عاجل خبرونه

تازه خبرونه

په کابل کې موتر بم چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې- رحیمي

کورنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړې، چې د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۱۰) د سهار ۸:۴۰ دقیقې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یو موتر بم چاودنې له ۴ کسانو خوږ ژوند واخیست او درې نور یې ټپیان کړل. په پلازمینه کې کابل کې …

نور... »

د افغانستان د جګړ ښکېلې خواوې د سولې مذاکراتو منځګړيتوب نشي کولی- څېړونکي

ځینو څېړونکیو(افغانستان کولی شي د کلمبیا د سولې له هوکړې زدکړه وکړي) تر سرلیک لاندې په یوه ناسته کې ویلي، چې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خواوې باید د سولې د مذاکراتو منځګړيتوب ونکړي. دغه ناسته، چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز را بللې؛ له فارک یاغیانو سره …

نور... »

په جوزجان کې د جهادیار په ګډون ۵۰ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکو ویلي، تېره شپه طالبانو له درې خواوو د جوزجان ولایت په قرقین او قوش تپه ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شوي دي. د جوزجان امنیتي سرچینو څرګنده کړې، چې په دې نښتو کې ۲۹ وسلوال طالبان وژل شوي …

نور... »

په مسکو کې د افغانانو خپلمنځي ناسته پرته له هوکړې ترسره شوه

په مسکو کې د افغانانو دوه ورځنۍ دوه یمه نړیواله خپلمنځي ناسته د پنجشنبې پر ورځ(د غبرګولي ۹) پرته له کومې هوکړې پای ته ورسیده.   د طالبانو او افغان سیاسیونو د دغې ناستې په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي، چې په دغو دوه ورځنیو خبرو کې د دواړو خواوو …

نور... »

په کابل کې چاودنې ۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

ملي دفاع وزارت وایي، یوه ځانمرګي برید ګر د مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون محصلان په نښه کړل، چې په کې ۶ کسان وژل شوي او د څلور ملکیانو په ګډون ۱۶ نورټپیان دي. برید پر داسې مهال شوی، چې ځینې محصلان له پوهنتون څخه د وتلو په حال کې …

نور... »

د کابل بهیر درېیمه ناسته دوه میاشتې وځنډیده

د کابل بهیر درېیمه ناسته، چې ټاکل شوې وه د وري میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې تر سره شوې وای، وځنډیدله. د کابل بهیر ناسته، چې د افغانستان د سولې بهیر یې د اجنډا مهمه برخه وه او ولسمشر د روان کال د وري لومړۍ اوونۍ د ناستې د پیل …

نور... »

د مسکو په خپلمنځي خبرو کې افغان سفیر د حکومت استازی دی- احمدي

د بهرنیو چارووزارت وایي، د مسکو په خپلمنځي خبرو کې افغان سفیر د حکومت په استازیتوب ګډون کوي. په مسکو کې د طالب استازیو او افغان سیاسي څېرو د دوه یمې ناستې له ترسره کیدو سره په یوه وخت بهرنیو چارو وزارت وایي، په مسکو کې افغان سفیر د حکومت …

نور... »

طالبان سولې ته ژمن دي- ملا برادر

د افغانستان د سیاسیونو د پلاوي مشر پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر د مسکو په کوربتوب د افغانستان او روسیې د سل کلنو دیپلوماتیکو اړیکو په لمنځغونډه ګډون وکړ. د مسکو په کوربتوب دغه ناسته د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي …

نور... »

په خوست کې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نلري- خوستیان

د خوست اوسیدونکي وايي؛ په دې ولایت کې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نلري او باید، چې ولایتي اداره او مرکزي حکومت ورته پاملرنه وکړي. د خوست اوسیدونکي وايي؛ په دې ولایت کې د نورو ستونزو ترڅنګ یوه يې هم د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی دی، چې په ډېری ولسوالیو …

نور... »

افغانستان د هند له یوه پوهنتونه ۱۸ مداله تر لاسه کړل

د افغان ترک زدکوونکیو د هندوستان د ایمیتي پوهنتون له المپیاد ۲۰۱۹  څخه ۱۸ مدالونه تر لاسه کړل. د هندوستان د دغه پوهنتون له لوري د می میاشتې له ۱۹ نېټې څخه تر ۲۶ نېټې پورې په ساینسي علومو( ریاضي، فزیک، کیمیا او بیالوژي) کې سیالي تر سره کړه. په دغو …

نور... »

بیات بنیاد د کابل له بیځایه شویو او مهاجرینو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د روژې په مبارکه میاشت کې بیات بنیاد د کابل  له یو شمېر بیځایه شویو او مهاجرینو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي، چې دا مرسته د روژی په میاشت کې پر یو شمېر اړمنوکورنیو وېشل شوې او د مرستو دا لړی …

نور... »

سیاسي تربګنیو د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړي- جنرال نیکولسون

په افغانستان کې د ناتو پخوانی قومندان وايي، چې د دغه هېواد د سیاستوالو تر منځ تربګنیو د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړي دي. په افغانستان کې د ناتو پخواني عمومي قومندان ویلي، چې په دغه هېواد کې د سولې پر وړاندې تر ټولو لویې ستونزې د سیاستوالو …

نور... »

مسکو له کابل سره د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې کوربتوب کوي

په پام کې ده، چې د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۷) د مسکو او کابل د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې د مراسمو په لړ کې د افغانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي. مسکو به په دغه نمانځغونډه کې د طالب استازیو او افغان سیاستوالو د خبرو کوربه …

نور... »

د کندهار- کابل پر لویه لار چاودیدونکي توکي ونیول شول

د زابل ولایت چارواکي د کندهار- کابل پر لویه لار د سلګونه کیلو ګرامه چاودیدونکیو توکو له نيولو خبر ورکوي. امنیتي مسوولين وايي، دغه چاودیدونکي توکې، چې په ۳۰۳ مسافر وړونکي موتر کې ليږدول کیدل له پاکستان څخه رالیږدول شوي وه. دغه راز ویل کیږي، چې له دغو چاودیدونکیو توکو …

نور... »

د هېواد فرنیچر جوړوونکيو له حکومته همکاري وغوښته

د افغانستان د فرنیچرجوړونکیو ټولنې غړیو ویلي،  چې د فرنیچر په سکتور کې یې شاو خوا شل میلیون دالر پانګونه کړې؛ خو حکومت ورسره د ځای د ورکړې او نندارتونونو د جوړولو په برخه کې هیڅ همکاري نده کړې. د افغانستان د فرنیچر جوړونکیو ټولنې غړيو ويلي؛ دوی توانیدلي، چې …

نور... »

په ننګرهار کې د مولوي ریحان قبر ته نږدې دوه چاودنې شوي

نن له غرمې مخکې د بهسود ولسوالۍ اړوند د بلندغر په اړوند سیمه کی د مولوي سمیع الله ریحان قبر ته نږدې دوه پرله پسې چاودنې رامنځته شوي دي. د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی چاودنې تائیدوي؛ خو د تلفاتوپه اړه څه نه وایي. تراوسه د دی پېښې مسوولیت هم چا …

نور... »

د کابل په سخي کارته کې ناڅرګندو وسلوالو د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

د کابل پولیسو منلې، چې د درېیمې ناحیې د سخي کارتې په اړوند سیمه کې تېره شپه ناڅرګندو وسلوالو د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند په ډاګه کړې، چې په دې پېښه کې د اړوند کورنۍ دوه غړي ټپیان شوي هم دي. پولیسو ویلي، …

نور... »

د دلاور نیول کیدل له مشرانو جرګې سره هیڅ راز تړاو نلري- مسلمیار

د مشرانو جرګې ريیس وايي، چې جرم یو شخصي عمل دی او د دلاور نیول کیدل له مشرانو جرګې سره هیڅ راز تړاو نلري. په کابل کې د پولیسو لخوا د مشرانو جرګې د سلاکار دلاور له نیول کیدو وروسته د مشرانو جرګې رييس خپل غبرګون په ډاګه کړ. پر …

نور... »

د ټاکنو د نوملیکنې تقویتي توکي اته ولایتونو ته ورسیدل

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو څرګنده کړې، چې د ټاکنو د نوملیکنې تقویتي توکي د اته ولایتونو مرکزونو ته رسیدلي دي.   د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره به هغه کسان د نوملیکنې فرصت ومومي، چې تازه یې د رای ورکولو شرایط پوره کړي وي. …

نور... »

ملګرو ملتونو له بندیانو سره د طالبانو له بدو کړنو پرده پورته کړې

یوناما یا په افغانستان کې د م.م د ماموریت دفتر په ډاګه کړې، چې وسلوال طالبان له خپلو بندیانو سره داسې کړنې ترسره کوي، چې ځورونې او زور زیاتی ګڼل کیدی شي. یوناما د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۵) په خپل خپور شوي ګزارش کې څرګنده کړې، چې د …

نور... »