عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د ولسي جرګې غړي د راحل شريف څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري

د پاکستان لوی درستیز راحل شریف وايي چې هېواد یې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې صادقانه هڅې کړې دي. هغه په افغانستان کې د شرایطو د خرابوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د هغو کسانو مخنیوی به وکړي چې غواړي د پاکستان …

نور... »

په هېواد کې شاوخوا دیارلس میلیونه وګړي بېکاره دي

دوی چې د کابل له دارالامان څخه د ولسي جرګې تر ودانۍ پورې لاریون وکړ حکومت یې تورن کړ چې د اوزګارو کسانو له پاره کاري زمینې نه برابروي. دوی څرګنده کړه چې په میلیونونه افغانان او هغه ځوانان چې لوړې زده کړې لري بېکاره دي خو حکومت دغې ستونزې …

نور... »

ولسي جرګې په خپله لومړۍ غونډه کې د هېواد امنيتي حالات د اندېښنې وړ وبلل

ولسي جرګې د اوړي له رخصتۍ وروسته په خپله لومړنۍ غونډه کې د هېواد په امنیتي حالاتو اندېښنه وښوده. د ولسي جرګې رییس وویل، هغه هېوادونه چې د افغانستان امنیت ته ژمن وو، اوس یوازې د حالاتو ننداره کوي. د ولسي جرګې په دغه غونډه کې له هېواد څخه په …

نور... »

افغان حکومت د سام غونډه کې مرسته کوونکي قانع نه کړای شول

د سام نړیوالې غونډې یو شمېر ګډون کوونکي وايي چې افغان حکومت مرستندویانو ته په قناعت ورکولو بریالی نه شو. دوی وايي که افغان حکومت له نړیوالو سره کړې ژمنې پوره نه کړي د نړیوالو ملاتړ به له لاسه ورکړي. دوی وايي چې د سام په غونډه کې یې ټينګار …

نور... »

د سام ناسته د افغانستان له پاره گټوره وه- هایسم

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي نیکولایس هایسم وایي، چې په کابل کې د سام دوه ورځينی ناسته د افغانستان او نړیوالې ټولنې له پاره مهمه وه. نوموړی زیاتوي، په دغه ناسته کې د نورو ناستو په پرتله د افغانانو پر هغو غوښتنو بحث وشو، چې ورته زیاته …

نور... »

وسلوالو طالبانو د سرپل ولایت د مرکز دری کلی نیولی

د سرپل د ولایتی شورا غړی اسدالله خرمی آریانا نیوز ته وویل؛ تېره ورځ ناوخته قلعه سوخته، قلعه لغمان او علف سفید کلي، چې د مرکز اړوند دی وسلوالو طالبانو نیولي دي. نوموړی زیاتوي، چی د دغو سیمو په نیولو د کوهستاناتو ولسوالۍ ته اکمالاتی لاره تړل شوې ده. د …

نور... »

په هرات كې يوځل بيا دېرش زدكوونكي مسموم شوي

د هرات د پوهنې رياست مسوولين وايي، دا پېښه د انجيل ولسوالې په نوين ښوونځي كې رامنځته شوې او د مسمومو زدكوونكیو او ښوونكیو د ليږدولو په موخه امبولانسونه سيمې ته ليږدول شوي دي. همدا راز رپوټونه وايي، چې د دې ولسوالې په ابولوليد سيمه كې هم د نجونو او …

نور... »

په زابل ولايت کې پېنځه پوليس په مرموز بڼه وژل شوي

نن سهار شاوخوا شپږ بجې د زابل ولایت په شاجوى ولسوالۍ کې ۵ پولیس په مرموزه بڼه وژل شوي دي. د شاه جوى ولسوال وزيرمحمد جوادي رسنیو ته وويل،چې د ولسوالۍ د کجيرخېلو په سيمه کې د پوليسو د يوې پوستې څلور پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ورک …

نور... »

د طالبانو د امارت څوکۍ په پاکستان کې وېشل کیږي- منصور دادالله

طالب قوماندان ملا منصور دادالله وايي، چې د طالبانو د امارت څوکۍ په پاکستان کې وېشل کیږي او ددغه هېواد استخباراتي ادارې ترې د ملي گټو خلاف غوښتنې کوي. ملا منصور دادالله دغه څرگندونې په هغه ويديويي پيغام کې کړې، چې د ده د ډلې له خوا تازه په ټولنيزو …

نور... »

د خوست مېرمنې: جګړې تر ټولو ډېر موږ ته زيان اړولی

په خوست کې يو شمېر مېرمنو د ملي يووالي د حكومت له مشرانو غوښتي چې خپل منځي ستونزې حل او په هېواد كې د جګړې د پاى ته رسولو عملي لارې چارې ومومي. دغه مېرمنې چې له افغان ځواكونو څخهد ملاتړ په موخه په يوه غونډه كې راټولې شوې وې …

نور... »

افغان حکومت باید د پاکستان په خبرو تېر نه وزي

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې په پاکستان د لویدیځ او سیمې د هېوادونو فشارونه زیات شوي او دغه حکومت هڅې کوي چې له افغانستان سره د سولې په پروسه کې د همکاریو خپل پخوانی دریځ وساتي. دوی وايي چې افغان حکومت باید د پاکستان په خبرو …

نور... »

د افغان کلمې نه ليکل کېدو د تذکرو د وېش لړۍ درولې

د کابل او یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي چې د ملي یووالي حکومت باید په ملي مسایلو کې قومي، ژبني او سمتي مسایل ونه پالي. دوی وايي چې د سیمې او په ځانګړې توګه د پاکستان استخبارات په هېواد کې د یو شمېر نفوذ لرونکو کسانو له لارې هڅې کوي …

نور... »

د افغانستان صنعت له سختو ستونزو سره مخامخ دی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وایې، د افغانستان صنعت له جدي ستونزو سره مخ دی. له بلې خوا په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې رییس ټینګار کوي چې د کورنیو تولیداتو زیاتوالي ته باید زمینه برابره شي. د سوداګری او صنایعو وزیر همايون رسا له …

نور... »

ولسمشر د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د وړاندیزونو ټولګه ومنله

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون ريیس شاه سلطان عاکفي وايي که د دوی وړاندیزونه ونه منل شي، هېڅ ډول ټاکنې به ونه شي. نوموړی وايي چې ټاکنیز بنسټونه باید د ولسمشر پرېکړو ته درناوی وکړي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسولین بیا وايي، که د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون وړاندیزونه …

نور... »

په پاکستان کې افغان کډوال د پوليسو له سختو ځورونو سره مخ دي

افغان کډوال په پاکستان کې د پولیسو له خوا سخت ځورل کېږي. یو شمېر افغان کورنۍ چې تازه له پاکستان څخه راستنې شوې دي، وايي چې پاکستاني پولیسو يې وخت ناوخت کورونه پلټل او د بډو اخیستو له پاره یې ورته ډول ډول پلمې لټولې. په داسې حال کې چې …

نور... »

په سام غونډه کې نړيوال له افغانستان سره مرستې ته زړه نازړه وو

په کابل کې د سام د نړیوالې غونډې ګډونوال وايي چې په د تېرو غونډو په پرتله دا ځل د نړیوالو چلند سوړ و. دوی وايي چې که څه هم نړیوالو یو ځل بیا له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړې خو نړیوال د مرستو ورکولو له پاره زړه نازړه …

نور... »

نړيوالې ‌ټولنې د حکومت له کړنو رضايت څرگند کړ- حکیمي

د ماليې وزير وايي، د سام کنفرانس پرمهال نړيوالې ‌ټولنې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د تېر يوه کال له کړنو رضايت څرگند کړی. د ماليې وزير اکليل حکيمي دغه څرگندونې تېره ورځ ناوخته په کابل کې د لوړپوړیو چارواکو د غونډې په پاى کې د ملگرو ملتونو له …

نور... »

د دوه زره نولسم کال ټاکنې به د سیمې په کچه ډېرې رڼې او پاکې وي – غني

ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د ځواب ویلو په دوه یمه ناسته کې د توکیو او لندن له ناستو څخه د جوړ شوي ښه حکومت د ژمنو او ټولیزو کړنو په اړه معلومات ورکړل. ولسمشر غني وویل، نن د یوه پر ځان بسیا افغانستان لپاره …

نور... »

پاکستان له طالبانو څخه د هند پر وړاندې د نیابتي جنگیالیو کار اخلي- خالد عزیز

په پېښور کې د سیمه ییزو څېړنو او روزنې انستیتوت او د پاکستان پالیسۍ گروپ رییس خالد عزیز د سولې بهیر په ټپه دریدو کې د ای ایس ای ترڅنگ د ځینو نورو استخباراتي کړیو لاس لرل تائیدوي او وايي، چې د سولې بهیر د پيلیدو په حساس وخت کې …

نور... »

په هرات کې د فکري سلجوقي د ښوونځي زدکوونکې مسمومې شوې

د هرات ولایت د پوهنې رییس عبدالرزاق احمدي وایي، د فکري سلجوقي ښوونځي زدکوونکې نږدې یوه بجه په داسې حال کې مسمومې شوي، چې ټولگي ته ورننوتې وې او خپور شوي گاز مسمومې کړې دي. د نوموړي په وینا؛ تر دې دمه له دې ښوونځي څخه درې نجونې روغتون ته …

نور... »