عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د بلخ ولایت په شولگره کې ۱۵ کلنه نجلې د جنسي تېري ښکار شوې

په بلخ كې مدني فعالان وايي د دې ولايت په شولگره ولسوالۍ كې پر پنځلس كلني نجلۍ اووه وسلوالو جنسي تېرى كړى. دوى وايي دا پېښه لس ورځې وړاندې رامنځته شوې؛ خو امنيتي ارانونو تراوسه د تورنو كسانو د نيولو په موخه ام نه دى اخيستى. دوى وايي درې تېري …

نور... »

د روزگان د عالمانو شورا رييس له دوه قومي مشرانو سره ووژل شو

د روزگان د عالمانو شورا رييس مولوي لعل محمد له دوه قومي مشرانو سره د وسلوالو په بريد كې وژل شوى دى. د روزگان ولايت مطبوعاتي مسوول دوست محمد ناياب وايي، چې د دغه ولایت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر رحيم الله نن د دغه ولايت د عالمانو د …

نور... »

د سرپل د كوهستاناتو ولسوالۍ لار د ترافيكو پرمخ پرانيستل شوه

دا لاره له يوه كال راپه ديخوا د علف سفيد په سيمه كې وسلوالو بنده كړې وه، چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له ورتگسره د دې لارې د خلاصون په موخه پوځي عمليات ترسره شول. د سرپل ولايت سرپرست عبدالجبار حقبين وايي، چې په دې عملياتو …

نور... »

د روزگان ولایت د چوري ولسوالى د امنيه قوماندانى مرستيال ووژل شو

د روزگان ولایت د چوري ولسوالى امنيه قومندان عبدالقوي وايې، چې تېره شپه د روز؛ان ولايت د چوري ولسوالۍ په کونج سيمه کې د پوليسو پرموتر دماين چاودنه شوې، چي په کي د امنيه قومندانۍ د مرستيال په گډون درى پوليس وژل شوي او پېنځه نور ټپيان دي. هغه زیاتوي …

نور... »

د غزني په اندړ ولسوالۍ كې اووه پاڅونوال وژل شوي

د غزني په اندړ ولسوالۍ كې د وسلوالو طالبانو په بريد كې اووه پاڅونوال وژل شوي دي. د غزني ولايت مرستيال محمد علي ا حمدي وايي، چې وسلوالو تېره شپه د اندړ ولسوالې په منارسيمه كې د پاڅونوالو پر پوسته بريد كړى، چې په كې پېنځه پاڅونوال وژل شوي دي. …

نور... »

طالبانو د فاریاب ولایت په شيرين تگاب ولسوالۍ کې د ولسي ځواکونو۲۵ کسه وژلي

د فارياب امنيتي چارواکي وايي؛ طالبانو د “ولسي ځواکونو” هغه پېنځه ویشت تنه په ډزو وژلي، چې د پنجشنبې په ورځد دې ولايت په شيرين تگاب ولسوالۍ کې نيول شوي وه. دغه راز طالبانود شيرين تگاب د استانه بابا سيمه هم نيولې ده. دولتي سرچينو تېره ورځ ويلي وه، چې …

نور... »

د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې وسلوالو يوه ښځينه پوليسه وژلي

د پروان امنيه قوماندان محمدزمان مموزي رسنیو ته وويل، چې د پوليسو دغه ښځينه سرتېرې تېره ورځ د جبل السراج په عزت خېلو سيمه کې وژل شوې ده. ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل، چې پوليسو د دې ښځې د وژلو په تړاو يو تن نيولى او قضيه تر …

نور... »

د هلمند ولايت په گرمسېر ولسوالۍ کې شپږ پوليس له وسلو او رنجر سره تریتم شوي

يوه باوري حکومتی سرچينه وايي، د هلمند ولايت په گرمسېر ولسوالۍ کې د يوې پوستې اشپز وژل شوى او شپږ پوليس يې له وسلو او يوه موټر سره تریتم شوي دي. په هلمند کې يوې حکومتي سرچينې، چې نه غواړي نوم يې په ډاگه شي؛ آریانا نیوزته وويل، چې د …

نور... »

د ناامنیو پر لامل مخابراتي سکتور له گڼو ستونزو سره مخ شوی

د مخابراتو وزارت د اترا ادارې مرستیال خیر محمد فیضی وایی، چې په دې وروستیو کې د مخابراتي سکتور په وړاندې ننگو نې زیاتی شوي او دولت باید د د غوستونزو د له منځه وړلو لپاره لازمه ستراپیژي جوړه کړي. ښا غلی فیضي زیاتوي، په وروستیو څو کلونو کي د …

نور... »

له طالبانو پرته له بلې ډلي سره خبري نه کوو- معصوم ستانکزی

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي وایي، چې له طالبانو پرته له بلې هیڅ ډلي سره خبري کول نه غواړي. نوموړي همدا راز هغه خبره رد کړې ،چې گواکې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د قدرت خلا رامنځته شوې.؟ ستانکزي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره …

نور... »

د سولې د بل پړاو خبرو پرېکړه به افغانان پخپله کوي- پاکستان

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي؛ پاکستان په افغانستان کې سولې ته لېواله دى، خو د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د بل پړاو پرېکړه به افغانان پخپله کوي. د دې وزارت وياند قاضي خليل الله تېرهورځ په اسلام آباد کې په خپلې اوونيزې …

نور... »

د هلمند د موسي کلا ولسوالۍ د نیولو له پاره افغان او ائتلافي ځواکونه گډ عملیات کوي

دامریکا پهمشرۍدائتلافيځواکونوسرتېريلهافغانځواکونوسرهیوځایشوي،چېدهلمنددموسيکلاولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیسي. د رپوتونو له مخې د عملیاتو په ترڅ کې هوايي بریدونه هم ترسره شوي. د چهارشنبې په ورځ د موسي کلا ولسوالي له دوه زره اووم میلادې کال وروسته د لومړي ځل له پاره د طالبانو ترولکې لاندې راغله. د رویترز خبري آژانس د …

نور... »

د دالرو په وړاندې د افغانۍ د رالویدو مساله د اندېښنې وړ نه ده

د افغانستان بانک مسوولین وایي، د دالرو په وړاندې د افغانۍ د رالویدو مساله د اندېښنې وړ نه ده. په وروستیو میاشتو کې د هرې ورځې په تېرېدو افغانۍ د دالرو په وړاندې را لویږي، چې د افغانستان بانک د رییس په وینا، ټولیز علتونه یې په بازار کې الرو …

نور... »

جنرال دوستم له فاریاب وروسته دا دی سرپل ته ورسید

د ولسمشر لومړی مرستیال له فاریاب وروسته اوس سرپل ته تللی، چې په وروستیو کې ترې د ناکراریو رپوټونه خپریږي. جنرال عبدالرشید دوستم د پاکستان استخباراتي سازمان ته خبرداری ورکوي چې د جګړو له لارې افغانستان کې خپل هدف ته نه شي رسیدی. هغه له وسلوالو طالبانو غواړي چې خپلې …

نور... »

دولت هیڅ داسې پروگرام نه لري، چې ځوانان دې بهر ته له تلو را وگرزوي

د ولسي جرگې د روغتیا کمیسیون رییس عنایت الله بابر فرهمندوايي، چې دولت هیڅ داسې پروگرام نه لري، چې ځوانان دې بهر ته له تلو را وگرزوي. د هغه په وینا نا امني، اداري فساد او بې کاري هغه عوامل دي، چې ځوانان یې اړ کړي څو له هېواده پښې …

نور... »

حکومت د دوست او دښمن روښانه تعریف نه لري

جگړه او ناامني په افغانستان کې تر هغې پای نه مومي، چې حکومت د پاکستان د مداخلو په اړه له هغه هېوادوالو سره خبرې ونه کړي. دغه څرگندونې د مشرانو جرگې لومړي مرستیال د پنجشیر ولایت د خلکو په غونډه کې وکړې. محمد علم ایزدیار پر حکومت نیوکه کوي، چې …

نور... »

اته جهادي گوندونو ائتلاف وکړ

د دغو گوندونو مشران وایي، د ملي یووالي د حکومت ملاتړ کوو؛ خو حکومت تېروتنې لري، چې باید اصلاح شي. د ښه حکومت او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانگړی استازی وایي، د حکومت مشران په قومي بڼه عمل کوي او دا مساله افغانستان ته خطرناکه ده. دغه نوی …

نور... »

د ترکمنستان ولسمشر د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسید

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوفکابل ته د خپل لومړني سفر موخه له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي همکاریو غزول په گوته کړي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمدشکیب مستغني ویلي، چې کابل ته به د ښاغلي محمدوف د سفر په لړ کې د کابل …

نور... »

طالبانو له دولت څخه د موسی کلا ولسوالي ونیوله

د هلمند د موسی کلا ولسوالي هم د وسله والوطالبانوپه ولکه کې راغله، په دې ولسوالۍ کې د تېرو پنځو ورځو را په دې خوا د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوې وه چې د چهارشنبې په ورځ تر سختې جګړې وروسته دا ولسوالي د …

نور... »

د خوست خلکو د ملي اردو په ملاتړ غونډه جوړه کړه

د خوست اوسېدونكي وايي له افغان ځواكونو رښتينی ملاتړ كوي او كه اړتيا شي نو د دښمن پروړاندې به يې هم وجنګېږي.  په خوست كې قومي مشران  او ديني عالمان  وايي دولتي ځواكونو په تېرو څو كلونو كې د هېواد د ساتنې په لاره كې ډېرې قربانې وركړې او لا …

نور... »