عاجل خبرونه

تازه خبرونه

په هرات کې د فکري سلجوقي د ښوونځي زدکوونکې مسمومې شوې

د هرات ولایت د پوهنې رییس عبدالرزاق احمدي وایي، د فکري سلجوقي ښوونځي زدکوونکې نږدې یوه بجه په داسې حال کې مسمومې شوي، چې ټولگي ته ورننوتې وې او خپور شوي گاز مسمومې کړې دي. د نوموړي په وینا؛ تر دې دمه له دې ښوونځي څخه درې نجونې روغتون ته …

نور... »

نا څرگندو وسلوالو د بلخ ولایت په شولگره ولسوالۍ کې مسافر وژلي

نن غرمه د بلخ ولایت د شولگرې ولسوالۍ د زاري او کشنده سیمو ترمنځ د مسافرو یو موتر د ناڅرگندو وسلوالو تر برید لاندې راغلی، چې مرگ و ژوبله یې رامنځته کړې ده. یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ټه په ډاگه کړې ، چې په دې پېښه کې ۱۳ ملکي …

نور... »

په هرات كې بيا زدكوونكي مسمومې شوي

د هرات روغتون مسوولين وايي، نن سهار یو څل بیاد هرات په ښار كې د عبدالعلي شاه توخي د ښوونځي زده كوونكي مسمومې شوې دي. د هرات روغتون مسوولين وايي، تراوسه له دې ښوونځي څخه دوه ښوونكې او پېنځه زدكوونكې روغتون ته راليږدول شوي او ښايي نور هم راوليږدول شي. …

نور... »

په کابل کې به د قطر سفارت پرانيستل شي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي،چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له خپل قطري سيال دوکتور خالد بن محمد العطيه سره پرون په کابل کې پر نورو مسايلو همخبرې وکړې. اعلاميه په ډاگه کوي، چېدواړو لوريو په کابل …

نور... »

په سام غونډه کې د توکیو او لندن کانفرانسونو ژمنې د پام وړ کیږي

په کابل کې د لوړپوړیو چارواکو یا سام غونډه پيل شوې، چې د افغانستان له پاره د توکیو او لندن کانفرانسونو ژمنې د پام وړ کیږي. ولسمشر اشرف غني د دې کانفرانس په پیل کې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان په نښلولو ټینگار کړی او وایي، چې له …

نور... »

سرتاج عزيز کابل ته خپل سفر گټور بللى

په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزيز کابل ته خپل سفر گټور بللى او وايي، چې له افغان ولسشمر او نورو چارواکو سره يې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رامنځته شوې بې باورۍ پر ختمولو خبرې کړي او دواړه لوري په دې …

نور... »

حامد کرزي او د ملي امنیت ریاست له طالبانو سره خبري تخریب کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي امنیت ریاست له طالبانو سره د سولي خبري اتري تخریب کړي دي. د پاکستان رسنیو د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند له قوله ویلي؛ د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په کابل کې له …

نور... »

ترهگر په اسلامي نړۍ کې پرمختگ ټکنی کوي- اشرف غني

که څه هم ریکا یوه اقتصادي ناسته ده؛ خو په سیمه کې د ترهگرۍ له اړخه مخ پر زیاتېدونکي گواښونه او د کابل او اسلام آباد تر منځ په اړیکو کې ترینگلتیا د دې سبب شوې، چې د دې ناستې دوه یمه ورځ پر امنیتي او سیاسي مسایلو را وڅرخي. …

نور... »

افغانستان چمتو دى، چې له سارک سازمان د همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي

ولسمشر غني وايي، افغانستان چمتو دى، چې له سارک سازمان سره د انرژۍ، د بېړني حالت د مدیریت او د سازمان شویو جرمونو او قاچاق په مخنیوي کې درې تفاهم لیکونه تصویب کړي. نوموړي دغه څرگندونې، تېره ورځ د سویلي آسیا د هېوادونو د همکارۍ د سازمان سارک له سکرتر …

نور... »

سرتاج عزیز د ریکا په شپږمه غونډه کې د گډون لپاره کابل ته راغلی

د پاکستان د لومړي وزیر او ملي امینت سلاکار سرتاج عزیز له افغانستان سره د اقتصادي او سیمه ییزو همکاریو ریکا په شپږمه غونډه کې د گډون لپاره نن کابل ته راغی. ټاکل شوې، چې عزیز به د افغانستان له ولسمشر سره ځانگړې لیدنه کتنه وکړي. دا سفر په داسي …

نور... »

افغانستان د سیمې یو ښه ترانزیتي دهیلز کیدای شي

د سیمې د اقتصادي همکاریو په شپږمه ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان موقیعت د سیمې لپاره مهم وباله. دی د سیمې د هېوادونو تر منځ د سوداگریزو راکړو او ترانزیت پر پراختیا ټینگار کوي او اویي؛ افغانستان د سیمې یو ښه ترانزیتي دهیلز کیدای شي، …

نور... »

په کابل کې د سیمې د اقتصادي همکاریو(ریکا) شپږمه ناسته پیل شوه

د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې په دې غونډه کې د دېرش هېوادونو او څلوېښت سازمانونو استازي گډون لري. د دغې دوه ورځنۍ ناستې په پرانیسته کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي خبرې وکړې. ښاغلی کرزی وایي، اوږده لار په مخ کې ده؛ خو فرصتونه …

نور... »

په هلمند كې اووه پوليس په مرموز ډول وژل شوي

د هلمند د گرمسير ولسوالۍ امنيه قوماندان تيمورشاه نظري وايي، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په بيرتاقي سيمه كې د پوليسو يوې پوستې ته شړومبې وروړل شوي، چې له څښلو وروسته مسموم شوي دي. هغه زیاتوي؛ وروسته وسلوال پوستې ته ورغلي او د پوستې د قوماندان په گډون يې …

نور... »

په هرات كې نن هم د يوه ښوونځي زده كوونكې مسمومې شوې دي

نن هم د هرات ښار د باباحاجي په ښوونځي كې نجونې مسمومې شوې دي. د هرات روغتون مسوولين وايي، چې له دې ښوونځي څخه تراوسه ورته ۶۰ زدكوونكې وروړل شوې دي. تراوسه د مسموميت لامل نه دى روښانه شوى.

نور... »

پکتيا: که په تذکرو کې افغان او اسلام کلمې نه وي له دولت سره پرېکون کوو

په پکتيا کې سلګونه کسانو په برېښنايي تذکرو کې د دين او افغان كلمو د ليكلو غوښتنه وكړه.دغو لاريون کوونکو په حکومت نيوکه کوله، چې په لوى لاس تعصب ته لمن وهي او اسلامي ارزښتونو ته په سپکه ګوري. په دغه لاريون کې د پکتيا ولايتي شورا غړو هم ګډون …

نور... »

ننګرهار: پنځه پاكستانيان له وسلو او چاودېدونکو توکیو سره نیول شوي

د ننګرهار د پوليسو چارواكي وايي وسله والو غوښتل په سيمه كې په امنيتي ځواكونو بريد وكړي. د ننګرهار پوليس دغه راز په دغه ولايت كې د يو سل او اته كيلوګرامه نشه يي توكو د نيولو خبر هم وركوي. پولیسو د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ د باسول په سیمه …

نور... »

کندز: دوو طالبانو خپل څوارلس ملګري وژلي دي

د كندز د امنيې قوماندانوايي چې دا دوه تنه چې د امنيتي ځواكونو نفوذي كسان وو وړمه شپه يې د امام صاحب ولسوالۍ په يكه توت سيمه كې څوارلس طالبان وژلي او وسلې يې پوليسو ته تسليم كړې دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. …

نور... »

دولتي ادارې به سږ کال د خپلو پرمختیایي بوديجو ۴۶ سلنه او د عادي بوديجو ۸۱ سلنه ولګوي

د مشرانو جرګې د بوديجې او مالي چارو کمیسیون وایي، دیارلس سوه دري نوي یم مالي کال کې دولتي بنسټونه په دې توانېدلي چې د خپلو پرمختیایی بوديجو شپږڅلویښت سلنه برخه ولګوي. د دغه کمیسیون له خوا د دري نوي یم مالي کال قطعيه حسابونه له رسنیو او د مدني …

نور... »

پاکستان کې ترهګر روزل کېږي او ټول تجهيزات یې هملته کېږي

افغان حکومت وايي، د پاکستان په خاوره کې د ترورېستي ډلو فعالیت د دواړو هېوادونو د سیاست والو تر منځ د نظرونو د اختلاف اساسي لامل دی. ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز وروستیو خبرو په غبرګون کې چې ویلي یې دي، د پاکستاني پوځ …

نور... »

د مشرانو جرګې لومړی مرستيال: له اداري فساد سره دې مبارزه له ارګ پيل شي

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال له ولسمشر او اجرایی رییس غواړي چې د یوې سالمي ادارې د رامنځته کېدو له پاره له فساد سره مبارزه لومړی له ارګ او سپیدار ماڼۍ پیل کړي. دی وایي، څو پورې چې په دې برخه کې ولسمشر او اجرایي رییس عملي ګامونه وانه خلي، …

نور... »