تازه خبرونه

د سولې حرکت په وینو لړلی لیک د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاره

د هلمند د ولسي حرکت غړو په یو  لیک کې په پاکستان نیوکه کړې، په لیک کي یې خپلې وینې څڅولې او د ملګرو ملتونوسازمان ته لیږلی دی. د دغه حرکت غړي په سپین کاغذ د خپلو وینو څڅولو هدف پاکستان د یو مضر هېواد په توګه معرفي کړی چې …

نور... »

په ابوظبۍ کې د ملي امنیت د سلاکارانو څلور اړخیزه ناسته جوړه شوه

د افغانستان، امریکا، عربستان او عربي متحده اماراتو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانستان د سولې لپاره په ابوظبي کې څلور اړخیزه ناسته جوړه کړه. د  امنیت شورا سلاکار د عربي متحده اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته تللی او په یوه څلور اړخیزه ناسته کې یې د امریکا، عربستان او عربي …

نور... »

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رڼو ټاکنو غوښتونکې شوه

د م.م امنیت شورا ناسته، چې پرون ترسره شوې په کې د افغانستان د ټاکنو او سولې پر بهیر خبرې وشوې؛ د نږدې ۹ میلیون رای ورکوونکیو له نوملیکني یې خوښي څرګنده کړه او د دغه هېواد له حکومت او سیاستمدارانو یې غوښتل، چې د مسوولیتونو له مخې د رڼو …

نور... »

د کابل ښار د افشارو پر سیمه ۵ توغندي وتوغول شول

نن غرمه مهال یوه نیمه بجه د کابل ښار د پېنځمې امنیتي حوزې د افشارو پر سیمه ۵ توغندي وتوغول شول. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وایي، دغه توغندي د افشارو پر سیمه له ناڅرګند لوري توغول شوي دي. ښاغلي ستانکزي زیاته کړې، چې څلور توغندي د غره …

نور... »

په جوزجان کې داعشیانو د مولوي شاکر په ګډون ۱۰ طالبان وژلي

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د جوزجان ولایت د درزآب ولسوالۍ په بي بي مریم کلي کې د داعش پر ښخ شوي ماین د سرپل ولایت سنچارک ولسوالۍ لپاره د نومول شوی طالب ولسوال په ګډون ۱۰ طالبان وژل شوي دي.    د جوزجان امنیتي چارواکو ویلي، چې …

نور... »

په پاکستان کې د ټاکنو د امنیت لپاره پر افغان ګډوالو بندیز لګیدلی

د اس سي پي آر دي اوبپاڼې د خبر له مخې؛ پاکستان د پارلماني ټاکنو لپاره په پېښور کې د جولای له ۲۴ څخه تر ۲۸ نېټې پورې( د زمري له ۲ تر ۶ ) پر افغان کډوالو بندیز لګولی، چې  له خپلو کمپونو ونه وځي. د پېښور د مرستیال …

نور... »

کیدی شي حامد کرزی او رحمت الله نبیل په افغانستان ژغورنې ائتلاف کې شامل شي

د افغانستان ژغورنې ائتلاف وايي، چې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په ګډون له یو شمېر سیاسي څېرو سره خبرې پیل شوي، چې په افغانستان ژغورنې ائتلاف کې شامل شي.  هېواد ته د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له راستنیدو سره پر یوه وخت د افغانستان ژغورنې …

نور... »

تر لس ورځو به د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان شي

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون سرچینې وايي، چې تر لس ورځو به د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره چمتوالی ترسره کوي؛ د ارګ لخوا د یو بل مهم ماموریت د پیلولو دنده ورته سپارل شوې ده. له …

نور... »

حکومت اساسي قانون مات کړی او خلک جنګوي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر حکومت نیوکه کوي، چې له یوې خوا واحده رهبري نلري او له بلې خوا سیاسي ډلې او حکومت د سیاسي ګټو وټو د ترلاسه کولو لپاره زیانمنې هڅې ترسره کوي. د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي؛ حکومت اساسي قانون مات کړی، د …

نور... »

د حیرتان او آقینې بندرونه د وسایطو پرمخ پرانیستل شول

له هغې وروسته، چې د ولسمشر لومړي مرستیال له خپلو ملاتړیو څخه د لارو او سوداګریزو بندرونو د خلاصون غوښتونه وکړه؛ د حیرتان او آقینې بندرونه د وسایطو او مامورینو پرمخ پرانیستل شول. د حیرتان او آقینې بندرونه د جنبش ګوند ملاتړیو د قومندان نظام الدین قیصاري د راخوشې کولو …

نور... »

ملي تدارکاتو کمیسیون څلور پروژې منظورې کړې

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ پرون ماښام په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱،۳ میلیارد افغانیو پر ارزښت۲۰ تدارکاتي مورده وارزول، چې په پایله کې د ۶۲۸،۶ میلیون افغانیو پر ارزښت څلور پروژې منظورې شوې. په خبرپاڼه کې راغلي، چې: د ۳۴ کیلومتر په واټن د کابل- …

نور... »

وسلوالو طالبانو د غور پوهنتون څلور زدکوونکي تښتولي

وسلوالو طالبانو د غور ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د یو دریور، یو داکتر، درې نجونو او یو هلک په ګډون شپږ کسان تښتولي دي.   د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي، چې دغه کسان هغه مهال د دولتیار ولسوالۍ له دشت کورک له اړوند سیمې وتښتول …

نور... »

د جنرال دوستم پر کاروان ځانمرګی برید شوی

 نن مازیګر یو ځانمرګي برید ګر غوښتل د جنرال دوستم پر کاروان برید تر سره کړي؛ خو د امنیتي خنډونو له کبله بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړې ده. آریانا نیوز خبریال وایي، هغه مهال، چې د ولسمشر لومړی مرستیال د خپل دفتر پر لوري راوان …

نور... »

جنرال دوستم له ۱۴ میاشتو وروسته هېواد ته راستون شو

د حزب جنبش سرچینې وایي؛ جنرال دوستم له حکومت سره د شوې هوکړې له مخې نن یکشنبه(د چنګاښ ۳۱) مازیګر مهال بېرته هېواد ته راستون شو او د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه به خپل کار پیلوي. د کابل د حامد کرزي په هوايي ډګر کې نوموړی د یو …

نور... »

ایران له هرمز تنګي څخه د تېلو لیږد بندولی شي

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای له فارس خلیج څخه د تېلو د لیږدولو د مخنیوي په اړه د ولسمشر حسن روحاني له خبرداري ملاتړ څرګند کړی دی. نوموړي د ایران بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې د ولسمشر روحاني خبرداری د …

نور... »

کابل د افغان او پاکستانیو چارواکو د سولې د خبرو د عملي پلان کوربه دی

 د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، چې د سولې د خبرو د عملي پلان په ترڅ کې د کابل او اسلام آباد تر منځ د باور پر رامنځته کیدو سربېره به پاکستان هم وهڅول شي، چې له افغانستان سره د سولې او ثبات په برخه کې عملي ګامونه پورته …

نور... »

پاکستان په افغانستان کې نوې سخت دریځې ډلې فعاله کړي- د مشرانو جرګې غړي

د مشرانو جرګې غړي وايي، چې پاکستان په افغانستان کې نوې سخت دریځې ډلې فعاله کړي او حکومت باید له وسلوالو طالبانو سره د سولې په خبرو کې پوره پاملرنه ولري. د مشرانو جرګې غړې نجیبه حسیني وايي، چې د لوی اختر په ورځو کې حکومت له وسلوالو طالبانو سره …

نور... »

په سعودي عربستان کې د امریکا په ګډون د سولې څلور اړخیزه ناسته جوړیږي

د سولې عالی شورا په روانه اوونۍ کې د ریاض په کوربتوب د افغانستان، امریکا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون له څلور اړخیزې ناستې خبر ورکوي. د سولې عالي شورا وایي؛ د دې ناستې موخه دا ده، چې د سولې خبرو ته آسانتیاوې برابرې شي. د دغې …

نور... »

جنرال دوستم د شوې هوکړې له مخې یکشنبه کابل ته راځي

د حزب جنبش سرچینې وایي؛ جنرال دوستم له حکومت سره د شوې هوکړې له مخې یکشنبه کابل ته راځي او د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه به خپل کار پیلوي؛ خو د احمد ایشچي د ادعاوو له مخې: د نوموړي دوسیه پای ته نه ده رسیدلې او قضایي بنسټونه …

نور... »

د مخابراتو د ‎پخواني وزیر دوه یمه محکمه هم بې پایلې پای ته ورسیده

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي پر پخواني وزیر وحیدي تور دی، چې ۱۶ میلیون افغانۍ یې بې ځایه لګولي او ۳۷ کسان یې په لنډمهال ډول استخدام کړي وه. د محکمې په دوه یمه ناسته کې قضایي پلاوي یو ځل بیا د وحیدي دوسیه پرانیسته. د قضیې څارنوال وایي؛ د …

نور... »