عاجل خبرونه

تازه خبرونه

د ختیځوالو په غوښتنه مې شپني عملیات بند کړي- اشرف غني

ولسمشرۍ ته نوماند اشرف غني په جلال آباد کې یوې ټاکنیزې ناستې ته ومنله، چې په خوږیاڼو کې د صفر دوه قطې پر شپنیو عملیاتو ملکي وګړي وژل شوي او څرګندوي، چې د ختیځوالو په غوښتنه یې دغه عملیات بند کړي او د شهیدانو پوښتنه به هم وکړي. د دولت …

نور... »

د ټاکنو کمیسیون اداري او تخنیکي چارې پڅې روانې دی- ټاکنڅاري بنسټونه

ټاکنڅارو بنسټونو ویلي، چې د ټاکنو لپاره یوه اوونۍ پاتې ده، خو اوس هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون تخنیکي او اداري چارې بشپړې شوې ندي. د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کیدو ته یوه اوونۍ پاتې ده او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د ورځې لپاره دوه سوه زره کارکوونکیو …

نور... »

څوک، چې د سولې خنډ کیږي؛ د افغانستان له مشرۍ بې برخی دی- عبدالله عبدالله

اجرائیه رييس ویلي؛ هغه کسان، چې د څوکۍ د ساتلو لپاره د سولې پر وړاندې له لیونتوب ډګې چغې وهي، د هېواد د رهبرۍ صلاحیت نلري. دا مراسم د افغانستان د سولې عالي شورا د پخواني رييس برهان الدین رباني د ترورو د اتمې کلیزې په مناسب جوړ شوي دي. …

نور... »

زلمي خلیلزاد د امریکا د استازیو جرګه ګۍ ته د سولې هوکړې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون( د سپتمبر پر نولسمه، چې د وږي له ۲۸ سره برابره ده) د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې ته ورغی؛ خو د سوالونو او ځوابونو دا جرګه د بندو دروازو شاته ترسره شوه. …

نور... »

افغان حکومت د دیورند کرښه له پاکستان سره د رسمي پولې په توګه نه پېژني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان د دیورند کرښه له پاکستان سره د رسمي پولې په توګه نه پېژني.  دغه وزارت ويلي، چې د تورخم دروازه یوازې د تګ راتګ او سوداګرۍ لار ده، چې څلیریشت ساعته به د کابل او اسلام آباد تر منځ پرانیستې وي. …

نور... »

د هېواد په ترانسپورت سکتور کې اوس هم معیاري سیستمونه نشته

د ترانسپورت او مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو ترمنځ د موتر چلولو لیسنسونو او جواز سیرونو برښنايي کولو هوکړه ترسره شوه. د ترانسپورت وزیر ویلي، چې د ترانسپورت سکتور له برښنايي کولو سره به د ترانسپورت په سیستم  کې د کارونو او فعالیتونو د شفافیت او عوایدو د لوړیدو سبب …

نور... »

د کابل او نور ولایتونو خلک به سبا شپه له برښنا برخمن شي- برښنا شرکت

برښنا شرکت څرګنده کړې؛ د خوښۍ ځای دی، چې د سیمې د سپینږیرو، د کندوز د حوزې او غوري برښنا د همکارانو په منځګړیتوب سر له سبا د برښنا انجنیرانو ته پر ویجاړو شویو ستنو د کاراجازه ورکړ شوه. د برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ تر سبا ماښامه به …

نور... »

د آریانا نیوز په مناظره کې د داکترغني نه ګډون بېلابېل غبرګونونه راوپارول

د محمد اشرف غني دا پرېکړه، چې د آریانا نیوزپه ټاکنیزه مناظره کې یې له عبدالله عبدالله سره له مخامختیا ډډه وکړه؛ له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده. په آریانا نیوز کې د داکتر اشرف غني او داکترعبدالله عبدالله ټاکنیزې مناظرې ته بشپړ چمتووالی نیول شوی و. د ولسمشر …

نور... »

په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې وروسته یوه بجه یو ځانمرګي مسعود څلورلاري ته نږدې پر عام سړک ځان ته چاودنه ورکړې، چې په کې د ۶ سرتېرو په ګډون ۲۲ عام وګړي وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي. د پېښې لیدونکي وایي، د ملي …

نور... »

په پروان او کابل ولایتونو کې ځانمرګو بریدونو مرګ و ژوبله رامنځته کړې

په پروان ولایت کې د سې شنبې پر ورځ ( د وږي ۲۶) له غرمې مخکې ۱۱:۴۰ د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند اشرف غني ټاکنیز کمپاین ته نږدې د موترسایکل پر مټ ځانمرګی برید رامنځته شوی، چې په کې۶۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. سیمه ییزو چارواکو ویلي، …

نور... »

داکتر غني له داکتر عبدالله سره مناظرې ته حاضر نشو

ټاکل شوې وه، چې د آریانا نیوز په کوربتوب نن شپه( د وږي ۲۵) د کابل پر وخت اته نیمې بجې د داکتر غني او داکترعبدالله تر منځ د ولسمشریزو ټاکنو ترټولو ستره مناظره او بحث ترسره شوی و؛ خو په وروستۍ شېبه کې یو ناڅاپه داکتر غني له داکتر …

نور... »

امنیتي ځواکونه، د ملي ارزښتونو ساتونکي دی – اشرف غني

محمد اشرف غني د ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې وویل، امنیتي ځواکونه د دښمن په وړاندې مات شوي ندي او پخپل ځواک له ملي ارزښتونو او اساسي قانون دفاع کوي. د لویې جرګې په تالار کې د امر الله صالح په مشرۍ زرغون ملي بهیر د محمد اشرف غني  …

نور... »

د رایو نږدې ۷۰۰ مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، که څه هم ټاکنیز توکي ټولو ولایتونو ته لیږدول شوي؛ خو امنیتي ګواښونه د دې بهیر په وړاندې ستره ننګونه ده. ولسي جرګې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین د ټاکنو د تر سره کیدو پر څرنګوالي دې جرګې ته رابللي وه. د ولسي جرګې …

نور... »

کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي

د افغانستان برښنا شرکت وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا د برښنا څلور ستنې په بغلان او کندوز ولایتونو کې ویجاړې شوي او هېواد ته ټوله وارداتي برښنا پرې شوې ده. په بغلان او کندوز کې د طالبانو لخوا د برښنا د څلورو ستنو له ویجاړیدو سره کابل او لس …

نور... »

د آریانا نیوز په ستره مناظره کې د داکترغني او داکتر عبدالله مخامخ کیدل

 ټاکل شوې، چې د آریانا نیوز په کوربتوب نن شپه( د وږي ۲۵) د کابل پر وخت اته نیمې بجې د داکتر غني او داکترعبدالله  تر منځ د ولسمشریزو ټاکنو ترټولو ستره مناظره او بحث ترسره شي. ښاغلی نصیر فیاض او اغلې بصیره جویا به د آریانا نیوز په استازیتوب …

نور... »

د هېواد په سینماګانو کې د ( حوا، مریم او عایشې) فلم نندارې ته وړاندې کیږي

په کابل پوهنتون کې د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۲۴) د ( حوا، مریم او عایشې) فلم نندارې ته وړاندې شو. د افغان فلم مشرې صحرا کریمي په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې؛ ټاکل شوې، چې  دغه فلم سر له سبا(د وږي ۲۶) د هېواد په عمومي …

نور... »

په کابل ښار کې کلکان ولسوالۍ ته نومول شوي طالب ولسوال ونیول شو

د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د دې ولایت د کلکان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال سردار محمد له خپلو درې ملګرو سره نیولی دی. د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړی، چې په سیمه …

نور... »

په لوګر کې د طالبانو پر برید دوه ښځینه زدکوونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکو ویلي، چې د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو د برید له کبله دوه ښځینه زدکوونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. د لوګر امنیتي مسوولین وایي؛ د دوشنبې پر ورځ( د وږي ۲۵) سهار مهال په محمدآغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسلوالو …

نور... »

بغلان والي له خپلې دندې استعفا وکړه

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ډاګه کړې، چې د بغلان والي فريد بسيم د ځينو شخصي ستونزو او بوختياوو له  کبله له خپلې دندې استعفا ورکړه، چې د ولسمشر له خوا هم ومنل شوه. د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ تر هغه وخته، چې دغه ولايت ته بل …

نور... »

د حکمتیار وروستیو څرګندونو د مشرانو جرګې د غړیو غبرګونونه راوپارول

د افغان ځواکونو او اتلانو په اړه د ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو د مشرانو جرګي د غړیو غبرګون راپارولی دی. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ښاغلي حکمتیار تېره ورځ په خپل ټاکنیز کمپاین کې خپلو پلویانو ته ویلي وه، چې امنیتي ځواکونه  د جګړې لوري ته له سپیڅلې انګیزې سره نه …

نور... »