عاجل خبرونه

تازه خبرونه

په سکتوري برخو کې د موازي ادارو جوړولو افغان پانگوال له گڼو ستونزو سره مخ کړی

د سوداگرۍ او صنایعو خونه وایي؛ که حکومت غواړي، چې په هېواد کې پانگونه وشی، نو باید د بیرو کراسي دې مخه ونیسی. د اقتصادي چارو یو شمېر کار پو هان هم وایی که په سکتوري برخه کي د موازي ادارولړۍ همداسې روانه وي؛ نو له هېواده به نوره پانگه …

نور... »

د لوړو زدکړو وزارت له ستونزو څخه د خلاصون پروگرام چمتو کړی

د لوړو زدکړو وزارت وایي، د ستندرد تعلیمي نصاب نشتون، د ښوونکیو په جذب کې یو لړ ستونزې او د پوهنتونونو لپاره د بېخببناوو نشتووالی هغه ستونزې دي، چې دا وزارت یې اندیښمن کړي او ورته یې ځانگړې پروگرام په پام کې نیولي دي. د لوړو زده کړو وزیره فریده …

نور... »

د وردگ ولایت د دايميرداد ولسوالۍ په اړوند سیمه کې مرگ و ژوبله رامنځته شوې

د وردگ ولایت په دايميرداد ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال ملکي وگړیو، وسلوالو او دولتي سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت والي وياند عطاء الله خوږياڼيویلي، چې دا نښته پرون ناوخته د يادې ولسوالۍ د کوه سرخ په سيمه کې رامنځته شوې وه. هغه زياته …

نور... »

د طالبانو سیاسي دفتر په چین یا اسلام آباد کې د کیدونکیو خبرو په اړه معلومات نه لري

طالبانو ویلي؛ د دغې ډلې سیاسي دفتر د سولې د خبرو له بهیر څخه، چې په چین یا اسلام آباد کې تر سره کیږي، معلومات نه لري. د دغې ډلې له خوا رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې راغلي؛ په وروستیو کې داسې رپوتونه خپاره شول، چې د کابل …

نور... »

د وسلوالو مخالفینو جنگي ماشین ځپل شوی او د ماتې په حال کې دي

ملي دفاع وزارت نن سهار په یوه خبري ناسته کې وویل، د وسلوالو مخالفینو جنگي ماشین سخت ځپل شوی او اوس د ماتې په حال کې دي. د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان وایی، په وروستیو څلور میاشتو کې د وسلوالو سلگونه بریدونه شنډ شوي او …

نور... »

په غزني كې د يوې ترافیكي پيښې له کبله نهه تنه مړه شوي

نن سهار د كابل- كندهار په لويه لاره د غزني د روضې كوتل په سيمه كې یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده. د غزني د ترافيكو مدير محمد الله احمدي وايي؛ په دې سيمه كې يو ۳۰۳ موتر، چې له كابل څخه كندهار ته روان و له يوې سراچې موتر …

نور... »

د كندز په قلعه ذال ولسوالې كې نښته روانه ده

د دغه ولايت ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي، چې دا نښته نن سهار پيل شوې او وسلوالو طالبانو پرمختگ هم كړى دى . د كندز د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني نښته تائيد کړې او وايي، چې امنيتي ځواكونه له ولسوالې مقاومت كوي او وسلوالو كوم پرمختگ نه …

نور... »

د هلمند د نوزارد ولسوالۍ سقوط شوه

که څه هم په دې اړه ځايي امنيتي اودولتي مسؤلين له څه ويلوډه ډه کوي خوځينې امنيتي اوباوري سرچينې وايي چې د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا دری بجې وسله وال طالبان توانيدلي چې ددې ولسوالۍ مرکزپخپله ولکه کې راولي اودولتي ځواکونه ترې د دهنې په نوم سيمې …

نور... »

صدیقي: د طالبانو مشر ملا محمد عمر مړی شوی

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي؛ ملا محمد عمر دوه کاله مخکې په پاکستان کې مړ شوی. د ملی امنیت ویاند حسیب صدیقي وایي چې د طالبانو مشر ملا عمر په ۲۰۱۳ کار کې د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې مړ شوی. نوموړی وایي؛ ځینو بهرنیو …

نور... »

طالبانو د سولې د راتلونکو خبرو لپاره موارد مشخص کړي

د افغان دولت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرو ته دولتي پلاوي خپل تیاری بشپړ کړی، خو د دغو خبرو نیټه او ځای لا تر اوسه نه دی معلوم. دولتي پلاوی وايي چې د سولې په را روانو خبرو کې به د نورو موضوعاتو تر څنګ …

نور... »

ملي امنیت: د طالبانو مشر ملا محمد عمر مړی دی

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي؛ ملا محمد عمر دوه کاله مخکې په پاکستان کې مړ شوی. د ملی امنیت ویاند حسیب صدیقي وایي چې د طالبانو مشر ملا عمر په ۲۰۱۳ کار کې د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې مړ شوی. نوموړی وایي؛ ځینو بهرنیو …

نور... »

افغان ولسمشر نن ماسپښین د خپلې پښې د درملنې له پاره آلمان ته لاړ

افغان ولسمشر نن ماسپښین د خپلې پښې د درملنې له پاره آلمان ته لاړ ښاغلی غني د المپیک په ملي ورځ هغه مهال د پښې په برخه کې ټپي شو چې د ورزشکارانو د هڅونې له پاره یې منډې وهلې. د ولسمشر ویاند وایي؛ ولسمشر د مهمو داخلي او بهرنیو …

نور... »

همدا اوس په شپاړسو ولایتونو کې افغان ځواکونه په مبارزه بوخت دي

د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو لوی قومندان جنرال سید عبدالکریم وایی، ځانګړي ځواکونه د ناټو په میعیارونو برابر دي او په هرو عملیاتو په ځانګړې توګه شپنیو عملیاتو کې یې وسلوالو مخالفینو ته درانه تلفات اړولي. دا څرګندونې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د فراغت په پنځلسمه دوره …

نور... »

آیسا وایي؛ حکومت اقتصادي پالیسي نه لري

له پانګونې د ملاتړ اداره یا آیسا وایي، هېواد دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره پانګه وځي. آیسا وایي، په څرخي پله سیمه کې به د صنعتي پارک ځمکه تولیدي فابریکو ته ورکړل شي او هر بنسټ چې …

نور... »

کوهستانات ولسوالۍ د هوايي ځواک د نه رسیدو له کبله سقوط شوه

  د سرپل ولایت امنیتي مسولین وايي چې د هوايي ځواک د نه رسیدو له کبله د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ تیره شپه نهه بجې د وسلوالو مخالفینو په لاس کې ولویده. د مسولینو په وینا د کوهستاناتو په جګړه کې درې وسلوال مخالفین دوه پولیس او یو پاڅونوال …

نور... »

د بغلان ولایت سرپرست وایي له خبرو یې ناسم تعبیر شوی

د بغلان ولایت سرپرست سلطان محمد عبادي وايي چې په دغه ولایت کې د دوو وسلوالو ډلو او په منځ کې يې د ۲۳ کسانو د وژنې په هکله د ده له خبرو یو شمیر رسنیو ناسم تعبیر کړی دي. ښاغلی عبادي وايي چې په دغه ولایت کې درویشت کسان …

نور... »

درانی: په د پرمختیایی پروژو په وړاندې نا امني لویه ننګونه ده

د کلیو بیا رغاونې وزارت وزیر نصیراحمد درانی وایی چې د ټول هیواد په کچه په متوازن ډول د پرمختیایی پروژو د پلي کولو په وړاندې نا امني لو یه ننګو نه ده. ښاغلي درانی وایي؛ که څه هم هڅی روانې دي چې له دېوروسته ټولو ولایتونو کې دپرمختیایی پرو …

نور... »

د یو شمېر پروژو کار د امنیتي ستونزو له کبله دریدلی دی

د کابل د دریایي حوزې یا د افغانستان د مرکزي حوزې عمومي رییس عبدالمعروف مسیر وايي چې په هیواد کې د نا امنیو له زیاتیدو سره د دوی د رغونې چارې هم ټکنی شوي دي. د هغه په وینا په مرکزي حوزه کې د رغونې ځيني پروژې په ټپه دریدلي …

نور... »

افغانستان د انساناني قاچاق سرچینه او مسیر دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه رپوټ کې راغلي چې افغانستان د انسانانو د قاچاق، اجباري کار او جنسي ربړونې لپاره د ښځو او ماشومانو د ترانزیت سرچینه او مسیر دی. په دغه رپوټ کې راغلي چې افغان حکومت د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره لومړني ګامونه …

نور... »

توحیدي: تر یوې میاشتې به د ټاکنیز نظام د سمون له پاره طرحه وړاندې کړو

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي وايي چې دوی جدي کار کوي تر څو په یوه میاشت کې حکومت ته د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره درې لنډ مهالي وړاندیزونه برابر کړي. نوموړی وايي چې دغه وړاندیزونه به د ټاکنیزو قوانینو د تعدیل په وخت په قانون کې ځای …

نور... »