تازه خبرونه

په ننګرهار کې موتربم د لس اهل هنودو په ګډون ۴۴ کسانو ته مرګ وړ ژوبله اړولې

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د اهل هنودو پر هغې ډلې ځانمرګی برید شوی، چې غوښتل یې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې له ولسمشرمحمد اشرف غني سره وګوري. د جلال آباد چارواکي او عام خلک د ولسمشر راتګ ته له یوې اوونۍ راپدیخوا په تمه ول؛ سرتېرو …

نور... »

د افغانستان ژغورنې ملي ائتلاف به ډېر ژر خپل پراخ شتون اعلام کړي- نور

د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور د یکشنبې پر سهار( د چنګاښ ۱۰) د ترکیې له اوږده سفره مزارشریف ښار ته راستون شو او په خپلو لومړنیو خبرو کې یې په ډاګه کړې، چې د افغانستان ژغورنې ملي ائتلاف به ډېر ژر په کابل کې خپل پراخ شتون اعلام کړي. …

نور... »

د ننګرهار د ملکیار هوتک لیسې له درې چپړاسیانو سرونه پرې شوي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې تېره شپه په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسلوالو د ملکیار هوتک لیسه سوځولې او د لیسې له درې چپړاسیانو(ملازمانو) یې سرونه پرې کړي دي. د یادې ولسوالۍ د پوهنې مدیر ثابت الرحمن رسنیو ته څرګنده کړې، چې پېښه تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ …

نور... »

ولسمشر غني په ننګرهار کې د زر بستریز روغتون د بنسټ ډبره کیښوده

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر اشرف غني، چې نن سهار جلال آباد ښار ته رسیدلی؛ د مسوولانو په حضور کې یې د ختیځ زون زر بستريز روغتيايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.  د خبرپاڼې له مخې؛ د ختیځ زون دغه کمپلکس به، چې ۲۰۰ جريبه ځمکه رانغاړي ۲۰۰ …

نور... »

راروانو ټاکنو ته د ۷ ولایتونو د نوماندانو نوملړ اعلام شو

ټاکنو خپلواک کمیسیون په ډاګه کړې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د اووه ولایتونو د نوماندانو نوملړ اعلام شو. له دوه ورځو ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون د اووه ولایتونو د ولسي جرګې د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلام کړ؛ خو ځینې نوماندان ترې حذف شوي دي. …

نور... »

د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره د وسلوالو مخالفانو تر ولکې لاندې ده- محمد محقق

د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال ادعا کوي، چې د افغانستان اویا په سلو کې خاوره د وسلوالو مخالفینو تر ولکې لاندې ده. د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق د جمعې ورځې پر ماښام( د چنګاښ ۸) د راروانو ټاکنو په اړه خپلې ځانګړې خبرې …

نور... »

طالبان دې د جګړې پر ځای سوله غوره کړي – دفاع وزارت

دفاع وزارت وايي، تېره شپه دولس بجې د حکومت له لوري اعلان شوی یو اړخیز اوربند پای ته ورسید؛ خو غوره به دا وي، چې طالبان د جګړې پر ځای سوله غوره کړي. د روژې له اووه ویشتمې تر تېرې شپې د حکومت له لوري د وسلوالو طالبانو پر وړاندې …

نور... »

د ولسمشر له امر سره سم بیا عمليات پيل شول

د هلمند ولايت سيمه ییز چارواکي وايي، چي له طالبانو سره يې شوى اوربند پاى ته رسيدلى او د ولسمشر له امر سره سم يو ځل بيا په هغو سيمو کي پوځي عمليات پيل شول، چي دا مهال د وسلوالو طالبانو په واک کي دي. د هلمند والي مرستيال وايي، …

نور... »

حکومت یو حکومت دی، مونږ هیڅ سیمه چاته نه سپارو

د افغانستان ولسمشر اشرف غني له وسلوالو طالبانو سره د اختر په مناسبت د شوي اوربند او د سولې د وروستیو هڅو په اړه خبري کنفرانس ته په ډاګه کړه، چې د امن سیمو طرحه د حکومت طرحه نه ده او نه هم په دې اړه سیاسي اجماع موجوده ده. …

نور... »

آی خانم بندر د طالبانو تر ولکې لاندې راغلی

سیمه ییز چارواکي وایي، چې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ پر سرحدي کمیسارۍ او  ای خانم بندر د طالبانو له بریده خبر وو؛ خو د پولیسو د بې پروایۍ له کبله کمیساري او بندر د طالبانو تر ولکې لاندې راغلی دی. د پولیسو د مشرتابه او د تخار …

نور... »

په پوهنه کې فساد راتلونکی نسل له منځه وړي- اشرف غني

ولسمشر غني د کابل ښوونکیو د بستونو د آزموینې اخیستو د مراسمو په پیل کې فساد وغانده او په ډاګه یې کړه، چې واسطه د خلکو تر منځ د نه برابرۍ سبب دی او له دې وروسته به د فاسدو کسانو په وړاندې ودریږم. په دولتي ادارو کې اتلس زره …

نور... »

د طالبانو مالي سرچینې به بمبارد او وېچاړې شي!

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت د هوايي ځواکونو مرستیال امریکايي قومندان وايي، پر طالبانو د بریدونو په لړ کې د هغوی ګڼې مالي سرچینې له منځه وړل شوي او پر ډېرو نورو به هم هوايي بریدونه تر سره شي. د پرېکنده ملاتړ ماموریت د هوايي ځواک مرستیال قومندان …

نور... »

د سلګونه زره هکتاره ځمکو د خړوبولو هڅې روانې دي

د اوبو او برښنا وزارت وایي؛ د کرنیزو محصولاتو د پراختیا لپاره د اته اویا میلیون دالرو پر ارزښت د اوبو کانالونه جوړيږي، چی سلګونه زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي. د اوبو او برښنا وزارت مرستیال وايي؛ د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو بدخشان، کندوز، تخار، بغلان او بامیانو …

نور... »

امریکایان دې په افغانستان کې د خپلو مامورینو د پاتې کیدو دلیل وپوښتي

د( سولې ولسي کاروان) د امریکا له خلکو غواړي، چې په افغانستان کې له خپلو مامورینو او سرتېرو څخه دلته د پاته کیدو رښتینی دلیل وپوښتي. د سولې کاروان د ملګرو ملتونو سازمان ته یو لیک هم استولی او په هغه کې ترې د جګړې په اړه ډېرې پوښتنې او …

نور... »

په تخار کې د طالبانو په ډله ییز برید کې ۱۶ پولیس وژل شوي

طالبانو د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ د نوآباد کلي په یتیم تپه سیمه کې ۱۶ سرحدي پولیس وژلي؛ ۶ نور وسلوالو ژوندي نیولي او د پوستو ټول تجهیزات یې وړي دي. د تخار والي ویاند سنت الله تیمور د پنجشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۷) منلې، چې طالبانو …

نور... »

د کابل – ریاض هوايي دهلیز پرانیستل شو

د ترکیې او افغانستان، هند او افغانستان له هوایي دهلیزونو وروسته دا دی د سې شنبې پر ورځ(د چنګاښ ۵) د افغانستان او عربستان تر منځ هم هوایي دهلیز پرانیستل شو. په کابل کي دعربستان  سفارت شارژدافیر سلیمان سلیمان الطبیب وايي؛ هڅه کوو، چې د کابل او ریاض سوداګري پراخه …

نور... »

طالبان د هلمندي ځوانانو سوله ییزې هڅې بهرنۍ طرحه بولي

وسلوالو طالبانو په وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې دغه حرکت د بهرنیو او حکومت طرحه ده. وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو د هلمند د سوله غوښتونکيو ولسي حرکت د دښمن دسیسه بللې او له خلکو یې غوښتي، چې له دغه ډول استخباراتي او پټو دسیسو څخه ځان وساتي. …

نور... »

له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون خپل مفهوم بایللی!

د مشرانو جرګې یو شمېرغړي وايي، چې له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون خپل مفهوم بایللی؛ ځکه دغه هېواد نه غواړي په پاکستان کې د وسلوالو سخت دریځو مرکزونه ویجاړ او پر ضد یې رښتینې مبارزه وکړي. په افغانستان کې ناکراریو په دې وروستیو کې زور اخیستی؛ نو، ځکه …

نور... »

په ننګرهار کې د یوه ترکي په ګډون درې داعشیان نیول شوي

افغان ځواکونو د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د داعش درې مهم کسان نیولي، چې یو په کې د ترکیې تبعه دی. د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنايي ستانکزی وایي، چې: مونږ د داعش درې لوړپوړي غړي د یو ترکي محمد نومي په ګډون ونیول او د پاتې څېړنو لپاره …

نور... »

د ماليې وزیر اکلیل حکیمی له خپلې دندې استعفا وکړه

د ملي وحدت حکومت د مالیې وزیر اکلیل حکیمی نن له غرمې مخکې ( سې شنبه د چنګاښ ۵) په یوه جوړه شوې خبري ناسته کې له خپلې دندې استعفا وړاندې کړه. ښاغلي حکیمي د عوایدو ډېریدل او د بهرنیو مرستو جذبول خپلې لاسته راوړنې ونومولې؛ خو دا یې هم …

نور... »