تازه خبرونه

امریکا باید له طالبانو سره خبرو ته زمینه برابره کړي- د بحران نړیواله ډله

د بحران نړیواله ډله وايي، امریکا باید له طالبانو سره خبرو ته یوه با صلاحیته ډله وروپېژني او له افغانستان څخه د خارجي ځواکونو د وتلو مساله هم د خبرو میز ته وړاندې کړي. د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه تازه څرګندونه کې په ډاګه کړې، چې امریکا باید له …

نور... »

په غزني کې تښتول شوي ۱۹ کسان راخوشې شول

  په غزني کې د قومي مشرانو پر منځګړیتوب هغه نولس کسان راخوشې شول، چې څو ورځې مخکې طالبانو تښتولي وه. په تښتول شویو کسانو کې اته یې د جاغوري او پاتې د نورو سیمو اوسیدونکي دي، چې له لارې طالبانو وړي وه. د ولایتي شورا یو غړی وایي، طالبانو …

نور... »

په ننګرهار کې د ولایتي شورا دوه غړیو شخړه کړې

په ننګرهار کې د ولایتي شورا دوه غړیو عبیدالله شینواري او اجمل عمر د مرستیالۍ د څوکۍ پر سر نښته کړې. د ننګرهار ولایتي شورا ډېر کله د وکیلانو د خپلمنځيو شخړو کوربه وي؛ خو دا ځل خبره تر فزیکي شخړې راورسیده. یوه امنیتي سرچینه وايي، د شورا د غړیو …

نور... »

د دوستم اعتراضي پلویانو بیا د حیرتانو بندر تړلی

د دوستم اعتراضي پلویانو تېره ورځ د مزار- حیرتان لویه لار د سوداګریزو وسایطو پر مخ  وتړله او ټینګار کوي که یې غوښتنې ونه منل شي؛ دغه لویه لار به بنده پاتې وي.   د حزب جنبش مرستیال ګل محمد ارکین وایي، د حیرتانو لار به د اعتراض کوونکیو لخوا …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس وټاکل شو

له هغې وروسته، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون حکومت ته د دارالانشا د غړیو نوملړ وسپاره؛ حکومت احمد شاه زمانزی د دارالانشا د رییس په توګه ترې غوره کړ.   د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي زمانزی د ولسمشر اشرف غني د فرمان پربنسټ د ټاکنو کمیسیون له …

نور... »

بیات بنیاد د ستارکي موسسې د بشر دوستۍ نړیواله جایزه ترلاسه کړه

د ستارکي موسسې د بشر دوستۍ نړیواله جایزه بیات بنیاد ته د دې له کبله ورکړ شوې، چې په افغانستان کې یې د ګڼو سره د سمعکو یا غوږیو د پام وړ مرستې کړې دي. د ستارکي بنیاد، چې له ګڼو سره د هغوی د اوریدو په حس کې تخنیکي …

نور... »

په کابل کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ګډه ناسته تر سره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ خوني مسوولین وايي؛ په افغانستان کې د برښنا او کانونو د استخراج ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونه شته، چې قزا قي پانګوال کولی شي په کې پانګونه وکړي. د سوداګرۍ خوني مسوولینو د قزاقستان سوداګرو ترمنځ د ګډې ناستې پر مهال دا هم …

نور... »

کومندو ځواکونه د قیصاري په نیولو کې ښکېل نه دي- دفاع وزارت

ملي دفاع وزارت وايي، نظام الدین قیصاري د فاریاب پوځي شورا نیولی او د ملي اردو ځانګړي ځواکونه په کې ښکېل نه دي. د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي، چې نظام الدین قیصاري د فاریاب پوځي شورا نیولی او یوازې د ملي دفاع وزارت …

نور... »

ټاکنو ته ۸ نه، بلکې ۳ میلیون کسانو ځانونه راجستر کړي

د حزب اسلامي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار یوې خبري ناستې ته په ډاګه کړې، چې ټاکنو ته درې میلیون او شپږ سوه زره کسانو ځانونه راجستر کړي او د اته میلیون او شپږ سوه زره کسانو د  ثبتیدو په تړاو ویل شوې خبرې ناسمې دي. څو ورځې مخکې د  ګلبدین …

نور... »

د جنبش ګوند پلویانو په جوزجان کې د مدني سرغړونو د پیل ګواښ کړی

په جوزجان ولایت کې د جنبش ګوند پلویانو د خپل ۱۵ ورځني اعتراض د لړۍ پر مهال سړکونو ته راودانګل او د مدني سرغړونو د پیلولو ګواښ یې وکړ. دوی وایي؛ دا کار به ډېرې نورې ستونزې رامنځته کړي، چې مسوولیت به یې بیا د مرکزي حکومت پر غاړه وي. …

نور... »

جنرال نیکلسون له طالبانو سره نېغو خبرو ته د امریکا چمتوالی رد کړ

په افغانستان کې د ناتو ځواکونو د پریکنده ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون د دوشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۲۵) ناوخته له طالبانو سره نېغو خبرو ته د امریکا چمتوالی رد کړ. نوموړي زیاته کړې، چې د ده څرګندونې په دې اړه ناسمې اخیستل شوي دي. هغه په ډاګه کړې، …

نور... »

په هلمند کې د طالبانو يو زندان مات شوى

په هلمند کې د طالبانو يو زندان مات شوى او اته پنځوس زندانيان ترې خوشې شوي دي.  د هلمند ولايت د ۲۰۵  ميوند قول اردو د اووم کنډک په خبرباڼه کي راغلي؛ تېره شپه امنیتي ځواکونو د دې ولایت په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر پټنځيو عمليات تر سره …

نور... »

د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو لومړنی نوملړ خپور شو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي: په ټولیزه توګه شپږ زره یو سلو پنځوس کسانو د ولسوالیو شوراګانو ته د نوماندانو په توګه نومونه لیکلي، چې شپږ زره اتیا کسانو لومړني نوملړ ته لار موندلې؛ خو له درې سوه اته شپېته ولسوالیو څخه په دوه څلوېښت ولسوالیو کې هیڅوک نه دی …

نور... »

د نظام الدین قیصاري له ساتونکیو سره تاوتریخوالی څېړو- لویه څارنوالي

لویه څارنوالي وايي، چې د نظام الدین قیصاري له ساتونکیو سره د تاوتریخوالي قضیه څېړو او د قانون له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند تر سره شي. په فاریاب او د شمال په ۸ نورو ولایتونو کې د نظام الدین قیصاري له ساتونکیو سره د افغان سرتېرو لخوا د ناوړه …

نور... »

په کابل ښار کې یو ځانمرګی بریدګر ونیول شو

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړې قطعې ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د کابل ښار د پېنځمې حوزې له اړوند سیمې یو ځانمرګی بریدګر عبدالحلیم نومی د حاجي رحمان زوی نیولی دی. د چارواکو د څرګندونې له مخې؛ نیول شوي کس منلې، چې یو کال مخکې یې د پاکستان …

نور... »

امریکایي دیپلوماتان دې له طالبانو سره د خبرو زمینه برابره کړي- ترمپ

د نیویارک تایمز ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛  د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ خپلو ديپلوماتانو ته سپارښتنه کړې، چې له طالبانو سره دې د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي. ورځپاڼه د امريکا په پاليسۍ کې دا يو ارزښتمن بدلون ښيي او لیکي؛ افغان او امریکایي چارواکو درک کړې، چې  طالبان …

نور... »

د کابل د نوي ښار اړوند پارک ته نږدې یو ځانمرګی برید شنډ شو

امنیتي چارواکو ویلي، چې یو ځانمرګی بریدګر د کابل په نوي ښار کې موخې ته له رسیدو مخکې وژل شوی؛ خو وروسته چاودنه رامنځته شوه، چې په کې یو کس ټپي شوی دی. د  کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د پېښې پخلی کړی او وایي؛ بریدګر غوښتل، چې د …

نور... »

فرانسه د فوتبال نړیوال جام ګټونکې شوه

فرانسې  په مسکو ښار کې د فوتبال نړیوال جام په پایلوبه کې کروشیا ته د دوه پر څلور ګولونو ماته ورکړه، چې له دې سره یې د ۲۰۱۸ کال د فوتبال نړیوال جام خپل کړ. د فرانسې د ګول کیپر هیوګو لوریس د یوې تېروتې له کبله کروشیا دوه یم …

نور... »

د بدخشان ولایت پر زیباک ولسوالۍ د وسلوالو برید پر شا وتمبول شو

شاهین ۲۰۹  قول اردو مسوولینو ویلي؛ د بدخشان ولایت پر زیباک ولسوالۍ د وسلوالو برید پر شا وتمبول شو، چې له درندې مرګ و ژوبلې سره هم مخ شوي دي. د یادې قول اردو چارواکو ویلي؛ له بریدګرو سره په نښته کې، چې ۵ ساعته روانه وه د دوه تاجکستانیانو او …

نور... »

په پنجشېر کې ولسمشر غني خلکو ته پر اوښتي زیان خواشیني څرګنده کړه

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني د هېواد د یو شمېر ملکي او پوځي چارواکو په ملتیا د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۲۴) له غرمې مخکې پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او له هغو سیمو یې لیدنه وکړه، چې وروستي طبیعي ناورین ځپلې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ …

نور... »