عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د کابل په امنیه قوماندانې کې چاودنه شوې

کورنیوچارو وزارت پېښه منلې؛ خو د پېښې ځای ته خبریالان نه پریښودل کیږي. ویل کیږي، چې چاودنه 9 بجي د امنیه قوماندانۍ په دفتر کې رامنځته شوې او د دفتر آمر یاسین خان وژل شوی دی. د پولیسوقوماندان ویلي، چې کیدی شي بریدگر د پولیسو په جامه کي دغه دفتر …

نور... »

د کابل ښار د ۸ حوزي اړوند په شاه شهید سیمه کې چاودنه شوې

نن سهارد اووه بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د اتمې حوزي اړوند د شاه شهید د لومړي او دوه یم سړک تر منځ هغه مهال چاودنه را منځته شوه، چې د ملي اردو موتر له سیمې څخه د تېردو په حال کې و. د کابل امنیه قومندان جنرال …

نور... »

افضلي: حکومت دې د ګاونډیو په اړه خپل سیاست مشخص کړي

دولسي جرګې رییس له وسلوالو مخالفینو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي اود خبراترو له لاري خپل اختلافات حل کړي. د ولسي جرګې رییس دا څرګندونې په بغلان کې د څو کاله مخکې تروریستي پیښې د شهیدانو په نمانځغونډه کې وکړې. د ولسي جرګې غړو پر …

نور... »

محمد خان: حکومت باید د کابینې جوړېدل د لومړني ګام په توګه پورته کړی وای

د اجرایي رییس لومړی مرستیال محمد خان د کابینې د چوکاټ بندي په اړه د بحثونو په اوږدوالي نیوکه کوي او وایي، حکومت باید د کابینې جوړېدل د لومړي ګام په توګه پورته کړی وای. انجینر محمد خان هیله من دی چې روانه اوونۍ کې به په دې برخه کې …

نور... »

امریکا غواړې عراق ته پنځلس سوه سرتیري ولیږي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما عراق ته د پنځلس سوو ځمکنیو سرتېرو د لېږلو پریکړه کړې څو د اسلامي دولت له وسلوالو سره مبارزه وکړي. د امریکا د کانګریس له وروستیو ټاکنو وروسته ولسمشر باراک اوباما له کنګرې سره لومړنۍ ناسته وکړه او په دې ناسته کې یې عراق ته …

نور... »

تر راتلونکو لسو کلونو به افغانستان د اورګاډي د پټلۍ خاوند شي

د فواید عامې وزارت سرپرست وایی، همدا اوس د هېواد په لویدیځ کې د اورګاډي د پټلۍ د پروژې کار روان دی او ټاکل شوې د هېواد شمال کې یې هم د سروې کار پیل شي. د مسولینو په وینا، د اورګاډي د پټلۍ د لارې په جوړېدو سره به …

نور... »

د هغو لسو تنو مړي چې څو ورځې وړاندې په توره بحیره کې غرق شوي وو افغانستان ته را ولیږدول شول: مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ د هغو دوه څلویښت کسانو څخه چې د لیږد کښتۍ یې څو ورځې مخکې په توره بحیره کې ډوبه شوه؛ د لسو کسانو مړي افغانستان ته را ولیږدول شول. دې کښتۍ کې ټول دوه څلویښت کسان سپاره وو چې په ناقانون ډول له …

نور... »

د ښځو د ظرفیتونو لوړولو لپاره یو انستیتوت جوړوو- غني

نن شنبه(د لړم۱۷) ولسمشر غني د کورنیو او بهرنیو میلمنو په گډون د دوه سوه میلیون دالرو په ارزښت د ښځو لپاره د ځواکمنۍ پروگرام (پروموت) پرانسته وکړه. دا په تېرو دیارلس کلونو کې د افغان میرمنو لپاره ترټولو ستر پروگرام دی، چې د امریکا د پراختیايي ادارې په مالي …

نور... »

د کابل په نړیوال هوایي ډگر کې آریانا الوتکه د ناستې پر وخت له ځغللیکې وتلې

نن له غرمې وروسته په څه نا څه درې بجو د کابل په نړیوال هوایي ډگر کې آریانا الوتکه، چې له هراته یې الوتنه کړې وه د ناستې پرمهال له ځغللیکې ووته او دوه ټوټې شوه. د کابل د هوایي ډگر امنیه قوماندان جنرال حقنواز پېښه منلې او وایي، چې …

نور... »

نورستانی: د پارلمان غړیو په تېرو څلورو کلونو کې هیڅ کار نه دی

احمد یوسف نورستانی وایي، د ولسي جرګې غړو په تېرو څلورو کلونو کې هیڅ کار نه دی کړی او باید دندې پریږدي. نوموړی ټینګار کوي چې کله به هم استعفا ونه کړي او هیڅوک د دې واک نه لري چې دی ګوښه کړي. په داسې حال کې چې ولسي جرګې …

نور... »

آیسا: د پانګونې له پاره امکانات ښه شوي

له پانګونې څخه د ملاتړ اداره یا آیسا وایي، د نوي حکومت په را منځته کېدو سره د پانګونې لپاره امکانات ښه شوي. دا اداره له امنیتي مسولینو غواړي چې د پانګوالو امنیت ته زیاته پاملرنه وکړي. بل خوا د جمعه محمد محمدي د صنعتي پارک د دوهم فاز د …

نور... »

لوګریان: عینک د مسو د کان تړون له فساد سره مل دی

د لوګر د عینک د مسو د کان د تړون له لاسلیک وروسته د دې کان د شاوخوا پنځو کلیو ملکیتونه دولت نیولي او دا خلک بې کوره شوي دي. د سیمې اوسیدونکي د عینک د مسو د کان تړون له فساد سره مل ګڼي او ټینګار کوي چې سلګونه …

نور... »

ابراهیمي د ټاکنیزو کمیسیونونو چارواکي په بې پروایي تورن کړل

ولسي جرګې د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو چارواکي د ولایتی شورا ګانو د ټاکنو د ورستیو پایلو د اعلام له امله استجواب کړل؛ خو حاضر نه شول. ولسي جرګې د دوی دا کړنه له اساسی قانون څخه ښکاره سرغړونه بولي او له ولسمشر غواړي چې د دوی په اړه دي ځواب …

نور... »

ولسمشر غواړي د ورېښمو د لارې د جوړېدو لپاره ګړندي ګامونه واخلي

د سوداګرۍ او صنایعو خونه له ولسمشره غواړي چې د وریښمو د لارې د جوړولو لپاره ګړندي ګامونه واخلي. د دې خونې مسولین وایي، که دغه لار جوړه شي، د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ به مثبت اغیز وکړي. د سوداګری او صنایعوخونی دعامل هیت رییس عتیق الله نصرت له ولسمشره …

نور... »

د سږکال له پیله پر کنړ تر اووه زره زیات توغندي توغول شوي: د کنړ امنیه قوماندان

مشرانو جرگې د کنړ په سرحدي سیمو توغندیز بریدونه وغندل او له ولسمشر یې وغوښتل چې پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې دا ستونزه او د پاکستان د لاسوهنو د پای ته رسولو لپاره یوه حل لار وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې …

نور... »

د مسلمانو ښځو کرامت ته دې درناوی وشي: مصطفوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اعلامیې په خپرولو سره په رسنیو محدودیتونه لګوي. د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ اداره وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وروستۍ اعلامیه باید سوداګریزو شرکتونو ته ابلاغ شي، نه خصوصي رسنیو ته. نی وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید د خپلو …

نور... »

چین ته د غني سفر، یوه اوږدمهاله ستراتیژیکه معما ده: خلیلزاد

د نړیوالو چارو کارپوه زلمی خلیلزاد وايي، چین ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تیرې اوونۍ سفر یوه اوږدمهاله ستراتیژیکه معما بللې ده. خلیلزاد په یوې مقاله کې وايي، د ولسمشر غني د محاسبې له مخې دغه سفر له افغانستان سره د امریکا او لویدیځ د مرستو د …

نور... »

ولسمشر باید خپل سلاکاران شپږو تنو ته را ښکته کړي: کارپوهان

یو شمېر کارپوهان وایي، ولسمشر محمد اشرف غني باید د خپلو ژمنو په بنسټ د ولسمشرۍ ریاست سلاکاران کم کړي. د دوی په وینا، په ولسمشرۍ ریاست کې د شاوخوا شپېتو سلاکارانو شتون به کارونو کې ښه والی را منځته نه کړي او بودجه کې به لګښتونه هم لوړ کړي. …

نور... »

د عاشورا مراسمو وښوده چې افغانان سره وروڼه دي: خلیلي

افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني د عاشورا په مناسبت له ناروغانو او ټپیانو سره د مرستې په توګه خپله وینه ورکړه. د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د عاشورا له ویرجنو وغوښتل چې په سړکونو خپلې وینې توی نه کړي او له ټپیانو او ناروغانو سره د مرستې په …

نور... »

په کابل کی تر پنځه سوو پنځوس زره سیسي زیاته وینه ټوله شوې: د عامې روغتیا چارواکي

د عاشور د میاشتې په احترام په کابل کې یو شمیر ویرجن د شهید محمد داود خان روغتون ته ولاړل او خپله وینه یې ورکړه. دوی د حیسنی عزادارانو څخه وغوښتل چې خپله وینه بې ځایه توی نکړي او د هیواد ساتونکو او سرتېرو لپاره یې د وینی بانکونو ته …

نور... »