تازه خبرونه

د ولسي جرګې د ټاکنو معترضو نوماندانو د کابل ښار لارې وتړلې

د کابل د ولسي جرګې ټاکنو معترضو نوماندانو کابل ښار ته ورتلوونکې ځینې لارې وتړلې؛ دوی د لومړنیو رایو د باطلیدو او د کمیشنرانو د محاکمې غوښتنه کوي. د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو د لومړني نوملړ له اعلام وروسته ځینو نوماندانو اعتراض وکړ او  کابل ښار ته …

نور... »

په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو دوه ورځنۍ خبرې تر سره شوې

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي؛ په پرونۍ او نننۍ ناستو کې زلمي خلیلزاد طالبانو ته ډاډ ورکړی، چې امریکایي ځواکونه به ووځي. که څه هم د امریکایانو او طالب استازیو د ناستو په تړاو راپورونه خپاره شوي؛ خو طالبانو تېره ورځ تائید کړه، چې د عباس ستانکزي په مشرۍ د …

نور... »

اوس هم د سولې بهیر په خبرو کې ستونزې شته- عبدالله عبدالله

 د هېواد اجرائيه رییس د سویس په داوس ښار کې ۵ ورځنۍ نړیوالې اقتصادي ناستې ته په وینا کې وویل، چې اوس هم د سولې بهیر په خبرو کې ستونزې شته. د افغانستان د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د سې شنبې پر ورځ( د سلواغې 2 ، چې د جنورۍ …

نور... »

بیات بنیاد د کابل په لومړۍ ناحیه کې اړو کورنیو ته مرستې ووېشلې

بیات بنیاد د کابل په لومړۍ ناحیه کې پر لسګونه اړو کورنیو، خوراکي توکي، جامې او کمبلې ووېشلې. د ژمي سړو څپو په کابل کې بېوزله کورنۍ له سخت کړاو سره مخ کړي؛ دوی د خونو تودولو لپاره لازم امکانات نلري او ماشومان یې د سړې هوا له کبله ریږدي. …

نور... »

ترمپ دې له افغان او پاکستانیو چارواکو سره وګوري- امریکایي سناتور

امریکايي سناتور لیندسي ګراهام له ولسمشر ترمپ غوښتي، چې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره دې له افغان او پاکستانیو چارواکو سره وګوري. د افغان سولې په اړه سیمې ته د سفرونو په لړ کې زلمی خلیلزاد قطر ته رسیدلی او ټاکل شوې، چې له طالب استازیو سره …

نور... »

طالبانو په دوحه کې له امریکايي استازیو سره دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د قطر په دوحه کې امریکايي استازیو او طالبانو دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې. په خبرپاڼه کې راغلي؛ طالب استازیو د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې له امریکایي استازیو سره د  دوشنبې پر ورځ( د سلواغې لومړۍ) خبرې پیل کړې …

نور... »

ولسمشر غني د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت خوندي کولو سپارښتنه وکړه

ولسمشر اشرف غني امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت خوندي کولو لپاره دې د مدیریتي اجماع له مخې خپلې هلې ځلې پیل کړي. د کورنیو چارو وزارت له سرپرستۍ څخه د امرالله صالح له استعفا وروسته ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ته …

نور... »

د سیندونو، بندونو او د ځمکي لاندي اوبو د پراختیا کړنلاره بشپړه شوه

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي؛ په تېرو اتلس میاشتو کې د نړیوال بانک په مرسته وتوانیدل، چې د سیندونو، بندونو او د ځمکي لاندي اوبو د پراختیا کړنلاره رامنځته کړي. د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي، چې پخوا به د هېواد د سیندونو، بندونو او د ځمکې …

نور... »

د هرات- تورغنډۍ پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې ۷ کسان مړه شوي

د هرات والي ویاند ویلي، چې دغه ترافیکي پېښه د دوشنبې پر سهار( د سلواغې لومړۍ)  هغه وخت رامنځته شوه، چې یو کوچنی موتر د  هرات تورغنډۍ پر لویه لار له یو باربري موتر سره ټکر شو. د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، په دې پېښه کې د واړه …

نور... »

طالبانو په میدان وردک کې د ملي امنیت پر ځانګړې قطعې وسلوال برید کړی

وسلوالو بریدکوونکیو د دوشنبې پر سهار اووه بجې( د سلواغې لومړۍ) په میدان وردک ولایت کې د ملي امنیت پر ځانګړې قطعې وسلوال برید کړی دی. یوې امنیتي سرچینې منلې، چې لومړی یو هاموی تانک د میدان وردک ولایت د ملي امنیت قطعې ته له وردننه کیدو سره سم چاودیدلی …

نور... »

افغان بیسیم مخابراتي شرکت د کور څراغ نومی نوی سیستم فعال کړ

افغان بيسیم د دغه پروګرام له لارې خلکو ته د لمریزې برښنا تختې یا سولر په قسطي بڼه د وېش لړۍ پیل کړه. افغان بیسیم مخابراتي شرکت خلکو ته د سولري یا لمریزې برېښنا آسانتیاوې برابرې کړې او پر خلکو سولر وېشي، چې پیسې یې په څو پړاوونو کې د …

نور... »

طالبان سولې ته لیوالتیا نلري- مشرانو جرګه

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې وسلوال طالبان له افغان دولت سره د سولې لیوالتیا نلري او دولت دې د دغې دلې پر خلاف نوي تدابیر ونیسي. مشرانو جرګه ژمنۍ رخصتۍ ته ځي؛ خو له وسلوالو طالبانو سره د سولې په خبرو کې ابهامات له ځان سره وړي. …

نور... »

ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه وکړه

ښاغلي غني له نوملیکنې وروسته ټینګار وکړ، چې پلانونه یې پر سوله، امنیت، اقتصاد او غوره حکومتولۍ متمرکز دي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوملیکنې په وروستۍ ورځ، ولسمشر محمد اشرف غني هم د نوماند په توګه خپل نوم ثبت کړ. ښاغلي غني له نوم ثبتونې وروسته د لنډمهاله حکومت …

نور... »

داکتر عبدالله د دوستم او خلیلي په ملاتړ ټاکنیزې هڅې پیل کړې

د ثبات او همپالنې د ډلې مشر عبدالله عبدالله ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړ او د دغو ټاکنو ګټلو ته یې هیله مندي ښکاره کړه. هغه ویلي، چې ولسمشریزو ټاکنو ته د جمعیت اسلامي له اړخه دریدلی دی  دغې ټاکنیزې دلې د خپلو ملاتړیو( خنرال دوستم او کریم خلیلي) …

نور... »

پر لوګر والي د موتربم په برید مې ۱۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

نن سهار د لس نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل– لوګر پر لویه لار د محمداغې ولسوالۍ په سفید سنګ سیمه کې د لوګر والي د موترو پر کاروان موتر بم برید تر سره شوی. د لوګر امنیه قومنداني ویاند شاپور احمدزی برید تائیدوي او وایي، چې والي محمد …

نور... »

د ژمي په سړه هوا کې د بیات بنسټ د مرستو لړۍ دوام لري

د ژمي په سړه هوا کې د بېوزلو خلکو ستونزې په ټوله کې د جامو، سرپناه، سون توکيو او  خوراک توکي ښودل دي چې بیات بنسټ په دې هکله نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي. دا ځل بیات بنسټ د خپلو بشردوستانه مرستو لړۍ د چار قلعه چاردي په …

نور... »

طالبانو د پاکستان وړاندیز نه دی منلی

طالبانو د پاکستان هغه وړاندیز چې اسلام آباد کې له زلمي خلیلزاد سره وګوري، نه دی منلی.  طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، دا وړاندیز له پاکستاني چاوراکو سره د خلیلزاد تر  لیدنې وروسته طالبانو ته وشو؛ خو سرچینو ویلي چې طالبان نه غواړي د امریکا او دوی تر منځ خبرو …

نور... »

یو امریکایي څېړنیز مرکز د ۲۰۱۴ کال له ټاکنیزو درغلیو پرده پورته کړه

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز تازه څېړنه وایي، چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمد اشرف غني بریالیتوب په روڼ ډول تر سره شوې نوی او د افغانستان پر ټاکنیز نظام د بیا کتنې او سمونونو غوښتنه کوي. د ولسمشریزو ټاکنو …

نور... »

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې دریدلې دي-سرچینې

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې په وروستیو ناستو کې امریکا پر طالبانو فشار راوړ او له دې کبله خبرې د بندون له روان حالت سره مخامخ شوې دي. په داسې حال کې، چې د سولې خبرو لپاره هڅو زور اخیستی؛ طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې له امریکا سره …

نور... »

غر ښویېدنې په بدخشان کې ۸ کان کیندونکي لاندې کړل

د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په زرند آب کلي کې غرښویېدنې د سره زرو د کان ۸ کارکوونکي لاندې کړي دي. د دغه ولایت د راغستان ولسوال ویلي، چې د پنجشنبې پر سهار ۱۰ بجې( د مرغومي ۲۷) د اړوند ولسوالۍ په زرند آب کلي کې، چې وسلوال طالبان …

نور... »