عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د سولې مشورتې جرګه به د ۱۸ بنسټونو په نه ګډون جوړه شي

د سولې مشورتي لویه جرګه به دوه ورځې وروسته د نږدې لس سترو سیاسي ګوندونو، اته ټاکنیزو ډلو د استازیو او یو شمېر نورو بنسټونو د استازیو په نشتون کې جوړه شي.  هغه جرګه، چې غواړي د سولې په بهیر کې اجماع را منځته کړي؛ خو همداوس د جمیعت، جنبش، …

نور... »

حامد کرزي له ولسمشر غني غوښتي، چې د سولې مشورتي جرګه وځنډوي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د شنبې پر ورځ( د ۱۳۹۸ لمریز کال د غویی پر ۷) په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني دې د سولې مشورتې جرګې تر سره کول وځنډوي، چې د سولې پر روانو خبرو ناوړه اغېز رامنځته نکړي.   نوموړي څرګنده کړې؛ …

نور... »

ښځې باید د سولې په خبرو کې ډېره او معنالرونکې ونډه ولري-موندنې

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون له افغان حکومت، د سولې له مشورتي لویې جرګې او نورو بنسټونو غواړي، چې د سولې په خبرو کې د ښځو رول په پام کې ونیسي. د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړیدو په درشل کې د ۳۳ …

نور... »

امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د راکمولو هڅه کوي

په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان سکات میلر وایي؛ که طالبان خپله جګړه روانه وساتي، بهرني ځواکونه به د افغان ځواکونو او خلکو تر څنګ ودریږي. د سولې له هڅو او د هېواد په ځینو ساحو کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره جوخت، د …

نور... »

د پروان ولایت د امنیتي عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي

د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان ویلي، چې د پروان ولایت د مرکزي سیمو د عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي دي.   د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان الوزي احمدي زیاته کړې، چې دغه عملیات له طالبانو څخه د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ د خلازیو او …

نور... »

په بغلان کې د پولیسو اومعترضو نوماندانو په نښته کې یو کس وژل شوی

په بغلان کې د پولیسو او پارلماني ټاکنو د معترضو نوماندانو د پلویانو په نښته کې یو کس وژل شوي او درې نور ټپیان دي. سرچینو آریانا نیوز ته ویلي؛ تېره ورځ د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلام په غبرګون کې د یو شمېر معترضو نوماندانو پلویانو د …

نور... »

د مسکو درې اړخیزه ناسته د یوې ګډې اعلامیې پر خپرولو پای ته ورسیده

د مسکو د درې اړخیزې ناستې په اعلامیه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر مسوولانه وتلو او همدارنګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د لومړنۍ هڅې په توګه د اوربند پر اعلام ټینګار شوی دی. د امریکا، روسیې او چین درې اړخیزه ناسته د جمعې پر …

نور... »

د سولې مشورتي جرګې له تحریموونکیو سره خبرې پیل شوي

د  سولې مشورتي جرګې د چمتووالي کمیسیون له هغو کسانو سره د خبرو لپاره یو پلاوی ټاکلی، چې د سولې مشورتي جرګه یې تحریم کړې ده. د سولې مشورتي جرګې جوړیدو ته چمتوالی بشپړ شوی؛ خو ځینو دولتی چارواکو او سیاسیونو جرګه تحریم کړې، چې په کې اجرائیه رییس، د …

نور... »

د کندوز، وردک، بغلان او کوچیانو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن (جمعه د غویی ۶) غرمه مهال د کابل او پکتیا د وروستیو پایلو له څرګندولو پرته د کندوز، وردک، بغلان ولایتونو او کوچیانو حوزې د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام کړې. د اعلام شویو پایلو له مخې؛ په میدان وردک ولایت کې۱- الحاج عبدالاحمد دراني …

نور... »

طالبانو په فراه ښار کې د واده له مراسمو سندرغاړي تښتولي

وسلوال طالبان تېره شپه د فراه ښار د چاربرجک په اړوند سیمه کې د واده مراسمو ته وردننه شوي او د سندرغاړو د ټنګ ټکور ټول سامان یې ورته سوځولی دی. د فراه ولایتي شورا غړي داد الله قانع ویلي، چې طالبانو د واده د دغې نندارې سندرغاړي او د …

نور... »

د ملي شورا اووه لسمه دوره پرانستل شوه

د ملي شورا اووه لسمه دوره د جمعې پر ورځ( د غویی ۶)  د ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر د دوه یم مرستیال سروردانش او نورو لوړپوړیو دولتي او حکومتي مشرانو په ګډون پرانستل شوه.   د ملي شورا لپاره ټاکنې د تېر کال په تله …

نور... »

په قطر کې د یوناما مشر له ملا برادر اخند سره ولیدل

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې، چې د پنجشنبې پر ورځ( د غویی ۵) له غرمې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتو د استازي دفتر یوناما مشر تدامیچي یاماموتو او ملګري پلاوي یې د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو  له مرستیال او د سیاسي …

نور... »

په مسکو کې نړیواله درې اړخیزه ناسته تر سره شوه

په مسکو کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د پنجشنبې پر ورځ( د غویي ۵، چې د اپریل له ۲۵ سره سمون خوري) د امریکا، روسیې او چین درې اړخیزه ناسته تر سره شوه. دغه درې اړخیزه ناسته د افغانستان پر سوله او له طالبانو سره د امریکا …

نور... »

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو نومونه په رای پاڼو کې څرګند شول

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي؛ د ولسمشریزو ټاکنو د ۱۸ نوماندانو نومونه په رای پاڼو کې ترتیب شوي، چې د رای پاڼو په سر کې د رحمت الله نبیل او  په پای کې د زلمی رسول نومونه راغلي دي. د رای پاڼو په نوملړ کې لومړی د رحمت الله نبیل، …

نور... »

په افغانستان کې د ملکي وګړيو د زیانونو د مخنیوي لپاره اوربند ته اړتیا ده- خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د خپور شوي راپور د تلفاتو په اړه وایي، چې د عامو خلکو د وژني د مخنیوي لپاره د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند ته اړتیا ده. هغه په خپل تویت کې دا هم …

نور... »

اجرائیه رییس د جرمني د دفاع وزارت له مرستیال سره ولیدل

د اجرائیه ریاست د څرګندونو له مخې؛ د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن غرم( پنجشنبه د غویی ۵) په سپیدارماڼۍ کې د جرمني د دفاع وزیر له مرستیال توماس سلبرهون سره ولیدل. د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي عبدالله عبدالله په دې لیدنه کې له ملي …

نور... »

په کاپیسا ولایت کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي-اعتراض کوونکي

د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې سیلابونو نجراب – تګاب ولسوالیو ته ورغلي لارې تړلي دي. د اړوند سیمو اوسیدونکیو د پنجشنبې پر ورځ( د غویی ۵) یو اعتراضي لاریون کړی او په دې ولایت کې یې له سیلاب ځپلیو سره د مرستي او د سړکونو د …

نور... »

داعش ډلې په ننګرهار کې طالبان په شا تمبولي

ننګرهار کې د داعش جنګیالي شیرزادو ته رسېدلي. دمګړۍ د شیرزادو په سور راغه او خدرخیلو کې د دواړو خواو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. حکومت د نښتو پخلی کوي خو د مرګ ژوبلې معلومات نه لري. د نښتو له امله د شیرزادو او خوږیاڼيو له غرنیو کلیو سلګونه کورنۍ  …

نور... »

خصوصي سکتور د سولې په بهیر کې پخپلو غوښتنو ټینګار څرګند کړ

د هېواد د خصوصي سکتور استازي وايي، چې د سولې په بهیر کې د دوی غوښتنو ته پاملرنه نده شوې. دوی څرګنده کړې؛ د خصوصي سکتور ټولې غوښتنې به په لیکلي بڼه افغان حکومت، وسلوالو طالبانواو نړیوالو ته وړاندي کړي، چې  د سولې په راتلونکيو خبرو کې دغې سترې اقتصادي …

نور... »

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو وروستی نوملړ ټاکنو کمیسیون ته ولیږل شو

د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو وروستی نوملړ اعلام کړ. د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته په لیږل شوي وروستي نوملړ کې مو هیڅ نوماند ندی حذف کړی؛ ځکه، چې په …

نور... »