عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د سرپل ولایت د کوهستاناتو او سوزمه کلا ولسوالیو ترمنځ د الف سفید سیمه هم دولتي شوه

چارواکي وايي، د سرپل ولایت د کوهستاناتو او سوزمه کلا ولسوالیو ترمنځ دالف سفید په نوم سیمه،چې له څه مودې راپه دیخوا د وسلوالو طالبانو په ولکه ې ې وه بېرته نیولې ده. د سرپل امنیه قومندان محمد آصف جبارخېل رسنیوته وویل؛دغه سیمه د هغو عملیاتو پرمهال د امنیتي ځواکونو …

نور... »

په هرات كې د يوه ښوونځي لسگونه زدكوونكې مسمومې شوي

د هرات روغتون وياند محمد رفيق شېرزى وايي، چې د دغه ښار د جبريل ښارگوټي د حبيب المصطفى له ښوونځي څخه روغتون ته څلويښت زدكوونكې، چې مسومې دي ليږدول شوي. هغه زیاتوي، زدكوونكي تر درملنې لاندي دي. تراوسه د مسموميت لامل نه دى روښانه شوى.

نور... »

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنگ رییس په یوه وسلوال برید کی ټپی شو

د کندهار والی ویاند صمیم خپلواک وایي، چی د کندهار د اطلاعاتو او فرهنگ رییس حضرت ولي هوتک نن سهار په اته بجو او دېرش دقیقو د کندهار ښار د دوه یمی امنیتي حوزی په اړوند سیمه کی د وسلوالو تر برید لاندی راغی او ټپی شو. د نوموړي په …

نور... »

په جوزجان ولايت کې اجيرو ښوونکيو پوهنې وزارت وگواښه

په جوزجان ولايت کې څه باندې زر اجير ښوونکي وايي، له شپږ مياشتو راهيسې يې معاشونه ترلاسه کړي نه دي او که معاش ور نه کړ شي؛ نو د پوهنې دروازه به وتړي. هغوى وايي، په مياشت کې پېنځه زره افغانۍ معاش لري؛ خو د روان کال له وري مياشتې …

نور... »

د پاکستان مېشتو سرزورو له لوري پرافغانستان برید د منلو وړ نه دي- راییس

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزن رايیس تېرهورځ په اسلام اباد کې د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو ته وویل،چې د پاکستان مېشتو سرزورو له لوري په گاونډ افغانستان کې حملې په هیڅ ډول د منلو وړ ندي. د امریکا چاپ وال ستریتژورنال ورځپاڼې د لوړپوړیو امریکايي چارواکو په …

نور... »

د سولې په خبرو کې د ځنډ اصلي علت د طالبانو د مشرتابه پر سر جنجال دی- سرتاج

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وايي،چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د ځنډ اصلي علت د طالبانو د مشرتابه پر سر جنجال دی. سرتاج عزیزد پاکستان رسنیو ته ویلي،چې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته د طالبانو په منځ کې د …

نور... »

د چين سفير: زموږ د هېواد ثبات د افغانستان په ثبات کې دی

په كابل كې د چين سفير وايي هېواد يې خپل ثبات د افغانستان په ثبات كې ګوري او په دغه هېواد كې د سولې د هڅو په چټكتيا سره غواړي د دې هيواد په اقتصادي پرمختګ كې همكاري وكړي. هغه چې نن يې كندهار ته سفر كړى و د دغه …

نور... »

په پلخمري کې نهه ويشت سيمه ييز پوليس له شپږو ورځو راهيسې کلابند دي

د بغلان په ډنډ غوري سيمه كې له شپږو ورځو را په دې خوا نهه ويشت سيمه ييز پوليس وسله والو کلابند کړيچې تراوسه هېڅ مرسته ورته رسېدلې نه ده.   دا پوليس وايي تراوسه يې شپږو ملګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې سرتېرو خپلوان او كورنۍ له …

نور... »

د امريکا د دفاع وزير: له پلان سره سم به له افغانستان څخه امريکايي پوځيان ووزي

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر وايي چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پلان بدلون نه دی کړی. اشتون کارتر ویلي چې د بارک اوباما له پرېکړې سره سم به د دوه زره شپاړسم م کال تر پایه په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر نهه …

نور... »

د ملي دفاع وزارت: د دوست او دښمن روښانه تعريف پيداکوو

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې په کابل کې به د سیمه يیز امنیتي کنفرانس په ترڅ کې د دوست او دښمن روښانه تعریف پيدا شي. د ملي دفاع وزارت مرستیال همایون فوزي وايي چې په افغانستان کې د ځينو ګاونډيو هېوادونو له خوا لاسوهنې روانې دي او په …

نور... »

د افغانستان او آلمان سل کلنه دوستي ونمانځل شوه

په ارګ ماڼۍ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په مثبتو پرمختګونو کې د آلمان مرستې د ارزښت وړ وبللې او اجرايي ريیس ډاکتر عبدالله وویل چې د افغانستان او آلمان د اړیکو په هکله په ویاړ خبرې کېدای شي. په دغو مراسمو کې د آلمان د بهرنیو …

نور... »

د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون حکومت ته خپلې لومړنۍ مشورې وړاندې کړې

له څلوېښتو ورځو بحثونو او جنجالونو وروسته، د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون په یوولسو برخو کې خپلې لومړنۍ مشورې د افغانستان حکومت ته د يوې ټولګې په توګه وړاندې کړې. د دې وړاندیز شوې ټولګې په بنسټ باید د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ته زمینه برابره …

نور... »

افغان ځواکونو د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالي ونیوله

تېره شپه ناوخته افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالي بیرته ونیوله. د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه راغلي؛ په دغو عملیاتو کې، چې د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال هم په کې برخه درلوده؛ دوه سوه شل وسلوالو طالبان وژل …

نور... »

د سرپل د كوهستانونو ولسوالۍ لاره د ترافيكو پرمخ پرانستل شوه.

دا لاره له يوه كال راپه دې خوا د علف سفېد په سيمه كې وسله والو بنده كړې وه چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په ورتلو سره د دې لارې د پرانستل کېدو په موخه پوځي عمليات ترسره شول. د سرپل ولايت سرپرست وايي په دې …

نور... »

د خوست ښاروال: په ښاروالۍ کې د فساد ضد مبارزه کوم

د خوست ښاروال کرامت خپلواک وايي، يو شمېركسان يې په كارونو كې لاسوهنه كوي او كه دوام وكړي نو خلکو ته به يې وښيي. د خوست ښاروال وايي د مالي او اداري فساد پرضد يې كلكه مبارزه كړې او بې كفايته مامورين په دغه اداره كې يوه ستونزه ګڼي. په …

نور... »

د اصلاحاتو د ځانګړي کميسيون دوو غړيو د کميسيون غونډې تحريم کړې

د ټاکنو د اصلاحاتو له پاره د ځانګړي کمېسيون دوو غړو له دې امله د کمېسيون غونډې تحريم کړې چې د دغه کمېسيون نور غړي غواړي د ولسي جرګې له دوه سوه نهه څلوېښتوڅوکيو څخه سل څوکۍ سياسي ګوندونو ته ورکړي.دوى وېره لري، هغه ګوندونه چې ډېر امکانات‌ او وسله …

نور... »

د نوي کابل بانک بې برخلیکه وضعیت د زیات مالي زیان سبب ګرځي

نوی کابل بانک هر کال شاوخوا لس میلیون ډالر تاوان کوي. د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ په دې ټکي د ټینګار تر څنګ وایی، وروسته له دې چې کابل بانک له ماتې سره مخ شو. نوي کابل بانک شاوخوا پنځه شپېته میلیونه ډالر تاوان کړی دی. د دغه …

نور... »

کروندګرې مېرمنې له خپلو حاصلاتو خوښې دي

یو شمېر کروندګرې مېرمنې چې د دارالامان په کرنیز فارم کې په کرکیله بوختې دي، سږ کال له خپلو کرنیزو محصولاتو راضي دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت په دغه فارم کې اتیا ښځو ته یو یو جریب ځمکه په اجاره ورکړې ده. نوموړې ښځې وایی، حاصلات یې د تمې …

نور... »

بيات بنسټ د سټارکي بنسټ په مرسته کڼو ته د اورېدو آلې ووېشلې

بیات بنسټ په کابل کې د دويم ځل لپاره اتو سوو کڼو کسانو ته د اورېدو ځانګړې آلې ووېشلې. د دغه بنسټ مسولین وایی، دغه پروګرام په څلورو پړاوونو کې عملي شوی چې په وروستي پړاو کې دغو کسانو ته د اورېدو آلې ووېشل شوې. د اورېدو ځانګړې آلې هغو …

نور... »

د بلخ ولایت په شولگره کې ۱۵ کلنه نجلې د جنسي تېري ښکار شوې

په بلخ كې مدني فعالان وايي د دې ولايت په شولگره ولسوالۍ كې پر پنځلس كلني نجلۍ اووه وسلوالو جنسي تېرى كړى. دوى وايي دا پېښه لس ورځې وړاندې رامنځته شوې؛ خو امنيتي ارانونو تراوسه د تورنو كسانو د نيولو په موخه ام نه دى اخيستى. دوى وايي درې تېري …

نور... »