روغتيا

په ۱۸ ولایتونو کې ۲۰۰ نور روغتیایي مرکزونه جوړیږي

افغانستان یو داسې هېواد دی، چې ۴۰ سلنه خلک یې معیاري صحي خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ د  روغتیایي مرکزونو او کارکوونکیو ، د درملو او پرمختللیو روغتیایي وسایلو لږوالی د معیاري صحي خدمتونو په وړاندې ستر خنډونه ګڼل شوي دي. ټاکل شوې، چې  په ۱۸ ولایتونو کې ۲۰۰ روغتیایي …

نور... »

په ختیځو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شو

 مسوولین وايي، د یکشنبې په ورځ په ختیځ کې د ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپان پیل شو. د ننګرهار د عامې روغتیا مرستیاله مقدسه معراج  وایي، چې  کونړ او ننګرهار پر دیورند کرښه پراته ولایتونه دي؛ ځکه، نو په کې د ګوزڼ خطر هم ډېر دي. د نوموړې په وینا؛ …

نور... »

د هېواد په ختیځ کې د پولیو پر ضد د واکسینو درې ورځينی کمپاین پیل شو

د هېواد په ختیځ کې د پولیو پر ضد دواکسینو د درې ورځينی کمپاین له پیل سره،  چې په ترڅ کې به یې یومیلیون ماشومان واکسین شي؛ د جلال آباد د ویالو په اوبو کې د پولیو ویروس وموندل شو. د پولیو پرضد د واکسینو دغه درې ورځینی کمپاین په …

نور... »

د نورستان په کامدېش کې د شري له ناروغۍ ۱۵ ماشومان مړه شوي

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د شري یا سرخکان ناروغۍ خپره شوې، چې د چارواکو په وینا تر دې دمه یې پېنځلس ماشومان مړه کړي دي. چارواکي وايي؛ وسلوالې ډلې اړوند کارکوونکي نه پرېږدي، چې ناروغانو ته د شري ضد واکسین ورسوي. د کامدېش ځینې اوسیدونکي وايي؛ له …

نور... »

بیات بنیاد په هېواد کې له اړو کسانو سره ژمنۍ مرستې پیل کړي

بیات بنیاد د هېواد په ګڼو ولایتونو کې له یو شمېر هغو کورنیو سره د مرستې بهیر پیل کړی، چې له ګاونډ هېوادونو راستانه شوي دي. د مرستو په دغه ټولګه کې خوراکي توکي، کمبلې او د ماشومانو د تغذیې خواړه شامل دي. د بیات بنیاد لوی مشر انجنیر احسان …

نور... »

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د بټیو لوګي د ناروغیو لامل شوي

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د استوګنې په سیمو کې دوه اویا د پخو خښتو بټۍ موجودې دي، چې  لوګیو یې خلکو ته ګڼې ناروغۍ پیدا کړې دي. د سره رود اوسیدونکی هدایت الله وايي، د خښتو په بټیو کې ربړونه او نور داسې توکي سوځول کیږي، چې لوګیو …

نور... »

په کندهار کي د چرګانو د ناروغيو د درملني مرکز جوړ شو

د دې ولايت د کرني مسوولين وايي؛ دا، چي په کندهار کي څه باندې پېنځه سوه د چرګانو فارمونه شته، نو اړينه وه، چي د ناروغيو د تشخيص او درملني څانګه هم ولري. ددې ولايت د کرني ریيس وايي؛ دغه روغتون د کارديف موسسې پر مالي ملاتړ، چي د کرنې …

نور... »

په خوست کې د څلور روغتیايي مرکزونو چارې بشپړې شوې

په خوست ښار کې د بېړنیو پېښو څانګه له ولایتي روغتون جلا جوړه شوې، چې ۱۴۸ زره دالر پرې لګښت راغلی او په ټولو روغتیایي وسایلو سمبال دی. د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د دې ترڅنګ په علي شېرو ولسوالۍ کې د بېړنیو پېښو د یوې څانګې، د …

نور... »

د ننګرهار په روداتو کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پيل شوې

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د درې څلویښت میلیون افغانیو پر لګښت د پنځوس بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې. ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، چې د روداتو، هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو اوسیدونکیو درملنه به په کې کیږي.   د ننګرهار د عامې روغتیا رییس داکترنجیب الله …

نور... »

ایتالویان به ډېر ژر په پنجشېر کې خپل درېیم شل بستریز روغتون پرانیزي

په افغانستان کې د ایتالویانو د ایمرجنسي روغتونونو مسوولین وایي، چې ډېر ژر به په پنجشېر کې خپل درېیم شل بستریز روغتون پرانیزي. دوی تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ارګ په لیدنه کې ویلي، چې  تر دې مهاله په ټول افغانستان کې ۴۶روغتیايي کلینکونه او دوه …

نور... »

په ننګرهار کې د شخصي موخو لپاره د واکسینو مخه نیول کیږي- دیني عالمان

په جلال آباد کې سلګونه دیني عالمانو د واکسینو په تړاو د بحث لپاره یوه ناسته جوړه کړه. د دوی د اوږد بحث نچوړ دا شو، چې واکسین د مذهب له پلوه حرام نه، بلکې حلال دي او ځينې کسان له مذهب څخه په ګټه اخیستنه د شخصي ګټو لپاره …

نور... »

په افغانستان کې هر کال۳۰۰۰ ښځې د سینې پر سرطان اخته کیږي

سرطان وېرونکې اصطلاح ده،چې په دې وروستیو کې یې د انسانانو له ژوندانه سره تړاوو راښکاره شوی دی؛ خو پخپل وخت داکتر ته د مراجعې له لارې کولی شو د سرطان له ځینو بڼوځانونه وژغورو او خپل روغ ژوند بېرته پیل کړو. فریده نومې پېنځه ویشت کلنه ښځه؛ پېنځه میاشتې …

نور... »

په خوست کې د نړۍ غوره افغان جراح داکتر کمال تڼی وستایل شو

په خوست کې قومي مشرانو، مدني فعالانو او روغتیاپالو د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې د دغه افغان داکتر ستاینه وکړه، چې د امریکا د جراحانو په نړیوال کانګریس کې یې د ۲۰۱۶ کال د نړۍ د غوره جراح جایزه ګټلې ده. داکتر کمال تڼی لومړنی افغان دی، …

نور... »

په ننګرهارکې لس روغتیایي پروژې پيل شوې

د شنبې په ورځ په جلال آباد کې د روغتیا په برخه کې د لس پرژو چارې پیل شوې. د هېواد د ختیځ په کمپلیکس کې د ننګرهار د طبي علومو انستیتوټ لپاره یوه ودانۍ او په همدې ځای کې د فاظمة الزهرا روغتون لپاره یوه ودانۍ  د سعودي عربستان …

نور... »

په بلخ ولایت کې پر نشه يي توكو د روږدو شمېر لوړ شوى

د بلخ يوشمير اوسيدونكي وايي، په نشه يي توكو د روږدو شمېر لوړ شوى او دولت يې درملنې ته هيڅ پاملرنه نه كوي. په بلخ كې په  نشه يي توكو د روږدو شمېر ورځ تربلې ډېريږي، چې د ښار په ډېرو سيمو كې يې خلك له ستونزو سره مخ كړي …

نور... »

بیات بنیاد د ستارکي بنسټ په همکارۍ کڼو ته د اوریدلو وسایلو د وېش درېیم پړاو پیل کړ

د بیات بنیاد  چارواکي: په ننني درې ورځني پړاو  کې۱۰۰۰ کسان تر پوښښ لاندې نیول شوي او ټولو ته د اوریدو عصري وسایل وېشل کیږي. د اوریدلو د وسایلو د وېش کارد بیات بنیاد د لوی مشر احسان الله بیات په پرانستونکې وینا په هغه ناسته کې پیل شو، چې …

نور... »

د خوست ځاځي ميدان اوسيدونکي له روغتيايي آسانتياوو بې برخې دي

ځاځي ميدان د خوست له لیرې پرتو ولسواليو څخه یوه ولسوالي ده، چې له قبايلي سيمې کورمې ايجنسۍ سره په ګاونډ کې پرته ده. دا ولسوالي که څه هم ښه امنيت لري؛ خو په دې ولسوالۍ کې د يوه مجهز روغتون نه شتون د خلکو ستوونزې ډېرې کړې دي. ځايي …

نور... »

كندهار ښاریانو د کابل د پېښې له ټپيانو سره د وينې مرسته وکړه

د يکشنبى په ورځ د کندهار ښار ځوانانو او اوسيدونکیو د کابل د شنبې ورځې خونړي بريد له قربانيانو سره د ويني مرسته وکړه. د دوى په خبره دهېواد دښمنان په دي ډول بريدونو غواړي د افغانانو تر منځ نفاق رامنځته کړي او خپلو موخو ته ځان ورسوي؛ خو افغانان …

نور... »

په افغانستان کې د ښځو د سینو سرطان مخ په زیاتیدو دی

 د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي،چې په افغانستان کې هر کال د سرطان ناروغۍ له کبله پنځلس زره کسان ژوند له لاسه ورکوي چې شل په سلو کې د سینې په سرطان اخته ناروغانې دي. ویل کیږي زیاتره ناروغانې شرم ګڼي چې خپله ناروغي بیان کړي. د سرطان ناروغۍ د …

نور... »

د فراه په ګلستان کې طالبان د واکسینو مخنیوی کوي

د فراه ولایت د ګلستان ولسوالي، چې تېر کال په کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې؛ د واکسین له روان پړاوه پاتې شوه.   د فراه ولایت مرستیال والي محمد یونس رسولي رسنیو ته  ویلي، چې طالبان په اړوند سیمه کې د واکسینو د پلي کولو مخه …

نور... »