژندني اداره وایي؛ وړاندوینه شوې، چې دا واوره وریدنه به په وقفه یي توگه د کابل ښار په ځینو سیمو کي نن شپه پیل شي. د افغانستان د هوا پېژندنې سرپرست رییس محمد نسیم کهمردی په ډاگه کړي، چې کابل به د مارچ په میاشت کې د …

نور... »

د زابل یو شمېر ولسوالیو ته د بهرنیو جنگیالیو۵۰۰ کورنۍ راغلي- روغ لیونی

د زابل امنیتي چارواکي وایي، د څه نا څه ۵۰۰ بهرنيو جنگياليو کورنۍ د زابل ځينو ولسوالیو ته راننوتي دي. زابل ته د غزني د ناوې ولسوالۍ څخه د ناپېژاندو بهرنيو وسلوالو د را تگ گنگوسې له تيري یوي اوونۍ راهيسي راپورته شوي دي. د زابل امینه قوماندان غلام سخي …

نور... »

ټاکل شوې ده، چې داکترعبدالله عبدالله پاکستان ته سفر وکړي

پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو په قول وايي، چې افغانستان او پاکستان د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې د توندلارو پر ضد د گډو عملیاتو پیلولو ته نژدې کېږي او ټاکل شوې ده، چې د عملیاتو پر تفصیل د خبرو لپاره د افغانستان اجرائيوي رييس داکترعبدالله عبدالله …

نور... »

ولسي جرګه د ولسمشر په ژمنه بې باوره ده

ولسي جرګه باور نلري چې سبا د دوشنبې په ورځ د نوې کابینې کاندید وزیران د باور رایې لپاره ور معرفي شي. افغان ولسمشر د مشرانو جرګې د نویو اتنخابي غړیو د لوړې په مراسمو کې ویلي وو چې ډېر ژره به کابینه معرفي کړي؛ خو په ورته وخت کې …

نور... »

په ختیځو ولایتونو کې د داعش فعالیتونه لیدل شوي دي

د افغانستان لوی درستیز شیر محمد کریمي وايي؛ د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د داعش جنګیالیو فعالیتونو لیدل شوي دي؛ خو ډاډ څرګندوي چې افغان پوځ له هر ډول ګواښ او پوځي خطر سره د مقابلې توان لري. د داعش جګړماره ډله چې په منځني ختیځ کې را پیدا …

نور... »

مفسد کسان پیژندل شوي او ډير ژر به له دندو ګوښه شي

ولسمشرۍ ماڼۍ د خبر داری په ورکولو سره لوې څارنوالی ته وایي؛ د افغانستان د لوی څارنوالۍ اوسنی وضیعت د منلو وړ نه ده؛ نو د دي وضعیت د حل لپاره فاسد کسان باید له عدلي او قضایي بنسټونو ګوښه شي. د ولسمشر حقوقي سلاکار وایي؛ په عدلیي او قضایي …

نور... »

د رييس خدايداد تېښته يوه اوازه ده

ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې د رييس خدايداد تېښته يوه اوازه ده او نوموړى، چې په درندو جرمونو تورن دى؛ په يوه خوندي ځاى کې ساتل کېږي. د ملي امنيت عمومي رياست وياند عبدالحسيب صديقي په خپله فېسبوک پاڼې کې يادې موضوع ته په نغوته ويلي، چې دغه اوازه …

نور... »

ولسمشر غني به په نژدې راتلونکې کې ایران ته سفر وکړي

د ایران د فارس نیوز خبري اژانس د راپور پر بنسټ د ولسمشر ویندوی نظیف الله سالارزي ویلي، ولسمشر غني به په نژدې راتلونکې کې ایران ته سفر وکړي. تراوسه پورې ایران ته د افغان ولسمشر د سفر نېټه ټاکل شوې نه ده. دغه اژانس وايي، افغانستان له ایران سره …

نور... »

اجرائیه قوه باید په هرو شپږ میاشتو کې ملي شورا ته کاري راپور وړاندې کړي

اجرائیه قوه مکلفه ده، چې وروسته له دې په هرو شپږو میاشتو کې ملي شورا ته خپل کاري راپور وړاندې کړي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۳۴ نويو سناتورانو د تحلیف په مراسمو کې د ولسي جرگې غړیو ته په خطاب کې وویل: حکومت او د خلکو استازي له …

نور... »

ولسمشر د کابینې د ځنډ ل پر لامل له ولسي جرگې بښنه وغوښته

د ولسي جرگې رییس وایي، ولسمشر غني یو ځل بیا ژمنه کړې چې د دوشنبې په ورځ به کاندید وزیران ولسي جرگې ته معرفي کړي. د ولسي جرگې رییس عبدالروف ابراهیمی وایي،دملي یوالي حکومت له لوري د کابینې ځند په هېواد کې په یوه جنجالی موضوع اوښتی، چې د حکومت …

نور... »

ولسمشر مشرانو جرگي ته د نویو غړیو د ورپېژندنې مراسم تر سره کړل

مشرانو جرگي ته د ولایتي شوراگانو نويو غړيو د دي شوراگانو د ټاکنو په پایله کې لار موندلې ده. ولسمشر سناتورانو ته د نویو غړیو د ورپېژندنې مبارکي ور کړه. افغان ولسمشر اشرف غني په ډاگه کړه، چې ولسي او مشرانو جرگې ته احترام یې کاري لومړیتوب دی.. ولسمشر مشرانو …

نور... »

تاجکستان هڅه کوي، چې د اپتا تړون غړی شي

د افغانستان د سوداگرۍ اوصنایعوخونه وايي، د تاجکستان هېواد هڅه کوي، چې د افغانستان اوپاکستان په ترا نزیتي تړون(اپتا) کې ځان ورداخل کړي. د افغانستان خصوصی سکتورله حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په دغه تړون کې باید نه یوازې تاجکستان، بلکې هند هم دا خل شي. د سوداگرۍ خونې مرستیال …

نور... »

په وسلو او جنګي وسایلو د افغان پوځ د سمبالولو کار روان دی

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي؛ د پوځ د پیاوړتیا لپاره یې اوږدمهاله پلانونه او پروګرامونه جوړ کړي دي او وايي چې له هیواد څخه په خپلواکه توګه د د دفاع لپاره، د پوځ د استخباراتو، انجنیرۍ او هوايي ځواک په پیاوړي کولو جدي کار کوي. پوځي کارپوهان هم په …

نور... »

د ولسي جرګې یو شمېر غړيو ولسمشر په ملي خیانت تورن کړ

ولسي جرګې بیا هم د ملي یووالي حکومت ته خبرداری ورکړ چې د کابینې د نه معرفي کولو په صورت کې په هیواد کې د هر ډول ګډوډیو د رامنځته کیدو مسولیت لري. د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې د ملي یووالي حکومت د پاکستان د استخباراتي ادارې ای …

نور... »