عاجل خبرونه

تازه خبرونه

په هېواد کې د اوسپنې د ويلي کولو ۱۴مه فابريکه جوړه شوه

 دغه فابریکه به په پنځلس جریبه ځمکه کې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړه او ګتې اخیستو ته وسپارل شي.  په دې فابریکې د یوه پانګه وال له خوا یو سل او شل میلیون ډالر لګېږي. د اقتصاد وزیر وایي، په ټول ځواک سره هڅه کوي چې هېواد کې د …

نور... »

د وسله والو طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي

د دې ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايي چې وسله والو طالبانو د دوی د هغو عملياتو په ترڅ کې چې د يکشنبې په ورځ پيل شول پکې وسله وال طالبان له هغو سيمو په شا تمبول شوي چې په همدې ورځ مخ ته راغلي وو.  نوموړی وايي …

نور... »

لوړ پوړي چارواکي، وکیلان او وزیران نشه يي ټابلېټ خوري

د روغتیا وزارت مسولین وايي چې په هېواد کې په پرېمانه توګه د نشه يي توکو له پیدا کېدو سره سره له بهره په غیر قانوني توګه داسې درمل واردېږي چې شهواني قوه زیاتوي او بډای وګړي ګټه ترې اخلي. له بلې خوا د  ولسي جرګې غړی همایون همایون وايي …

نور... »

په ۲۰۱۴م کال کې د هېواد د جګړې لګښت د ملي بوديجې ۱۳ برابره دی

د سولې او ولسواکۍ له پاره د مساوات موسسې تازه څېړنې ښيي چې په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې د افغانستان په جګړه نهه میلیارده او یو نوي میلیون ډالره لګښت راغلی دی.  دغه رقم د هېواد د کورنیو عوایدو څلور برابره او د روان کال د ملي بوديجې …

نور... »

فايق: غورماچ د خيالي پوليسو له لاسه سقوط وکړ

د غورماچ ولسوالۍ امنیتي مسولین وايي چې د سرتېرو د ستړیا له امله دغه ولسوالي د وسله والو مخالفینو لاس ته ولوېده. د دې ولسوالۍ د امنیه  قومندان ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونو له مخالفینو سره له اوږدې نښتې وروسته له ولسوالۍ په شاتګ کړی. په همدي حال کې په …

نور... »

د بلخ بزګر د اوبو له کمښت سرټکوي

په بلخ کې د کرني ریاست چارواکي وايي چې د مني د کښت کمپاین يي پیل کړی. په مني کې ډېری بزګر د اوربشو او غنمو کښت کوي. د بلخ د کرنې ریاست د مسولینو په وینا د دغه ولایت د نهرشاهی، بلخ، دهدادي او چمتال ولسوالیو کې درې فصله …

نور... »

وسلوالو طالبانو د هرات پر شينډنډ ولسوالې بريد كړى

يوه امينتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې ياد شي وايي: څو شېبې وړاندې وسلوالو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ او يوه امنيتي پوسته بريد كړى او د ولسوالې په بازار كې جگړه روانه ده. دا منيتي سر چينه زیاتوي، چې سيمې ته يې نوي ځواكونه استولي دي. تراوسه ددې …

نور... »

د میدان وردگ ولايت د فوايد عامې رييس د بډو اخيستو په تور نيول شوى

دميدان وردگو چارواکي وايي، د دې ولايت د فوايد عامې رييس د بډو اخيستو په تور د امنيتي منسوبينو له لوري نيول شوى دى. د میدان وردگو د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي رسنیو ته ويلي، چې سید یونس نجفي زاده تېره ورځ له غرمې وروسته نیول شوی دی. هغه زیاته …

نور... »

په ایران کې شل افغانان مړه او لس نور ټپیان شوي

د ایران دولتي تلویزیون وايي، چې د دغه هېواد د موترو په ټکر کې شل افغانان، چی قانوني اسناد یې نه لرل مړه او لس تنه نور ټپیان دي. په راپور کې ویل شوي، چې یو ملي بس او یوه لارۍ د یکشنبې په ماښام د قم او تهران په …

نور... »

علماء په افغانستان کې د سولې او پخلاينې په اړه مهم رول لوبولى شي- نيکولاس هيسم

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى وايي، چې علماء په افغانستان کې د سولې او پخلاينې په برخه کې مهم رول لوبولى شي. دغه څرگندونې په کابل کې د ملگرو ملتونو د دفتر يوناما مشر او د دغه سازمان د سرمنشي ځانگړي استازي نيکولاس هيسم په هغه خبرپاڼه …

نور... »

له بشپړ ډاډ پرته په کندوز کې بیا فعاليت نه پيلوو- گيليم موليني

د بې پولې داکترانو نړيوال تنظيم وايي؛ تر هغې، چې د امريکا او افغان حکومت له خوا د امنيتي خونديتوب سشپړ ډاډ تر لاسه نه کړو، بيا په کندوز کې فعاليت نه پيلوو. امريکا وايي، چې هوايي ځواک مو د افغان حکومت په غوښتنه د روان لمريز کال د تلې …

نور... »

هغه څوک، چې صادقانه کار نه کوي، ډېر ژر دې گوښه کړای شي- غني

افغان ولسمشر سيمه ييزو چارواکو ته امر کړى؛ هغه څوک، چې په دندو کې غفلت کوي او يا هم صادقانه کار نه کوي، ډېر ژر دې گوښه کړای شي. دغه څرگندونې په هغه خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د ولسمشرۍ مانۍ له لوري خپره شوې ده. په خبرپاڼه کې …

نور... »

د پانګې اچونې اداره: د ستندرد په جوړولو سره پانګه اچونه پرمختګ کوي

نن د سټندرد د نړیوالې ورځې په غونډه کې ګډونوالو وویل چې، د افغانستان کرنیز او صنعتي محصولات په ستندرد برابر نه دي.  دوی وویل چې، په ستندرد د محصولاتو د نه برابروالي له کبله سوداګریز بیلانس منفي خواته روان دي. په ښه حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی هم …

نور... »

ولسمشرۍ ماڼۍ: افغانستان له هر هېواد سره تړون کولای شي

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د ملي ګټو او امنیتي حالاتو د ښه کولو له پاره کولای شي له هر هېواد مرسته وغواړي.  د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال چین او روسیې ته د ملي امنیت د شورا د ريیس او د ملي دفاع وزارت د …

نور... »

مشرانو جرګه: امريکايان دې په ترهګرو بريد وکړي

 دوی له امریکا غواړي، پر پاکستان فشار زیات کړي چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي. د جرګې غړي وايي چې دلته د امریکايي ځواکونو حضور هغه مهال ګټور تمامېدای شي چې د ترهګرو په مرکزونو بریدونه وکړي او په هغو سیاسي، پوځي او اقتصادی کړيو فشار …

نور... »

په کندز کې خلک د پوځي عملياتو په ټكنيتوب انديښمن دي

كه څه هم د كندز له جگړې درې اوونۍ تېريږي؛ خو تراوسه هم ښار ته په نږدې سيمو كې نښتې دوام لري. د كندز ولايتي شورا مسوولين او يو شمېرعام اوسيدونكي په دغه ولايت كې د پوځي عملياتو په ټكنيتوب انديښمن دي. د ولايتي شورا مرستيال امرالدين ولي وايي،وسله والو …

نور... »

د غورماچ ولسوالۍ د بېرته نيولو عمليات پيل شوي

په فارياب كې د ملي اردو قوماندان شيرين شاه كوهبندي وايي، چې د غورماچ ولسوالې د بېرته نيولو په موخه په عملياتو كې څلويښت وسلوال وژل شوي دي. د فارياب د غورماچ ولسوالې مركز تيره شپه د وسلوالو له خوا له يو ډله ییز بريد وروسته ونيول شو. په ولسي …

نور... »

د خوست میخانیکی انستیتیوت زدکوونکي امنیتي دروازه جوړه کړه

د خوست میخانیکی انستیتیوت د برق برخې زدکوونکى فیض الله داسې دروازه جوړه کړي، چې د چاودنې او مرمۍ له غږ سره په اتوماتیکه توگه بنديږي. فيض الله وایي، دا دروازه د ودانيو ، دفترونو، بانکونو او نور ځانگړیو ځايونو د امنيتي خونديتوب له پاره جوړه شوې ده. نوموړى زیاتوي، …

نور... »

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې پر هوايي بريد ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي

په دې ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردود عامه اړيکومسوول ډگروال محمد رسول ځاځی وايي؛ ياد شوی هوايي بريد د يکشنبې په ورځ د دې ولسوالۍ د لوی مانده په سيمه کې ترسره شو، چې په کې د يو طالب قوماندان په گډون ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي او …

نور... »

نړیواله ټولنه باید د تروریزم په وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي- عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه رییس وایي، په اوسنیو شرایطو کې افغانستان د نړۍ د ډاډ وړ همکار هېواد دی او نړیواله ټولنه هم باید له دغه هېواد سره د تروریزم په وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي. اجرائیه رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ د امریکایي او ناتو ځواکونو له عمومي قومندان …

نور... »