تازه خبرونه

حکومت او سیاسي بهیرونو د سولې خبرو پر جوړیدونکي پلاوي هوکړه وکړه

د پخلاینې عالی شورا غړي محمد اسمعیل خان آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د دغه پلاوي په جوړښت کې له اویا ډېر کسان د حکومت او همدومره نور د سیاسي بهیرونو لخوا غوره شوي دي. د پخلاینې عالی شورا غړي محمد اسمعیل خان وايي؛ د پلاوي شمېر مشخص شوی …

نور... »

خلیلزاد له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د دوشنبې پر ورځ( د وري ۲۶) طالبانو ته د اوربند په اړه وړاندیز وکړ. زلمي خلیلزاد په خپل یوه تویت کې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې او څرګندوي، چې د مرګ و ژوبلې د مخنیوي لپاره …

نور... »

ملي امنیت ځواکونو په خوست کې دوه ځانمرګي وژلي

د خوست ملي امنیت عمومي ریاست وایي؛ د دې ریاست ځواکونو دوه کسه ځانمرګي بریدکوونکي وژلي، چې غوښتل یې په خوست ښار کې بریدونه تر سره کړي. سرچینې زیاته کړې، چې د دې ریاست ځواکونو له پېژندلو وروسته وڅارل شول او تېره شپه ۷ بجې یې د تویشي پله تر …

نور... »

وسلوالو په فراه ښار کې د نجونو ښوونځی الوځولی

يو شمېر وسلوالو په فراه ولایت کې د نجونو یوه لیسه پر چادویدونکیو توکو الوځولې او ویجاړه کړې ده. د فراه ولایت د پوهنې ریاست مرستیال صادق حلیمي ویلي؛ یو شمېر وسلوالو، چې ځانونه یې طالبان ګڼلي تېره شپه یې د فراه ښار د نو ده و تیویسک په اړوند …

نور... »

په پروان ولایت کې د ارغوان ګل میله تر سره شوه

د پروان ولایت په ګلغونډۍ کې د یکشنبې پر ورځ( د وري ۲۵) د ارغوان ګل ملي او عنعنوي میله او مشاعره د حکومتي چارواکو، شاعرانو او د بېلابېلو ولایتونو د سلګونه خلکو په ګډون تر سره او ونمانځل شوه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوي ریاست مرستیاله مژګان …

نور... »

افغان هندوانو او سیکانو د ویساک مذهبي جشن ونمانځه

په هېواد کې د امنیتي ستونزو له کبله د ویساک ۲۲۱ جشن د خوښیو له ولولو ډک نه و؛ خو افغان هندوانو او سیکانو د دغې مذهبي ورځې د نمانځلو پرمهال هیله وښوده، چې په افغانستان کې سوله ټینګه او ټولنیز توپیرونه له منځه ولاړ شي. په افغانستان کې پر …

نور... »

د پکتیا په ګردیز ښار کې ۱۳ زره کورنۍ له برښنا بې برخې پاتې دي

د پکتیا اوسیدونکي وايي، لدې ولایت سره د نښلول شوې برښنا کال پوره شو؛ خو د ګردیز ښار او د اړوند کلیو اوسیدونکي ترې بې برخې پاتې دي. یو کال وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په پکتیا کې د یو شمېر نورو مهمو پروژو د پرانستې ترڅنګ له پکتیا سره …

نور... »

داکترعبدالله عبدالله د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړه

د ثبات او همپالنې ډلې د داکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ اعلام کړه، چې دغه ټاکنیزه ډله د سولې په جوړیدونکې مشورتي جرګه کې ګډون نکوي او دا ناسته د افغانستان د روانو ستونزو له حل سره هم مرسته نشي کولی.  دغې ډلې دا هم څرګنده کړې، چې په دې …

نور... »

محمود صیقل په بهرنیو چارو وزارت کې له کارکولو ډده وکړه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل د هېواد په بهرني او کورني سیاست کې د روانې بې تفاوتۍ او ګډوډۍ پر لامل په بهرنیو چارو وزارت کې له کار کولو ډډه کړې ده. ښاغلي صیقل په خپل استعفا لیک کې څرګنده کړې، چې بې تفاوته کورني …

نور... »

افغان ځواکونو د ننګرهار شېرزاد ولسوالي له سقوط ژغورلې

افغان ځواکونو د ننګرهار د شېرزاد ولسوالي له سقوط ژغورلې؛ خو د دوه موتر بم بریدونو له کبله  د ولسوالۍ ودانۍ ویجاړه شوې ده. شېرزاد د ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې، له کلونو راپدیخوا یې د ولسوالۍ له انګړ پرته پر نورو سیمو طالب جنګیالي واکمن دي. د شنبې پر …

نور... »

د پخلاینې عالي شورا درېیمه ناسته وځنډیده

 حکومتي او ناحکومتي سرچینې وایي؛ د پخلاینې عالي شورا درېیمه ناسته قطر ته د تلوونکي پلاوي پر ترکیب د حکومتي او سیاسي مشرانو د اختلافونو له کبله وځنډیده. ټاکل شوې وه د پخلاینې عالي شورا درېیمه ناسته د شنبې پر ورځ ( د وري ۲۴) په ارګ کې جوړه شوې …

نور... »

دولتي بنسټونو ته د ځمکو د غاصبینو نوملړ سپارل شوی

د ښارجوړولو او اراضي وزارت وایي؛ دولتي بنسټونو ته د ځمکو د څه باندې ۱۵ زره غاصبینو نوملړ سپارل شوی دی. په ټولو ولایتونو کې دولتي ځمکې د زورواکانو لخوا غصب شوي د ښار جوړولو او اراضي وزارت اوس وایي؛ د سیمه ییزو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو پر ملاتړ …

نور... »

ولسمشر غني د طالبانو پیل شوي (الفتح) عملیات وغندل

ولسمشرۍ ماڼۍ د شنبې پرورځ (د وري ۲۴) د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پیل وغنده او هغه یې په افغانستان کې د دغې ډلې لخوا پر جګړه ټینګار وباله. طالبانو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د حکومت د جګړې د اعلان په ځواب کې يې خپل پسرلني الفتح …

نور... »

ناڅرګندو وسلوالو په لغمان کې مدني فعال وژلی

نن غرمه مهال شاوخوا دولس بجې دوه تنو ناڅرګندو وسلولو د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار د سلطان غازي بابا په اړوند سيمه کې مدني فعال شېرزاد ساپی پر ډزو وژلى دى. د ولایتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ شېرزاد ساپی، چې د ولسي جرګه نوماند او مدني فعال …

نور... »

پر کندوز ښار د طالبانو په برید کې ۴۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د کندوز ولایتي شورا غړي وایي، چې د کندوز ښار د څنډو په بېلابېلو نښتو کې ۶ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي. د کندوز ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري وایي، چې د کندور ښار د څنډو د ۳۰۰ فامیلي، چرخاب او شینواري پر اړوند سیمو طالبانو …

نور... »

د ننګرهار د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ننګرهار د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوې، چې له مخې یې د څلور ښځو په ګډون څوارلس تنه ولسي جرګې ته بریالي شوي دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ننګرهار له ولایت څخه ولسي جرګې ته عبدالکریم کریمي، فریدون خان …

نور... »

طالبانو فتح نومي پسرلني عملیات اعلام کړل

د جګړې ښکېلې خواوې له یوې خوا د سولې خبرو په لټه کې دي او له بلې خوا په روان کال کې د یو او بل ځپلو ته چمتووالی نیسي. طالبانو فتح نومي پسرلني عملیات اعلام کړل؛ خو حکومت پخپلو خالد نومو عملیاتو د هغوی د ځپلو ډاډ ورکوي.  طالبانو …

نور... »

د طالبانو د مذاکراتي ډلې نومونه له تور نوملړه ویستل شوي

د شېر محمد عباس ستانکزي او ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو د مذاکراتي ډلې د ۱۴کسانو نومونه په لنډمهاله توګه د ملګرو ملتونو له تور نوملړه ویستل شوي دي. د  افغانانو د خپلمنځي خبرو او د طالب استازیو او امریکایانو د شپږم پړاو ناستې په درشل کې طالبانو …

نور... »

طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان او سره صلیب پر هڅو بندیز لګولی

طالبانو (په ټول هېواد کې) د روغتیا نړیوال سازمان(WHO) او د سره صلیب نړیوال کمیتې(ICRC) پر هڅو بندیز لګولی دی. طالبانو د پنجشنبې پر ورځ( د وري ۲۲) په يوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې یو شمېر نړیوالې ټولنې د امنیتي حالاتو له کبله خپلې هڅې سمې نشي تر …

نور... »

طالبان د جګړې له لارې د امتیاز غوښتنې هڅې کوي- لوی درستیز

د افغانستان د وسلوال پوځ لوی درستیز ویلي، طالبان د جګړې له لارې غواړي د سولې په بهیر کې ډېر امتیاز تر لاسه کړي؛ خو د دغې کړنې په وړاندې به امنیتي ځواکونه ودریږي او دا ډله به وځپل شي. که د سولې په اړه له یوې خوا هڅې روانې …

نور... »