عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د هلمند د سنګين ولسوالۍ لسګونه پوليس له طالبانوسره د تړاو په تورنيول شوي

د هلمند د سنګين ولسوالې د امنيه قوماندانۍ د سرپرست په ګډون دېرش پوليس د ملي اردو او نړيوالو ځواكونو له خوا د طالبانو په شك نيول شوي دي. په سنيګن ولسوالې كې ځينې سرچينې وايي، چې دغو كسانو غوښتل ولسوالي وسلوالو طالبانو ته تسليم كړي. د هلمند امنيه قوماندان …

نور... »

د ملي يووالي حکومت د چاپېريال ساتنې له پاره هېڅ سياسي اراده نه لري

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولین وايي چې په کابل کې یو میلیون ټنه ناولې او ککړه هوا فضا ته پورته کېږي چې د ډول ډول ناروغیو لامل ګرځي. دوی وايي چې د ملي یووالي حکومت د چاپېریال ساتنې ستونزه له یاده ایستلې او د حل له پاره يې هېڅ …

نور... »

د افغانستان او ترکمنستان شپږمه اقتصادي غونډه په کابل کې جوړېږي

د مالیې وزارت چارواکې وایي چې ترکمنستان غواړي په دې غونډه کې له افغانستان سره د یوویشتو پرمختیايي پروژو د عملي کولو ژمنه وکړي. ټاکل شوې چې د غونډې په لړ کې به د ترکمنستان ـ آقینې رېل پټلۍ هم پرانیستل شي. د مالیې وزارت چارواکې وایي، د افغانستان او …

نور... »

له پاکستان څخه له افغان کډوالو سره د مرستې له پاره د ملګرو ملتونو غوښتنه

ملګري ملتونه له پاکستان څخه غواړي چې په دغه هېواد کې د دوه اعشاریه پنځه میلیونه افغان کډوالو برخلیک روښانه کړي. ملګرو ملتونو په پاکستان غږ کړی چې افغان کډوالو ته د اوسېدو کارتونه ورکړي او له وخت د تېرو کارتونو موده وغزوي. د رپوټونو له مخې پاکستان کې افغان …

نور... »

طالبان: پاکستان د سولې د خبرو له پاره ورسره اړیکه نه ده نیولې

وسله والو طالبانو ويلي چې د دول له ډلې سره تر اوسه پاکستان د سولې له پاره اړيکه نه ده نيولې. تر دې مخکې پاکستان ویلي وو چې د افغانستان ټولو وسله والو مخالفو ډلو ته یې د سولې د خبرو پیغام استولی دی. کارپوهان وايي که پاکستان اوبه خړې …

نور... »

د ننګرهار په هوایي ډګر کې افغان هوایی ځواک ته ۴ جنګي الوتکې وسپارل شوې

د ننګرهار په هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو څلور جنګي الوتکې افغان هوايي ځواکونو ته وسپارلې. د دې الوتکو د سپارلو په مراسمو کې د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان جنرال سليمان شاه وويل:دا دوهچورلکې اودوه جيت ته ورته الوتكې دي، چې د امريكا متحده ايالاتو له خوا افغان هوایي …

نور... »

بیات بنیاد په غور ولایت کې له ۱۰۰ اړو كورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

بيات بنياد وايي،په غور ولايت كې پر سل اړو كورنيو، چې مرستو ته یې اړتیا وه؛ خوراكي توكي ووېشل شول. په هرات كې د بيات بنياد استازى احمد الله حبيبي وايي، دا د هغو مرستو لړى ده، چې بيات بنياد يې هركال له اړو كورنيو سره پيلوي. د نوموړي په …

نور... »

د کابل او کونړ په ځانمرګي بریدونو کې ۷۶ کسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د شنبې په سهار د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد یوې درندې چاودنې ولړزاوه، چې په کې ۱۴ کسه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.  دغه راز په همدې ورځ مازیګر مهال دفاع وزارت ته د ننوتو په ور کې هم ځانمرګي بریدګر ۹ کسه وژلي او د ۵ …

نور... »

امنیتي چارواکي به د فاریاب ټولې سیمې له وسلوالو پاکې کړي

د ولسمشر لومړی مرستیال، چې څو ورځې مخکې د جګړې د رهبرۍ له پاره جوزجان ته تللی و، اوس ګاونډ ولایت فاریاب ته رسیدلی. امنیتي چارواکو د دغه ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ډیرې سیمې له وسلوالو پاکې کړي دي. زمونږ خبریال احمد فرشاد صالح، چې د دغو …

نور... »

ولسمشر به ډېر ژر د ټاکنيزو قوانينو د تعديل له پاره فرمان صادر کړي

ولسشمر اشرف غني به له یوې اونۍ په لږه موده کې د ټاکنیزو قوانینو د تعدیل د طرحې له پاره فرمان صادر کړي. اجرایه ریاست وایي، دغه فرمان به د ملي شورا د رخصتیو له پای ته رسېدو مخکې صادر شي او ورسره په يوه وخت به د غوراوي کمېټه …

نور... »

د پوليسو له ليکو تېرکال یو په څلورمه برخه سرتېري تښتېدلي

وال سترېت ژورنال ورځپاڼه وایي، د کورنیو چارو وزارت مرستندویه هېوادونو ته په یوه پټ لیک کې لیکلي چې په ۲۰۱۵ميلادي کال کې له شپږدېرش زرو زیاتو پولیسو دنده پرېښې ده. په همدې حال کې کورنیو چارو وزارت په دې شمېر کې د پولیسو له خوا د دندې پریښودل ردوي.له …

نور... »

په کابل کې د المان سفیر وايي چې ټول غیر قانوني کډ‌وال په المان کې نه منل کېږي

مارکوس پوستل وايي چې غيرقانوني کډوال به په زور وويستل شي.زياتوي چې دوی به له ترکيېسره د مخابراتي اطلاعاتو په شریکولو سره د غیر قانوني کډوالو مخه ونیسي چې د سمندر له لارې المان ته ځي. د المان سفیر دغه راز د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې …

نور... »

د کورنيو چارو وزارت: بغلان به ژر له وسله والو مخالفينو پاک شي

د کورینو چارو وزارت وایي، له پنځلسو ورځو څخه به په کمه موده کې بغلان کې روان عملیات پای ته ورسېږي او تر دې نېټې به ډنډې غوري او نورې سیمې په بشپړ ډول له وسله والو پاکې شي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي، بغلان کې روانه …

نور... »

په خوست کې د نشه يي توکو د قاچاق او جنايي پېښو په تور ٩ کسان نيول شوي

د خوست پوليس چارواکي وايي، د نشه يي توکو د قاچاق او جنايي پېښو په تور ٩ کسان نيول شوي دي. د خوست امنيه قوماندان جنرال فيض الله غيرت وايي، له قاچاقچيانو سره ٢٠ کيلوګرامه چرس او يوه اندازه وسلې تر لاسه شوي دي. نوموړى له خلکو غواړي، چې د …

نور... »

د هلمند په ګرمسير ولسوالۍ کې د تېرکال په پرتله ډېر کوکنار کرل شوي

ګرمسيرد هلمند له ټولو پراخه او د امنيت له پلوه ډاډمنه ولسوالي ده، چې پراخې کرنيزې ځمکې لري. د دې ولسوالۍ کروندګر وايي، له يوې خواكرنيز محصولات په بازارکې په ټيټه بيه پلورل کيږي، د كښت لګښتونه لوړدي او له بلې خوا د بيکارۍ کچه لوړه او د پرمختيايي پروژو …

نور... »

ګیاني انفنتینو د فیفا د مشرتابه له پاره بیا د رایو غوڅ اکثریت خپل کړی

  تېره ورځ د سویس په زوریخ کې فوتبال نړیوال فدراسیون فیفا   مشر ګیاني انفنتینو یو ځل بیا د یو سل و پېنځلس رایو په ګټلو  د فیفا د نوي رییس په توگه غوره  شو ښاغلي انفنتینو د فیفا د مشرتابه له دوه سوه اووه رایو څخه یو سل و …

نور... »

د افغانستان په مشرۍ د سولې نوې مرستندویه ډله جوړه شوې

د افغانستان په مشرۍ د هند، روسیې، چین، ایران، امریکا او پاکستان په ګډون د سولې  نوې مرستندویه  ډله جوړه شوې ده د ایران ایرنا خبري اژانس د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر له قوله ویلي، چې دا نوې ډله د افغانستان په غوښتنه په برلین …

نور... »

په كونړ كې ځانمرګي ديارلس تنه ووژل

د كونړوالي وياند وايي، چې دا بريد نن له غرمې مخکې لس بجې د كونړ په مركز اسعد آباد كې د يوه ماركيټ مخې ته شوى دى. د كونړوالي وياند عبدالغني مصمم زیاتوي؛ بريد د موترسايكل پر مټ تر سره شوى، چې ملكي خلكو ته یې مرګ و ژوبله اړولې؛ …

نور... »

د پروژو د نه پلي کیدو پر لامل لسګونه شرکتونه جریمه شوي- مهدي روحاني

د فواید عامې وزارت ویاند وایي؛ په لسګونه هغه ساختماني شرکتونه جریمه شوي، چې پخپل وخت یې پروژې نه دي پلې کړي. د فواید عامې وزارت ویاند مهدي روحاني وایي؛ د هېواد په کچه مو له خپلو پروژو څارنه پیل کړې او هغه شرکتونه  په نښه او جریمه  شي، چې …

نور... »

یو ځل بیا دې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي- احدي

د افغانستان نوې ملي جبهه د اوسنیو ننګونو په حل کې حکومت کمزوری بولي او نیوکې پرې کوي. دغه جبهه د بنسټیزو بدلونونو غوښتنه لري. د افغانستان د نوې ملي جبهې رییسانوارالحق احديوایي، چيیو ځل بیا دې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي. د افغانستان نوې ملي جبهه د ټاکنیزو …

نور... »