عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د کابل د کارته سخي په اړوند سیمو کې چاودنو مرګ و ژوبله رامنځته کړې

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن له غرمې مخکې د کابل ښار د کارته سخي په اړوند سیمه کې درې بېلابې چاودنو مرګ و ژوبله رامنځته کړې ده. کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو څرګنده کړې؛ په دې چاودنو کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي، چې …

نور... »

د امریکا سفارت په نو روز کې له احتمالي بریدونو خبر ورکوي

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې کیدی شي د نوي کال پر ورځ وسلوال مخالفان د افغانستان او بهرنیو پر دفترونو او تسهیلاتو احتمالي بریدونه وکړي. د امریکا سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سفارت د مارچ له نیمایي څخه د …

نور... »

د ۵ ولایتونو او هندوانو حوزې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوې

ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۵ ولایتونو او هندوانو حوزې د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام  کړې او ټاکل شوې د ۹ ولایتونو وروستۍ پایلې هم ژر اعلام شي. د ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلام کې ځنډ ډېرې نیوکې را پارولي او کوم نوماندان، چې ګټونکي اعلام …

نور... »

په ټاکنو کمیسیون کې پېنځه زره بایومتریک دستګاوې ورکې دي- تیفا

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ( تیفا) وایي؛ په ټاکنو کمیسیون کې شاوخوا پېنځه زره بایومتریک دستګاوې ورکې شوي؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دستګاوو ورکیدل تائیدوي، خو د وړاندې شوي شمېر په اړه  څه نه وایي. د  ټاکنو خپلواک کمیسیون د تازه غړیو له کاري دورې څه باندې ۱۶ …

نور... »

طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي- پمپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له طالبانو غوښتي، چې له افغان حکومت سره دې مخامخ خبرو ته حاضر شي، ځکه امریکا د افغانستان د سولې په بهیر کې د پوهاوي را منځته کولو هڅه کوي. که څه هم افغان دولت له طالبانو څخه په ځلونو د مخامخ …

نور... »

امریکا له حمد الله محب سره د اړیکو پرې کولو ګواښ کړی- دیوید هیل

د امریکاد بهرنیو چارو وزارت مرستیال له ولسمشر اشرف غني سره په تیلیفوني اړیکه کې څرګنده کړې، چې دا هېواد به د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره هیڅ راز اړیکې ونلري. رویترز خبري سرچینې ته امریکایي او افغان سرچینو ویلي؛ دغه پرېکړه وروسته له هغې نیول …

نور... »

عربي متحده امارات د افغانستان ټول زعفران اخلي

ولسمشر غني له افغان سوداګرو سره په لیدنه کې په ډاګه کړې؛ د اماراتو له ولیعهد سره په لیدنه کې داسې هوکړې ته رسیدلی، چې په راتلونکي کال کې به د افغانستان ټول زعفران عربي متحده اماراتو ته صادر شي. افغان زعفران، چې په نړیوال بازار کې ځانګړی ځای لري؛ …

نور... »

یو افغان پلاوي په قطر کې له طالبانو سره د خبرو لپاره چمتوالی نیسي

په قطر کې له طالب استازیو سره د خبرو لپاره د افغان پلاوي غړي وایي، چې د سیاسي او مدني ټولنو اتیا کسیز نوملړ چمتو شوی، چې د مسکو د غونډې په ملاتړ په قطر کې له طالب استازیو سره وګوري. په پام کې ده، چې افغان سیاستوال د مسکو …

نور... »

د سولې په خبرو کې باید د بیان آزادي قرباني نشي- سروردانش

د ولسمشر دوه یم مرستیال ګواښ کړی، چې د سولې په خبرو کې باید د بیان آزادي قرباني نشي. د سولې د هلو ځلو په پنځ( اوج) کې د ولسمشر دوه یم مرستیال د خبریال د ملي ورځې( د کب ۲۷) په نمانځغونډه کې دا ټینګار هم وړاندې کړ، چې: …

نور... »

مجیب الرحمن ځدران د بریالۍ څېرې په توګه راڅرګند شو

د بدني روزنې کارپوهانو د سپورت ډګر ته ډېرې له ویاړه ډکې ځوانې څېرې وړاندې کړي، چې یوه یې هم د افغانستان د کرکت د ډګر د ملي لوبډلې بریالۍ او ځوانه څېره مجیب الرحمن ځدراڼ دی، چې پر ۲۰۰۱ کال د هېواد په جنوبي ولایت خوست کې زېږیدلی دی. …

نور... »

افغانستان له ایرلینده کرکت تست لوبه وګټله

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې له ایرلیند ملي لوبډلې سره په تیست لوبه کې تاریخي بریا خپله کړه. د افغانستان او ایرلیند لوبډلو ترمنځ یوازنۍ تست سیالي پر څلورمه ورځ پای ته ورسیده، چې په کې  رحمت شاه، حشمت شهیدي، اصغر افغان، احسان جنت او راشد په زړه پورې ولوبیدل. …

نور... »

د هېواد ملي ګټې باید پر سیاسي او سلیقوي چلند زیانمنې نشي- عبدالله عبدالله

اجرائیه رييس عبدالله عبدالله وايي؛ د هېواد بهرنی سیاست د هېواد ملي ګټې دي، چې د سیاسي او سلیقوي چلند له کبله باید زیانمنې نشي. تېره اوونۍ واشنګتن ته د خپل سفر په بهیر کې، ښاغلي محب له طالبانو سره د متحده ایالاتو خبرو ته په نغوته کې وویل: مونږ …

نور... »

تر راتلونکیو دوه ورځو به د ولسمشریزو ټاکنو زماني جدول اعلام شي

د ټاکنو  خپلواک کمیسیون وایي، چې تر راتلونکیو دوه ورځو به د ولسمشریزو ټاکنو زماني جدول اعلام شي. د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیو له ګوښه کیدو وروسته، د پېنځلس ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې بې برخلیک پاتې شوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون تازه غړي د ولسمشریزو ټاکنو په …

نور... »

طالبان د پاکستانیو جنرالانو خبرې ګردانوي- فضل الهادي مسلمیار

د مشرانو جرګې رييس وايي؛ د پاکستان زیاتره پانګوال جنرالان دي، چې د افغانستان په جګړه کې یې پانګونه کړې؛ ځکه، نو طالبان د پاکستانیو جنرالانو خبرې ګردانوي. په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړښت په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو ته د افغانستان …

نور... »

طالبانو د بادغیس ولایت په موریچاق سیمه کې لسګونه سرتېري نیولي

د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي ویلي، چې طالبانو د پرلپسې نښتو په پای کې د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ موریچاق سیمه ونیوله. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د څو ورځنیو نښتو په پای کې د امنیتي ځواکونو ۵۰ سرتېري د طالبانو لخوا ونیول شول. …

نور... »

د ملا ضعیف د کور د محاصرې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې امنیتي ځواکونو تېره شپه په بګرامي ولسوالۍ کې د ځمکو د یوه غاصب ملا طوطي د نیولو په اړه له مخکې پلان شوي عملیات پیل کړل؛ خو د ملا عبدالسلام ضعیف د کور د محاصرې په اړه خپاره شوي راپورونه یې هم رد کړل. …

نور... »

هند په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت له جوړیدو ملاتړ نکوي

هند په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت له جوړیدو ملاتړ نکوي؛ خو د یو ټاکنیز حکومت غوښتونکی دی. دغه څرګندونې په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر ویجي ګوکلي په واشنګتن کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره  د لیدنې پرمهال کړي …

نور... »

په افغانستان کې یو نوی حکومت جوړیږي- عمران خان

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په  دوحه کې د طالب استازیو او امریکایانو د خبرو وروستي پړاو ته په نغوته کې ویلي، چې جګړه پای مومي او سوله دې جګړه ځپلې هېواد ته راځي. عمران خان دا خبره کړې او وایي؛ په افغانستان کې نوي حکومت جوړیږي، چې  په …

نور... »

د محب خبرو د ولسمشرۍ له اختلافاتو پرده پورته کړه- قادرشاه

د محمد حنیف اتمر د رسنیو دفتر وایي؛ د زلمي خلیلزاد په اړه د حمدالله محب خبرې ښیي، چې ولسمشر غني  له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په تړاو سخت اختلاف لري او دا د کړکیچ ستر ټکی دی. حمدالله محب؛ زلمی خلیلزاد تورنوي، چې له ولسمشر غني څخه …

نور... »

په ننګرهار ښار کې پرله پسې چاودنې رامنځته شوي

د ننګرهار والي وياند وايي، نن ماښام د جلال آباد ښار د فوتبال ستیديوم ته څېرمه په يوه ګلدان کې د ځاى پر ځاى شويو چاودیدونکیو توکو له کبله دوه پرله پسې چاودنې شوي. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي زیاته کړې، د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند …

نور... »