عاجل خبرونه

تازه خبرونه

په افغانستان کې د نږدې نهه میلیارد ټنو په اندازه د مرمرو کانونه شته

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، هڅې یې پیل کړي څو پانګوال د مرمرو د تولید په برخه کې پانګونې ته وهڅوي. د دې وزارت د مسولینو په وینا، په افغانستان کې د نږدې نهه میلیارد ټنو په اندازه د مرمرو کانونه شتون لري چې د کیندنې په صورت کې …

نور... »

د پاکستان پوځ په جدي توګه له وسلوالو مخالفینو ملاتړ کوي

د کړکیچ نړیواله ډله خبرداری ورکوي چې د پاکستان پوځ په جدي توګه له وسلوالو مخالفینو ملاتړ کوي څو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د لېږد بهیر له ګواښ سره مخامخ شي. دا ډله ټینګار کوي چې څو پورې پاکستان له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې نه کړي او …

نور... »

اوس پایلې اعلان شوي او مشرانو جرګه نشي کولای چې په اړه يی څارنه وکړي

مشرانو جرګه وایي چې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د ورستیو اعلان شویو پایلو په اړه دوی څارنه نه شي کولای. د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلمیار وایی، چې په ټاکنو کې ستونزې وې؛ خو د ولسواکۍ په چوکاټ کې د هر ولایت لپاره استازي مشخص شوي. دی وایی، …

نور... »

د پرمختیایي بودجو د نه مصرف یو لامل په وزارتونو کی د وړتیاو نه شتون دی

د مالیې وزارت وایي؛ هغو وزارتونو او دولتي ادارو چې خپله پرمختیایي بودجه نه ده لګولې، باید ولس او خلکو ته ځواب ورکړي. د مالیې وزرات ویاند عبدالقادر جیلاني وایي یو شمېر وزارتونه او دولتي ادارې نه دي توانېدلي چی خپلې پرمختیایي بودجې ولګوي. دغه وزارت وایي، چې د پرمختیایی …

نور... »

نوې کابینه به د لندن له ناستې مخکې په کار پیل وکړي

د کابینې د جوړولو په موخه د جوړ شوي کمیسیون غړي وایي، کارونه یې په مخ تللي او ژر به نوې کابینه ولسي جرګې ته وروپېژني. په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي او کارپوهان هم غواړي چې د هېواد د چارو د تنظیم لپاره دې نوې کابینه …

نور... »

عظیمي: نړیوالو ځواکونو هوايي ملاتړ به تر 2016 کال پورې دوام ولري

د ملي دفاع وزارت وايي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د نړیوالو ځواکونو ټولې پوځي هډې افغان پوځ ته وسپارل شي. مسولین وايي چې د ټولو عملیاتو رهبري افغان ځواکونو ته سپارل کیږي؛ خو د نړیوالو ځواکونو هوايي ملاتړ به تر 2016 کال پورې دوام ولري. افغان ځواکونه …

نور... »

صدیقي: امریکا باید په پاکستان کې د وسله والو مرکزونه ویجاړ کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي، چې که په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه او پټنځایو ونه نړول شي؛ په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ناشونی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقی صدیقي له امریکا څخه غواړي چې په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو مرکزونه ویجاړ کړي. …

نور... »

ولسي جرګه: امریکا باید له افغانستن سره خپلې ژمنې عملي کړي

ولسي جرګې له امريكا وغوښتل چي د امنيتي تړون په رڼا كې له افغانستان سره خپلي كړې ژمنې عملي كړي. ولسي جرګې امنيتي ستونزو ته په كتو او د پاكستان له لوري پر افغانستان د راكیټي بريدونو له امله د اندېښنې په څرګندولو سره له امريكا غواړي چې پر پاكستان …

نور... »

پاڅون کوونکی: زموږ په سیمه کې ډېری بهرنی طالبان دي

د کنړ په نورګل ولسوالۍ کې یو شمېر خلکو د وسله والو مخالفینو پر ضد پاڅون کړی. پاڅون کوونکي وايي وسله والو یې ژوند تریخ کړی و. دوی له دولت څخه د جدي همکارۍ غوښتنه کوي؛ بلخوا د کنړ چارواکي وايي هڅه کوي چې پاڅون کوونکي په سیمه ایزو پولیسو …

نور... »

د كندز په استنياف څارنوالۍ وسله والو بريد كړى

امنیتِ ځواکونه وايي، چې درې بريد گر د ملي اردو په جامو كې د استنياف څارنوالۍ ته ننوتي؛ يوه يې چاوديدونكیو توكو ته چاودنه وركړې دوه نور له امنيتي ځواكونو سره په نښته كې ښكيل شوي دي. كه څه هم ، چې تراوسه د دې پیښې د مرگ و ژوبلې …

نور... »

ولایتي شوری: زموږ په وړاندې سياسي او سليقوي چلند شوي

د ولایتی شوراګانو ورستۍ پایلو اعلام د مشرانو جرګې تند اغبرګون راپارولي دي. مشرانو جرګه وايي چې د پايلو په ورستي ليست كې لاس وهنه شوي او روڼتيا نلري. مشرانو جرګې د تقنين كيميسون په مشري يو پلاوي ته دنده وركړه چې د ولايتي شوراګانو د پايلو په هكله څېړنه …

نور... »

اوژن: عواید له دوه میلیون ډالرو څخه څلویښت میلونو ډالرو ته لوړ شوي دي

د فواید عامې سر پرست وزیر نجیب الله اوژن چې مشرانو جرګې عمومي غوندی ته راغوښتی وه وویل چې د د حق العبور د راټولوولو له لارې د دوی عواید له دوه میلیون ډالرو څخه څلویښت میلونو ډالرو ته لوړ شوي دي . اوژن وویل چې دوی به په لومړی …

نور... »

د عامه نظم پولیس: كه حق رانكړل شي، دنده پرېږدو

په غزني كې د عامه ساتنې سرتيري وايي له شپږو مياشتو را په ديخوا يې معاش نه دى اخستى. دوى خبردارى وركوي چې كه وضعيت همداسې دوام وكړي؛نو دوى به اړ شي چې دنده پريږدي. د دغو سرتيرو دا ستونزه د دغه ولايت د عامه ساتنې قومانداني هم تاييدوي. په …

نور... »

عبدالله عبدالله: تر څو راتلونکو ورځو به نوې کابینه اعلام شي

د حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هیله من دی چې ژر به نوې کابینه په کار پیل وکړي. د نوې کابینې د جوړېدو لپاره د یوه ګمارل شوي کاري کمیسیون غړی هم وایي، د وزیرانو یوه ډله به د لندن تر ناستې ولسي جرګې ته معرفي شي. په همدې …

نور... »

فرهنګ: لوی څارنوالي زموږ په انساني کرامت حمله کړې

د هېواد لوی څارنوال وایي، پنځو پخوانیو وزیرانو میلیونونه ډالر اختلاس کړی دی. محمد اسحاق الکو وایي، په فساد کې د دې پخوانیو چارواکو د ښکلېتا په باب کره اسناد لري او باید ځانګړې محکمه د دوی د نیونې امر صادر کړي؛ خو د سوداګرۍ پخوانۍ وزیر امین فرهنګ چې …

نور... »

که برېښنایي تذكرې ونه ويشل شي، د پارلماني ټاكنو تر سره كيدل د منلو نه دي

ولسي جرګې د ټاكنو د خپلواک كميسيون د دندو اوواكونو د قانون د تعديل غوښتنه وكړه. ولسي جرګه وايي؛ تر څو چې د ټاكنو په كميسيون كې سمون رانه شي، پارلماني ټاكني به هم له ډيرو ستونزو سره مخا مخ شي، دوي له نوي حكومت غوښتنه وكړه چې پارلماني ټاكنې …

نور... »

په ټاکنیز نظام او جوړښت کې به ژر سمونونه را منځته شي

ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، په نږدې راتلونکې کې به په ټاکنیز نظام کې د بدلونونو لپاره یو کمیسیون جوړ شي. د حکومت اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، د دې کمیسیون د جوړېدومسولیت یې په خپله غاړه دی او ژر به په ټاکنیز نظام او جوړښت کې سمونونه را منځته …

نور... »

افغان ولسمشر د عمرې اداکولو په نیت سعودي عربستان ته ولاړ

ولسمشر داکتر اشرف غنی احمدزی نن(د لړم ۳) سهار مهال د عمري د اداکولو په نیت سعودي عربستان ته روان شو. نوموړی به د حج پر اداکولو سربېره د سعودي عربستان له ولیعهد او د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره وگوري او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا …

نور... »

ولسمشر د تذکرو وېش په خپله غاړه اخلي

د ولسي جرګې رئیس وایي، ولسمشر ورته ویلي چې د برېښنایي تذکرو وېش د ده د کار له لومړیتوبونو څخه دي. په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه د کورنیو چارو او مخابراتو وزارتونه دا پروسه پیل کړي؛ خو عبدالروف ابراهیمي وایي، ولسمشر ویلي چې دا وزارتونه نشي کولای …

نور... »

محمد ظاهر شاه د زوکړې سلمه کلیزه ونمانځل شوه

د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د زوکړې سلمه کلیزه د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز لخوا ونمانځل شوه. په دی مراسمو کی د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، یو شمېر وکیلانو او د کابینې یو شمېر غړو هم ګدون کړی و. د ملت د بابا اعلحضرت محمد …

نور... »