عاجل خبرونه

تازه خبرونه

سيمه ييز پوليس: وسلې او نور مهمات په خپلو شخصي پيسو اخلو

د کاپیسا په ولایت کې ځینې سیمه ییز پولیس وایي، په خپلو شخصي پیسو درنې او سپکې وسلې د قاچاق له لارې اخلي. دوی وایی، کاپیسا ولايت د کورنیو او بهرنیو ترهګرو له ګواښونو سره مخامخ دی او د دولت له خوا ورته په کافي اندازه وسلې او مهمات نه …

نور... »

د ځمکني ترانسپورت ملي کمیته رامنځته شوه

 د ترانسپورت وزارت چارواکې وایي، د عوایدو په راټولولو کې فساد موجود دی؛ ترانسپورتي او دیپلوماتیکې اړیکې لامل شوي، چې د هېوادونو تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې رامنځته شي. د ځمکني ترانسپورت د ملي کمیتې له رامنځته کیدو سره محمدالله بتاش د ترانسپورت وزیر وایي، د سړکونو ترانسپورت وده …

نور... »

وسلوالو په بدخشان كې يوه پوليسه له خپل ميړه سره وژلې

د بدخشان امنيه قوماندانې امنيت آمر سخيداد حيدري وايي، چې دا پېښه تېره شپه نهه نيمې بجې د بدخشان د شهدا ولسوالۍ په جرخشك كلي كې رامنځته شوې ده. هغه زیاتوي، وسلوال د پوليسو كورته ورغلي او دواړه يې وژلي دي. وژل شوې پوليسه آمنه نوميده او د شهدا ولسوالې …

نور... »

وسلوالو طالبانو د فراه ولایت پر بالابلوک ولسوالۍ پراخ عملیات کړي

د شنبې په سهار وسلوالو طالبانو د فراه ولایت پر بالابلوک ولسوالۍ پراخ پوځي عملیات پیل کړل. د فراه ولایت امنیه قومندان فضل محمد صمدیار وایي، د دولت وسلوالو مخالفینو، چې شمېر یې ۷۵۰ تنو ته رسیږي؛د فراه ولایت پر بالابلوک ولسوالۍ له څو خواوو برید کړی. د نوموړي په …

نور... »

د افغانستان توند دریځ په یوه لیک کې پاکستان ته وروړل شو

د مشرانو جرگې مشر وایي، د پاکستان لومړي وزیر ته دافغان ولسمشر لیک د افغانستان توند دریځ رسوي؛ خو دا، چې افغان دولت تر اوسه د دغه سفر پایلې پټې ساتلي، ځینې یې اندېښمن کړي دي. د ولسمشر غني د دغه لیک وړونکي د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، …

نور... »

چین د حکومت او طالبانو تر منځ د سولي په خبرو اترو کې مرسته کوي

چین چمتو دی، چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولي په خبرو اترو کې مرسته وکړي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې چین د افغانانو په مشرۍ د سولي له خبرو ملاتړ کوي. د چین دغې چارواکې ویلي؛ پاکستان، چې په دې …

نور... »

په غزني کې لس تښتول شوي ملکي وگړي خوشې شوي

په غزني کې هغه لس ملکي وگړي، چې تېره ورځ د ناپېژاندو وسلوالو له لوري تښتول شوي وه؛ خوشي شوي دي. د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي منلې،  چې دا کسان تېره ورځ د دغه ولایت له جاغوري ولسوالۍ څخه ټښتول شوي وه. له بل لوري …

نور... »

افغان پلاوي د پاکستان لومړي وزیر ته د افغان ولسمشر لیک سپارلی

یو شمېرکارپوهان وایي، د, پاکستان لومړي وزیر ته دافغان ولسمشر لیک د افغانستان توند دریځ رسوي؛ خو دا، چې افغان دولت تر اوسه د دغه سفر پایلې پټې ساتلي، ځینې یې اندېښمن کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ډاگه کړې؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې …

نور... »

د القاعدې مشر ایمن الظواهري ملا اختر محمد منصور ته خپله وفاداري په ډاگه کړه

په یوه غږیز پیغام کې، چې پر انترنت خپور شوی د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو نوي مشر ته خپله وفاداري په ډاگه کړه. د ملامحمد عمر له مړینې وروسته د طالبانو د نوي مشر ملا اخترمحمد منصور سره د الظواهري د وفادارۍ پیغام د القاعدې پر وېبپاڼې الشباب …

نور... »

په پاکستان کې جهاد فرض عین دی- د دیني علماوو شورا

په کابل کې د افغانستان د دیني عالمانو سراسري شورا غړی عبدالبصیرحقانی د پاکستان په خلاف جهاد اعلان کړ او زیاته يې کړه، چې د دغه هېواد په خلاف جهاد فرض عین دی. د نوموړي په وینا؛ که هر څوک جهاد کوي، مونږ یې ملاتړي یو. هغه وایي، پاکستان د …

نور... »

کابل او اسلام آباد پر دوه اړخيزه اړيکو خبرې وکړي

افغان پلاوي پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستانلهلومړي وزير نواز شريف سره کتلي.تېره ورځ د افغان حکومت یو لوړپوړی پلاوی له پاکستانيو چارواکو سره د سولې په تړاو د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی و. په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر، د …

نور... »

د لوگر په محمداغه ولسوالۍ كې پر محلي پوليس ځانمرگى بريد وشو

د لوگر د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالورا  وايي؛ په دې بريد كې، چې د موتر په وسيله شوى پېنځلس ملكي وگړي او درې محلي پوليس ټپيان شوي دي. هغه زیاتوي،  دا بريد د محمد آغې ولسوالۍ د هوتل سلام په بازار كې پرسیمه ییزو پوليسو شوى دى. نوموړي …

نور... »

د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت دریځ د درک وړ دی- آلمان

د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانگړې استازې وایي، د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت دریځ د درک وړ دی. د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنگ وایي، د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانگړې استازې سابين سپارواسر  دغه خبرې د افغانستان د ملي امنیت …

نور... »

ملي دفاع وزارت د اووه دېرش وسلوالو له وژلو خبر ورکړ

ملي دفاع وزارت د هېواد په بیلابېلو سیمو کې د ملي اردو په عملیاتو کې د اووه دېرشو وسلوالو له وژلو خبر ورکړ.  د وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د ننگرهار، بادغیس، فراه، کندهار، روزگان، غزني او پکتیا ولایتونوپه اړوند سیمو …

نور... »

د حزب اسلامي د شوراگانو اتحاد د افغان حکومت له دریځه ملاتړ وکړ

د افغانستان د حزب اسلامي د شوراگانو اتحاد د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت له دریځه ملاتړ وکړ.   د حزب اسلامي د شوراگانو اتحاد وایي، په کابل او ټول افغانستان کې د تشدد او تاوتریخوالي پېښې په کلکه غندو. د حزب اسلامي د شوراگانو اتحاد په یوه شپږماده …

نور... »

افغان دیپلومات فرید ظریف په لایبریا کې د ملگروملتونو د ماموریت مشر وټاکل شو

د ملگروملتونو سرمنشي بانکي مون افغان دیپلومات فرید ظریف په لایبریا کې خپل ځانگړی استازی او په دغه هیواد کې د ملگروملتونو د ماموریت  مشر وټاکه.  د ملگروملتونو اوبپاڼې په ډاگه کړې؛ ښاغلی ظریف، چې اوس په کاسوو کې د سرمنشي ځانگړی استازی او د ملگروملتونو د موقتې ادارې د …

نور... »

د ملي امنیت شورا د دښمنانو تهدیدونه وارزول

د ولسمشر  محمد اشرف غني، په مشرۍ پرون له غرمې وروسته په ارگ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه. ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د غونډې په پیل کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو  او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه …

نور... »

درې زرو میرمنو ته د رهبري په کچه زدکړې ورکول کیږي

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون او د امریکا د پرمختیا نړیوالې ادارې تر منځ د اته دیرش میلیون ډالرو په ارزښت یو تفاهم لیک لاسلیک شو. د دغه تفاهم لیک په بنسټ به درې زرو افغان ښځو ته د مدیریت او رهبري زدکړې ورکړل شي. د اداري …

نور... »

د ملا عمر له مړینې وروسته روانه جګړه پاکستاني افسران رهبري کوي

د ملي امنیت د ریاست ویاند وايي چې په افغانستان کې روانه څو کلنه جګړه افغاني، نه بلکې هغه نیابتي جګړه ده چې پاکستان د ترهګرو ډلو او په ځانګړې توګه د وسلوالو طالبانو په واسطه پیل کړې ده. د ملي امنیت د ریاست ویاندعبدالحسیب صدیقی زیاتوي چې پاکستان خپل …

نور... »

سبا یو شمېر لوړ پوړي افغان چارواکي پاکستان ته ځي

په کابل کې وروستیو خونړیو بریدونو د پاکستان پر خلاف د افغان چارواکو په دریځ کې بدلون راوست. ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ یو جګپوړی پلاوي اسلام آباد ته لیږي. دغه پلاوی د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ، د ملي امنیت د ريیس او ملي دفاع وزارت د …

نور... »