عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د بغلان ولايت خلک له مرکزي دولت څخه ناراضه دي

بغلان کې خلک وایي، د ملي یووالي حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی. په همدې حال کې کارپوهان وایي، د وسله والو لاسونو ته د کندز لوېدو پلخمري کې د خلکو روحیه اغېزمنه کړې. بغلان کې خلک د کندز په سقوط اندېښمن ښکاري او وایي، دا به د …

نور... »

ولسمشر غني: ترهګرو کندز ځکه ونيوه چې حکومت نه غوښتل په خلکو بمبار وکړي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې ترهګرو په کندز کې خلک د ځان له پاره ډال وګرځول او په ښار يې برید وکړ. د ښاغلي غني په وینا ترهګرو ځکه کندز ونیوه چې حکومت نه غوښتل په خلکو بمباري وکړي. د ښاغلي غني په باور اوس د کندز حالت د …

نور... »

افغانستان د نړيوالې ټولنې اوږدمهاله مرستو ته اړتيا لري، عبدالله عبدالله

د افغانستان اجرایی رییس عبدالله عبدالله وایی، افغانستان د هغو ترهګرو شبکو قرباني دی چې پاکستان کې پناه ځایونه لري او له هغه هېواد څخه پر افغانستان بریدونه کوي. عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د وینا پر مهال وویل، حقاني شبکه خطرناکه ترهګره ډله ده چې …

نور... »

کندهار: د سولر برېښنا پروژه به ډېر ژر په کار پيل وکړي

دکندهار دبرېښنا شرکت وايي چې دسولر برېښنا پروژه د ځاى د نشتوالي له امله ځنډېدلې او ډېر ژر به يې كار پيل شي. د كندهار د برېښنا رياست مرستيال وايي چې د دغه پروژې له پاره د ځمكې د نشتوالي ستونزه هم اواره شوې او كار به يې ژر پيل …

نور... »

امنيتي مسولين: د هېواد د دفاع له پاره څوک شخصي وسلې کاروی نه شي

دننګرهارامنیتي مسولین وايي سیاسي چارواکي یې په چارو کې غیر قانوني مداخلې کوي.دملي امنیت مرستیال وايي هېڅ شخصي وسله والې ډلې ته د شخصي وسلې د استعمال اجازه نه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر ویلي، که حکومت د داعش د …

نور... »

ټرافيکي پېښو تر ۸۰ ډېر کسان ټپيان کړي

په هلمند کې د اختر په ورځو کې لسګونه كسان د ترافيکي پېښو له امله ټپيان شوي او يو تن مړ شوى دى. په دې ولايت کې د بست روغتون مسولين وايي چې د اختر په ورځو كې د ترافيكي پېښو ۸۲ ټپيان وروړل شوي چې اويا سلنه يې بستر …

نور... »

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اجرايي بڼه نه ده غوره کړې، نی

له آزادو رسنیو د ملاتړ اداره(نی) وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اجرايي بڼه نه ده غوره کړې نو ځکه خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. د نی ادارې مسولین وايي، هېوادوال د خوندیتوب او ذهني سکون له پاره کره معلوماتو ته اړتیا لري، خو د ملي یووالي …

نور... »

سياسي کارپوهان: امنيتي چارواکي بايد له دندو ګوښه شي

یو شمېر کارپوهان وايي که امنیتی بنسټونه له سره چاڼ نه شي، ښايي ډېرې سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېږي. دوی د هېواد امنیتي حالت کړکېچن ‎او د اندېښنې وړ بولي، زیاتوي چې حکومت د طالبانو د مهارولو له پاره هېڅ پلان نه لري. د نا امنیو له …

نور... »

د پکتيکا په پرونۍ چاودنه کې د يوې کورنۍ ١٠غړي وژل شوي

په دغو وژل شويو کې دوه وروڼه او آته يې هم د تره زامن دي. چارواكي وايي چې په دې پېښه كې ټول څوارلس وژل شوي او ٣٣ نور ټپيان دي. ټپيان تېر ماښام د چورلکو په واسطه کابل ته ليږدول شوي دي. د پکتيکا والي دا يوه له وحشت …

نور... »

ولسمشر او امنیتی چارواکې د هېواد د امنیت په ساتنه کې ناکام دي- ولسي جرگه

ولسي جرگې د هېواد امنیتی وضعیت او په ځانگړي توگه د کندوز د امنیتی وضعیت په اړه د اندېښنی په څرگندولو حکومت د امنیت په تامینولو کې په پاتی راتلو تورن کړل او د امنیتی سکتور د مسوولینو د استیضاح غوښتنه وکړه. د ولسي جرگې رییس عبدالروف ابراهیمي وایي، په …

نور... »

طالبانو له څلور خواوو د کندز پر مرکز برید کړی

یوې امنیتي سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې وسلوالو طالبانو له څلور خواوو د دغه ولایت پر مرکز برید کړی دی.   سرچینه زیاتوي، که تازه دمي ځواکونه دغه ولایت ته ونه لیږل شي؛ کیدی شي کندوز ښار هم طالبان ونیسي.   په دغه نښته کې، چې د امنیتي ځواکونو …

نور... »

ماين چاودنې په فوټبال ميدان کې ۵۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په پکتيکا ولايت کې د فوټبال په ميدان، د ماين چاودنې له امله نژدې يو پنځوس تنه مړه او ټپيان شوي دي. په ياد ولايت کې د ملي اردو يوه چارواکي آريانا نيوز ته وويل: چاودنه د خيرکوټ ولسوالۍ د سيګانای په کلي کې د يوه ځای په ځای شوي …

نور... »

خوست کې اختر په مېلو او اتڼونو ونمانځل شو

په خوست کې لوى اختر له امنيتي پېښې پرته په سيمه ييزو دودونو سره ولمانځل شو. په دې ولايت کې د اخترونو لمانځل له نورو سيمو سره توپير لري. ځوانان په يو شمېر سيمو كې كنسرتونه، مېلې جوړوي او اټن كوي. د خوست امنيتي چارواكي وايي په دې موخه يې …

نور... »

که د پوستکي د پروسس فابريکې ولرو، پوستکي به مو پاکستان ته په نيمه بيه نه ځي. سپاهي زاده

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رياست وايي هره مياشت له سل زرو ډېر پوستكي له دغه ولايت څخه پاكستان ته صادرېږي. د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رييس شېراحمد سپاهي زاده وايي د پوستكو د پروسس فابريكو د نشتوالي له امله د څارويو ډېر پوستكي پاكستان ته وړل كېږي …

نور... »

افغانستان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان له لاسوهنو د شکایت کولو موکه له لاسه ورکړه

د ولسي جرګې یو شمېر غړي نیویارک ته د اجرايي رییس په مشرۍ په تللي پلاوي سختې نیوکې کوي چې ګواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته يې د پاکستان د لاسوهنو له کبله خپل شکایت ونه کړ. دوی وايي چې له داعش څخه د پاکستان د ملاتړ او …

نور... »

چین دې د افغانستان د سولې او ثبات او اقتصادي پیاوړتیا له پاره ډاډمنې هڅې وکړي- کري

امریکا له چین څخه وغوښتل، چې د سیمې په ځانگړي توگه د افغانستان د سولې او ثبات او اقتصادي پیاوړتیا ډاډمنې هڅې تر سره کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري دا غوښتنه د امریکا، چین او افغانستان په درې اړخیزه ناسته کې بینجینگ ته وړاندې کړه. د …

نور... »

د حج په مراسمو کې پر وژل شویو کسانو ۵۲ نور هم ورزیات شول

د سعودي عربستان چارواکي وايي، د وروستي ټېل-ماټېل په پېښه کې د وژل شويو کسانو په رسمي شمېر کې دوه پنځوس نور هم ور زيات شول. له دې سره د وژل شویو شمېر اووه سوه نهه شپېته او د ټپيانو شمېر نهه سوه څلوردېرش تنو ته پورته شوی دی. د …

نور... »

د امریکا دفاع وزارت افغان ملي اردو ته د یرغلیزو متحرکو وسایطو قرارداد کړی

د امریکا دفاع وزارت د افغان ملي اردو له پاره له یوه امریکايی شرکت سره دپنځوسیرغلیزو متحرکو وسایطو قرارداد وکړ. د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم دا وساسط به د لویزیانا په نیو اورلینز کې د تیکسترن مرین اندسیستمز شرکت له لوري جوړ شي. د …

نور... »

د ننگرهار ولایت پر اچین ولسوالۍ داعیش برید کړی

نن سهار د داعش وسلوالي ډلي د ننگرهار په اچین ولسوالۍ کې   د افغان امنیتي ځواکونوپر پوستو بردونه کړي دي.   د اچین ولسوال غالب مجاهد د دغه خبر له تائید سره وایي، چې داعش ډلي د سرحدي پولیسو او ملي پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړي دي. نوموړی وایي، …

نور... »

د داعش ځپلو ته ځانگړى ضربتي گروپ جوړ شوی

د افغانستان استخباراتي چارواکي وايي،د داعش ډلې د ځپلو لپاره يو ځانگړى ضربتي گروپ جوړ شوی دى. د ملي امنيت عمومي رياست ويلي، چېپه افغانستان کې د داعش پهوړاندې د مبارزې لپاره يې يوه ځانگړې کاري ډله جوړه کړې ده. دا خبره د دغه رياست يوې سرچينې د نوم نه …

نور... »