عاجل خبرونه

تازه خبرونه

فراه ولایت ته د طالبانو نومول شوی والي ووژل شو

د فراه ولایت د پولیسو ویاند اقبال باهر وایي، د بالابلوک ولسوالۍ د گنج آباد په سیمه کې د طالبانو نومول شوی والي ملا ابراهیم امنتیتي ځواکونو وژلی دی. ځایي وسلوالو طالبانو هم د نوموړي وژل کیدل منلي او وایي، چې مرمۍ یې پر تندي لگیدلی ده. ملا ابراهیم په …

نور... »

طالبانو د افغانستان په ختیځو سیمو کې نوی ځواک جوړ کړ

طالبانو د افغانستان په ځینو ختیځو سیمو کې د منتظره قطعو په نوم نوی ځواک جوړ کړی، چې یوازې ځوانان روزي او د ‘داعش’ پرخلاف یې جگړې ته چمتو کوي.   د طالبانو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، چې په ځینو سیمو …

نور... »

هيڅوک هم د امنیتي سکتور په چارو او مقرریو کې د لاسوهنې حق نه لري-غني

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه په ډاگه کوي، چې ښاغلي غني پرون د درېسوه دوه تندر قول اردو له قومندان محمد شریف یفتلي سره د ویدیو کانفرانس له لارې ویلي، چې هيڅوک هم د امنیتي سکتور په چارو او مقرریو کې د لاسوهنې حق نه لري.   په دې ویدیو کنفرانس …

نور... »

په کابل کې د ناتو په رالویدلې چورلکه کې لس تنو ته مرگ و ژوبله اوښتې

په کابل کې د ناتو یوه چورلکه د دغه ځواک په مرکزي کمپ کې راولویده او په کې پېنځه تنه سپاره ووژل شول.   په دې پیښه کې چې د یکشنبې په ورځ وشوه، پنځه نور ټپیان شوي.   ناتو د دې پېښې د تائیدولو په ترڅ کې وویل، چې …

نور... »

د ملي شورا د تقاعد حقوق تصویب شول

مشرانو جرګې د دولت د لوړ رتبه چارواکو د معاشونو او امتیازاتو د قانون د لسمې مادې په درېیمه فقره کې په تعدیل راوستو سره د ملي شورا د غړو له پاره د تقاعد حق تسجیل کړ. همدا راز مشرانو جرګې د پیسو مینځلو د مخنیوي او له جرمونو څخه …

نور... »

د کابل په موټر بم چاودنه کې درې کسان ټپيان شول

په کابل کې نن سهار په موټربم ځانمرګي برید کې درې ښاریان ټپیان شول. مسولین وايي چې برید د امریکايي سرتېرو د موټرو په کاروان شوی، خو هغوی ته پکې زیان نه دی اوښتی. وسله والو طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو توکو …

نور... »

افغان سرتېرو د کندوز د آزادۍ ورځ اعلان کړه

د ځانګړو پولیسو قومندان وايي افغان ځواکونو د کندوز ښار زیاته برخه له وسله والو طالبانو څخه نیولې ده. مسولین ډاډ ورکوي چې د ځانګړو عملیاتو په دوام کې به په بشپړه توګه د کندوز ښار له وسله والو مخالفینو څخه ونیسي. افغان سرتېرو د کندز له ښاریانو غوښتي چې …

نور... »

د حكومت له حكم پرته ناامنو شمالي ولايتونو ته ځواكونه نه شم ليږلی-ع. نور

د بلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور وايي، د ملي يووالي حكومت له حكم پرته ناامنو شمالي ولايتونو ته ځواكونه نه شمليږلی. عطا محمد نور وايي، د كندز له سقوط وروسته له ولسمشر وغوښتل شول، چې په دغه ولايت كې د وسلوالو د ځپلو په موخه گډ عمليات پيل شي؛ خو …

نور... »

د کابل ښار په جوی شیر سمیه کی ځانمرگي د بهرنیو ځواکونو دوه تانگه زیانمن کړل

نن سهار نهه بجې او پېنځلس دقیقې د کابل ښار په جوی شیر سمیه کی د بهرنیو ځواکونو د موترو پر کاروان ځانمرکی برید وشو. د کابل امنیتي مسوولینو تائید کړه، چې د جوی شیر سیمې د ځانمرگی بریدموخه د بهرنیو ځواکونو د موترو کاروان و. د کابل امنیه قومندان …

نور... »

امریکا د بې پولې داکترانو پر روغتون د هوایي برید قربانیانو ته تاوان ورکوي

د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې په کندز کې د بې پولې داکترانو پر روغتون د دغه هېواد د هوایي برید قربانیانو ته تاوان ورکوي.   د امریکا دفاع وزارت ویاند پیترکوک په یوه خبرپاڼه کې په ډاگه کړې، چې د دې پېښې تاوان ورکول سخت کار دی او …

نور... »

کندز ولایت به طالبانو ته هدیره وگرزي- دانشي

په کندز ښار کې د وسلوالو د ځپلو عملیات روان دي او ځانگړي امنیتي ځواکونه په دې توانیدلي، چې د کندز ښار درېیمه حوزه او سه درک سیمه له وسلوالو پاکه کړي.   احمد فرشاد صالح، چې دغو پاکو شویو سیمو ته ورغلی وایي؛ امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې د …

نور... »

د گوانتنامو له زندان څخه ۴ افغان بندیان افغانستان ته ولیږدول شول

د امریکا پوځ تېره ورځ دگوانتنامو له زندان څخه۴ افغان بندیان افغانستان ته راولیږدول.   امریکايي رسنۍ وايي، چې د دغو کسانو د خوشي کیدو غوښتنه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني کړې وه. د دغو څلورو بندیانو له خوشي کیدو سره په گوانتنامو کې یو سلو دوه دېرش تنه …

نور... »

پاکستان بیا د سولې په دریدلو خبرو کې د منځگړیتوب وړاندیز وکړ

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف ويلي؛ حکومت یې هڅه کوي، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دریدلې خبرې بیا پیل کړي.   نوازشریف په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ اسلام آباد یو ځل بیا تیار دی، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو …

نور... »

په ننګرهار ولايت کې لږ مخکې دوه ځای په ځای شوي ماينونه وچاودېدل

 لومړی بم د کليد راډيو په دروازه چې لږ زيان ورته اوښتی او لږ وروسته دويم بم د صفا راډيو په دروازه کې وچاودېد چې له نېکه مرغه چې دویم بم هم لږ زيان لاره. د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالرحيم زي پېښه ومنله، زياته يې کړه چې …

نور... »

د زابل چارواكي: دغه ولايت به د وسله والو په تبليغاتو سقوط ونه كړي

 دغه چارواكي وايي وسله وال طالبان داسې آوازې خپروي چې دا ولايت به د كندز له برخليك سره مخ كړي، خو دا تشې آوازې دي او وسله وال په دې ولايت كې د امنيتي ځواكونو پروړاندې د مقابلې وس نه لري. له تېرو دريو ورځو راپه دې خوا د زابل …

نور... »

د کندوز پېښې د څېړلو له پاره ولسمشر د دوو رييسانو په مشرۍ يو پلاوی وټاکه

  څو دقيقې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د کندوز د پېښې د څېړلو په موخه يو لوړ رتبه غيردولتي هيت اعلان کړ. په دې حکم کې د پوهنې پخوانی وزير ډاکټر فاروق وردګ او د استخباراتو پخوانی رييس امرالله صالح د رييس په توګه وټاکل. ټاکل شوې چې نوموړی …

نور... »

د صنعت کارانو ټولنه: دولت دې پانګه والو او صنعت کارانو ته د کار آسانتيا برابره کړي

دافغان صنعتکارانو ټولنه له دولت غواړي چې آیسا اداره له سیاسي کړکېچ خلاصه کړي، چې د دغې ادارې نوې رهبري د صنعت د پراختیا او پرمختیا له پاره خپل کارونه وکړي.  دغه ټولنه د صنعتي کارونو په وړاندې د برېښنا کمی ستره ستونزه بولي. ټولنه وایي چې دا مهال پانګونې …

نور... »

د صرافانو رييس: خلک په بانکي سېستم باور نه لري

په غیر معیاري توګه د افغاني بانکنوټونو ساتلو د ځینو صرافانو او خلکو اندېښې را پارولې دي. د کابل د شهزاده سرای صرافان وایي، خلک د پیسو ساتنې په برخه کې بې غوري کوي او دا د دې لامل شوی چې افغاني بانکنوټونه ژر وراسته شي.  په همدې حال کې …

نور... »

حکومت دې په کندز کې د عملیاتو په اړه بیا کتنه وکړي- ابراهیمي

ولسي جرگې دکندوز پرعملیاتو د نیوکې تر څنگ له حکومته وغوښتل، چې په کندوز کې دې د وسلوالو مخالفینو او تر هگرو په وړاندې پرعملیاتو بیا کتنه وکړي. د ولسي جرگې غړي د کندوز ولایت د کړکیچن وضیعت په اړه د اندېښنې له څرگندولو سره وایي، چې اوس هم کندز …

نور... »

په لوگر ولایت کې لږ تر لږه ۴۵ وسلوال طالبان وژل شوي

د لوگر والي ویاند سلیم صالح وایي، د دې ولایت د مرکز، برکي برک او خروار ولسوالیو په پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۵ وسلوال طالبان وژل شوي، چې بهرني وسلوال هم په کې دي. ښاغلي سلیم آریانا نیوز ته وویل، چې په برکي برک ولسوالۍ کې د وسلوالو …

نور... »