عاجل خبرونه

تازه خبرونه

له آریانا پرته نورې انځوریزې رسنۍ د فوتبال نړیوال جام سیالیو د خپرولو حق نلري

آریانا تلویزیون د خپلې څارنې په لړ کې موندلې، چې  په روسیه کې د فوتبال نړیوال جام سیالۍ په غیر قانوني توګه لس نورې تلویزیوني رسنۍ هم خپروي. په روسیه کې د دوه زره اتلسم کال د فوتبال نړیوال جام سیالۍ د غبرګولي له پېنځمې پیل شوي، چې په افغانستان …

نور... »

کابل ته په درې ورځني اوربند کې ۲۵۰۰ طالبان رادننه شول- دفاع وزارت

د افغانستان ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د اوربند په ورځو کې کابل ته له رادننه شویو دوه زره پېنځه سوه وسلوالو طالبانو سم نیم په کابل کې پاتې شوي دي. د حکومت او وسلوالو طالبانو د اعلان شوي اوربند په ورځو کې د افغان سرتېرو او وسلوالو …

نور... »

روسیې او امریکا د اتومي سروکو کمولو هوکړه کړې

د نړۍ لویو قدرتونو په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د خپلو کړنو په پایله کې، د اتومي سروکو زېرمې یو څه کمې کړي او د ۲۰۱۸ میلادي کال تر پایله ‌یې شمېر۱۴ زره او ۴۶۵ ته رسیده؛ خو له دې سره سره د دغو وسلو پرمختللي …

نور... »

د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان کابل ته راورسیده

د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان له  یوې میاشتي او درې ورځو مزله وروسته تېره شپه د هېواد پلازمېنې کابل ته راورسیده. هلمندي ځوانان، چې د لښکرګاه له ښاره یې روژه په خوله پلی مزل پیل کړی و؛ په تڼاکو پښو او ستړي وجود نن منزل ته را ورسید؛ خو …

نور... »

د سرپل ولایتي شورا غړیو د چاڼیزو عملیاتو غوښتنه کړې

د سرپل ولایتي شورا غړي وایي، که چاڼیز عملیات ونشي؛ نو ځینې ولسوالۍ به سقوط شي. د سرپل د ولایتي شورا منشی معصومه رمضاني وایي، د خلکو او حکومتی مسوولینو له غوښتنې سره سره تراوسه هم عملیات د یوې ژمنې په توګه پاتې ده. د سرپل د ولایتي شورا غړی …

نور... »

په ننګرهار کې ځانمرګي بریدګر ۷۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ننګرهار د چارواکو د څرګندونو له مخې نن مازیګر د ننګرهار په رودات ولسوالۍ کې داعشي ځانمرګي بریدګر ۲۵ کسان وژلي او له ۵۰ ډېر ټپیان دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي،  دغه چاودنه هعه مهال رامنځته شوې، چې عامو خلکو، افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو له …

نور... »

ولسمشر غني له طالبانو سره د حکومت د اوربند د غزولو سپارښتنه وکړه

ولسمشر غني د اختر پر دوه یمه ورځ په خپل تلویزوني څرګندونو کې ملت ته په خطاب کې وویل: د ټول ملت د غوښتنې له مخې د هېواد ټولو ځواکونو ته د اختر له څلورمې وروسته د روان اوربند د غزولو سپارښتنه کوم. هغه زیاته کړې، چې د دغې سپارښتنې …

نور... »

بلک هاک چورلکې د روسي چورلکو په پرتله کمزورې دي- امریکا

د امریکا دفاع وزارت ویلي؛ په امریکا کې جوړې شوې بلک هاک چورلکې، چې د افغانستان حکومت ته ورکړ شوي؛ په ځینو چارو کې د روسي چورلکو په پرتله کمزورې دي. د پنتاگون د ځانگړي مفتیش په تازه درې میاشتني راپور کې راغلي؛ بلک هاک چورلکې څو ستونزې لري، چې …

نور... »

د اوربند پر دوه یمه ورځ ځینې طالبان کابل ښار ته راغلل

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند پر دوه یمه ورځ ځینې طالبان کابل ښار ته راغلل؛ خپل بیرغونه یې ولیږدول او د سولې غوښتونکي شول. د حکومت او طالبانو تر منځ دوه اړخیز اوربند یو شمېر طالبانو ته د دې موقع ورکړه، چې کابل ته راشي او …

نور... »

هغه نباتات د کر وړ دي، چې ښه بازار ولري- کرنې وزارت

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، هغه نباتات د کر وړ دي، چې ښه بازار ولري او له وخت مخکې مارکیت ته وړاندې شي. مسوولین وایي، له دې سره به افغان بزګران ډېره ګټه وکړي او محصولات به یې د واردیدونکیو محصولاتو ځای ونیسي.  د کرني او مالدارۍ وزارت …

نور... »

ولسمشر اشرف غني د طالب مشر ملا فضل الله وژل کیدل تائید کړل

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر او د پوځ له مشر سره په تیلیفوني خبرو کې د پاکستانیو طالبانو د مشر ملا فضل الله وژل کیدل تائید کړي او د دغه هېواد د پوځ له مشره یې وغوښتل، چې په پاکستان کې میشت افغان وسلوال طالبان د …

نور... »

د ننګرهار په ځېنو جوماتونو کې د طالب جنګیالیو او دولت پلوه اشخاصو ګډ لمونځونه

دوی یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړي. خلکو له دواړو خواو غوښتنه کړې چې اوربند اوږد او سوله وکړي.  د کالونو سرسختي دښمنان یو بل ته ورغاړې وځي، خو دا روغه جوړه لنډه مهالې ده. دوی یوازې څو ورځې یو بل ته ماشه نه کشکوي. خو همدې لنډ مهاله …

نور... »

د طالبانو له لوري د اوربند اعلان؛ د سولې د خبرو لپاره شین څراغ دی- معتصم آغاجان

پخوانی طالب معتصم آغاجان وايي، د طالبانو له لوري د اوربند اعلان؛ د سولې د خبرو لپاره د شین څراغ په معنا دی. د سولې لپاره د افغان حکومت وروستي وړاندیزونه او د اور بند اعلان که څه هم په نړیواله کچه ستایل شوي؛ خو اوس د طالبانو یو پخوانۍ …

نور... »

د حزب اسلامي څه باندې۱۸۰ بندیان خوشې شول

د حزب اسلامي  څه باندې یو سل و اتیا بندیان د ولسمشر په فرمان د بګرام او څرخي پله له زندانونو خوشې شول، چې د ناامنیو په جرم بندیان شوي وه.  د حزب اسلامي څه باندې یوسلو اتیا بندیان د ولسمشر په فرمان د بګرام او څرخي پله له زندانونو …

نور... »

د جعلي پېژندپاڼو د پېر او پلور په تور لسګونه کسان نیول شوي- لویه څارنوالي

لویې څارنوالۍ ویلي، د جعلي تذکرو او د ټاکنیزو تاپو د غلا په تور له دوی سره ۲۴ دوسیې ثبت شوې او د دغو دوسیو اړوند ۵۸ تورن کسان نیول شوي دي. د ټاکنو د لومړي پړاو او د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې د بهیر له پیلیدو سره بیا هم …

نور... »

په ننګرهار کې یو شمېر ښځو له ښکېلو خواوو د اوربند غزول وغوښتل

په ننګرهار کې یو شمېر ښځو د لاریون په تر سره کولو حکومت او وسلوالو طالبانو ته پلو وغوړاوه، چې نور جنګ بس کړئ. په تورماښام کې له مهربانۍ ډک سوله غوښتونکي ګامونه سولې ته د رسیدو په هیله واخیستل شول او د اوربند غزول یې زم زمه کړل. په …

نور... »

د غزني په مالستان کې ماین چاودنې د یوې کورنې ۵ غړي ووژل

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ په یوه کور کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي دي.   د غزني ولایت د مالستان ولسوال ضامن علي هدایت د پېښې پخلی کوي او وایي، چې دغې چاودنې دوه نرینه او درې میرمنې وژلي دي. …

نور... »

په ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو پریوه قومندان چاودنه شوې

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د پيوې کنډو په سیمه کې د دغې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پرقومندان چاودنه شوې.  د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دې چاودنه کې د روداتو د سیمه ییزو پولیسو قومندان امان الله او د ټاکنو خپلواک کمیسون د رایه ورکوونکیو د …

نور... »

افغانستان له هندي کرکت لوبډلې سره تیست لوبه کوي

افغانستان د هند په بنګلور ښار کې له هندي کرکت لوبډلې سره لومړنۍ تیست لوبې په کولو په خپل کرکتي تاریخ کې یو نوی او مهم څپرکی پرانېزي. لوبه به د افغانستان پر وخت د سهار په اته-نیمو بجو پیلېږي، چې د اصغر ستانکزي په مشرۍ ورته د ۱۶ لوبغاړیو …

نور... »

د پاکستان له لوی درستیز او ورسره پلاوی له ولسمشرسره ولیدل

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ د ولسمشر اشرف غني نن ماسپښین د پاکستان له لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه او ورسره پلاوی سره ولیدل. په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې کتنه کې، چې په ارګ کې تر سره شوه؛ په دې کتنه کې “د سولې او پيوستون لپاره د …

نور... »