عاجل خبرونه

تازه خبرونه

په پکتيا کې دې شپني او خپلسري عمليات ودرول شي- خلک او استازي

د پکتيا ولايتي شورا غړي او د اريوب ځاځي ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې په پکتيا کې دې شپني او خپلسري عمليات ودرول شي او د دولت وسلوال مخالفين دې د هغو په پټنځايونو کې وځپل شي. د اريوب ځاځي ولسوالۍ اوسیدونکي د پکتیا مرکز ګردیز ته پدې اعتراض راغلي، چې …

نور... »

طالبانو په سرپل کې ۴۶ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

د سرپل سیمه ییزو چارواکو رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه د دې ولايت پر صياد ولسوالۍ طالبانو بریدونه کړي، چې په کې ۲۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. د سرپل والي عبدالقادر آشنا وایي، چې طالبانو پر صیاد ولسوالۍ، د سرپل –جوزجان پر لویه لار …

نور... »

طالبانو له ایراني چارواکو سره لیدنه منله

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه خبرپاڼه کې له ایراني چارواکو سره په تهران کې د خبرو پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د دغې لیدنې موخه د سیاسي او اخلاقي ملاتړ جلب دی. نوموړي څرګنده کړې، چې د سیمې له هېوادونو څخه د طالب پلاوي لیدل به …

نور... »

په کابل کې څلور انسان تښتوونکي ونیول شول

د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل ښار کې د انسان تښتوونکیو یوه څلورکسیزه ډله نیولې؛ یو کس یې ترې له بنده خلاص کړی او اړوند کورنۍ ته یې سپارلی دی. ملي امنیت په ډاګه کړې، چې د سې شنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۱) له غرمې مخکې دغو انسان …

نور... »

د برېښنا نشتوالی د هوا د ککړتیا یو لامل دی

خلک د برښنا د نشتوالي له کبله له بې کیفته سوند توکو کار اخلي، چې د ښار هوا یې ککړه کړې ده. د هوا ککړتیا په دې یخو شپو او ورځو کې خلکو ته بېلابېلې اندېښنې رامنځته کړي دي. د حکومت اجرائیه رییس وايي، خلک او یو شمېر ښارګوټي د …

نور... »

د تمیم شنسب پر دوسیه څېړنې بشپړې شوې- لویه څارنوالي

د لویې څارنوالۍ مسوولین وايي؛ تمیم شنسب د څو قتلونو او عامه نظم د ګډوډولو پر تور نیول شوی؛ پر دوسیه یې څېړنې بشپړې شوي او ډېر ژر به محکمې ته وسپارل شي. تمیم شنسب هغه کس دی، چې څلیریشت ساعته د کابل په مهمه سیمه نوي ښار کې یې …

نور... »

ولسي جرګې د ۱۳۹۸ کال ملي بودجه تصویب کړه

د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون وايي؛ کابو یوه میاشت ملي بودجه وارزول شوه، چې په کې د مهمو بدلونونو له رامنځته کولو وروسته د رایو له مخې تصویب او منل شوه. د دیارلس سوه اته نوییم مالي کال ملي بودجه، چې ۳۹۹ میلیارد افغانۍ ده د …

نور... »

په تهران کې طالب استازیو له ايراني چارواکو سره ليدلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ومنله، چې د قطر د سياسي دفتر طالب استازیو په تهران کې له ايراني چارواکو سره د افغانستان د سولې او د سیمې پر راتلونکې حالاتو خبرې کړې دي. په داسې حال کې، چې د سعودي عربستان په جده کې د افغان سولې په …

نور... »

په هلمند کې ۲۵ وسلوال طالبان وژل شوي

کورنیو چارو وزارت د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې  د ۲۵ وسلوالو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکړی. دغه وزارت د دوشنبې پر ورځ( د مرغومې ۱۰) په ډاګه کړې، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سیمه کې له پولیس سرتېرو …

نور... »

په فراه ولایت کې د ملي امنیت یو کارکوونکی ووژل شو

د دوشنبې پر سهار( د مرغومي ۱۰) ناڅرګندو وسلوالو په فراه ښار کې د ملي امنیت یو کارکوونکی پر ډزو وواژه او خپله پر تېښته بریالي شوي دي. د فراه ولایت امنیه قومندان رحمت الله صدیقي ویلي، چې  ناڅرګندو وسلوالو سهار مهال د دغه ښار په عسکر آباد سیمه کې …

نور... »

په ننګرهار کې چارواکي د ۲۷ داعشیانو له وژلو خبر ورکوي

د ننګرهار والي ویاند وایي؛ د دغه ولایت د اچین ولسوالۍ د مامند درې په شلخي سیمه کې د صفر دوه ځواکونو له خوا هوایي او ځمکني عملیات تر سره شوي، چې په کې د داعش د استخباراتو د مسوول او یو شمېر قومندانانو په ګډون ۲۷ داعشیان وژل شوي …

نور... »

په پکتیا کې د قومي مشر په ګډون ۶ کسان وزل شوي

د پکتیا ولايت د زرمت ولسوالي په سرکۍ سيمه کې تېره شپه پر يو کور امنیتي ځواکونو عمليات تر سره کړي دي.  د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکي وايي, د امنیتي ځواکونو دغه عمليات د پخواني جهادي قومندان او قومي مشر محمد نعيم پر کور شوي، چې د حاجي نعيم په ګډون …

نور... »

د تخار د درقد ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

د تخار د درقد ولسوالۍ امنیه قومندان نن په یوه چاودنه کې ووژل شو. سیمه ییز چارواکي وایي؛ د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۰) لس بجې د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ مخې ته د امنیه قومندان ډګروال عمر پر موتر چاودنه رامنځته شوې ده. د تخار امنیه قومنداني …

نور... »

له ولسمشریزو ټاکنو سره د درې نورو ټاکنو نوی مهالوېش په ډاګه شو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس د یکشبې پر ورځ( د مرغومې ۹) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د پارلماني ټاکنو له ستونزو او ننګونو مو زدکړل، چې ولسمشریزې، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د غزني پاتې پارلماني ټاکنې به د وري پر۳۱ نه، بلکې له درې میاشتني ځنډ سره …

نور... »

د یو شمېر ولایتونو وروستۍ پایلې اعلاموو- د شکایتونو کمیسیون

ټاکنیزو شکایتونو ته د لاسرسي کمیسیون خبرداری ورکوي، چې که د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پاتې ولایتونو لومړنۍ پایلې ژر اعلام نکړي؛ کیدی شي دوی د یو شمېر ولایتونو وروستۍ پایلې اعلام کړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د هغو ولایتونو شکایتونو ته پر لاسرسي کار کوي، چې د ټاکنو خپلواک …

نور... »

د امنیت د ښه کیدو هیلې راټوکیدلي- کارپوهان

د هېواد کارپوهانو ویلي، چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو لپاره د سرپرستانو له ټاکل کیدو سره د امنیت د ښه والي لپاره هیلې را ټوکولي؛ خو دوی ته واکونه ورکړ شي، ښايي د هېواد په امنیت کې ښه والي راولي. اسدالله خالد د دفاع وزارت او امراالله صالح …

نور... »

ترکیه د ۳۰۰ کیلو ګرام زعفرانو د پېریدلو هوډ لري-کرنې وزارت

د کرنې وزارت وایي، چې ترکیه غواړي له افغانستان څخه درې سوه کیلو ګرامه زعفران وپېري. زغفران، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کرکیلې ښه بدیل بلل کیږي، په بهر کې یې بازار د تودیدو په حال کې دی. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، چې په بهر …

نور... »

په هرات کې د طالبانو څلور مهم قومندانان وژل شوي

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د هوایي ځواکونو په بمبارد کې د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ څلور مهم قومندانان وژل شوي دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛  تېره ورځ  هوایي ځواکونو د غوریان ولسوالۍ د غش او چمغاغ  په اړوند سیمو کې ملا مسلم، ملابشیر، ملا …

نور... »

په فراه ولایت کې اته وسلوال طالبان وژل شوي

کورنیو چارو وزارت په فراه ولایت کې د اته وسلوالو طالبانو له وژلو خبر ورکړی.  یاد وزارت د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۹) په ډاګه کړې، چې هوايي ځواکونو تېره شپه د دې ولایت د خاک سفید ولسوالۍ په رنج کلي کې طالبان په نښه او بمبارد کړي دي. …

نور... »

په غزني کې ماین چاودنې ۴ عام وګړي وژلي

د غزني ښار په آرزو کلي کې د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۹) غرمه مهال د سرک غاړې ماین چاودنې څلور عام وګړي وژلي دي. د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې؛ یوه ریکشا، چې له اړوند سیمې تېریده د سړک غاړې پر ماین وربرابره شوې، چې په کې …

نور... »