عاجل خبرونه

روغتيا

اوسني روغتیایي خدمتونه د خلکو اړتیاوې نه شي ځوابولی- ولسمشر غني

د هېواد ولسمشر په هېواد کې د روغتیایی خدمتونو وړاندې کول د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې په روغتونونو کې جدي ستونزې شته او د روغتیایي مرکزونو لخوا وړاندې کیدونکي روغتیایي خدمتونه د خلکو اړتیاوې نه شي ځوابولی. د روغتیایي خدمتونو د ښه والي لپاره دولت طبي شورا جوړه …

نور... »

پایوازانې په ګیډو کې زندان ته نشه يي توکي لیږدوي-کوهستانی

د کورنیو چارو وزارت د توقیف خونو ريیس وايي، چې د زندانیانو پایوازانې په ګیډو کې زندان ته نشه يي توکي لیږدوي. په زندانونو کې د ننه د نشه يي توکو کار و بار او کارول څه نوې خبره نده. د کورنیو چارو وزارت د توقیف خونو رييس عبدالحلیم کوهستانی …

نور... »

په افغانستان کې کانګو ناروغۍ له ۴۰ ډېر کسان مړه کړي

په افغانستان کې کانګو ناروغۍ له روان کال راهیسې له ۴۰ ډېر کسان مړه کړي، چې روغتیا ته د نه پاملرنې او اومه غوښې د خوړلو له کبله سرایت هم کوي. د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنترول رییس شاه ولي معروفي وایي، کانګو اوس په ۲۴ ولایتونو …

نور... »

په دولتي روغتونونو کې به نور وړیا روغتیايي خدمتونه بند شي

د عامې روغتیا وزیر وايي، چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره مرستې لږ کړي؛ نو، ځکه اړ يو، چې وړیا روغتیايي خدمتونه بند شي؛ خو بېړنۍ پېښې  او اساسي خدمتونه به وړیا وي. که څه هم د افغانستان اساسي قانون ۵۲ ماده  ټولو وګړیو ته روغتیايي خدمتونه وړیا ګڼلي او …

نور... »

د سویلي ولایتونو۹۰ زره ماشومان واکسینو ته لاسرسی نلري

د عامې روغتیا وزیر وایي، د ګوزن یا فلج بې علاجه ناروغۍ  واکسین به سر له ننه په ټول هېواد کې پیل او د پېنځه ورځو په لړ کې به شاوخوا نهه میلیون هغه ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو ټیټ وي، واکسین شي. د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین …

نور... »

ماشومان له خپلو شیدو تغذیه کړئ، چې له ناروغیو وژغورل شئ

هغه میندې، چې ماشومان له خپلو شیدو نه تغذیه کوي، ماشوم یې او خپله په ډول ډول ناروغیو اخته کیږي. د بغلان د عامې روغتیا ریاست، داکران او روغتیایی کارکونکي د مور په شېدو سره د ماشومانو د يغذیې اوونۍ نمانځي. د بغلان د عامې روغتیا رییس محب الله حبیب …

نور... »

پر زیړي ناروغۍ د یو سل و پنځوس زره کسانو له اخته کیدو خبر ورکړ شو

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې پر زیړي ناروغۍ د یو سل و پنځوس زره کسانو له اخته کیدو خبر ورکوي. د زیړي ناروغۍ د نړیوالو ورځې په پلمه په جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال اندېښنه وښوده، چې په هېواد کې د زیړې ناروغي په …

نور... »

د خوست د سپیرې ولسوالۍ له واکسین پاتې ماشومان واکسین کیږي

په خوست کې شاوخوا ۱۷۰۰ هغو ماشومانو ته پولیو ضد واکسین کیږي، چې په تېرو کې یې کورنیو له واکسینو کولو ډډه کړې وه.  د خوست عامې روغتیا رییس داکتر حبیب شاه  انصاري وایي، د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب به په پیل شوي درې ورځني کمپاین کې …

نور... »

په خوست کې وخت تېري درمل، خوراکي توکي او الکولي مشروبات وسوځول شول

د خوست والي وایي، د خوست ولایت له اړوند سیمو تر لاسه شوي ۶ ټنه وخت تېري درمل، خوراکي توکي او ۹۰۰ لیتره الکولي مشروبات وسوځول شول. د خوست والي حکم خان  حبیبي وایي، په تر لاسه شویو وخت تېرو توکو کې ۶ ټنه وخت تېر درمل او خوراکي توکي …

نور... »

په ۱۸ ولایتونو کې ۲۰۰ نور روغتیایي مرکزونه جوړیږي

افغانستان یو داسې هېواد دی، چې ۴۰ سلنه خلک یې معیاري صحي خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ د  روغتیایي مرکزونو او کارکوونکیو ، د درملو او پرمختللیو روغتیایي وسایلو لږوالی د معیاري صحي خدمتونو په وړاندې ستر خنډونه ګڼل شوي دي. ټاکل شوې، چې  په ۱۸ ولایتونو کې ۲۰۰ روغتیایي …

نور... »

په ختیځو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شو

 مسوولین وايي، د یکشنبې په ورځ په ختیځ کې د ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپان پیل شو. د ننګرهار د عامې روغتیا مرستیاله مقدسه معراج  وایي، چې  کونړ او ننګرهار پر دیورند کرښه پراته ولایتونه دي؛ ځکه، نو په کې د ګوزڼ خطر هم ډېر دي. د نوموړې په وینا؛ …

نور... »

د هېواد په ختیځ کې د پولیو پر ضد د واکسینو درې ورځينی کمپاین پیل شو

د هېواد په ختیځ کې د پولیو پر ضد دواکسینو د درې ورځينی کمپاین له پیل سره،  چې په ترڅ کې به یې یومیلیون ماشومان واکسین شي؛ د جلال آباد د ویالو په اوبو کې د پولیو ویروس وموندل شو. د پولیو پرضد د واکسینو دغه درې ورځینی کمپاین په …

نور... »

د نورستان په کامدېش کې د شري له ناروغۍ ۱۵ ماشومان مړه شوي

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د شري یا سرخکان ناروغۍ خپره شوې، چې د چارواکو په وینا تر دې دمه یې پېنځلس ماشومان مړه کړي دي. چارواکي وايي؛ وسلوالې ډلې اړوند کارکوونکي نه پرېږدي، چې ناروغانو ته د شري ضد واکسین ورسوي. د کامدېش ځینې اوسیدونکي وايي؛ له …

نور... »

بیات بنیاد په هېواد کې له اړو کسانو سره ژمنۍ مرستې پیل کړي

بیات بنیاد د هېواد په ګڼو ولایتونو کې له یو شمېر هغو کورنیو سره د مرستې بهیر پیل کړی، چې له ګاونډ هېوادونو راستانه شوي دي. د مرستو په دغه ټولګه کې خوراکي توکي، کمبلې او د ماشومانو د تغذیې خواړه شامل دي. د بیات بنیاد لوی مشر انجنیر احسان …

نور... »

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د بټیو لوګي د ناروغیو لامل شوي

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د استوګنې په سیمو کې دوه اویا د پخو خښتو بټۍ موجودې دي، چې  لوګیو یې خلکو ته ګڼې ناروغۍ پیدا کړې دي. د سره رود اوسیدونکی هدایت الله وايي، د خښتو په بټیو کې ربړونه او نور داسې توکي سوځول کیږي، چې لوګیو …

نور... »

په کندهار کي د چرګانو د ناروغيو د درملني مرکز جوړ شو

د دې ولايت د کرني مسوولين وايي؛ دا، چي په کندهار کي څه باندې پېنځه سوه د چرګانو فارمونه شته، نو اړينه وه، چي د ناروغيو د تشخيص او درملني څانګه هم ولري. ددې ولايت د کرني ریيس وايي؛ دغه روغتون د کارديف موسسې پر مالي ملاتړ، چي د کرنې …

نور... »

په خوست کې د څلور روغتیايي مرکزونو چارې بشپړې شوې

په خوست ښار کې د بېړنیو پېښو څانګه له ولایتي روغتون جلا جوړه شوې، چې ۱۴۸ زره دالر پرې لګښت راغلی او په ټولو روغتیایي وسایلو سمبال دی. د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د دې ترڅنګ په علي شېرو ولسوالۍ کې د بېړنیو پېښو د یوې څانګې، د …

نور... »

د ننګرهار په روداتو کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پيل شوې

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د درې څلویښت میلیون افغانیو پر لګښت د پنځوس بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې. ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، چې د روداتو، هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو اوسیدونکیو درملنه به په کې کیږي.   د ننګرهار د عامې روغتیا رییس داکترنجیب الله …

نور... »

ایتالویان به ډېر ژر په پنجشېر کې خپل درېیم شل بستریز روغتون پرانیزي

په افغانستان کې د ایتالویانو د ایمرجنسي روغتونونو مسوولین وایي، چې ډېر ژر به په پنجشېر کې خپل درېیم شل بستریز روغتون پرانیزي. دوی تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ارګ په لیدنه کې ویلي، چې  تر دې مهاله په ټول افغانستان کې ۴۶روغتیايي کلینکونه او دوه …

نور... »

په ننګرهار کې د شخصي موخو لپاره د واکسینو مخه نیول کیږي- دیني عالمان

په جلال آباد کې سلګونه دیني عالمانو د واکسینو په تړاو د بحث لپاره یوه ناسته جوړه کړه. د دوی د اوږد بحث نچوړ دا شو، چې واکسین د مذهب له پلوه حرام نه، بلکې حلال دي او ځينې کسان له مذهب څخه په ګټه اخیستنه د شخصي ګټو لپاره …

نور... »