عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د هلمند ولایت پر امنیه قومندانۍ د ځانمرگي برید مخه ونیول شوه

د افغانستان ملي امنیت، د هلمند ولایت پر امنیه قومندانۍ د یو ځانمرگي برید مخه ونیوله. په هغه خبر پاڼه کې، چې دغه ریاست خپره کړې راغلي؛ یو برید کوونکي، چې غوښتل یې د دې ولایت امنیتي ځواکونه تر خپل برید لاندې راولي، ونیول شو. خبرپاڼې په ډاگه کړې، چې …

نور... »

د ننگرهار په اچین کې ۲۸ وسلوال مخالفین وژل شوي

د ننگرهار ولایت چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په اچین او بټيکوټ ولسوالیو کې د بي پیلوته الوتکې په برید او مخامخ جگړه کي د شپاړس پاکستانيو او داعش جنگیالیو په گډون اته ویشت وسلوال وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د اچین ولسوال غالب مجاهد ویلي، چې …

نور... »

ډېر ژر به د چین او افغانستان تر منځ د اوسپنیزې کرښې جوړولو سند لاسلیک شي

د افغانستان ولسمشرۍ په ډاگه کړې، چې په افغانستان کې د چین نوي سفیر ښکاره کړې؛ ډېر ژر به د چین او افغانستان تر منځ د اوسپنیزې کرښې جوړولو سند لاسلیک شي. هغه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې د افغان- چین د اوسپنیزې کرښې جوړولو …

نور... »

په ۳۰ هېوادونو کې له۲۰۰ میلیون ډېري نجوني سنت دي- م.م

ملگرو ملتونو ویلی، چې په دېرش هېوادونو کې تر دوه سوه میلیون ډېري نجونې سنت شوې دي. ملگري ملتونه هڅه کوي، چې د نجونو د سنتۍ پرضد کار وکړي. په ټوله نړۍ کې د تېر کال په پرتله د سنت شویو نجونو شمېراویا میلیون ته لوړ شوی دی. د شمېرد …

نور... »

د اسلام آباد په خبرو کې د حکومت او طالب ترمنځ د مخامخ خبرو پر پیل هوکړه شوې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د درېیمې څلوراړخیزې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې راغلي؛ د اسلام آباد د تېرې ورځې په خبرو کې د افغان حکومت او طالب استازیو ترمنځ د روانې عیسوي میاشتې تر پایه د مخامخ خبرې …

نور... »

طالبانو د دوو مسافر وړونکو بسونو سپرلۍ له ځان سره وړې دي

وسله والو طالبانو د ميمنې شبرغان په لاره نن مازيګر پنځه نيمې بجې، د دوو مسافر وړونکو بسونو سپرلۍ له له موټر کوزې کړې او له ځان سره يې بوولې دي. د فاریاب د ولايتي شورا يوه غړي له آريانا نيوز سره په ټليفوني اړيکه کې د دې خبر پخلی …

نور... »

اسلام آباد د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د درېیمې څلور اړخیزې غونډې کوربه و

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د پاکستان د دويم ځل کوربه توب د غونډې د پرانیستونکې وینا پرمهال هیله وښوده چې د غونډې ګډونوال به د سولې د لارې نقشه وروستۍ کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سولې د لارې د نقشې …

نور... »

د کورنيو چارو وزارت: په بغلان کې مو د طالبانو سنګرونه له منځه وړي دي

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د ډڼد غوري سیمه کې د وسله والو طالبانو زیاتره سنګرونه له منځه تللي او افغان ځواکونه د وسله والو د ځپلو له پاره له ټولو امکاناتو استفاده کوي. د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د جګړې په …

نور... »

د افغانستان پوهنتونونه له لیرې څخه د زدکړې پر سیستم مجهز شول

د لومړي ځل له پاره د افغانستان پوهنتونونه له لیرې څخه د زدکړو په سیستم مجهز شول. د لوړو زدکړو وزارت ویاند فیصل امین وایي، له دې سیستم څخه په گټه پورته کولود هېواد علمي مرکزونه کولی شي د نړۍ له معتبرو علمي بنسټونو سره وصل شي. ځینې حکومتي مسوولین …

نور... »

د داعش د رامنځته کولو په تور، جان کري د یوې خبریالې له برید سره مخ شو

د ایتالیا په روم ښار کې د امریکا بهرنیو چارو وزیرد یوې خبرې ناستې پر مهال د یو خبریالې له سخت غبرگون سره مخ شو او واشنگتن یې د داعش په رامنځته کولو تورن کړ. جان کريپه روم کې د ایتالیا د بهرنیو چارو له وزیر سره له خبري ناستې …

نور... »

راتلونکې اوونۍ د سولې عالي شورا مشر او د دارالانشاء رییس ټاکل کیږي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په پام کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني به راتلونکې اوونۍ د دې بنسټ مشر او د دارالانشاء رییس وټاکي. تر اوسه معلومه نه ده، چې کوم کسان به دا دنده په غاړه واخلي. له هغې وروسته، چې صلاح الدین رباني د …

نور... »

د طالبانو ناراضه قوماندانان له ملامنصور سره یو ځای کیږي-ملا روف

د اسوشیتید پریس خبرې آژانس د ملا روف له قوله ویلي، چې د طالبانو ناراضه قوماندانان یو د بل پسې له ملامنصور سره یو ځای کیږي. ملا روف، چې ملا رسول ته نږدې قوماندان دی ویلي؛ د طالبانو هغه مشران، چې د ملاعمر په ځای د ملا منصور د ټاکلو …

نور... »

نن به د سولې درېیمه څلور اړخیزه غونډه په اسلام آباد کې جوړه شي

ټاکل شوې، چې د افغانستان د سولې په اړه درېیمه څلور اړخیزه غونډه نن په اسلام آباد کې جوړه شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ هیلې شته، چې د سولې د خبرو د لارې نقشې په وروستي کیدو د سولې د خبرو په اړه عملي گامونه پورته شي. …

نور... »

ترکیې د افغان پولیسو د زدکړې په اړه نوې ژمنه کړې

د افغانستان د ملي امنیت شورا چارواکې وايي، چې ترکيېله نویو ژمنو سره  سره دې هېواد ته د زدکړو له پاره د افغان پولیسو د منلو په برخه کې څو چنده زیاتوالی راوستی دی. د دې شورا له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دا ژمنې …

نور... »

د هلمند امنيتي حالت د بهرنيوځواکونوله همکارۍ پرته نشي مهاريدلى

په هلمند کې چارواکي وایي، د هلمند امنيتي حالت د بهرنيوځواکونوله همکارۍ پرته نشي مهاريدلى. پوره يو کال وړاندې له هلمند څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم په دې ولايت کې وسلوالو مخالفينو په خپلو فعاليتونو کې ډېروالی راوست، چې دادي په دې وروستيوکې د هلمند مرکزي سيمو …

نور... »

په ننگرهار کي د علي بابا شرکت درې تنه ټپیان شوي

په جلال آباد کې د لاسي بم د چاودنې له کبله د علي بابا شرکت درې تنه کارکوونکي ټپیان شوي. د ننگرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د علي بابا شرکت د ساتوونکیو په لاس کې ددوی له خپل یو لاسي بم څخه په تيروتنه کیلي وتلې او چاودنه یې …

نور... »

کابل او دوحې د ۱۴۰ ميليون ډالرو په ارزښټ دوه هوکړه ليکونه لاسليک کړل

د ښار جوړولو وزارت له شهزاده شیخ علي بن عبدالله سره د یو سلو څلویښت میلیون ډالرو په ارزښت دوه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.  ویل کېږي چې د دغو پیسو شل میلیون ډالر د کرنې او څلوېښت میلیون ډالر یې د شهیدانو کورنیو ته د اپارتمانونو په جوړولو لګېږي او …

نور... »

اروپایی ټولنې افغانستان کې له پراخ اداري فساد اندېښنه ښودلې

اروپايي ټولنې د هغه څه له امله اندېښنه ښودلې چې افغانستان کې پراخ اداري فساد بلل کېږي. د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، د فساد له کبله به د نړیوالې ټولنې مرستې له ګواښ سره مخامخ شي. نوموړي له دولت وغوښتل چې د فساد د مخنیوي …

نور... »

جنرال کمپبل: امريکا ته لازمه ده چې له افغانستان سره اوږمهالې ژمنې وکړي

د دې له پاره چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ترینګلی نه شي، متحدو ایالتونو ته په کار ده چې له دغه هېواد سره اوږدمهاله ژمنې وکړي.  په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت قومندان د دغه ټکي په څرګندولو سره وایي، د افغانستان د ملي یووالي د …

نور... »

بیات بنیاد د کابل په لویدیځ کې له سلو ډېرو کورنیو سره مرسته وکړه

بیات بنیاد د خپلو مرستو پر دوام دا ځل د کابل ښار په لویدیځ کې له سلو زیاتو کورنیو سره مرسته وکړه. په دغو مرستو کې ژمنۍ جامې او شړۍ هم شته. کومو کورنیو سره چې مرستې شوې، له بیات بنیاد مننه کوي او له نورو سوداګرو هم ورته غوښتنه …

نور... »