عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د بغلان لاریونوال د کابل ـ مزار د لویې لار پرانستلو ته حاضر شول

د بغلان سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې له شپږورځني ځنډ وروسته د پارلماني ټاکنو د متعرضو نوماندانو پلویان حاضر شول، چې د کابل ـ شمال لویه لار خلاصه کړي. د بغلان والي ویاند محمود حقمل رسنیو ته ویلي، چې لاریونوالو له هغې وروسته د لارې خلاصولو پرېکړه وکړه، چې …

نور... »

په غزني کې ناڅرګندو وسلوالو یو زیارت ته چاودنه ورکړې

په غزني ولایت کې ناڅرکندو وسولوالو تېره شپه یو زیارت پر ماینونو ویجاړ کړی دی. د غزني والي ویاند عارف نوري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې ناڅرکندو وسلوالو د عبدالواحد زیارت، چې پر شمس العارفین شهرت لري پر چاودیدونکیو توکو الوځولی دی. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ …

نور... »

د تلپاتې سولې تګلاره اوس هم بې برخلیکه ده-عبدالله عبدالله

اجرائیه رییس وایي، د سولې خبرو اترو غوټه نده پرانیستل شوې او په دې لار کې جدي اندېښنې اوس هم شته. د هغو نهه خبریالانو د لومړنی تلین په نمانځغونډه کې، چې تېرکال د کابل ښار د مطبعې تر څنګ ترې  ځانمرګي ژوند واخیست؛ اجرائیه رییس وویل: تر اوسه د …

نور... »

له پاکستانیو چارواکو سره د زلمي خلیلزاد دوه ورځنۍ خبرې تر سره شوې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته په خپل دوه ورځني سفر کې د دغه حکومت له اړوند مشرانو سره د افغانستان د سولې په اړه بحث او خبرې کړې دي.   بهرنۍ رسنۍ وایي؛ خلیلزاد له پاکستانيو چارواکو غوښتي، چې طالبان له افغان …

نور... »

کابل ښاریان د رخصتیو او لارو د خلاصون غوښتنه کوي

په کابل ښار کې څو ورځنیو رخصتیو او د ښار د یو شمېر سړکونو تړل کیدو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي او  له حکومت غواړي، چې د کابل ښار تړلي واټونه دې بېرته خلاص کړي. فرشته نومې، چې د سید جمال الدین افغان د ښوونکیو د روزنې زدکړیاله …

نور... »

په کابل کې د طالبانو د استخباراتو یو بل مسوول هم ونیول شو

امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو یو بل مسوول هم نیولی دی. کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د پولیسو ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د پېنځمې ناحیې د کوته سنګي په اړوند سیمه کې د طالبانو د استخباراتو یو بل مسوول هم له پېژندلو وروسته …

نور... »

ځاځی وطندوست د ولسي جرګې د دارالانشا د مشر په توګه غوره شو

د سې شنبې پر ورځ( د غویی ۱۰) د ولسمشر اشرف غني پر فرمان عبدالقادر ځاځی وطندوست د ولسي جرګې د دارالانشا د مشر په توګه  غوره شوی دی. د ولسمشر پر فرمان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې له مخې؛ له رتبې څخه په لوړ بست …

نور... »

زلمي خلیلزاد د سیمه ییزې اجماع لپاره پاکستان ته سفر کړی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اندېښنه ښودلې، چې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه اجماع نشته او د همدې موخې لپاره یې پاکستان ته سفر کړی دی. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د سیمه ییزې اجماع د …

نور... »

د بغلان نوماندانو د څلورمې ورځې لپاره هم د شمال لویه لار تړلې وساتله

د بغلان ولایت د پارلماني ټاکنو معترض نوماندان، چي تراوسه له حکومت سره هوکړې ته ندی رسیدلي د خپلو لاریونونو پر څلورمه ورځ یې هم د شمال لویه لار په بشپړ ډول له څو خواو تړلې وساتله. دوی ټینګار کوي، چې که مرکزي حکومت او ټاکنو کمیسیونونه د دوی غوښتونو …

نور... »

روانه مشورتي جرګه د اشرف غني جرګه ده- اجرائیه ریاست

اجرائیه ریاست وايي، چې د سولې مشورتي لویه جرګه د اشرف غني جرګه ده او د یوه ځانګړي جریان لخوا را بلل شوې ده. د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې پر ورځ(د غویی۹) پرانیستل شوه؛ خو د اجرائيه رييس په ګډون یو شمېر سیاستوالو په کې ګډون ندی کړی. …

نور... »

د سولې مشورتي جرګې مشر د جرګې تحریموونکي سلا مشورې ته راوبلل

د سولې مشورتي لویې جرګې رييس هغه کسان سلا مشورې ته را وبلل، چې جرګه یې تحریم کړې ده. د سولې مشورتي لویه جرګه د نیم حکومت په غوښتنه په داسې حال کې د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۹) پیل شوه، چې نیم حکومت یې مخالفت کوي. ښکاري، چې …

نور... »

په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه پرانستل شوه

په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۹) له طالبانو سره د خبرو لپاره د سرې کرښې د ټاکلو په موخه جوړه او رسماً پرانستل شوه.    د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو کمیسیون مشر محمد عمر داوود زي په خپلو لومړنیو …

نور... »

په کابل کې د طالبانو د استخباراتو یو مسوول ونیول شو

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ( یکشنبه د غویی ۸) په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو یو مسوول نیولی دی. دغه وزارت څرګنده کړې، چې دغه کس د پولیسو ځانګړیو ځواکونو لخوا تېر ماښام د اتلسمې ناحیې د کمپنۍ په اړوند سیمه کې …

نور... »

د مشورتي لویې جرګې ګډونوال دې جرګه تحریم کړي- طالبان

 په داسې حال کې، چې د دوشنبې پر ورځ( د غویي ۹) د ولسمشر غني په غوښتنه څلورورځنۍ مشورتي لویه جرګه د درې زره کسانو په ګډون جوړیدونکې ده؛ خو طالبانو ویلي، چې له امریکا سره د سولې خبرو پرمختګ کړی او د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره هم ګامونه پورته …

نور... »

د سولې جوړیدونکې مشورتي جرګه حقوقي او قانوني ارزښت نلري- د ولسمشرۍ ۱۲نوماندان

د ولسمشریزو ټاکنو دولس ټاکنیزو ډلو ولسمشر غني ته خبرداری ورکړي، چې که د سولې د مشورتي لویې جرګې پایلې د ولس له غوښتونو سره په ټکر کې وې؛ نو دوی به هم د خلکو لویه جرګه راوغواړي. کابل ته د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره سلګونه کسان د راټولیدو …

نور... »

د غویی ۸ د مجاهدینو د بریا له ۲۷کلیزې سره برابره ده

د مجاهدینو د بریا د ۲۷ کلیزې په ویاړ جوړو شویو مراسمو کې حکومتي چارواکو او سیاستوالو د سولې د هڅو پر دوام ټينګار وکړ. ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته په نغوته کې وویل، چې یو څرګند او ښکاره دولت باید د خلکو د برخلیک لپاره څرګندې …

نور... »

د سولې مشورتي جرګې ته د امنیتي تدابیرو له کبله یو ماشوم ساه ورکړه

د سولې مشورتي لویې جرګې ته د امنیتي تدابیر او لارو بندښت له کبله یوه ماشوم روغتون ته پر لار ساه ورکړه. د لویې جرګې خیمې ته ورغلي سړکونه یا تړل شوي او یا هم خلک اړ دي، چې د پلټنې په پوستو کې ساعتونه تم شي او دغې چارې …

نور... »

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل د رایو بیا شمېرنه لغو کړه

ټاکنیزو شکایتونو ته د لاسرسي کمیسیون د کابل ولایت د رای پاڼو بیا شمېرنه لغو اعلام کړه. دغه کمیسیون ټینګار کوي، چې د کابل ولایت د لومړنیو پایلو له کتنې وروسته به د دې ولایت د رای پاڼو له مخې به لومړنۍ پایلې په روانه اوونۍ کې  پایلې اعلام شي. …

نور... »

په غزني کې د یو ماین جوړوونکي په ګډون۷ طالبان وژل شوي

په غزني کې د ائتلافي ځواکونو پر هوایي بریدونو د یو ماین جوړوونکي په ګډون۷ طالبان وژل شوي دي. د غزني والي ویاند محمد عارف نوري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې دغه طالب جنګیالي د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو په څلور هوایي بریدونو کې تېرمازیګر( د غویی ۷) …

نور... »

د سولې مشورتې جرګه به د ۱۸ بنسټونو په نه ګډون جوړه شي

د سولې مشورتي لویه جرګه به دوه ورځې وروسته د نږدې لس سترو سیاسي ګوندونو، اته ټاکنیزو ډلو د استازیو او یو شمېر نورو بنسټونو د استازیو په نشتون کې جوړه شي.  هغه جرګه، چې غواړي د سولې په بهیر کې اجماع را منځته کړي؛ خو همداوس د جمیعت، جنبش، …

نور... »