تازه خبرونه

حکومت د ژنیو دوه ورځنۍ ناستې ته پوره چمتوالي نیولی

حکومت وایي؛ د ژنیو ناستې ته پوره چمتوالي نیول شوی، چې په کې به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنې هم وڅېړل شي. ملګري ملتونه د نوامبر له اووه ویشتمې تر اته ویشتمې د سویس په ژنیو ښار کې د یوې ناستې کوربتوب کوي. په دې ناسته کې به …

نور... »

د کابل د علماوو مشر بصیر حقاني په کابل کې ووژل شو

د کابل د عالمانو شورا مرستیال ګل احمد صدیقي ویلي، چې د دغې شورا مشر مولوي عبدالبصيرحقاني د شنبې پر ورځ له غرمې وروسته څه نا څه ۳ بجې د کابل ښار د اوومې حوزې په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ووژل شو. د کابل پوليسو تر اوسه په دې …

نور... »

په افغانستان کې د ناتو یو سرتېری وژل شوی

ناتو ځواکونو په افغانستان کې د یوه امریکایي سرتېري وژل کیدل په ډاګه کړي؛ خو دا یې څرګنده کړې نده، چې دغه سرتېری د افغانستان په کومه سیمه کې وژل شوی دی. په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت ځواکونو څرګنده کړې، چې تر ۲۴ ساعتونو به د دغه امریکایي سرتېري …

نور... »

په کندهار کې د افغان ځواکونو یوه چورلکه راغوزیدلې

په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو یوه اکمالاتي چورلکه راغورزیدلې ده. د کندهار امنیه قومندان تادین خان د پېښې د منلو تر څنګ ویلي؛ دغې چورلکې د یوشمېر سرتېرو له لیږدولو وروسته د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزې له کبله سقوط کړی دی. نوموړي زیاته …

نور... »

له طالبانو سره د سولي په تړاو د حکومت پلاوی د ولسمشر له منظوري وروسته به اعلام شي – ارګ

په داسې حال کې چې سرچینو ویلي حکومت  له طالبانو سره د سولې خبرو د پر مخ بیولو لپاره یوولس کسیز پلاوی  ګمارلی،؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، لا تر دې مهاله دغه چاره نه ده بشپړه شوې او د ولسمشر له منظوري وروسته به اعلام شي. سرچینو آریانا نیوز ته …

نور... »

په پاکستان کې د حقاني شبکې په پټنځي کې چاودنې درې کسان وژلي

رویترز خبري سرچینې په ډاګه کړې؛ د اړوند سیمې د یوه امنیتي مقام او د حقاني شبکې د یوې سرچینې د څرګندونو له مخې په پاکستان کې د حقاني شبکې په پټنځي کې ځانمرګي برید درې کسان وژلي دي. رویترز ته د حقاني شبکې دغې سرچینې ویلي، چې برید د …

نور... »

سوله د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ تړلي شیریانونه خلاصوي

که په افغانستان کې د سولې وروستۍ پیل شوې هڅې پایلې ته ورسیږي؛ د مرکزي او جنوبي آسیا هېوادونو ترمنځ به هغه تړلي اقتصادي شیریانونه پرانستل شي، چې اوس خلاص ندي. د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیاله وايي، چې د افغانستان د سولې د راتلو لپاره وروستۍ هڅي …

نور... »

د مسکو ناسته پر جنګ پانګونه ده

د سولې عالي شورا مرستیال ویلي، چې د مسکو د سولې ناسته پر جنګ د روسیې پانګونه ده او که بله ورته ناسته جوړیږي؛ نو د سولې عالي شورا ګډون په کې اړین ندی. د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت؛ د مسکو د سولې ناستې په تړاو د بحث کوربتوب …

نور... »

د لوګر د ازرې ولسوالۍ خلکو پر بایو متریک رایو خپل ټینګار څرګند کړ

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکیو نن پنجشنبه( د لیندۍ لومړۍ) د کابل ـ ګردیز لویه لار د څو ساعتونو لپاره په دې اعتراص تړلې وه ، چې له بایو متریک پرته نورې ټولې رایې دې باطلې شي. اعتراض کوونکيو په ډاګه کړې، چې مونږ د سر په بدله …

نور... »

په ننګرهار کې ۵۴ طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول

په ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي وایي، د څلور طالب قومندانانو په مشرۍ پنځوس طالب جنګیالي د سولې له بهیر سره یوځای شوي؛ ۵۴ میله سپکه او درنده وسله یې هم حکومت ته سپارلې ده. داسې برېښي، چې شپینو او چاڼیزو عملیاتو په ننګرهار کې پر وسلوالو جنګیالیو د ژوند …

نور... »

د کابل خونړی برید به بې ځوابه پاتې نشي- اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د چارشنبې پر ورځ ماښام مهال په کابل کې د سې شنبې د ورځې د خونړي برید د ټپیانو پوښتنه کړې ده. ولسمشر اشرف غني له ټپیانو څخه د لیدنې پرمهال څرګنده کړه، چې دغه برید د افغانستان د خلکو پر ملي هویت برید دی …

نور... »

د کابل په اورانوس هوتل کې چاودنې د میلاد نبي نمانځونکیو ته مرګ و ژوبله اړولې

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن ماښام مهال د کابل په اورانوس هوتل کې چاودنې د میلاد نبي د مراسمو نمانځونکیو ته مرګ و ژوبله اړولې ده. کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش دا هم ویلي، چې کیدی شي دا چاودنه ځانمرګی برید وي، چې په کې ۷۰ کسانو ته …

نور... »

په هېواد کې ۱.۲ میلیون ماشومان شاقه کارونه کوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ ۱.۲ میلیون ماشومان په شاقه کارونو کې بوخت دي او حکومت هڅه کوي، چې  د نړیوالو ادارو په همکارۍ دا شمېر راټيټ کړي. د لړم ۲۹، چې د نومبر له ۲۰ سره برابري کوي؛ د ماشومانو د حقونو نړیواله ورځ  نومول شوې ده. …

نور... »

سولې ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې لږ پرمختګ شوی- پنتاګون

د امریکا دفاع وزارت په خپلو تازه څېړنو کې موندلې، چې کابل او واشنګتن سولې ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې لږ پرمختګ کړی او له همدې کبله په افغانستان کې د جګړې د دوام نښې ډېرې دي. که څه هم د افغانستان د سولې لپاره هڅې مخ …

نور... »

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده کړې، چې په هېواد کې د کرکې جنګ، وحشت او ناامنیو ستر لامل له اسلامي ارزښتونو سره واټن او د حضرت محمد (ص) له سیرته بې خبري ده.    د میلادالنبي په دې مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف په ګډون …

نور... »

پاکستان د ترمپ د څرګندونو په وړاندې تند غبرګون ښکاره کړی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نوموړي دې د پاکستان د ملامتولو پر ځای په افغانستان کې خپله ماته وارزوي. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د یکشنبې پر ورځ( دلړم ۲۷، چې د نومبر له ۱۸ …

نور... »

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ لاریونکوني د برښنا غوښتونکي شول

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ اوسیدونکیو لاریون کړی او له حکومت څخه د وراداتي برښنا او د مچلغو د بند جوړیدو غوښتنه کوي. د محمد ابا اوسیدونکي د یوه لاریون په ترڅ کې د دغه ولایت د اته ولسوالیو لارهم د څو ساعتونو لپاره وتړله. لاریون کوونکي د وراداتي …

نور... »

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ۱۷۴ محلونو رايې باطلې کړې

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلیو او نیمګړیتاوو په اړه دولس زره شکایتونه لاسته ورغلي، چې لس زره شکایتونه څېړل شوي او د یو سل و څلور اویا محلونو رایې یې باطلې کړې دي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون منشي علي رضا روحاني وایي: …

نور... »

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني سره په نننیو(دوشنبه د لړم ۲۸) خبرو کې په ډاګه کړې، چې شرایطو ته په پام تر بل هر وخت د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده.  …

نور... »

په ننګرهار کې د دوه ځانمرګو په ګډون ۱۱ داعشیان نیول شوي

ملي امنیت د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د دوه ځانمرګو په ګډون د داعش یوولس جنګیالي نیولي، چې پخپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی. د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، د ملي امنیت سرتېرو د ننګرهار په خوږیاڼو، پچیرآګام، چپرهار، نازیان او د ښار په بېلابیلو سیمو کې …

نور... »