تازه خبرونه

افغانستان له هندي کرکت لوبډلې سره تیست لوبه کوي

افغانستان د هند په بنګلور ښار کې له هندي کرکت لوبډلې سره لومړنۍ تیست لوبې په کولو په خپل کرکتي تاریخ کې یو نوی او مهم څپرکی پرانېزي. لوبه به د افغانستان پر وخت د سهار په اته-نیمو بجو پیلېږي، چې د اصغر ستانکزي په مشرۍ ورته د ۱۶ لوبغاړیو …

نور... »

د پاکستان له لوی درستیز او ورسره پلاوی له ولسمشرسره ولیدل

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ د ولسمشر اشرف غني نن ماسپښین د پاکستان له لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه او ورسره پلاوی سره ولیدل. په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې کتنه کې، چې په ارګ کې تر سره شوه؛ په دې کتنه کې “د سولې او پيوستون لپاره د …

نور... »

په ولایتونو او ولسوالیو کې د نوملیکنې بهیر پای ته ورسید

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ډاګه کړې، چې د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې د رایه ورکوونکیو او نوماندانو د نوملیکنې بهیر پای ته ورسید. دغه بهیر په داسې مهال کې پای ته رسیږي، چې دا مهال څه باندې څلور سوه مرکزونه په ۱۲ ولایتونو کې تړلي دي. په …

نور... »

یو نړیوال بانک په هېواد کې پر لویو پروژو پانګونه کوي

د ماليې وزارت چارواکي وايي، د آسیا بنسټیزې پانګونې بانک لیواله دی، چي په افغانستان کې ځینې مهمې اقتصادي پروژې پلې کړي. د ماليې وزارت وايي، د آسیا د بنسټیزې پانګونې بانک چارواکو چین ته د ماليې وزیر په وروستي سفر کې ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به ځینې …

نور... »

مشرانو جرګې له وسلوالو طالبانو سره د اوږدمهاله اوربند غوښتنه وکړه

د وسلوالو طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو عملیات د ولسمشر غني له سپارښتنې سره سم دریدلې؛ خو وسلوالو طالبانو په بېلا بېلو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. روان اوربند ته په مشرانو جرګه کې مثبت غبرګون ښودل شوی او د جرګې غړیو پر حکومت غږ وکړ، …

نور... »

د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش طالبانو نیولی

سیمه ییز چارواکي مني، چې د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش طالبانو نیولی دی. د فاریاب ولایتي شورا رییس طاهر رحماني څرګنده کړې، چې له طالبانو سره په نښته کې د کوهستان د ولسوال عبدالرحمن پناه په ګډون اته امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د ښاغلي رحماني په وینا؛ …

نور... »

د سرپل د صیاد ولسولۍ قفلاتون کلی طالبانو ونیوه

سیمه ییز چارواکي وایي، چې د سرپل د صیاد ولسولۍ قفلاتون کلی طالبانو نیولی دی. د دغه ولایت د ولایتي شورا د یوه غړي د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه لس بجې طالبانو پر دغې سیمې برید وکړ، چې تر دې دمه ورسره نښته روانه ده؛ خو اووه پوستې سوځول …

نور... »

په سینګاپور کې د امریکا او شمالي کوریا ولسمشرانو ولیدل

په سینګاپور کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون سره ځانګړې لیدنه تر سره کړې ده. دواړو مشرانو له لنډو خبرو وروسته د څو شېبو لپاره د رسنیو کمرو ته څرګند شول او بیا د بندو دروازو تر شاه په داسې …

نور... »

د مشعل بیات ښوونځي زدکوونکي او کارکوونکي د بیات بنیاد له مرستو برخمن شول

د بیات بنیاد د روژی مبارکی میاشتی له مرستو دا ځل د مشعل بیات د عالي لیسې زدکوونکي، ښوونکي او کار کوونکي برخمن شول. په دغه مرسته کې وریجې، غوړي او ځواکمن خوارکي توکي او قرطاسیه شامله وه. د بیات بنیاد سلاکار احسان الله آرینزی له کورنیو او نړیوالو بنسټونو …

نور... »

که اوربند وغزیږي له وسلوالو طالبانو سره به پر مهمو مسایلو خبرې وشي

د وسلوالو طالبانو لخوا د اختر په درې ورځو کې د اوربند هرکلي په خلکو او دولتي چارواکو کې د سولې او ثبات هیلې راټوکولي دي. د افغانستان د حکومت د اته ورځني اوربند په درشل کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛ …

نور... »

ځانمرګي د کلیو او پراختیا وزارت په دروزاه کې ۴۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کابل پولیس وایي، چې ځانمرګي بریدګر نن د کلیو او پراختیا وزارت د کارکوونکیو د رخصتۍ پر مهال د دغه وزارت په دروزاه کې دیارلس کسان ووژل او یو دېرش یې ټپیان کړل. ځانمرګی برید په داسې حال کې رامنځته شوی، چې اړوند سیمه تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې …

نور... »

د ننګرهار د طب او پوهنې پر ریاستونو په وسلوال برید کې ۱۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

چارواکو په ډاګه کړې، چې د ننګرهار د طب پوهنځي او پوهنې ریاست په وسلوال برید کې یو سرتېری وژل شوی او دولس ملکي وګړي ټپيان دي. دمګړۍ په ننګرهار ولایت او جلال آباد ښار کې طالبان او داعش ډله بریدونه کوي؛ وسلوال طالبان ډېر کله نظامي ادارې په نښه …

نور... »

د صادراتو ملې تګلاره د سوداګرۍ وزارت لخوا جوړه شوه

د سوداګرۍ وزارت وایي، له اوږدو بحثونو وروسته د صادراتو ملې تګلاره جوړه شوه، چې  پر بنسټ یې د صادراتو کچه لوړیږي او صادارتي توکو ته بازار موندل کیږي. دغه تګلاره د بهرنیو سوداګریزو توکو په وړاندې د سیالیو په موخه یو ستر ګام دی. د سوداګرۍ وزارت وایي، چې …

نور... »

د صدیق فرهنګ مینځنی ښوونځی د بیات بیناد له مرستو برخمن شو

د صدیق فرهنګ د مینځني ښوونځي زدکوونکي د بیات بیناد د درسي او خوراکي توکو له مرستو برخمن شول. د صدیق فرهنګ ښوونځي زدکوونکي، چې زیات شمېر یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي د بیات بنیاد له مرستو برخمن شول. د بیات ینیاد فرهنګي او کلتوري مرستیال احسان الله …

نور... »

ولسمشر غني د شانګهای په ناسته کې د طالبانو له اوربنده هرکلی وکړ

د شانګهای د غړیو هېوادنو د همکاریو د سازمان په دوره ورځنۍ ناسته کې د سیمې او افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت خبرې اترې تر سره شوې. په دغه ناسته کې ولسمشر غني د سولې او ثبات په اړه د سیمې د هېوادونو او له تروریزم سره پر ګډې …

نور... »

د بغلان پولیسو له چاودیدونکیو توکو ډک موتر نیولی

 د بغلان ولایت پولیسو له چاودیدونکیو توکو ډک لیتس ډوله موتر کشف او ضبط کړی دی. د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ پولیس وایي، د اړوند سیمې د پلټنې په پوسته کې د تروریزم په وړاندې د مبارزې مدیریت د هڅو او د ملي امنیت ریاست پر همکارۍ یو لیتس …

نور... »

په کابل کې له حکومت سره د طالبانو اوربند له تود هرکلي سره مخ شو

له هغې وروسته، چې د شنبې پر ورځ(د غبرګولي ۱۹) د طالبانو له لوري درې ورځنی اختریز اوربند اعلان شو؛ په کابل کې یو شمېر ځوانانو د سولې غږ اوچت کړ، د طالبانو او حکومت له لوري يې د اختر په مناسبت د اوربند اعلان وستایه او دا یې د …

نور... »

په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې مخالفانو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې

د ۲۰۹ قول اردو چارواکو د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ایثار نومو عملیاتو له ترسره کولو او په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یې له پیلولو خبر ورکوي. د ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي، چې د دولت آباد ولسوالۍ په دوه ورځنیو عملیاتو کې …

نور... »

د هرات- اسلام کلا د لویې لارې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

  سیمه ییز چارواکي وایي، د هرات- اسلام کلا د لویې لارې په یوه ترافیکي پېښه کې ۵ کسان مړه شوي او ۷ نور ټپيان دي. دغه پېښه د پخوانۍ لوا سیمې ته نږدې پر لویه لار رامنځته شوې ده. عیني شاهدانو په ډاګه کړې؛ د دوه مسافر وړونکي موترو …

نور... »

په کندهار کې د وسلوالو په برید کې پېنځه پولیس وژل شوي

چارواکي وایي، تېره شپه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې وسلوالو د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی، چې په کې پېنځه پولیس وژل شوي دي. د کندهار والي ویاند داوود احمدي وايي، په دغه برید کې درې سیمه ییز پولیس او دوه ملي پولیس وژل …

نور... »