تازه خبرونه

د جګړې ښکېلې خواوې دې د بیان آزادۍ ته درناوی وکړي- د ننګرهار خبریالان

د ننګرهار خبریالانو د یوې غونډې په ترسره کولو په کابل او خوست کې پرخبریالانو د برید غندنه کړې او له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې د بیان آزادۍ ته درناوی وکړي او د خبریالانو امنیت خوندي کړي. په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب د کیمتې استازی ذبیح الله …

نور... »

حکومت د خلکو او خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی- ولسي جرګه

د کابل په ځانمرګو بریدونو کې د خبریالانو پر وژل کیدو، ولسي جرګې هم جدي اندېښنه وښوده او پر حکومت یې نیوکه وکړه، چې ګواکي د خلکو او په ځانګړي توګه د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی. په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کبله د ولسي وګړیو مرګ …

نور... »

پر خبریالانو ځانمرګی برید یو بشري جنایت دی

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې په کابل کې پر خبریالانو ځانمرګی برید یو بشري جنایت ګڼي او د  ملګرو ملتونو د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي، چې دغه برید په جدي توګه وڅېړل شي. د کابل په شش درک کې پر خبریالانو شوی ځانمرګي برید، چې په کې …

نور... »

د غویی لسمه د افغان خبریالانو لپاره خونړۍ ورځ ونومول شوه

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون د کابل په شش درک کې پر خبریالانو د برید د غندلو تر څنګ د یو پرېکړه لیک په لوستلو د غویی لسمه د افغان خبریالانو لپاره خونړۍ ورځ ونوموله. د کابل په شش درک سیمه کې د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۱۰) د …

نور... »

په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو کاروان له موتر بم برید سره مخ شوی

د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د ملا عبدالله خېل په اړوند سیمه کې د رومانیایي ځواکونو د موترو یو کاروان له موتر بم برید سره مخ شوی دی. سیمه ییزو چارواکو پېښه منلې او وایي، چې په دې پېښه کې ۱۱ ملکي کسانو، چې ټول ماشومان دي ژوند له …

نور... »

په کابل کې چاودنو د خبریالانو په ګډون له ۲۵ کسانو خوږ ژوند واخیست

د کابل په شش درک سیمه کې د دوشنبې پر سهار اته بجې(د غویی۱۰) دوه غبرګو چاودنو د کابل شنه سیمه ولړزوله، چې لږ تر لږه یې د ۲۵ کسانو خوږ ژوند واخیست او له۴۰ ډېر کسان یې ټپیان کړل. له راپورونو سره سم لومړی د شش درک پر سړک …

نور... »

په کابل کې د کار ملي نندارتون جوړ شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، چې د اتیا شرکتونو په ګډون دغه نندارتون به له خلکو سره مرسته وکړي، چې د کار موندنې مهارتونه تر لاسه کړي. د افغانستان څه کم نیم وګړي د فقر تر سرې کرښې لاندې اوسیږي او د هرې ورځې پر تېریدو …

نور... »

هند او چین د افغانستان په سترو اقتصادي پروژو کې د ګډې پانګونې هوکړه کړې

د هند لومړي وزیر او د چین ولسمشر په درې ورځنۍ لیدنه کې هوکړه کړې، چې ډيلي او بیجینګ به د افغانستان پر اقتصادي سترو پروژو ګډه پانګونه وکړي. افغان چارواکي وايي، چې د هند او چین ګډه پانګونه د افغانستان اقتصاد او ثبات ته ګټوره ده. د اقتصاد وزارت …

نور... »

داکتراحسان الله بیات د سوداګرۍ خونو د مشرانو جایزه تر لاسه کړه

په واشنګتن کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې د مشرانو دیارلسمه کلنۍ غونډه د کانادایي پانګوالو په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونو ګډه جایزه دا ځل د بیات بنیاد رييس داکتر احسان الله بیات تر لاسه کړه. د بیات …

نور... »

طالبانو خندق نومي عملیات د ولس وژنې لپاره پیل کړي- مشرانوجرګه

مشرانو جرګې د وسلوالو طالبانو د الخندق عملیاتو پیلولو ته په غبرګون کې وویل، چې دا عملیات د افغان ولس د وژنې لپاره پیل شوي دي. وسلوال طالبان هر کال د پسرلي په موسم کې تر یوه ځانګړي نوم لاندې پوځي عملیات پیلوي. سږ کال یې د الخندق عملیات پیل …

نور... »

په هرات ولایت کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

په هرات ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي. د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، چې د دې ولایت د کشک باط سنګي ولسوالۍ په تونوش بیګ کلي کې یو شمېر کسانو …

نور... »

د جلال آباد ښار د نوملیکنې په مرکز کې چاودنه شوې

د جلال آباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د يوه جومات په دروازه کې، چې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې مرکز په کې جوړ شوى و، د ځاى پرځاى شويو چاودیدوونکیو توکو له کبله چاودنه شوې.  د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، چاودیدونکي توکي په يو زرنج کې ځاى …

نور... »

په ننګرهار کې چاودنې د يوې کورنۍ درې کسان وژلي

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د فتح آباد په اړوند سيمه کې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي؛ د شنبې په مازيګرد سره رود ولسوالۍ په فتح آباد په سيمه کې د …

نور... »

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به د جهاد او مقاومت سیاسي ډله یو واحد کاندید اعلام کړي-عبدالله

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس وایي، د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به د جهاد او مقاومت سیاسي ډله یو واحد کاندید اعلام کړي. د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د غویی اتمه، چې د مجاهدینو د بریالیتوب له کلیزې سره برابره ده، په پنجشېر …

نور... »

طالبانو له افغان چاوراکو او ځینو هېوادونو سره خبرې کړي- جان نیکلسون

په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان وایي، طالبانو له افغان چارواکو او ځینو هېوادونو سره خبرې کړي او دا لړۍ اوس هم روانه ده. د ناتو تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د بروکسل په دوه ورځنۍ ناسته کې د نورو مسایلو تر څنګ …

نور... »

هر طالب جګړه نه غواړي- اشرف غني

ولسمشر غني په ارګ کې د مجاهدینو د بریالیتوب په شپږویشتمه کلیزه کې، چې د شنبې پر ورځ( د غویی۸) ونمانځل شوه؛ په خبرو کې وویل: مونږ باید ومنو، چې هر طالب جګړه نه غواړي، جګړه د یوشمېر محدودو کسانو لخوا پر ډیریو تپل شوې ده. هغه که څه هم …

نور... »

د خلکو پیکه ګډون به د راتلونکیو ټاکنو مشروعیت راټیټ کړي- د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، چې د ټاکنو د نوملیکنې لپاره د خلکو پیکه ګډون به د راتلونکیو ټاکنو مشروعیت راټیټ کړي. څه باندې دوه اوونۍ کیږي، چې د  رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر پیل شوی او تر اوسه پورې د ولایتونو په مرکزونو کې څه باندې شپږ سوه …

نور... »

په هلمند کې موتر بم چاودنې د یو سرتېري په ګډون ۵ کسان ووژل

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې موتر بم چاودنې د یوه سرتېري په ګډون ۵ کسان ووژل او لس نور یې ټپیان کړي دي. ویل کیږي، چې په ټپیانو کې درې امنیتي سرتېري هم شته. د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سيمه کې د ملي اردو پر …

نور... »

د بغلان په بورکه ولسوالۍ کې ۵ طالب جنګیالي وژل شوي

د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ۵ جنګیالي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو د خبرپاڼې له مخې؛ افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ په بابه غایب کلي کې دغې ولسوالۍ ته د طالبانو د …

نور... »

ملي وحدت حکومت د رڼو ټاکنو لپاره لازم تدابیر نه دي نیولي

د افغانستان د نوې ملي جبهي مسوولینو د ثور د اتمې په نمانځغونډه کې ویلي، چې ملي وحدت حکومت د رڼو ټاکنو د تر سره کیدو لپاره لازم تدابیر نه دي نیولي. د افغانستان د نوې ملې جبهې له خوا په جوړه شوې غونډه کې ویناوال د ولسي جرګې او …

نور... »